د کوچنیو سیارو کمربند

د کوچنیو سیارو کمربند په لمریزه منظومه کې یوه بیضوي شکله سیمه ده چې موقعیت یې کابو د مشتري او مریخ سیارو د مدارونو تر منځ دی.

په دغو سیارو کې ګڼ داسې جامد او نامنظم اجسام شامل دي چې بېلابېلې اندازې لري، تر سیارو ډېر کوچني دي او د کوچنيو ستوري ډوله جسمونو یا کوچنیو سیارو په نامه یادېږي. د کوچنیو سیارو دغه کمربند د کوچنیو سیارو د اصلي کمربند په نامه هم یادېږي او دا نوم د دې لپاره ورته کارول کېږي چې په لمریزه منظومه کې یې د سیارو له نورو ډولونو لکه ځمکې ته نږدې سیارو یا تروجان سیارو سره توپیر وشي.

د کوچنیو سیارو کمربند په لمریزه منظومه کې د سیارې د شاوخوا تر ټولو کوچنۍ او دننه (د نورو تر منځ) دایره ده چې تر دې مهاله پېژندل شوې ده. شاوخوا نیمايي کتله یې په څلورو لویو سیارو سېرېس، وېسټا، پالاس او هېجیا کې موجوده ده. د کوچنیو سیارو ټوله کتله د سپوږمۍ د کتلې څلور سلنه کېږي.

سېرېس د کوچنیو سیارو په کمربند کې یوازنۍ سیاره‌ګۍ ده چې کافي اندازه لویه ده او قطر یې ۹۵۰ کیلومترو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وېسټا، پالاس او هېجیا قطر له ۶۰۰ کیلومترو کم دی. پاتې اجسام د دوړو د ذرو په اندازه دي. د کوچنیو سیارو مواد دومره نازک دي چې ګڼې بې چلوونکي فضايي بېړۍ پرته له کومې پېښې ترې تېرې شوې دي. له دې سره سره، د لویو سیاره‌ګیو تر منځ ټکر رامنځته کېږي او ګڼې داسې سیارې ترې پیدا کېږي چې مداري ځانګړنې او ترکیبات یې سره ورته وي. د کوچنیو سیارو په کمربند کې دننه انفرادي سیارې د خپلو طیفونو له مخې ډلبندي کېږي چې ډېری یې په درېیو بنسټیزو ګروپونو وېشل شوې دي او دا ګروپونه کاربني، سیلیکاټ او اوسپنه‌لرونکې کوچنۍ سیارې دي.

د کوچنیو سیارو کمربند د کوچنیو سیارو د یوې عمومي ډلې په توګه له لمریزو ورېځو څخه جوړ دی. د مریخ او مشتري تر منځ جاذبوي ګډوډیو په نویو سیارو کې بې حده ډېره مداري انرژي رامنځته کړه چې ټوله په یوه سیاره کې نه شوای را ټولېدای. ټکرونه ډېر شدید شول او له یو بل سره د هم‌غاړۍ پر ځای پر کوچنیو سیارو او لا ډېرو کوچینو برخو ووېشل شوې. بالاخره د کوچنیو سیارو د لومړني کمربند ۹۹.۹ سلنه کتله د لمریزې منظومې د تاریخ په لومړیو ۱۰۰ کلونو کې له منځه لاړه. ځینو ټوټو له لمریزې منظومې څخه بهر لاره پیدا کړه چې له امله یې اسماني ډبرو له داخلي سیارو سره ټکرونه وکړل. کله چې د لمر په شاوخوا کې د کوچنیو سیارو څرخېدنه له مشتري سره مدار جوړوي، د سیارو مدار ورسره ګډوډېږي. په دغو مداري فواصلو کې کله چې دوی نورې مدارونو ته کشول کېږي، یو واټن په کې رامنځته کېږي.

په نورو ځایونو کې د لمریزې منظومې د کوچنیو اجسامو طبقې ځمکې ته نږدې اجسام، سنټورونه، د کویپر کمربند اجسام، د وېشلي ډېسک اجسام، سډنوئیدونه او د اورټ ورېځې اجسام دي.

د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د اروپا د فضايي مرکز پوهانو د کوچنیو سیارو د کمربند په لوی جسم یعنې سېرس کې د لومړي ځل لپاره د اوبو بخار وموند. دغه تشخیص د هرشل فضايي کتنځي د لرې ماورای بنفش وړتیاوو په مرسته ترسره وشو. دا یوه ښه موندنه وه، ځکه چې لکۍ لرونکي ستوري معمولاً د جېټونو په توګه پېژندل کېږي. د یوه ساینس‌پوه په وینا د لکۍ لرونکو او سیاره‌ګیو تر منځ کرښې لا ډېرې محوه کېږي.

ځانګړنې

د معمولو تصویرونو په خلاف د کوچنیو سیارو کمربند تر ډېره تش دی. کوچنۍ سیارې تر ډېره خپرې دي او په دقیق ډول له موخې ګرځونې پرته یوې کوچنۍ سیارې ته رسېدل ناشوني دي. له دې سره سره، دا مهال سلګونه زره کوچنۍ سیارې پېژندل شوې دي او د ټولو شمېر یې په میلیونونو کې بېلابېل دی. څه باندې ۲۰۰ داسې کوچنۍ سیارې پېژندل شوې دي چې تر ۱۰۰ کیلومتره لویې دي او څېړنو ښودلې ده چې د کوچنیو سیارو کمربند له ۷۰۰۰۰۰ څځه تر ۱.۷ میلیونو پورې داسې کوچنۍ سیارې لري چې قطر یې ۱ کیلومتر وي یا تر دې هم ډېر وي. د اکثرو پېژندل شویو کوچنیو سیارو بشپړه ځلا له ۱۱ څخه تر ۱۹ پورې او په اوسط ډول شاوخوا ۱۶ ده.

ترکیب

اوسنی کمربند تر ډېره له درې ډوله کوچنیو سیارو څخه جوړ دی چې کاربني کوچنۍ سیارې، سیلیکاټي کوچنۍ سیارې او فلزي کوچنۍ سیارې دي.

کاربني کوچنۍ سیارې لکه څرنګه چې له نامه یې ښکاري، هغه کوچنۍ سیارې دي چې په کاربن بډایه دي. دا سیارې د کوچنیو سیارو د کمربند پر بېرونیو برخو برلاسې دي. دغه سیارې د لیدل کېدونکو کوچنیو سیارو څه باندې ۷۵ سلنه برخه جوړوي. رنګ یې د نورو سیارو په نسبت څه ناڅه سور دی او البېډو یې ټيټه ده. سطحي ترکیبات یې کابني کنډریټ میټافورمیک یا اسماني ډبرو ته ورته دي. له کیمیاوي نظره یې طیف د لمریزې منظومې له لومړني ترکیب سره مطابقت لري، یوازې څه ناڅه سپک عناصر او نور مواد یې حذف شوي دي.

دویم ډول کوچنۍ سیارې چې سیلیکاټي بلل کېږي (له سیلیکاټ څخه بډایه دي) د کمربند په داخلي برخه کې له لمر څخه په ۲.۵ نجومي واحده واټن کې واقع دي. په سطحو کې یې د سیلیکاټ او څه ناڅه فلز شتون ښکاري، خو کاربني ترکیبات یې ډېر زیات نه دي. له دې ښکاري چې مواد یې له خپل لومړني ترکیب څخه د ویلې کېدو له لارې اصلاح شوي دي. د دغه ډول کوچنیو سیارو البېډو څه ناڅه لوړه ده او د ټولو کوچنیو سیارو شاوخوا ۱۷ سلنه برخه جوړوي.

درېیم ډول کوچنۍ سیارې (له فلز څخه بډایه) د ټولو کوچنیو سیارو شاوخوا ۱۰ سلنه برخه جوړوي. طیف یې د نېکل اوسپنې ته ورته دی. باور دا دی چې ځینې یې د بېلابېلو پخوانیو هغو فلزي اجسامو له هستو څخه جوړې شوې دي چې د ټکرونو په پایله کې ګډوډي شوي دي. له دې سره سره، د سیلیکاټ ځینې ترکیبات هم دې ته ورته ظاهر رامنځته کولی شي. د بېلګې په توګه د دغه ډول سیارو په ډله کې لویه یې «کالیوپ ۲۲» داسې ښکاري چې په بنسټیز ډول له فلز څخه جوړه ده. د کوچنیو سیارو په کمربند کې د دغه درېیم ډول کوچنیو سیارو خوروالی په شاوخوا ۲.۷ نجومي واحده نیمه اصلي محور کې اوج ته رسېږي. دا چې ایا د دغه ډول کوچنیو سیارو ټول ډولونه د ترکیب له نظره سره ورته دي که نه او یا دا چې د ګڼو هغو نورو لپاره کوم لېبل شته که نه چې په منظم ډول په کاربني او سیلیکاټي ګروپونو کې نه واقع کېږي، تر اوسه مشخصه نه ده.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ټولنيزې رسنۍپاکستانناروغيلویه وچهامازون باراني ځنګلسراج الدين حقانياروپايي ټولنهد افغانستان باندنۍ اړيکېاتڼد پښتو ژبې ليکنښېمايتوکاندريادويمه نړېواله جګړهوزهښيښهاندونيزيامعلوماتي ټیکنالوژيد شهیدانو چوکساراتوفپښتولوګر ولایتطبيعتSiliconلړمهیوادبازارموندنهاوټ(جودر)عبدالحميد محتاطپوهنهمتلونهډنمارکژويرېږدلهپښتونستانمالیهسل سوالونهد الله 99 نومونهد باغ بالا ماڼۍسوسياليستی دولتخرقه شريفهافغانستان ته د اسلام راتگد اکسيديشن نمبرکابل ولايتفرانسهد پښتو ژبدوداباسين يوسفزیمحمد موسى شفيقد نشه یي توکو تفریحي/ شوقي کارونهچهل ستون ماڼۍرسمي ژبهکرواسیایي ژبهنغمهژباړهميدان وردگ ولايتنورزيلندند درود شريف ځانګړتیا او ګټيشهباز شریفد یونان د خپلواکۍ جګړهد ښځې تناسلي آلهد افغانستان جمهوريتحکومتلونگاروپایي ټولنههډوکیجلغوزهپوځفیودور داستایفسکيانا بورکوسکاختیځه جبهه (دویمه نړیواله جګړه)نوې پاپواګينهروغتون🡆 More