جیو مورفولوژي د توپوګرافیکو (topographic) او بېتیمېټریکو (bathymetric) ځانګړنو د سرچینې او تکامل علمي څېړنه ده چې د فزیکي، کیمیاوي یا بیولوژيکي پروسو له لارې د ځمکې په سطحه کې یا د ځمکې سطحې ته نږدې رامنځته کېږي.
د جیو مورفولوژۍ پوهان هڅه کوي پوه شي چې ولې منظرې هغسې ښکاري، لکه دي چې. د دې تر څنګ هڅه کوي، د ځمکې پر بڼه، دینامیک او تاریخ پوه شي او د ساحوي څېړنو، فزیکي تجربو او احصایوي بېلګو له لارې د بدلونونو اټکل وکړي. د جیو مورفولوژۍ پوهان د فزیکي جغرافيې، ځمکپوهنې، ځمکسنجنۍ، انجنیري جیولوجۍ، لرغون پېژندنې، اقلیم پوهنې او جیوتخنیکي انجنیرۍ په برخو کې کار کوي. د لېوالتیاوو دا پراخ بنسټ په دې برخه کې له ډېرو څېړنیزو ډولونو او لېوالتیاوو سره مرسته کوي.
په لرغوني دوران کې له ځینو استثناوو پرته جیومورفولوژي یو نسبتاً ځوان علم دی چې د ځمکنیو علومو د نورو برخو تر څنګ یې د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې وده وکړه. په دې برخه کې د ځینو هغو مهمو څېرو او پېښو لنډیز وړاندې کېږي چې د دغه علم په پراختیا کې یې ونډه لرلې ده.
د ځمکې د شکلونو او د ځمکې د سطحې د تکامل په برخه کې د څېړنو تاریخ د لرغوني یونان پوهانو ته ور ګرځي. تر میلاد وړاندې په پنځمه پېړۍ کې یوناني تاریخ لیکوال «هېروډوټ» د خاورو د مشاهداتو پر بنسټ استدلال وکړ چې د «نیل ډېلټا» په فعال ډول په مدیترانه سمندرګي کې وده کوي او د هغې د عمر اټکل یې وکړ. تر میلاد وړاندې په څلورمه پېړۍ کې یوناني فیلسوف «ارسطو» په دې باور و چې سمندر ته د رسوب د لېږد په پایله کې سمندرونه ډکېږي، په داسې حال کې چې ځمکه ښکته ځي. ده ادعا وکړه چې ځمکه او اوبه به بالاخره خپل ځایونه سره بدل کړي او بیا به دا پروسه بیاځلي په یوه ناپایه دوره کې پیل شي. د «اخوان الصفا دایرةالمعارف» چې په لسمه پېړۍ کې په بصره کې په عربي ژبه خپور شوی دی، د ځمکې او سمندر د دورهيي موقعیتونو د بدلون په اړه یې بحث کړی او وايي چې ډبرې ماتېږي، په سمندر کې وینځل کېږي او په پای کې یې رسوب نوې لویې وچې جوړوي. د منځنیو پېړیو مسلمان عالم ابو ریحان البېروني (۹۷۳-۱۰۴۸ز کلونه) د سیندونو په خولو کې د ډبرینو جوړښتونو تر کتنې وروسته دا فرضیه مطر کړه چې یو مهال د هند سمندر ټول هند پوښلی و. جرمني کانپوه او فلزپوه «جورجیوس اګریکولا» (۱۴۹۴-۱۵۵۵ز کلونه) په ۱۵۴۶ ز کال کې په خپل کتاب «د فوسیلونو ماهیت» کې د ویجاړۍ او طبیعي هوا له امله د ډبرو د سولېدو په اړه لیکل کړي دي.
د جیو مورفولوژۍ د لومړنیو تیوریو په ډله کې یوه بله تیوري د «سونګ کورنۍ» چینايي ساینسپوه او سیاستوال «شین کوو» وړاندې کړې ده. دغه چینايي ساینسپوه دا تیوري له ارام سمندر څخه سلګونه مایله لرې په یوه غرنۍ جیولوژيکي طبقه کې د سمندري فوسیلي پوښونو د مشاهدې پر بنسټ وړاندې کړه. ده هغو دوه پټیزو قشرونو ته په کتو سره چې د یوه ګړنګ د غوڅې شوې برخې په افقي خوله کې پراته دي، دا تیوري مطرح کړه چې دا ګړنګ یو مهال د سمندري ساحل ماقبلالتاریخي ځای و چې د پېړیو په اوږدو کې یې سلګونه مایله خپل ځای بدل کړی دی. دی «وېنژو» ته نږدې د «تایهانګ» غرونو او «یانډانګ» غره د طبیعي خرابۍ تر مشاهدې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې ځمکه د غرونو د خاورې د خرابۍ او د خټو د رسوب له امله بیاځلي جوړه شوې او شکل یې بدل کړی دی. پر دې سربېره، ده هغه مهال د پېړیو په جریان کې د تدریجي اقلیمي بدلون تیوري پراخه کړه چې پر ډبرو بدل شوي لرغوني باڼسوڼه د یانژو په وچه شمالي اقلیمي سیمه کې تر ځمکه لاندې ساتل کېدل چې اوس هلته د «شان سي» ولایت «یانان» ښار دی. پخوانیو چینايي لیکوالانو هم د ځمکې د بڼې د بدلون په اړه نظریات وړاندې کړي وو. د لوېدیځې جین سلطنتي لړۍ رسمي څېړونکي «ډو یو» (۲۲۲-۲۸۵ز کلونه) وړاندوېینه وکړه چې دوه یادګاري نښانونه چې د هغه لاسته راوړنې ثبتوي، یو د غره په څنډه کې ښخ شوی او بل د غره پر سر اېښودل شوی، په پای کې به د وخت په تېرېدو سره د غونډیو او درو په څېر خپل نسبي موقفونه بدل کړي. چینايي کیمیاپوه «جي هانګ» (۲۸۴-۳۶۴ز کلونه) یو تخیلي ډیالوګ جوړ کړ او په کې ویې ویل چې: د ختیځ چین د سمندر سیمه یو وخت د توتانو له ونو ډکه وه.
داسې ښکاري چې د جیو مورفولوژۍ اصطلاح په لومړی ځل په ۱۸۵۸ ز کال کې «لاومن» په خپل هغه اثر کې کارولې ده چې په جرمني ژبه یې کښلی دی. کېټ ټينکلر وايي، کله چې «جان ویسلي پاول» او «ډبلیو جي مکګي» په ۱۸۹۱ کال کې د ځمکپوهنې په نړیوال کنفرانس کې دا کلمه وکاروله، تر هغه وروسته په انګلیسي، جرمني او فرانسوي ژبو کې هم عامه شوه.
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د نوي امپریالېزم د دورې په جریان کې اروپايي څېړونکو او ساینسپوهانو د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د ځمکې د منظرو او بڼو په اړه یې توضېحات را ټول کړل. د وخت په تېرېدو سره جغرافيایي پوهه ډېره شوه او دا مشاهدې د سیمهییزو نمونو په لټون کې سیستماتیکې شوې. په دې توګه اقلیم په لویه کچه د ځمکې د بڼې د وېش د توضېح کولو لپاره د اصلي عامل په توګه را څرګند شو. د اقلیمي جیو مورفولوژۍ د راڅرګندېدو وړاندوېینه د ولادیمیر کوپن، واسیلي ډوکوچایف او انډریاس شمپر په څېړنو سره وشوه. له اقلیمي جیو مورفولوژۍ سره مینه هم د ډیویوس د جیو مورفولوژۍ پر وړاندې یو غبرګون و چې د شملې پېړۍ په منځ کې غیر نوښتي او شکمن ګڼل کېده. لومړنۍ اقليمي جیو مورفولوژۍ په لویه کچه په قارهيي اروپا کې وده وکړه، په داسې حال کې چې په انګلیسيژبې نړۍ کې دا لېوالتیا په ۱۹۵۰ کال کې د «پلټير» د اثارو تر خپرېدو پورې څرګنده نه وه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جیو مورفولوژي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.