جورج برکلي

جورج برکلي (انګلیسي: George Berkeley) (/ˈbɑːrkli/؛ ۱۶۸۵ مارچ ۱۲مه - ۱۷۵۳ جنوري ۱۴مه) – چې د اسقف برکلي (د آیرلنډ د انګلیسي کلیسا د کلوین اسقف یا سرکشیش) په نوم مشهور دی – یو انګلیسي-آیرلنډي فیلسوف و، چې لومړنۍ لاسته راوړنه یې د یوې تیورۍ پراختیا وه، چې نوموړي غیر مادیالیزم immaterialism وبلله (او وروسته د نورو لخوا د ذاتي ایډیالیزم په نوم یاده شوه).

دا نظریه له مادي جوهر او ماهیت څخه انکار کوي او پرځای یې ادعا کوي چې پېژندل شوي او اشنا څیزونه لکه مېزونه او څوکۍ د ذهنونو له لوري درک شوي نظرونه دي او له درک کولو پرته نه شي موجودېدای. برکلي پر ذهني تجرید یا انتزاع (abstraction) د هغه د انتقاد له کبله هم مشهور دی، چې د عدم مادیالیزم لپاره د هغه د ​​استدلال بنسټ هم جوړوي.

جورج برکلي
جورج برکلي
جورج برکلي

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ مارچ ۱۶۸۵
مړینه 14 جنوري 1753 (68 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه
فرانسوي
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
دينپوهنه
زده کړه
پوهنپوهنه
مېتافزیک
د ساینس فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جان لاک   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک تجربهپالنه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج برکلي
جورج برکلي

برکلي په ۱۷۰۹م کال کې خپل لومړی مهم اثر، "د لید د یوې نوې تیورۍ په اړه یوه مقاله" خپره کړه، چې هغه پکې د انسان د لید د محدودیتونو په اړه بحث وکړ او دا تیوري یې پراخه کړه چې د لید وړ شیان مادي توکي نه دي، بلکې رڼا او رنګ دي. دا مقاله د هغه د اصلي فلسفي اثر لپاره یو بنسټ هم شو، چې په ۱۷۱۰م کال کې "د بشري پوهې د اصولو په اړه بحث" تر نوم لاندې خپور شو او له کمزوري هرکلي وروسته نوموړي بیاځلې د ډیالوګ په بڼه ولیکه او په ۱۷۱۳م کال کې د "هیلاس او فیلونوس ترمنځ درې ډیالوګونه" تر سرلیک لاندې خپور شو. په دغه کتاب کې د برکلي نظریات د فیلونوس (یوناني معنا یې: "د ذهن مینه‌وال") له لوري وړاندې شوي وو، او هیلاس ("hyle"، یوناني معنا یې: "ماده") د آیرلنډي مفکر د مخالفینو، په ځانګړې توګه جان لاک، په توګه مجسم شوی و.

برکلي بیا د ډي موټو De Motu (د خوځښت په اړه) تر نوم لاندې مقاله کې، چې په ۱۷۲۱م کال کې خپره شوه، د مطلقې فضا یا ځای، وخت او حرکت په اړه د اسحاق نیوټن د نظریې پر ضد استدلال وکړ. د هغه استدلال بیا د ارنست ماخ او انشټاین د نظرونو مخکېنی یا سلف نظر (precursor) هم شو. په ۱۷۳۲م کال کې هغه بیا خپل السیفرون (Alciphron) یا کوچنی فیلسوف نومی اثر خپور کړ، چې د آزادخیالو یا آزاد فکر کوونکو پر وړاندې یوه عیسوي دفاع وه، او په ۱۷۳۴م کال کې هغه خپل تحلیلګر (The Analyst) نومی اثر خپور کړ، چې د تفاضل او تکامل حساب یا ډیفرانشیل او انټګرال پر بنسټونو یو انتقاد و، او د ریاضیاتو په پراختیا کې خورا اغېزناک ثابت شو.

د برکلي له اثارو سره لېوالتیا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته زیاته شوه ځکه هغه د ​​۲۰مې پېړۍ د فلسفې پر ډېری مهمو مسایلو بحث کړی و، د بېلګې په توګه د درک او فهم مسایل، د لومړنیو او ثانوي ځانګړتیاو یا څرنګوالیو ترمنځ توپیر، او د ژبې اهمیت.

ژوندلیک

ایرلنډ

برکلي په خپل کورني کور ډیسارټ کلا (Dysart Castle) کې زیږېدلی و، چې د ایرلنډ د کیلکني ولایت توماسټاون ښارګوټي ته نږدې پرته ده. نوموړی د ویلیم برکلي مشر زوی و، او د برکلي د اشرافي کورنۍ کېډېټ یا کشری (cadet) و، چې ریښه یې د انګلو-ساکسون دورې ته رسېږي، چا چې د انګلستان په ګلوسټر کې د فیوډال اشرافو او اربابانو په توګه خدمت کړی و. د هغه د مور په اړه ډېر لږ معلومات شته دي. نوموړي په ​​کیلکني ثانوي ښوونځي کې زده‌کړې وکړې او بیا یې په ډوبلین ښار کې د تثلیث یا ټرینیټي کالج لوستی، چېرته چې نوموړی په ​​​​۱۷۰۲م کال کې د دغه کالج د سکالرانو په نوملړ کې هم شامل کړای شو. نوموړي په ۱۷۰۴م کال کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۷۰۷م کال کې یې د ماسټرۍ او فیلوشپ سندونه ترلاسه کړل. نوموړی د خپلو زده‌کړو تر بشپړولو وروسته هم د استاد او یوناني ژبې د لیکچرر په توګه په دغه کالج کې پاتې شو.

د هغه لومړنۍ خپرونه د ریاضیاتو په اړه وه، مګر کوم چې لومړی یې هغه ته پام راوګرځاوه "د لید یوې نوې تیورۍ په اړه مقاله" وه، چې په لومړي ځل په ۱۷۰۹م کال کې خپره شوه. په دې مقاله کې برکلي د لید پر واټن، پراخوالي، موقعیت او د لیدلو او لمس پر ستونزو بحث کړی و. په داسې حال کې چې دغه اثر هغه مهال ډېر اختلافات او بحثونه هم راوټوکول، خو پایلې یې اوسمهال د بصریاتو یا د لیدو د پوهې د تیورۍ د یوې ثابتې برخې په توګه منل شوې دي.

بله خپرونه یې په ۱۷۱۰م کال کې "د بشر د پوهې د اصولو په اړه بحث" و، چې په پراخه کچه یو بریالی اثر و او هغه ته یې تلپاتې شهرت ورکړ، که څه هم کمو خلکو د هغه دا نظریه ومنله چې له ذهن څخه بهر هېڅ شی نشته. له هغه وروسته یې بیا په ۱۷۱۳م کال کې "د هایلاس او فیلونوس ترمنځ درې ډیالوګونه" اثر خپور شو، چې هغه پکې خپل فلسفي سیستم مطرح کړ او بنسټیز اصل یې دا دی چې شاوخوا نړۍ، هماغسې چې زموږ حواس یې ښيي، شتون یې له درک کېدو یا پوهېدو سره تړاو لري.

د "انساني پوهې د اصولو په اړه بحث"د دغې تیورۍ تشرېح وړاندې کوي او "د هیلاس او فیلونوس ترمنځ درې محاورې یا ډیالوګونه" یې بیا دفاع کوي. د هغه یو بنسټیز هدف د هغه وخت له موجوده ماديزم سره مبارزه وه. دا تیوري تر ډېره حده له تمسخر سره مخ شوه، په داسې حال کې چې حتی هغه کسان لکه سامویل کلارک او ویلیم ویسټون، چې د هغه "فوق العاده استعداد" یې هم منلی و، بیا هم په دې اند وو چې د هغه لومړني اصول غلط او ناسم دي.

انګلستان او اروپا

لږ وروسته، برکلي انګلستان ته ولاړ او د اډیسون، پوپ او سټیل په ټولنیزه حلقه کې یې هرکلی وشو. د ۱۷۱۴م او ۱۷۲۰م ترمنځ دوره کې هغه خپلې اکاډمیکې هڅې په اروپا کې د پراخو سفرونو له دورو سره یوځای کړې، چې په سراسر ایټالیا کې د هغه ترټولو پراخ سفرونه (Grand Tours) چې تر هغه وخته یې ساری نه لیدل کېده د یادولو وړ دي. په ۱۷۲۱م کې هغه د ایرلنډ په کلیسا کې کشیشي رتبې (Holy Orders) واخیستې او د الهیاتو په برخه کې یې خپله دوکتورا ترلاسه کړه، او یو ځل بیا یې د ډوبلین په تثلیث کالج (Trinity College Dublin) کې پاتې کېدل غوره کړل، خو دا ځل یې په الهیاتو او عبراني ژبه کې لیکچرونه ورکول. په ۲/۱۷۲۱ کې هغه د ډرومور کلیسا سرکشیش او په ۱۷۲۴م کال کې د ډیري کلیسا سرکشیش وټاکل شو.

په فلسفه کې یې ونډه

د برکلي په وینا یوازې دوه ډوله څیزونه شته دي: روح او نظریه یا ایډیا. ارواح ساده، فعال موجودات دي چې نظریې تولیدوي او درک کوي. نظریې یا ایډیاوې بیا غیر فعال یا منفعل مخلوقات دي چې تولیدېږي او درک کېږي.

د "روح" او "ایډیا" د مفاهیمو کارول د برکلي په فلسفه کې محوري ځای لري. هغسې چې نوموړي دا مفاهیم کارولي، په عصري اصطلاحاتو یې ژباړل ستونزمن دي. د هغه د "روح" مفهوم د "شعوري موضوع" یا "ذهن" مفهوم ته نږدې دی، او د "ایډیا" مفهوم یې بیا د "احساس" یا "د ذهن حالت" یا د "شعوري تجربې" مفهوم ته نږدې دی.

په دې توګه برکلي د مادې موجودیت د میټافزیکي ماهیت په توګه رد کړ، مګر د فزیکي شیانو شتون لکه مڼې یا غرونه یې رد نه کړل ("زه د هېڅ هغه څیز د شتون پرضد استدلال نه کوم چې موږ یې د حواسو یا تأمل او تفکر له لارې درک کولی شو. دا چې هغه څیزونه چې زه یې په خپلو سترګو وینم او په خپلو لاسونو یې لمس کوم، شته دي، واقعا شته دي، او زه یې په اړه لږ تر لږه پوښتنه هم نه مطرح کوم. یوازینی شی چې موږ یې له شتون څخه انکار کوو، هغه څه دي چې فیلسوفان یې ماده یا جسماني جوهر بولي. او په دې کار سره، د نورو انسانانو لپاره هېڅ زیان نه دی رسېدلی، هغه چې زه یې په جرئت وایم، هېڅکله به یې له لاسه ورنه کړي."، اصول ۳۵# ګڼه).

د برکلي د فکر دا بنسټیزه ادعا، یعني د هغه "ایډیالیزم یا خیال پردازي"، کله ناکله او څه نا څه د تمسخر په انداز "غیر ماديزم" یا هم کله ناکله ذاتي یا ذهني ایډیالیزم بلل کېږي. د هغه د اصولو په ۳مه ګڼه اصل کې هغه لیکي، د لاتیني او انګلیسي ترکیب په کارولو سره شتون یا بودن درک کېدل دي (esse is percipi) که په یو څه ناسم ډول برکلي ته د خالصې لاتیني جملې په توګه منسوبه شي نو (esse est percipi) به وي. دا جمله په معتبرو فلسفي سرچینو کې له هغه سره تړلې ښکاري، د بېلګې په توګه، "برکلي پر دې باور دی چې هېڅ داسې فکرا خپلواک شیان نشته چې دا مشهوره جمله یې راونه نغاړي esse est percipi (aut percipere) – شتون درک کېدل دي (یا درک شي)."

د ریاضیاتو فلسفه

په فلسفه کې د هغه پر ونډې سربېره، برکلي د ریاضیاتو په پراختیا کې هم اغېزناک رول لرلی دی. که څه هم په یو څه غیرمستقیم مفهوم سره. "برکلي د خپل فکري ژوند له لومړیو پړاوونو څخه له ریاضیاتو او د هغو له فلسفي تفسیر سره تړاو درلود." د برکلي "فلسفي تبصرې" (۱۷۰۷ – ۱۷۰۸)

په ریاضیاتو کې د هغه د لېوالتیا ښکارندويي کوي.

سرچینې

Tags:

جورج برکلي ژوندلیکجورج برکلي په فلسفه کې یې ونډهجورج برکلي سرچینېجورج برکلي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

ذوالفقار علي بھټوبیل ګیټسلېمان ماکود بوټي ژونکهځمکهمولوي نورالحق مظهريرابعه بلخيهارون الرشیدګډوډيتجويدد نيوټن د نړيوالې جاذبې قانوننورستاني ژبهالله(ج) په مسیحیت کېقيام الدين خادمبولان ولسوالۍکندهار ولايتطبيعي پوهنېد کمپيوټر اساسي برخېد کتاب نړيواله کره شمېرهد ویکیپېډیا لړليککندز ولايتال پاچینود جمعی لمونځمريخد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)لمانځه ترجمهگرځنده غږلېږدیمېلبورن پوهنتونسيد جلال الدين اشتيانيملارياسردار محمد اکبر خانسیولجلال ابادټورنټوقزاقستانکرنهفوکلور پېژندنهمطالعهدعاروژه د طب له نگاه نهاستعمارانټرنېټآتناايراند افغانستان ولسوالۍروغتيادوچکالۍ په وړاندې تدابیرمنځنۍ آسياعربانآی اېس او 3166شهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهد کمپيوټر امنيترومدسلجوقیانو واکمنيوینا (تقرير)کردان۱۹۵۱ملا هيبت اللهبټي کوټ ولسوالۍلومړی مخبوغمهغني خاناسلامي بانکوالیحجروی ویشسلېمان لايقکارتون نېټورک (ترکيه)زارلاندهضمزده کړهوچکاليمعلوماتي ټیکنالوژيد خپلواکو هېوادونو لړليک🡆 More