د Rna نړۍ

د RNA نړۍ د ځمکې په سر د ژوند د تکاملي تاریخ یوه فرضي مرحله ده، چې دې کې د RNA خپله ډېرېدونکي مالیکولونه د DNA او پروټینونو له ودې نه دمخه تکثیر کېږي.

همدارنګه دا اصطلاح هغې فرضیې ته هم اشاره کوي چې د دې مرحلې شتون څرګندوي.

په ۱۹۶۲ کال کې الکساندر ریچ په لومړي ځل د RNA نړۍ مفهوم وړاندې کړ، او په ۱۹۸۶ کال کې دا اصطلاح والټر ګیلبرټ رامنځته کړه. ډېرې کیمیاوي بدیلې لارې د ژوند لپاره وړاندیز شوي، او ښايي د RNA پر بنسټ ژوند هغه لومړنی ژوند نه وي کوم چې مخکې یې شتون یې درلود. په هر حال، د RNA نړۍ لپاره ثبوتونه یا شواهد دومره قوي دي چې د هغه پر بنسټ دا فرضیه په پراخه توګه منل شوې ده. د RNA د ټولو څلورو ودانۍ غونډو هم مهال جوړښت دا فرضیه نوره هم پیاوړې کړه. د ژوند د اصل د مطالعې لپاره د RNA نړۍ کولای شي د یوه ماډل سیسټم په توګه کار وکړي.

RNA د DNA په څیر، کولای شي ارثي یا جنتیکي معلومات لکه د پروټیني انزایمونو په څیر ذخیره او تکثیر کړي، د RNA انزایمونه (ریبوزیمونه) کولای شي هغه کیمیاوي تعاملات چې د ژوند لپاره حساس دي چټک (پیل یا ګړندي کړي) کړي. ریبوزوم چې د حجرو د مهمو اجزاوو له ډلې نه دی، په اصل کې له RNA نه جوړ شوی دی. د ریبونیوکلیوټایډ ځینې برخې په ډیریو کوینزیمونو کې لکه acetyl-CoA، NADH، FADH، او F420، ښايي د RNA په نړۍ کې کوولانسي پورې تړلې د کوانزایم پاتې برخې وي.

د RNA په پرتله DNA ډیر ثبات او پایښت لري؛ او ښايي دا هم څرګند کړي چې ولې دا د معلوماتو د ذخیره کولو پر اصلي مالیکول تبدیل شوی. کېدای شي پروټیني انزایمونه د هغو ریبوزیمونو چې پر RNA تکیه وي د هغو د کاتالیزونو په توګه کار وکړي، دا ځکه چې د مونومر ډېروالی او تنوع ددې لامل کېږي چې دوی هر اړخیز یا هرکاره شي. لکه څنګه چې ځینې مرستندویه یا کمکي عوامل دواړه نیوکلیوټایډ او امینو اسید ځانګړتیاوې لري، نو دا هم کېدای شي چې امینو اسیدونه، پیپټایډونه او په پای کې پروټینونه د ریبوزیمونو شریک فکتورونه یا عوامل وي.

تاریخ

د ابیوجینیسیس په مطالعې کې یوه ننګونه دا ده چې د بیا زېږونې یا تکثیر او میټابولیزم په سیسټم کې چې د ټولو ژوندیو موجوداتو له خوا کارول کېږي درې ډوله متقابل میکرومولیکولونه (DNA، RNA، او پروټین) شامل دي. دا دې ته اشاره کوي چې ژوند کولای نه شوای په خپل اوسني شکل رامنځته شي، چې دې هرڅه څیړونکي د داسې میکانیزمونو په هکله د فرضیې جوړولو ته اړ کړي چې ښايي ددې له امله اوسنی سیسټم له مخکیني ساده سیسټم نه رامنځته شوی وي. امریکایي مالیکولي بیولوژي پوه الکساندر ریچ لومړنی کس و چې د مخکینیو په توګه یې د نیوکلیوټایډونو د اصل په اړه تړلې او همغږې فرضیه وړاندې کړه. ده په هغې مقالې کې چې د نوبل جایزې ګټونکي فزیک پوه البرټ سینټ-ګیورګي په ویاړ خپره شوې وه دا جوت کړه چې د ځمکې لومړني چاپیریال کولای شو چې د RNA مالیکولونه یې (پولینوکلیوټایډ مونومر) تولید کړي وای او په پای کې یې انزایمي او خپله ډېرېدونکې کړنې ترسره کړې وای.  

د RNA مفهوم د لومړني مالیکول په توګه د فرانسیس کریک او لیزلي ارګل په مقالو کې او همدارنګه د کارل ووز د ۱۹۶۷ کال په جینیټیک کوډ کتاب کې موندل کیدای شي. په ۱۹۷۲ کال کې هانس کوهن یوه احتمالي پروسه جوته کړه چې ښايي د هغه په وسیله یو عصري جنتیکي سیسټم د نیوکلیوټایډ د مخینې پر بنسټ رامنځته شوی وي، او دا ددې لامل شو چې په ۱۹۷۶ کال کې هارولډ وایټ ته دا څرګنده شي چې د انزایمي یا نیوکلیوټایډي فعالیت لپاره ډیری کوفکتورونه اړین دي. هغه داسې یوه سناریو وړاندې کړه چې د انزایمي تعاملاتو ضروري الکترو کیمیا، د RNA پر بنسټ د نیوکلوټایډ خاصو انزایمونو ساتنه اړینه کړه ځکه چې دوی تعاملات ترسره کوي، په داسې حال کې چې د انزایمونو پاتې جوړښتي عناصر د پروټینو له خوا تر هغه بدلېږي ترڅو چې د اصلي RNAs نیوکلیوټایډ کوفکټورونو «د نیوکلیک اسید انزایمونو فوسیلونه» پاتې برخې هم بدلې شي. د «RNA نړۍ» عبارت په لومړي ځل د نوبل جایزې ګټونکي والټر ګیلبرټ له خوا په ۱۹۸۶ کال کې وکارول شوه.

د RNA ځانګړتیاوې

د RNA ځانګړتیاوې د مفهوم له مخې د RNA نړۍ فرضیه د منلو وړ ګرځوي، که څه هم د ژوند د اصل په توګه د هغه عمومي منښت ډېریو ثبوتونو او شواهدو ته اړتیا لري. RNA د اغېزناکو کاتالیزونو په توګه پېژندل شوي او د هغه ورته والی له DNA سره د هغه وړتیا د معلوماتو ذخیره کولو لپاره څرګندوي. په هرحال، ددې په هکله چې ایا RNA لومړنی خپلواکه خپله ډېرېدونکی یا خپله تکثیرېدونکی سیسټم رامنځته کړی او که له پخواني سیسټم نه مشتق شوی، نظرونه توپیر لري. ددې فرضیې یوه نسخه دا ده چې د نیوکلیک اسید یو بل ډول، چې د pre-RNA په نوم یادېږي، لومړنی مورد و چې د ځان بیا تولیدونکي مالیکول په توګه راڅرګند شو، چې وروسته له RNA سره بدل شو. بل خوا، په ۲۰۰۹ کال موندونکي پر دې بنسټ چې فعال شوي پیریمیډین ریبونیوکلیوټایډونه کولای شي د احتمالي پري بیوټیکي شرایطو پر بنسټ ترکیب شي، داسې وړاندیز کوي چې د لومړۍ RNA د سناریو له منځه وړل لا وخته کار دی. د «ساده» نیوکلیک اسیدونو pre-RNA په وړاندیزونو کې پیپټایډ نیوکلیک اسید (PNA)،threose nucleic acid  (TNA) یا glycol nucleic acid  (GNA) شامل دي. د جوړښتي اسانتیاوو او له RNA سره د پرتلې وړ ځانګړتیاوو په درلودلو سره سره، په پري بیوټیکي شرایطو کې د «ساده» نیوکلیک اسیدونو د منلو وړ کیمیاوي تولید لا نه دی په ډاګه شوی.

RNA د انزایم په توګه

د RNA انزایمونه یا ریبوزیمونه، په ننني د DNA پر بنسټ ژوند کې موندل کیږي او ښايي چې د ژونديو فوسیلونو بیلګې وي. ریبوزیمونه ضروري یا حیاتي دندې لري لکه د ریبوزوم دنده. د ریبوزوم په لوی فرعي واحد کې یو rRNA شامل دی چې د پروټین په ترکیب کې د پیپټایډ پیوند د رامنځته کولو او پیپټیډیل ترانسفراز فعالیت لپاره مسوول دی. نور هم ډېری ریبوزیمي فعالیتونه شتون لري؛ د بېلګې په توګه، د هیمر هیډ یا سر څټک ریبوزیم چې خپله درز یا چاود رامنځته کوي، او د پولیمیریز RNA ریبوزیم کولای شي د RNA یوه لنډه برخه د اصلي RNA له بېلګې سره ګډه یا ترکیب کړي.

RNA د تنظیم کوونکي په توګه

ریبوسویچونه په باکتریا، نباتاتو او لرغونو سیمو کې د جین تنظیموونکي په توګه کار کوي. د یوه میټابولیټ د یوځای والي په ځواب کې ریبوسویچونه خپل ثانوي جوړښت کې بدلون راولي. د جوړښت دا بدلون کولای شي د بندوونکي یا فسخه کوونکي د ګډوډۍ، لنډولو او یا په ترتیب سره د اجازې ورکولو لامل شي. بل خوا، ښايي ریبوسویچونه د Shine–Dalgarno لړۍ بنده کړي. داسې هم ویل شوي چې دوی د RNA پر بنسټ نړۍ نه سرچینه اخیستې ده. پر دې سربېره، د RNA د تودوخې معلومولو اله د جین حالت د تودوخې د بدلونونو پر وړاندې تنظیموي.

د DNA تدریجي وده

د RNA نړۍ فرضیې له خوا د وړاندې شویو ننګونو نه یوه هم د هغې لارې موندل دي چې د هغې په وسیله د RNA پر بنسټ سیسټم د DNA پر بنسټ سیسټم باندې بدل شي. ښايي چې جیفري ډیمر او کین سټیډمن، په اورګون کې د پورټلینډ ایالت په پوهنتون کې ددې مسئلې حل موندلی وي. کله چې یې د کالیفورنیا په لاسن اورشیندونکي ملي پارک کې په تود تیزابي جهيل کې د ویروسونو په هکله څېړنې ترسره کولې، دوی داسې شواهد او موندنې تر لاسه کړې چې په بشپړ ډول د DNA ساده ویروس له غیر اړونده RNA ویروس نه جین ترلاسه کړی و. لویس ویلیریل د کالیفورنیا ایروین پوهنتون ویروس پوه، دا وړاندیز هم وکړ چې هغه ویروسونه چې د RNA پر بنسټ جین په DNA باندې د بدلولو توان لري او وروسته یې د DNA پر بنسټ پېچلي جینوم کې شاملوي دا څلور میلیارډ کاله مخکې د ویروس په نړۍ کې له RNA نه د DNA په لېږد کې عام و.

سرچينې

Tags:

د Rna نړۍ تاریخد Rna نړۍ د RNA ځانګړتیاوېد Rna نړۍ د DNA تدریجي ودهد Rna نړۍ سرچينېد Rna نړۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اپل شرکتملا محمد عمرسام هریساشرف غنيلونگآسيااسلامي دولت – خراسان ولایتپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديد تکامل په اړه اسلامي نظرونهجېنوم7 مېانسان پيژندنههندد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)وختامير حبيب الله خانماري انتوانېتاموي خلافتلوی افغانستانسينبنګله دېشغلاميمايکروسافټ وېنډوزد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهاوتو فون بیسمارکوهابيتاکسايدابدمهرو د سید آباد ولسوالۍ يو کلیڅوکری، پښۍ (رواش)ميدان وردگ ولايتمالايا-پرتګالي نښتېپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتامام بخاريلېبراليزمسي ټي سکنشفیقه خپلواکويکيفضل عمر مجدديچهار آسياب ولسوالۍپښتونستانخرقه شريفهباريکه تنه لرونکی خوځندکېپيشونا خالص داخلي تولیدسويسعربي ژبهسلمان خاناوبړۍپکتيا ولايتګوګلد افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ سرليک ( منډيگک )په اسلام کې د مېرمنې حقوقنازي ګوندلاچينېلسن مانډېلانړیواله جنايې محکمهباميانانزايمسینه بغلتوره غاړهصلاح الدين ايوبيامریکایي ډالرجرمګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتسسره زراجرايي قوه🡆 More