وینوم یا زووټوکسین یو ډول زهر دي چې د حیوان لخوا تولیدېږي او په فعال ډول د چیچلو، نېش وهلو یا ورته بل عمل سره د زخم له لارې انتقالېږي.
دا زهر د زهرو یوې ځانګړې دستګاه، لکه نېش یا غاښونو له لارې د envenomation په نوم پروسې له لارې انتقالېږي. وینوم له پایزون څخه، چې په غیرفعال ډول د خوړلو، استنشاق کولو یا د پوستکي له لارې جذبولو له لارې بدن ته د ننه کېږي او له ټوکسونجن څخه، چې په فعال ډول د فزیکي لېږد میکانیزم له لارې د یوه بل حیوان خارجي سطحې ته انتقالېږي، توپیر لري.
زهرو په ځمکني او سمندري چاپېریالونو کې او د حیواناتو په پراخ طیف کې تکامل موندلی دی: دواړو هم ښکاریان او هم ښکار او هم فقاري حیواناتو او هم غیر فقاري حیواناتو. زهر د زهرو څلورو اصلي ډولونو له لارې وژنه کوي؛ یعنې نکروټوکسین او سایټوټوکسین، چې حجرې وژني؛ نیوروټوکسین، چې په عصبي سیسټم اغیزه کوي؛ مایوټوکسین، چې عضلو ته زیان رسوي؛ او هیموټوکسین، چې د وینې کلکېدل مختل کوي. زهرجن حیوانات په کلني ډول د لسګونه زرو انسانانو د مړینې لامل کېږي.
زهر ډېری د بېلابېلو ډولونو سره د ټوکسین پېچلي مخلوطونه دي. له زهرو څخه حاصل شوي ټوکسین د ټرومبوز، آرټریټ او ځینې سرطانونو په شمول پراخو طبي حالتونو درملنې لپاره کارول کېږي. په زهریاتو کې مطالعې په ډېرو نورو شرایطو کې د زهرو ټوکسین کارونې په هکله څېړنې کوي.
د ډولونو په پراخ طیف کې د زهرو کارونه د متغیر تکامل یوه بېلګه ده. دا سخته ده چې په دقیق ډول پایله واخلو چې څنګه دا ځانګړتیا په شدت سره پراخه او متنوع شوه. څوجني کورنۍ چې د زهرجنو حیواناتو ټوکسین کوډ کوي، په فعال ډول ټاکل کېږي او له ځانګړو دندو سره لا متنوع زهر جوړوي. زهر له چاپېریال او خپلو قربانیانو سره تطابق کوي او پر همدې اساس تکامل مومي ترڅو د یوه ښکاري په ځانګړي ښکار (په ځانګړې توګه په ښکار کې د ننه دقیق ایوني کانالونو) باندې ترټولو ډېره اغیزه ولري. په پایله کې، زهریات د حیوان سټانډارډ خوراکي رژيم ته تخصصي کېږي.
اصلي موضوع: ټوکسین
زهریات خپل بیولوژيکي اغېزې د هغو ډېرو ټوکسینونو له لارې چې په خپل ځان کې یې لري رامنځته کوي. ځینې زهرونه له بېلابېلو ډولونو سره د ټوکسینونو پېچلي مخلوط دي. په زهرو کې د شته ټوکسین عمده طبقې عبارت دې له:
زهر د طبقه بندۍ له اړخه په دواړو فقاري او غیر فقاري حیواناتو کې او د وچې او سمندري حیواناتو او همدارنګه د ښکاریانو او ښکار کې په پراخ ډول وېشل کېږي. د زهرجنو حیواناتو اصلي ډلې لاندې توضیح شوي دي.
زهرجن ارتروپوډانو کې غڼې، چې په خپلو چېلېسیرا کې شته نېش څخه د زهرو تزریق لپاره کار اخلي؛ او سل پښیز، چې له خپلو فورسیپولانو، اصلاح شوو پښو، څخه د زهرو لېږد لپاره کار اخلي، شاملې دي؛ په داسې حال کې چې لړمان او نېش لرونکي حشرات د یوه نېش په واسطه خپل زهر زرق کوي. په مچیو کې بیا نېش د – اوويپوزیټور – په نوم د هګیو اچولو یوه اصلاح شوې آله ده. په پولیسټس فوسکاټوس کې، ښځینه یې په دوامداره توګه یو زهر تولیدوي چې جنسي فېرومون لري او په نارینه کې د ملګرتیا چلند راپاروي. د Polistes exclamans په شان مچیو کې، زهر د الارم فیرومون په توګه کارول کېږي، چې له ځالې سره غبرګونونه همغږي کوي او د شاوخوا مچۍ په ښکار باندې د برید لپاره جذبوي. د Parischnogaster striatula په شان ځینې ډولونو کې، زهر په ټول بدن کې د میکروب ضد ساتونکي په توګه کارول کېږي.
ډېری کاټرپېلاران د دفاعي زهري غدودو خاوندان دي چې د سوځوونکو وېښتو په نوم د بدن په سر د ځانګړو وېښتو سره یوځای دي. دوی په معمول ډول تحریک کوونکي دي، خو د لونومانیا پتنګان کېدای شي د انسان لپاره وژونکي وي.
مچۍ د (اپي ټوکسین) په نوم یو تېزابي زهر د کندوګانو او خوراکي زېرمو دفاع لپاره سنټېز کوي او له هغه څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې مچۍ له کیمیاوي اړخه متفاوتو القلي زهرو څخه د خپل ښکار د فلج کولو لپاره کار اخلي، له همدې کبله د هغوی ښکار تر هغې ژوندی پاتې کېږي ترڅو چې د دوی بچو ته په ځاله کې د خوړو تامین لپاره رسېږي. د زهرو کارونه یوازې له دې بېلګو څخه ډېر زیات پراخ دی؛ ډېری نور حشرات لکه رښتیني حشرات او ډېری میږي هم زهر تولیدوي. د میږیو Polyrhachis dives بڼه د پاټوجن د تعقیم کولو لپاره په موضعي ډول له زهرو څخه کار اخلي.
په څو شاخو کې زهرجن غیرفقاري حیوانات شتون لري، چې په هغه کې جېلي کب لکه ګواښوونکی باکس جېلي کب اوپه Cnidaria کې سمندري انیمون، په Echinodermata کې سمندري خارپشت، او د مولوسکانو په منځ کې د اختاپوس په ګډون مخروطي حلزونان او سفالوپوډان شامل دي.
زهر په کابو ۲۰۰ غضروفي کبانو کې، لکه اغزن کبانو، شارکانو او کیمرانو کې موندل کېږي؛ پېشوکبان (کابو ۱۰۰۰ زهرجن ډولونه)؛ او د اغزنو کبانو ۱۱ کلاسونه (Acanthomorpha)، چې په هغه کې لړم کبان (کابو ۳۰۰ ډوله)، ډبرې کبان (له ۸۰ ډولو څخه زیات)، چونګښي کبان، سویي کبان، سوی کب، جراح کب، ځینې مخملي کبان، ځینې ټوډ کبان، کورال کروچران، سره مرجاني کبان، ټوټه کبان، ډبرین کبان، د ژورو اوبو لړمي کبان، حشره یي کبان، ویوران او ستاره یي کبان شامل دي.
ځینې سالمانډران کولی شي خپلې تېزې زهرجنې پښتۍ د باندې راوباسي. په برازیل کې دوه ډوله چونګښې د خپلې کوپړۍ تاج شاوخوا ته کوچني اغزي لري چې د برخورد په صورت کې، زهر خپلې موخې ته رسوي.
کابو ۴۵۰ ډوله ماران زهرجن دي. د مار زهر د سترګو لاندې غدودو (منډیبولر غدودو) له لارې تولیدېږي او د لوله یي یا کانالي نېشونو له لارې موخې ته رسېږي. د مار زهر د پروټېز په شان پپټایډي ټوکسینونو ډولونو لرونکي دي چې د پروټین پپټایډي اړیکې هایډرولایز کوي؛ نوکلیزان چې د DNA فاسفوډي اسټر اړیکې هایډرولایز کوي؛ او نیوروټوکسینان، چې په عصبي سیسټم کې سیګنال ورکونې سیسټم مختلوي. د مار زهر د درد، پړسوب، نسجي نکروز، د وینې ټیټ فشار، شخي، وینه بهېدنه (د مار ډولونو په اساس توپیر لري)، تنفسي فلج، د پښتورګو ناکامي، کوما او مرګ په شان ځینې علایم رامنځته کوي. د مار زهر کېدای شي د هغو جېنونو د تکرار له امله رامنځته شوي وي چې د نیکونو په لعابیه غدودو کې بیان شوي دي.
زهر په څو نورو خزندګانو، لکه مکسیکویي مرۍ لرونکي مارمولکان، د ګیلا هیولا او د کوموډو ښامار په شمول ځینې نظارتي مارمولکانو کې، پیدا کېږي. پراخې سپېکټرومټري ښکاره کړه چې د هغوی په زهرو کې د شته پروټینونو مخلوط د مار په زهرو کې د شته پروټیني مخلوط په اندازه پېچلي دي. ځینې مارمولکان د زهرو یو غدود لري؛ هغوی د Toxicofera په نوم فرضي کلاډ رامنځته کوي چې په هغه کې د Serpentes او Iguania فرعي حدود او د Varanidae، Anguindae او Helodermatidae کورنۍ شاملې دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article زهر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.