جواهر لال نهرو پوهنتون یو عامه پوهنتون دی چې د هند په نوي ډیلي کې موقعیت لري.
دا د هېواد یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی. په دې پوهنتون کې هر ډول کورسونه شتون لري. زده کونکي نه یوازې له هند څخه بلکې له بهر څخه هم دلته د زده کړې لپاره راځي. تاسو کولی شئ په JNU کې د تدریسي ښوونکو اکاډمیک مهارتونه له دې حقیقت څخه اټکل کړئ چې نن ورځ دا پوهنتون د هند له غوره پوهنتونونو څخه شمېرل کیږي.
جوړښت | 1969l مېلادي کال د اپرېل 22مه |
---|---|
ډول | عامه پوهنتون |
بوديجه | ۲۰۰ crore (US$۳۰ million) |
زده کړيالانو مدير | وي کی ساراسوات |
نايب چانسلر | مامیدالا جګدیش کمار |
لیدونکی | د هندوستان ولسمشر |
ښوونکې عمله | 599 |
زده کوونکي | 8,082 |
انډرگریجویټ | 1,053 |
پوسټ گریجویټ | 2,291 |
د دکتورا زده کړيالان | 4,594 |
نور زده کوونکي | 144 |
ځای | نوی ډيلی، ډيلی، هندوستان |
څانګه | ښاري سيمه، ټول کينډۍ:تحویل |
تړنې | د پوهنتون د مرستو کمیسیون (هند)، NAAC، AIU، په سینټ لوئس کې د واشنګټن پوهنتون McDonnell International Scholars Academy |
وېبپاڼه | www.jnu.ac.in |
Jawaharlal Nehru University Logo.svg |
د جواهر لال نهرو پوهنتون په ۱۹۶۹ کې د پارلمان د یوه قانون له مخې رامنځ ته شو ، دا لومړی پوهنتون دی چې د هند د لومړي وزیر جواهر لال نهرو په نوم نومول شوی دی. د دې پوهنتون بنسټ ګر او لومړنی رئيس پوهاند مونس رضا و . د جواهر لال نهرو پوهنتون د جوړولو قانون د ۱۹۶۵ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د هغه وخت د پوهنې وزیر ایم سي چګلا له خوا په راجیه سبا کې وړاندې شو. بهوشن ګوپتا په دې اند و، چې دا باید د بل هر پوهنتون په څېر نه وي، د ساینسي سوسیالیزم په څېر یو نوی پوهنځی رامنځته کړي او یو شی چې دا پوهنتون یې باید ډاډمن کړي، د لوړو نظریاتو ساتل او د ټولنې له کمزورو طبقو څخه د ملاتړ په برخه کې محصلینو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي. په 16 نومبر 1966، د پوهنتون بېل په لوک سبا کې تصویب شو او په 22 اپرېل 1969 کې، د جواهر لال نهرو پوهنتون قانون نافذ شو.
د 2010 کال راهیسې، پوهنتون د زده کونکو سیاست لپاره په سر کې دی. ډېری مخکښ نومونه لکه کنهیا کمار ، شېهلا رشید او عمر خالد د دې پوهنتون سره تړاو لري. یو عمومي تاثر دا دی چې دلته زده کونکي د بي جي پي( بهارت جنتا پارټي يانې د هندوستان د خلکو ګوند) ای بي وي پي او کيڼ اړخو په ډلو وېشل شوي دي.
جواهر لال نهرو پوهنتون په ټول هېواد کې د ډېرو موسسو سره تړلی او اعتبار لري.
سره له دې، د نړۍ له 71 څخه زیاتو پوهنتونونو سره د تبادلې پروګرامونه او بنسټیز ملاتړ روان دی.
دا پوهنتون پلان لري چې په بهار کې یو مرکز جوړ کړي.
هغه افسران چې د هند په اداري خدماتو کې تر روزنې لاندې دي د جواهر لال پوهنتون له خوا به د عامه مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ورکړل شي.
جواهر لال پوهنتون ته په ۲۰۱۷ کال کې د هند د ولسمشر له خوا د غوره پوهنتون جایزه ورکړل شوه.
جواهر لال پوهنتون په هند کې یو مخکښ پوهنتون دی او په ټوله نړۍ کې د تدریس او څېړنې یو مشهور مرکز دی. دا د هندوستان د ټولو پوهنتونونو په منځ کې د 2016 کال د ملي ادارې د درجه بندۍ په چوکاټ کې دریم ځای لري.
په 2018 کې، بيا دا په ټولیزه توګه شپږم او د پوهنتونونو په منځ کې دویم و.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article جواهر لال نهرو پوهنتون, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.