دیارلسم الفونسو (زوکړه: د ۱۸۸۶ زکال د مۍ ۷ مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د فبروري ۲۸ مه) چې د آل افریقانو یا افریقايي په نوم هم پېژندل کېږي د ۱۸۸۶ زکال د مۍ له ۱۷ مې څخه د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل تر ۱۴ مې پورې هغه مهال چې د هسپانیا د دویم جمهوریت اعلان شو د هسپانیا پاچا و.
نوموړی د زیږون له مهاله وروسته له هغه پاچا و چې پلار یې پاچا دوولسم آلفونسو د هغه له زیږون څخه په وړاندې کال کې ومړ. د آلفونسو مور، د اطریش ماریا کریسټینا تر هغه مهاله د هسپانیا نایب السلطنت وه کله چې نوموړي په ۱۹۰۲ زکال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ د کالیزې په ورځ د هسپانیا بشپړ واکونه ترلاسه کړل.
دیارلسم آلفونسو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۷ مې ۱۸۸۶ مادريد |
مړینه | 28 فبروري 1941 (55 کاله) روم |
تابعیت | اسپانیا |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | هسپاني فرانسوي انگليسي آلماني ژبه |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د دیارلسم آلفونسو افکار تر ډېره پورې پوځي و او په پراخه کچه یې له نظامي بنسټونو سره اړیکه لرله چې له همدې امله یې تر ډېره پورې ځان سرتېری پاچا باله. د هغه اغېزمنه واکمني د ۱۸۹۸ زکال له ناورین څلور کاله وروسته پیل شوه چې ډېری بېلابېلو ټولنیزو ډلو د ملي بیارغونې اړوند د هغه له واکمنۍ څخه خپلې تمې څرګندې کړې. هغه د خپل مهال د ډېری اروپايي پاچایانو په څېر مهم سیاسي رول لوباوه چې د اساسي قانون له خوا د ورکړل شوو اجرایويي واکونو څخه بحث پارونکې ګټنې ته یې اړتیا لرله. د بانبرګ له ویکټوریا اوژني سره په ۱۹۰۶ زکال کې د نوموړي واده د پاچا د وژنې په هڅه سره مشخص کېږي چې نوموړی ترې جوړ راووت.
دیارلسم آلفونسو د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د عمومي لیدلوري پر خلاف چې د جرمني د پلویانو او درې ګونو متحدینو د پلویانو ترمنځ ویشل شوی و، له اروپايي سلطنتي کورنیو سره یې د خپلو کورنیو اړیکو څخه په ګټنې هڅه وکړه چې د خپل دولت د بې پلویتوب له دریځ سره مرسته وکړي. په ۱۹۱۰ مه لسیزه کې په سوله ئیز ډول د حکومت په بدلولو (turno) کې د هغه پاتې راتګ او همدارنګه د بیارغونې د سیستم د کړکېچ زیاتوالی چې د ۱۹۱۷ زکال د درې ګونې ضربې (a triple whammy) پر مټ بالاخره له ماتې سره مخ شو؛ نوموړی یې اړ کړ څو په ۱۹۲۳ زکال کې د پوځي کودتاه له امله د میګل پریمو دی ریورا دیکتاتوري نظام ومني او که یې نه منلای نو په مراکش کې د تاوتریخوالو له مارپیچ څخه یې واکمني د خلاصون لار نه لرله او په همدې سره یې د اساسي قانون له مخې مشروعیت را کم شو. د دیکتاتورۍ له سیاسي ماتې وروسته، دیارلسم آلفونسو له پریمو دی ریورا څخه خپل ملاتړ واخیست (چې بالاخره یې ریورا په ۱۹۳۰ زکال کې استعفا ته اړ کړ) او د دیکتا بلاندا په اصطلاح سیاست ته یې مخه کړه چې له ۱۹۲۳ زکال وړاندې وضعیت یې غوره باله. له دې سره نوموړي دغه مهال خپل ډیرۍ سیاسي پانګه له لاسه ورکړې وه.
نوموړي د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل میاشتې د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته چې د سلطنت د دوام یا جمهوریت د اعلان اړوند ټاکنو په توګه پېژندل کېږي په دواطلبانه توګه هسپانیا خوشې کړه او د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل په ۱۴ مه د هسپانیا دویم جمهوریت اعلان شو.
۴۴ کاله وروسته د هغه لمسی لومړی خوان کارلوس د هسپانیا د بېرته رامنځته شوې پاچاهۍ د پاچا په توګه تاج پر سر کېښود. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د اروپايي جګړې (European War Office) په نامه بشر دوستانه دفتر په اډانه کې د نوموړي هڅې لامل وګرځېدې څو په ۱۹۱۷ زکال کې د سره صلیب سازمان له خوا د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړای شي. نوموړی تر نن ورځې پورې یوازنی پاچا دی چې د سولې د نوبل جایزې لپاره نوماند کړای شوی.
دیارلسم آلفونسو د ۱۸۸۶ زکال د مۍ په ۱۷ مه د مادرید په سلطنتي ماڼۍ کې وزېږېد. نوموړی د هسپانیا د پاچا دولسم آلفونسو زوی و چې د ۱۸۸۵ زکال د نومبر په میاشت کې ومړ او له زیږون وروسته پاچا شو. د هغه له زیږون وروسته په داسې حال کې چې نوموړي ته جامې نه وې وراغوستل شوې د لومړي وزیر پراکسدس متئو ساګاساتا خوا ته د سپینو زرو په پتنوس (غنداق) کې یوړل شو.
پنځه ورځې وروسته په داسې حال کې چې د زرین پشم نښان (Golden Fleece) یې په غاړه کې اچول شوی و د رسمي تشریفاتو په ترڅ کې ورته د اردن د سیند په ځانګړو اوبو چې له فلسطین راوړل شوې وې؛ د تعمید غسل ورکړل شو. فرانسوي اخبار لی فیګارو په ۱۸۸۹ زکال کې دغه ماشوم پاچا «د ځمکې پر سر تر ټولو خوشبخته او د خوښې وړ» توصیف کړ. د هغه مور ماریا کریسټینا چې د اطریش وه د نوموړي تر ۱۶ کلنۍ پورې یې د نایب السلطنت په توګه واک وچلاوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۹۸ زکال هسپانیا په کیوبا، پرتوریکو، ګوام او فلیپین بندې د هسپانیا- امریکا جګړې له امله استعماري واک له لاسه ورکړ.
آلفونسو د د ۱۸۸۹-۱۸۹۰ زکلونو ترمنځ د رامنځته شوې وبا له امله سخت ناروغ شو. د ۱۸۹۰ زکال د جنوري په ۱۰مه د نوموړي روغتیايي وضعیت ډېر زیات خراب شو او ډاکټرانو یې څرګنده کړه چې انفلونزا د هغه عصبي سیستم ته زیان اړولی او له همدې امله ځوان پاچا بېهوښۍ ته تللی. بالاخره نوموړی ورغېد.
هغه مهال چې د ۱۹۰۲ زکال د مۍ په میاشت کې آلفونسو بلوغ ته ورسېد، د نوموړي د بلوغ اونۍ د جشنونو، غویانو د لوبو، او نورو شانداره مراسمو پر مټ په ټوله هسپانیا کې ولمانځل شوه. نوموړي د مۍ په ۱۷ مه د ملي شورا (کورتس) د غړو پر وړاندې لوړه وکړه.
آلفونسو تر ډېره پورې پوځي زده کړې وکړې او د پوځي زده کړو له امله په کې «هسپانوي ملت پالنه» وپارېدله. نوموړي د پوځي روزونکو سربېره سیاسي زده کړې له لیبرال – ویسنټه سانتا ماریا دي پاردیس – او اخلاقي لارښوونې د وحدت پالونکي، خوزه فرناندز دی لا مونتانا څخه ترلاسه کړې.
د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، هسپانیا له دې امله بې پلوه پاتې شوه چې نوموړي د جګړې له دواړو لورو سره کورنۍ اړیکې لرلې. پاچا د جګړې د دواړو اړخونو له جنګي اسیرانو سره د مرستې په موخه یو دفتر پرانیست. دغه دفتر په بهر کې د هسپانیا له پوځي او دیپلماتیکو اړیکو څخه په ګټنې د زرګونو جنګي بندیانو د شفاعت – د هغو د لیکنو د استولو او ترلاسه کولو او همدارنګه نورو خدمتونو په برخه کې کار کاوه. د دغه دفتر مرکزي دفتر د هسپانیا په شاهي ماڼۍ کې و.
آلفونسو هڅه وکړه څو روسي تزار دویم نیکولاس او د هغه کورنۍ چې بلشویکانو نیولې وه وژغوري؛ هغه د روسیې شاهي کورنۍ ته د دوه تلګرامونو په استولو وړاندیز وکړ چې په هسپانیا کې پناه وغواړي. نوموړی وروسته د رومانوف د کورنۍ له اعدام څخه خبر شو، خو هغه په ناسمه توګه په دې باوري و چې یوازې دویم نیکولاس او زوی یې الکسي وژل شوي. په دې ترتیب سره نوموړي هسپانیا ته د تزارې الکسندرا او د هغې د څلورو لوڼو د راوړلو هڅو ته دوام ورکړ، پرته له دې چې په دې ځان خبر کړي چې هغوی هم وژل شوې دي.
آلفونسو د ۱۹۱۸ زکال د انفلونزا وبا له امله شدید ناروغ شو. له دې امله چې هسپانیا بې پلوه وه نو د جګړې پر مهال هېڅ ډول محدودیتونو په هسپانیا شتون نه درلود او د هغه د ناروغۍ او ښه کېدو اړوند خبر په ټوله نړۍ کې خپور شو په داسې حال کې چې په جګړه کې په ښکېلو هېوادونو کې د انفلونزا د پراختیا خبر پټ ساتل کېده. دغې چارې دغه ګمراه کوونکی انځور رامنخته کړ چې ګویا دغې وبا تر ټولو ډېر زیان هسپانیا ته اړولی او لامل وګرځېد څو دغه ناروغي د «هسپانوي انفلونزا» په نوم وبلل شي.
د ۱۹۴۱ زکال د جنوري په ۱۵ مه، دیارلسم آلفونسو د هسپانیا د منقرض تاج او تخت اړوند له خپل حق څخه د خوان په ګټه تېر شو. نوموړی د همدغه کال د فبروري په ۲۸ مه د زړه د حملې له امله په روم کې ومړ.
په هسپانیا کې دیکتاتور فرانسیسکو فرانکو درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ. د پخواني پاچا د جنازې مراسم د روم په سانتا ماریا دلی آنجلی اي دی مارتیری کلیسا کې ترسره شول. نوموړی له ځنډ پرته په روم کې د هسپانیا په ملي کلیسا، سانتا ماریا کې د دریم کالیکستوس او شپږم الکساندر د قبرونو په خوا کې خښ کړای شو. د ۱۹۸۰ زکال په جنوري میاشت کې د نوموړي پاتې شوني (جسد) د هسپانیا ال اسکوریال ته راولېږدول شول.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article دیارلسم آلفونسو, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.