رونالډ فیشر (زوکړه: د ۱۸۹۰ زکال د فبروري ۱۷مه – مړینه: د ۱۹۶۲ زکال د جولای ۲۹ مه) بریتانوي علامه و چې د ریاضي پوه، محاسبوي عالم، ژوند پوه، جنټیکي عالم او علمي لارښود په توګه فعال و.
د محاسبې په برخه کې نوموړی «هغه نابغه چې نږدې په یوازې توګه یې د معاصر محاسبوي علم بنسټ کېښود» او همدارنګه «په ۲۰مه پېړۍ کې د محاسبې په برخه کې د یوازنۍ مخکښې څېرې» په توګه بلل کېږي. د ژنټیک په برخه کې هغه له ریاضیاتو څخه د مندلي ژنټیک او طبیعي انتخاب د ترکیب په موخه کار واخیست چې د شلمې په لومړیو کې یې د داروینېزم په راژوندي کولو کې ونډه لرله او د هغه د تکامل نظریې ته یې پراختیا ورکړه چې اوس مهال د معاصر سنتز په توګه پېژندل کېږي. نوموړی د بیولوژي په برخه کې د خپلو هڅو له امله د «داروین تر ټولو لوی ځای ناستی» بلل کېږي.
رونالډ فیشر | |
---|---|
(انګلیسي: Sir Ronald Aylmer Fisher) | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۷ فبروري ۱۸۹۰ لندن |
مړینه | 29 جولای 1962 (72 کاله) ایډلایډ |
استوګنځای | برېتانيا |
تابعیت | برېتانيا |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون (۱۹۰۹–۱۹۱۲) |
کار/مسلک | بيالوژي پوه (د ژونديو موجوداتو د علومو پوهان) |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
د کړنې څانګه | سرشمیرنه جنتیک |
کار ورکوونکی | د کېمبرېج پوهنتون (۱۹۴۳–۱۹۵۹) |
سمول |
فیشر د نژاد او نژادي اصلاح اړوند د پیاوړ لیدلورو په لرلو په نژادي توپیرونو ټینګار درلود. په داسې حال کې چې نوموړی په ښکاره ډول اصلاح غوښتونکی و او د ارثي ذهني ستونزو لرونکو د دواطلبانه شنډ کولو له قانوني کولو یې ملاتړ کاوه؛ د دې اړوند بحثونه شتون لري چې ایا فیشر له علمي نژاد پالنې ملاتړ کاوه او که نه؛ ځکه چې هغه په مستقیم ډول د نژادي تبعیض له سیاستونو ملاتړ نه کاوه. د یادونې وړ ده چې نوموړي په ۱۹۵۰ زکال کې د نژادي مسئلې (The Race Question) تر عنوان لاندې د یونسکو د بیانیې پر وړاندې خپل د مخالفت غږ اوچت کړ. د هغه په خپله خبره: «شته علمي پوهه د دغه باور لپاره پیاوړی بنسټ جوړوي چې بشري ډلې په خپل ذاتي ظرفیت کې د فکري او عاطفي ودې په برخو کې له یو بل توپیر لري». نوموړی د نژادي اصلاح په برخه کې د لندن په یونیورسیټي کالج کې د ګالټون ښوونکی و او همدارنګه د نژادي اصلاح د علمي کلیزې (سالنامې) مدیر مسئول و.
په ۱۹۱۹ زکال کې نوموړي د ۱۴ کلونو لپاره په روتماسټېد تجربي څېړنیز مرکز کې کار وکړ؛ هلته نوموړي له ۱۸۴۰مې لسیزې راهیسې راغونډ شوي معلومات تجزیه او تحلیل کړل او واریانس تحلیل (ANOVA) ته یې پراختیا ورکړه. په راتلونکو کلونو کې نوموړي د ژوندانه د محاسبې (biostatistician) د ترسره کوونکي په توګه خپل شهرت تثبیت کړ.
فیشر له جان هالډین او سووال رایټ سره یوځای د جمیعتي ژنټیک له دریو اصلي بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي. هغه د جنسي انتخاب د تیوري اړوند د فیشر اصل، فیشري تېښته او د سکسي زوی فرضیه وړاندې کړه.
فیشر د انګلستان په لندن ښار کې د ختیځ فینچلي په یوه متوسطه کورنۍ کې وزېږېد. پلار یې جورج په رابنسون او فیشر شرکت کې چې د ښکلو هنرونو د پلورنې شرکت و بریالی شریک و. نوموړی د خپلې کورنۍ د دوه غبرګلونو جوړو څخه یو و چې بل غبرګلونی یې له ده وروسته وزېږېد او نوموړي له خپلو دریو وروڼو او خویندو سره یوځای را لوی شو. دوی ستریتهام ته له کډه کولو وړاندې له ۱۸۹۶ زکال څخه تر ۱۹۰۴ زکال پورې د لندن په اینورفورث کور کې و اوسېدل چېرې چې د انګلیسي میراثونو ادارې په ۲۰۰۲ زکال د هغه په یاد یوه شنه لوحه نصب کړه. د هغه مور کېټ د ګېډې د پردې د التهاب له امله هغه مهال مړه شوه چې فیشر ۱۴ کلن و او پلار یې هم خپله سوداګري ۱۸ میاشتې وروسته له لاسه ورکړه.
د هغه د سترګو په لید کې دایمي کمزورتیا لامل وګرځېده څو د بریتانیا پوځ هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې جګړې ته له لېږلو راوګرځوي، خو له دې سره نوموړي دا وړتیا لرله چې د هندسي مسایلو په ریاضیکي حل لارو او یا هم ثبتونو کې نه بلکې د هغو په تجسم کې ستونزې ومومي. نوموړی د ۱۴ کلنۍ په عمر په هارو ښوونځي کې شامل شو او له دغه ښوونځي څخه یې د ریاضي په برخه کې د نیلډ مډال ترلاسه کړ. په ۱۹۰۹ زکال کې هغه د کمبریج د ګونویل او کایوس کالج لپاره سکالرشېپ ترلاسه کړ هغه کالج چې ریاضیکي زده کړو ته اړوند و. په ۱۹۱۲ زکال کې هغه د ریاضیاتو په برخه کې لومړۍ درجه خپله کړه. په ۱۹۱۵ زکال کې نوموړي د جنسي انتخاب او د جوړې په انتخاب کې د جنسي ترجیحاتو د تکامل (The evolution of sexual preference) تر عنوان لاندې مقاله ولیکله.
له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۹ زکال پورې فیشر په لندن ښار کې د محاسبه کوونکي په توګه کار وکړ او په ګڼ شمېر دولتي ښوونځیو، د تیمز د سمندري زده کړو په کالج او په براډفیلډ کالج کې یې د ریاضیاتو او فزیک په برخه کې تدریس وکړ. دلته نوموړي له خپلې نوې ناوې ایلین ګینس سره ژوند وکړ او له هغې یې دوه زامن او شپږ لوڼې پیدا شوې.
په ۱۹۱۸ زکال نوموړي د «مندلي وارثت د فرضیې پر مټ د خپلوانو ترمنځ د ورته والي» علمي مقاله خپره کړه چې په دغه مقاله کې یې د واریانس اصطلاح معرفي او د هغو د رسمي تحلیل وړاندیز یې وکړ. هغه د ژنټیک یو مفهومي موډل وړاندې کړ چې ښووله یې د فنوټایپي صفاتو ترمنځ د ژوندانه د محاسبه کوونکو له خوا د دوام لرونکې تنوع اندازه کول کېدای شي د یو بل څخه جلا ژنونو د ترکیبي عملکرد پر مټ ترسره شي او دا د مندلي وراثت پایله ده. دغه چاره د جمیعتي ژنټیک او کمیتي جنټیک په لار کې لومړنی ګام و چې وه یې ښووله طبیعي انتخاب کولای شي په وګړو کې اللي فریکونسي ته تغیر ورکړي او د هغو ناتړلی طبیعت له تدریجي تکامل سره تطبیق کړي. د فیشر لور او بیوګرافي لیکونکې جوآن باکس وايي چې فیشر دغه مسئله لا له وړاندې په ۱۹۱۱ زکال کې حل کړې وه.
فیشر له ایلین ګینس سره واده وکړ او له هغې د دوه زامنو او شپږ لوڼو پلار شو. د نوموړي د واده اړیکه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال له منځه ولاړه او د هغه مشر زوی جورج چې پوځي پیلوټ و په دغه جګړه کې ومړ. د هغه لور جوآن چې د ده بیوګرافي یې هم لیکلې له محاسب جورج اي. پي. باکس سره یې واده وکړ.
د یتس او ماتر په خبره، «د هغه لویه کورنۍ، چې د سختو مالي شرایطو پر مهال را لویه شوې وه، د هغه د ژنټیکي او تکاملي شخصي باورونو بیانونکې وه». فیشر د وفادارۍ له امله شهرت درلود او یو وطن دوست، د انګلستان د کلیسا غړی، له سیاسي پلوه محافظه کار او همدارنګه علمي عقل پالونکی ګڼل کېده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article رونالډ فیشر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.