د ملګرو ملتونو امنیت شورا ( انګريزي:United Nations Security Council لنډيز (UNSC)) د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې دوهم لوی سازمان دی چې په نړۍ کې د سولې او امنیت مسولیت په غاړه لري.
دا 15 غړي هېوادونه لري چې 5 یې دایمي غړي دي. دا دايمي غړي د لغوه کولو حق لري، په دې مانا چې د امنيت په شورا کې د هرې موضوع د حل لپاره، د ساده اکثريت په لرلو سره، دا ضروري ده چې پنځه دايمي غړي په دې موافقه وکړي، که نه نو رايه نه شي ورکولاى. پر د دې واکونه د ملګرو ملتونو په منشور کې تعریف شوي او د امنیت شورا پرېکړه لیکونو له لارې کارول کیږي. واکونه د سوله ساتو عملیاتو، د نړیوالو بندیزونو د لګولو او د پوځي اقدام د اختیار لپاره کارول کیږي. دایمي غړي
غیر دایمي غړيپه نورو غیر دایمي غړو کې 3 غړي له افریقا، 2 غړي له لاتینې امریکا، 2 غړي له غربي اروپا ، 1 غړي له ختیځې اروپا ، 2 غړي له اسیا څخه دي. نن ورځ، بورکینا فاسو، کوسټاریکا، کروشیا، لیبیا، ویتنام، اتریش، جاپان، مکسیکو، ترکیه او یوګانډا غیر دایمي غړي دي.
د دایمي غړیتوب لپاره نوماند هېوادونهجاپان، جرمني او برازیل د دغه سازمان د دایمي غړیتوب لپاره نوماندان دي. انتقادد لغوه کولو حق د ادارې وقار په جدي توګه زیانمن کړی او د لویو قدرتونو د وسیلې په توګه بدل شوی چې روسیه 123 ځله، امریکا 82 ځله، بریتانیا 32 ځله، فرانسې 18 ځله او چین لږ څه مسؤلیت لري، دا حق یوازې 6 ځله کارول شوی. په داسې حال کې چې کوي روسیې او امریکا په وار وار له دغه حق څخه په غیر مسوولانه ډول استفاده کړې ده. د دوی د بې مسؤلیتۍ پایله دا ده چې د کشمیر او فلسطین مسله تر نن ورځې پورې حل شوې نه ده. د دریمې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ دایمي استازیتوب نشته. نور وګوره
سرچينېبهرنۍ اړیکې |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د ملګرو ملتونو امنيت شورا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.