د درملني قانون ( (عربي: القانون في الطب) ; لاتیني Canon Medicinae ) د طب یوه پوهنغونډه (کتاب) ده چې په پنځو کتابونو کې دافغانستان دمشهوره عالم، فیلسوف اودکتور ابوعلی ابن سینا لخوا تالیف شوې ده او په 1025 زیږدیز کال کې بشپړ سوه .
القانون شاید یو له خورا مشهور او اغیزمنو لومړنیو کتابونو څخه وي، چې په وروستیو تخلیقاتو اغیزه کوي. دا د اسلامي نړۍ د معاصر طبي پوهې اوپه منځنیو اسلامي پېړیو کي دافغانستان دپوهنیز بهیر یو عمومي درک موږ ته وړاندي کوي . په 12 پیړۍ کې له عربي څخه لاتیني ته ددې کتاب ژباړي دمنځنۍ پیړۍ د درملو په پراختیا خورا اغیزه وکړه اواسلامي نړۍ نن ورځ هم ددغه افغان عالم منندویه ده . القانون د عصري دورې په لومړیو کې د اروپا په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره معیاري درسي کتاب وګڼل سو.
یاد کتاب په منځنۍ اروپا او اسلامي نړۍ کې د درملو معیارونه ټاکل او په اروپا کې د 18 پیړۍ په اوږدو کې دمعیاري طبي کتاب په توګه کارول کیدی.
دالقانون کتاب لمړی برخه ابن سینا په 403هجری اوپاته برخي یې تر 415 هجری قمری پوري خپرې کړې .
This article uses material from the Wikipedia پښتو article درملیز قانون (کتاب), which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.