د دغې اصطلاح غیر مبهم او روښانه تعریف نشته او په دې پورې اړه لري چې ایا دا اصطلاح پر کلتور او که پر پوځي لاسته راوړنو له تمرکز سره کارېږي، ځکه نو بیا ښایي د یوه متفاوت وخت مودې ته راجع شي.
د اسلام زرینه یا طلایي دوره (عربي: العصر الذهبي للإسلام - al-'asr al-dhahabi lil-islam) د اسلام په تاريخ کې د کلتوري، اقتصادي او علمي ودې او غوړېدو يوه دوره وه، چې په دوديزه توګه له ۸مې پېړۍ نه تر ۱۴مې پېړۍ پورې ګڼل کېږي. دا دوره په دودیز ډول د عباسي خلیفه هارون الرشید د واکمنۍ پرمهال (۷۸۶ تر ۸۰۹) په بغداد کې د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه له پرانیستلو سره پیل شوې چې تر هغه وخته د نړۍ په کچه تر ټولو لوی ښار و او هلته د نړۍ له بېلابېلو برخو د بېلابېلو کلتوري بګرونډونو لرونکو اسلامي پوهانو او نورو سترو علماوو ته دنده سپارل شوې وه چې د نړۍ ټول پېژندل شوي کلاسیک علوم راټول او سریاني او عربي ژبې ته وژباړي. په دودیز ډول ویل کېږي چې دا پېر د مغول د یرغلونو او په ۱۲۵۸ ز کال کې د بغداد د کلابندۍ له امله د عباسي خلافت له پرځېدو سره پای ته رسېدلی. یو څو پوهان د زرینې دورې پای په شاوخوا ۱۳۵۰ کې ګڼي او د تیموریانو له رنسانس سره تړاو ورکوي. په داسې حال کې چې ډېری عصري تاریخپوهان او څېړونکي د زرین اسلامي دور پای د ۱۵مې پېړۍ له وروستیو وختونو تر ۱۶مې پېړۍ پورې ګڼي چې د اسلامي باروتو (Islamic Gunpowders) دورې ته رسېږي. (د اسلام د منځنیو پیړیو دوره که بیخي یو شان نه وي خو ډېره مشابه ده چې یوه سرچینه یې د ۹۰۰ تر ۱۳۰۰ زیږدیزو کلونو پورې تعریفوي. د مفاهیمو تاریخچهله دې امله د ۱۹مې پېړۍ يو ليکوال دا د خلافت تر دوام يا تر شپږ نيمو پېړيو پورې غځولې، په داسې حال کې چې یوه بل بیا د راشدينو له فتوحاتو څو لسيزې وروسته د عمر رضي الله عنه له وفات او لومړۍ فتنې سره پای ته رسولې. د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، دغه اصطلاح یوازې کله کله کارېده او ډېری وختونه د راشده خلفاوو د لومړنیو پوځي بریاوو په توګه پېژندل کېده. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې بیا دا اصطلاح په تکرار سره کارېده. اوس تر ډېره له ۹مې پېړۍ نه تر ۱۱مې هغې پورې د خلافتونو پر مهال د ساینس او ریاضیاتو کلتوري ودې ته راجع کېږي (په بیت الحکمت کې د منظمو بورسونو رامنځته کولو او د صلیبي جګړو د پیل ترمنځ)، مګر بیا هم ډېری وختونه د ۸مې پېړۍ د وروستیو وختونو څه برخه یا له ۱۲مې پېړۍ د ۱۳مې پېړۍ تر لومړیو پورې رانغاړي. تعریفونه ممکن لاهم پاموړ توپیر ولري. د زرین دور پای د خلافت له پای ته رسېدو سره برابر ګڼل د تاریخي نښانو پر بنسټ یو مناسب ټکی دی، مګر دغه استدلال کېدای شي چې اسلامي کلتور ډېر مخکې تدریجي زوال ته د ننه شوی و. په دې توګه، خان (۲۰۰۳) مناسبه زرینه دوره د ۷۵۰ او ۹۵۰ کلونو ترمنځ دوې پېړۍ ګڼي او استدلال کوي چې د هارون الرشید تر واکمنۍ لاندې د سیمو له لاسه ورکولو پیل په ۸۳۳ کال کې د مامون له مړینې وروسته نور هم چټک شو او هم وایي چې په ۱۲مه پېړۍ کې صلیبي جګړې د اسلامي سترواکۍ د کمزوري کېدو لامل شوې چې بیا هېڅکله هم پر پښو ونه درېده. زرینه اسلامي دورهد دغې اصطلاح غیر مبهم او روښانه تعریف نشته او په دې پورې اړه لري چې ایا دا اصطلاح پر کلتور او که پر پوځي لاسته راوړنو له تمرکز سره کارېږي، ځکه نو بیا ښایي د یوه متفاوت وخت مودې ته راجع شي. مذهبي نفوذبېلابېل قرآني احکام او احادیث (یا د محمد صلی الله علیه وسلم کړه وړه) چې ښوونې او روزنې ته ارزښت ورکوي او د پوهې د لاسته راوړلو پر اهمیت ټینګار کوي، له امله یې د دې دورې مسلمانانو د علم په لټون او د ساینس په وده کې خورا مهم رول لوبولی دی. دولتي ملاتړاسلامي سترواکۍ د علماوو کلک ملاتړ کاوه. د ژباړې په غورځنګ کې د ځینو ژباړو لپاره لګول شوې پیسې د انګلستان د طبي څېړنو شورا د کلنۍ څېړنیزې بودیجې دوه چنده اټکل شوې دي. مخکښو پوهانو او ژباړونکو، لکه حنین بن اسحاق، تنخواوې لرلې چې اټکل کېږي د اوسني وخت د مسلکي ورزشکارانو په کچه وې. د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه یو کتابتون و چې د عباسي دورې په بغداد کې د عراق د خلیفه المنصور له خوا تاسیس شوی و. بېلابېل ډوله ونډې اخیستنېپه دې دوره کې، مسلمانانو د فتح شویو تمدنونو د ساینسي پوهې په راجذبولو او یوځای کولو کې کلکه لېوالتیا ښودلې. د لرغونې دورې ډېری کلاسیک اثار چې ښایي له منځه تللي وای له یوناني، سریاني، منځنۍ فارسي او سنسکرت نه سریاني او عربي ته ژباړل شوي چې ځینې یې وروسته په نورو ژبو لکه عبراني او لاتیني هم ژباړل شوي. زدهکړېد مقدسو متنونو محوریت او په اسلامي دود کې د هغو مطالعې د اسلام په تاریخ کې په ټولو وختونو او ځایونو کې د دین د مرکزي ستنې په توګه د ښوونې او روزنې او تعلیم په مطرح کولو کې مرسته کړې. په اسلام کې د زده کړې اهمیت په یو شمیر احادیثو کې منعکس شوی چې محمد صلی الله علیه وسلم ته منسوب دي. په دغو منسوبو احادثیو کې یو یې هغه دی چې مؤمنانو ته په کې لارښوونه شوې: "علم ترلاسه کړئ، ان که په چین کې هم وي". دا حکم په ځانګړې توګه پر علماوو د تطبیق وړ و، مګر تر یوې اندازې د ټولو مسلمانانو لپاره هم دی. همدا راز د الزرنوجي وینا یې: "زده کړه پر زموږ ټولو فرض ده" یوه بېلګه ده. که څه هم ناشونې ده چې تر عصري-مخکې اسلامي ټولنو کې د سواد کچه محاسبه شي، خو دا تقریبا یقیني ده چې کچه یې لږ تر لږه د دوی د اروپايي سیالانو په پرتله نسبتا لوړه وه. زرینه اسلامي دورهد دغې اصطلاح غیر مبهم او روښانه تعریف نشته او په دې پورې اړه لري چې ایا دا اصطلاح پر کلتور او که پر پوځي لاسته راوړنو له تمرکز سره کارېږي، ځکه نو بیا ښایي د یوه متفاوت وخت مودې ته راجع شي. ابن خلدون د عصري ټولنپوهنې، تاریخپوهنې، ډیموګرافي یا نفوس پېژندنې، او اقتصاد له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي. ارشیف کول په دغه دور کې په اسلام کې د درناوي وړ وو، که څه هم د وخت په تېرېدو سره ډېری حکومتي اسناد لادرکه شوي. له دې سره سره، مکتوبونه او پاتې اسناد د هغه مهال ټولنیز وضعیت ښيي او همدا راز دا ترې جوتېږي چې ارشیفونه په خپل وخت کې مفصل او پراخ وو. د حکومتي ارګانونو له لوري ټول ترلاسه کېدونکي او لېږل کېدونکي لیکونه کاپي کېدل، ارشیف کېدل او د ثبتولو لپاره په نښه کېدل. د ارشیف کوونکي پوست یو داسې مقام بلل کېده چې باید د لوړې کچې باورمندي ولري ځکه دوی د ټولو اړوندو معاملو ریکارډونه په واک کې لرل. روغتیا پالنهلومړنی مشهور اسلامي روغتون په ۸۰۵ کال کې په بغداد کې د هارون الرشید په امر جوړ شو او د بغداد تر ټولو مهم روغتون بیا په ۹۸۲ کال کې د ابي بویه واکمن عضد الدولة له خوا جوړ شو. ترټولو ښه مستند شوي لومړني اسلامي روغتونونه د ۱۲مې او ۱۳مې پېړیو ستر سورو-مصري تاسیسات دي. په ۱۰مه پیړۍ کې، بغداد پنځه نور روغتونونه لرل، په داسې حال کې چې دمشق تر ۱۵مې پیړۍ پورې شپږ روغتونونه لرل او قرطبې په یوازې سر ۵۰ لوی روغتونونه لرل، چې ډېری یې یوازې د پوځ لپاره وو. زوالیرغلونهپه ۱۲۰۶ کال کې، د منځنۍ آسیا په مغولو کې چنګیز خان یوه پیاوړې پاچاهي جوړه کړه. د ۱۳مې پیړۍ په جریان کې، د مغول امپراتورۍ په ختیځ کې د چین او په لویدیځ کې د پخواني اسلامي خلافت (همدارنګه کیوان روس - Kievan Rus) په ګډون د یوریشیا د خاورې ډېره برخه فتحه کړه. په ۱۲۵۸ کال کې د هولاکو خان له خوا د بغداد او د حکمت ماڼۍ یا بیت الحکمه ویجاړول ځینې د اسلامي زرین دور پای ګڼي. اقتصادد اسلامي علومو د زوال د توضیح لپاره ویل کېږي چې په ۱۱مه او ۱۲مه پیړۍ کې سني احیاء یو لړ بنسټیز بدلونونه رامنځته کړل چې د ساینسي اثارو تولید ته یې نسبتا تنخوا او امتیازات کم کړل. د مدرسو له خپرېدو او د دیني او مذهبي مشرانو له زیات نفوذ سره، د دیني علم ترلاسه کول ډېر ګټور ګڼل کېدل. کلتوراقتصادي تاریخپوه جویل موکیر استدلال کړی چې اسلامي فیلسوف الغزالي (۱۰۵۸-۱۱۱۱) "د اسلامي علومو د زوال یوه مهمه څېره وه"، ځکه د هغه اثارو په اسلامي نړۍ کې د تصوف او اوکېشنلیزم (occasionalism) په وده کې مرسته کړې. د دې نظر په مقابل کې، سلیبه (۲۰۰۷) د الغزالي له وخت وروسته د ستورپوهنې د ودې په اړه یو شمېر مثالونه وړاندې کړي دي. سرچينې او ياداښتونه |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article زرینه اسلامي دوره, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.