ريچارډ ډوکينز

ريچارډ ډوکينز FRS FRSL (زېږېدنه ۲۶ مارچ ۱۹۴۱) يو برتانوي تکاملي بيالوژي پوه او لیکوال دی.

نوموړی د اکسفرډ د نيو کاليج یو افتخاري متقاعد همکار (په انګلستان کې د پوهنتون د ادارې غړی) دی او له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د اکسفرډ په پوهنتون کې د ساينس د عامه پوهاوي پروفيسر و. هغه چې يو ملحد دی، په تخلقيت (د کايناتو پنځونه) او ذهني جوړښت پر باور (هغه باور چې ګوندې په ځمکه ژوند په ساينسي تيورۍ نه شي تشريح کېدای) د نيوکو له امله شهرت لري.

ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۲۶ مارچ ۱۹۴۱
نایروبی   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نایروبی   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سکرين ليکوال
بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان)
ليکوال
لوبگر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه تکاملي بيولوژي
ژوپوهنه
ژونپوهنه
کلیسا (عیسوي کلیسا)   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر چارلس ډاروین
رونالډ فیشر
برټرانډ راسل
کرېسټوفر هېچنز   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم
سيکولريزم - Secularism
اګنوسټېزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ريچارډ ډوکينز
ريچارډ ډوکينز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )
د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ريچارډ ډوکينز  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډوکينز په لومړي ځل په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Selfish Gen» په نوم د خپل کتاب له امله شهرت پيدا کړ، کوم کتاب چې د تکامل د جين پر بنسټ ولاړ اند ته شهرت ورکړ او د meme اصطلاح يې دود کړه. د « The Extended Phenotype» (۱۹۸۲) په نوم خپل کتاب سره، نوموړي په تکاملي بيالوژۍ کې دا اغېزناک تصور دود کړ چې اړينه نه ده د جين «فينوټايپي» اغېزې د کوم ژوندي تر جسم پورې محدودې وي، بلکې تر چاپېريال پورې خپرېدای شي. په ۲۰۰۶ز کال کې، نوموړي د « Richard Dawkins Foundation for Reason and Science» بنسټ کېښود او په ۲۰۱۱ز کال کې نوموړي له نورو سره په شریکه د « Clergy Project» بنسټ کېښود.

په « The Blind Watchmaker» (۱۹۸۶) کې ډوکينز د «واچ ميکر» د تشبيه  (واچ ميکر تشبيه يا ورته والي دليل د خالق دوجود یو استدلال دی) خلاف استدلال وړاندې کړی، کوم چې د ژونديو موجوداتو د پېچلتياوو پر بنسټ يو فوق العاده (مافوق الفطرت) پنځونکي د شتون استدلال دی. د دې پر ځای هغه تکاملي پروسه د یو ړانده ساعت جوړونکي ته ورته په توګه بيانوي، ځکه چې د بالمثل توليد، بدلون او ټاکنه د هېڅ طرحه کوونکي له خوا نه رهبري کېږي. په « The God Delusion» (۲۰۰۶) کې ډوکينز ادعا کړې چې يو فوق العاده پنځونکی تقريباً په يقيني ډول موجود نه دی او دا چې مذهبي عقيده يو فريب (وهم) دی. د ډوکينز الحادي دريځ کله کله شخړې خپل ځان ته جلب کړي دي.

ډوکينز علمي او د لیکوالۍ جايزې ترلاسه کړي دي او هغه په تلويزيون، راديو او انټرنيټ کې راڅرګندېږي، په بنسټيز ډول د يو ولسي روڼ اندي په توګه د خپلو کتابونو، الحاد او خپلو اندونو او نظریاتو په اړه بحث کوي.

مخينه

د ژوند لومړي کلونه

کلنټن ريچارډ ډوکينز د ۱۹۴۱ز کال د مارچ د مياشتې په ۲۶مه نېټه د برتانيې د استعماري واکمنۍ پر مهال د کينيا په پلازمېنه نايروبي کې زېږېدلی و. وروسته ډوکينز له قانوني لارې له خپل نوم څخه د کلينټن برخه لرې کړه. نوموړی د «ژان مري ويويان» (د کورنۍ نوم يې لاډنر؛ ۱۹۱۶-۲۰۱۹) او کلينټن جان ډوکينز (۱۹۱۵-۲۰۱۰) زوی دی، څوک چې په نياسالينډ (اوسنۍ ملاوي) کې د برتانوي استعماري خدمت کې د کرنې ملکي مامور و او د اکسفورډ شاير د يوې شريفې کورنۍ سره اړه لري. د هغه پلار د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال «کينکز افريقن رايفلز» ته غوښتل شوی و او په ۱۹۴۹ز کال کې بېرته انګلستان ته ستون شو، دا مهال د ډوکينز عمر اته کاله و. پلار يې په اکسفورډ شاير کې د نارټن پارک دپاسه شتمني په مېراث وړې وه، کومه ځمکه کې چې هغه د سوداګرۍ په ډول کروندګري کوله. ډوکينز د انګلستان په اکسفرډ کې ژوند کوي. هغه د سارا په نوم يوه کشره خور لري.

مور او پلار يې په طبيعي علومو کې لېوالتيا درلوده او دواړو د ډوکينز پوښتنو ته په علمي اصطلاحاتو ځواب وايه. ډوکينز خپل ماشومتوب د يو عادي «انګليکي» روزنې په توګه بيان کړی دی. نوموړي د خپلې ځوانۍ تر نيمايي پورې مسيحيت منلی و، په کوم پړاو کې چې هغه دې پايلې ته ورسېدو چې يواځې تکاملي تيوري د ژوند د پېچلتياوو لپاره يوه غوره تشریح ورکولای شي او پر خدای باور يې پرېښود. ډوکينز وايي: «زما د مذهبي کېدو پاتې بنسټيز لامل د ژوند له پېچلتياوو څخه دومره اغېزمن کېدل او دا احساس و چې د دې لپاره بايد يو طرحه کوونکی موجود وي او زه فکر کوم چې دا هغه مهال و، کله چې ما محسوسه کړه چې داروينيزم يوه ډېره غوره تشریح وه چې د طرحې په اړوند استدلال ورکول يې له منځه يوړل. او ماته يې هېڅ راپرې نه ښودل». د هغه د لوېديځ کلتوري شاليد سره يو ځای د الحاد دې پوهې ډوکينز پوه کړ، لکه چې ډوکينز په ډېرو مرکو کې خپل ځان د يو «کلتوري مسيحي» او «کلتوري انګليکي» په توګه تشرېح کړی دی.

زده کړه

په ۱۹۴۹ز کال کې له نياسالينډ څخه انګلستان ته په اته کلنۍ کې په راستنېدو، ډوکينز د ولټ شاير د «شافین ګروو» ښوونځي کې داخل شو او له دې وروسته له ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې يې د نارتمپڼ شاير په «اونډل» ښوونځي کې زده کړه وکړه، کوم چې د انګلستان د کليسا چاپېريال لرونکي يو انګريزي دولتي ښوونځی و، چېرته چې نوموړی په لانډيمر هاوس کې اوسېدو. په اونډل کې، نوموړي په لومړي ځل د «برټرينډ رسل» « Why I Am Not a Christian» (زه ولې مسیحي نه يم) په نوم کتاب ولوست. نوموړي د اکسفرډ په باليول کالج کې ژوپوهنه ولوسته او په ۱۹۶۲ز کال کې فارغ شو؛ په دې ځای کې، نوموړي ته د نوبل جايزې ګټونکي د اخلاقیات پوه «نيکولاس ټنبرګن» تدريس (ښوونه) وکړ. نوموړی د دويمې درجې وياړ سره فارغ شو.

ډوکينز د «ټنبرجن» تر څارنې لاندې د څېړونکي محصل په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او تر ۱۹۶۶ز کال پورې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ او د يو بل کال لپاره د څېړنې د همکار په توګه پاتې شو. ټنبرجن د ژويو د چلند د مطالعې په برخه کې يو مخکښ و، په ځانګړي ډول د غريزې، زده کړې او انتخاب په برخو کې، په دې پړاو کې د ډوکينز څېړنې د ژويو د پرېکړه کولو د نمونو په اړوند وې. په ۱۹۸۹ز کال کې اکسفرډ هغه ته DSc ورکړ.

استادي (تدريس/د ښوونکي دنده)

له ۱۹۶۷ څخه تر ۱۹۶۹ز کال پورې، ډوکينز د برکلي د کليفورنيا پوهنتون کې د ژوپوهنې مرستيال پروفيسر و. په دې موده کې، د برکلي د کلفورنيا پوهنتون محصلين او پوهنځي تر ډېره بريده د ويتنام د روانې جګړې مخالف وو او ډاوکينز هم د جګړې ضد لاریونونو او فعالیتونو کې ښکېل و. نوموړی په ۱۹۷۰ز کال کې د استاد په توګه اکسفرډ پوهنتون ته راستون شو. په ۱۹۹۰ز کال کې، نوموړی په ژوپوهنه کې لوړ پوړی استاد شو. په ۱۹۹۵ز کال کې، هغه په اکسفرډ کې د ساينس د عامې پوهې لپاره د «سيموني» پروفيسر په توګه وټاکل شو، دا دنده د «چارلس سیموني» له خوا په دې څرګند نيت ورکړل شوې وه چې «د دې دندې لرونکي څخه د کومې علمي څانګې په عام فهم کې د مهمې ونډې تمه کېدای شي» او دا چې د دې دندې لومړی تر لاسه کونکی به ريچارډ ډوکينز وي. نوموړي له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۸ز کال پورې د پروفيسرۍ دا منصب په واک کې درلود.

له ۱۹۷۰ز کال راهيسې نوموړی د اکسفرډ د نيوکاليج همکار و او اوس هغه یو افتخاري همکار دی. نوموړي د « Henry Sidgwick Memorial Lecture» (۱۹۸۹)، لومړي « Erasmus Darwin Memorial Lecture» (۱۹۹۰)، « Michael Faraday Lecture» (۱۹۹۱)، « T. H. Huxley Memorial Lecture » (۱۹۹۲)، « Irvine Memorial Lecture» (۱۹۹۷)، « Tinbergen Lecture» (۲۰۰۴) او « Tanner Lectures» (۲۰۰۳)  په ګډون ګڼې ويناوې (لیکچرونه) کړي دي. په ۱۹۹۱ز کال کې، نوموړي د کوچنيانو لپاره د کريسمس ويناوو په شاهي انستيتيتوب کې په نړۍ کې د سترېدو په اړوند يوه وينا وکړه. هغه همدا راز د ګڼو جريدو مديریت هم کړی دی او انکارټا دايرة المعارف او د تکاملي دايرة المعارف د کتونکي سلاکار په توګه يې هم کار کړی دی. نوموړی د سيکولر بشرپالنې د ازادې پلټنې مجلې د شورا د مشر مدير او ليکوال په نوملړ کې شامل دی او د Skeptic مجلې له پيل راهيسې يې د کتنپلاوي غړی دی.

ډوکينز د شاهي ټولنې د فيراډي جايزې او برټش اکاډمي تلويزیون جايزې په څېر ډول ډول جايزو لپاره په منصفه پلاوو کې کار کړی دی او د ساينس د پرمختګ لپاره د برتانيې د ټولنې د بيالوژيکي علومو د برخې رئيس و. په ۲۰۰۴ز کال کې، د اکسفرډ باليول کالج د ډوکينز جايزه جوړه کړه، کومه جايزه چې د «ژويو د چاپېریال پوهنې او چلند په اړوند د عالي څېړنې لپاره ورکول کېږي، د کومو ژويو پايښت او ښه والی چې د انسانانو د فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ کېدای شي». د ۲۰۰۸ز کال د سپتمبر په مياشت کې، نوموړی له خپلې پروفيسرۍ څخه تقاعد شو او د ځوانانو لپاره يې د يو کتاب د ليکلو د طرحو اعلان وکړ چې موخه به يې «ځوانان د ساينس مخالف د ښاپېريو پر کيسو د باور کولو په وړاندې خبرول وي». په ۲۰۱۱ز کال کې، ډوکينز د نیو کالج د بشرپالنې له پروفيسرۍ سره يوځای شو، دا په لندن کې يو خصوصي پوهنتون دی چې « A. C. Grayling» يې بنسټ ايښی، کوم چې د ۲۰۱۲ز کال د سپتمبر په مياشت کې پرانيستل شوی دی.

سرچينې

Tags:

ريچارډ ډوکينز مخينهريچارډ ډوکينز سرچينېريچارډ ډوکينز

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ابو حنيفه (امام اعظم)د افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)ويټامينمېډياويکيامانوېل کانتتاندادبي غلالوډویګ ویټګنشټایناندړسردار نصرالله خاند افغانستان بيرغژباړهد انګلستان دویم جېمززيان ملکروسیهسټاکهولمراونډاامیرخان متقيپښتو ويکيپېډيالمرتهمت/تور پورې کولنوې نړۍرنه دیکارتکوتانسیسیلیا پېن-ګاپوچکېنانځورگريداکټر سید جمال الدین هرویتوماس جفرسوند ګلبدین اسلامي حزبمومندآسياد ډيورنډ کرښهاټومشاعرآیو (سپوږمۍ)حیضفوټبالسعدالدين شپونقاموسونه ټکی کامکيمياکیمیاخوشال خان خټکد ويانا کانګرسحميد مومندننګرهار ولایتفاسفورسنوحسل سوالونهد افغانستان د کريکټ ملي لوبډلهشمېرپوهنهمولانا جلال الدين محمد بلخيځمکسنجيکالارتروپوداکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)استانبول مېټروتشیالیونیپکتيکا ولايتايمانتوماس مورروهتاس کلاد الله 99 نومونهدیارلسم پاپ لیو🡆 More