جان کالوین

جان کالوین یا ژان کالون (زوکړه: د ۱۵۰۹ زکال د جولای ۱۰مه – مړینه: د ۱۵۶۴ زکال د مۍ ۲۷مه) په جینوا کې د پروتستانتي اصلاحاتو پر مهال فرانسوي الهیات پوه، کشیش او اصلاح غوښتونکی و.

نوموړی د عیسوي الهیاتو د سیسټم په پراختیا کې یو له اصلي څېرو څخه و چې وروسته دغه سیسټم په کالوینېزم شهرت وموند او په دوکتورینو کې یې د قضا او قدر نظریه او همدارنګه له مړینې او ابدي لعنت څخه د انسان د ارواه د ژغورنې په برخه کې د خدای د مطلق حاکمیت موضوع شاملېږي. د کالوینېزم دوکتورین د اګوستیني او همدارنګه نورو عیسوي دودونو تر اغېز لاندې و او د هغو بشپړه تشرېح یې وړاندې کړه. د ټولن پالونکو، اصلاح شوو او پروتستانتانو بېلابېلې کلیساوې کالوین ته د خپلو اصلي عقایدو د بیانونکي په توګه ګوري او د هغه نظریاتو ټولې نړۍ ته پراختیا موندلې.

کالوین ستړیا نه منونکی بحث کوونکی او بخښنه غوښتونکی لیکوال و چې ګڼ شمېر بحثونه یې راوپارول. نوموړي همدارنګه د فیلیپ ملانکتون او هاینریش بولینګر په ګډون له ګڼ شمېر اصلاح غوښتونکو سره صمیمانه او ملاتړیز لیکونه تبادله کول. هغه د عیسویت د دین د بنسټ (Institutes of the Christian Religion) په نامه اثر سربېره د بایبل د ډېری کتابونو، عقیدوي مواردو او همدارنګه بېلابېلو الهیاتي رسالو شرحې لیکلې دي.

کالوین په اصل کې د یو بشپر پالونکي وکیل په توګه روزل شوی و چې د ۱۵۳۰ زکال په شاوخوا کې د روم له کلیسا څخه جلا شو. نوموړی په فرانسه کې د مذهبي جنجالونو له امله د پروتستانت عیسویانو پر وړاندې د خونړیو تاوتریخوالو وروسته د سویس بازل ته وتښتېد، چېرې چې نوموړي په ۱۵۳۶ زکال کې د عیسویت د دین د بنسټ په نامه خپل اثر لومړنۍ نسخه خپره کړه. همدغه کال کالوین د فرانسوي ویلیام فارل له خوا استخدام شو څو په جینوا کې له اصلاحاتو سره مل شي، نوموړي به هلته د اونۍ په اوږدو کې په منظم ډول تبلیغ کاوه. ورته مهال د دغه ښار اداري شورا د هغه د یو شمېر نظریاتو د اجرا کېدو مخه ونیوله او دواړه یې له ښاره وشړل. د مارټین بوسر په بلنه کالوین ستراسبورګ ته ولاړ او هلته د فرانسوي کډوالو د کلیسا وزیر شو. هغه په جینوا کې د اصلاحاتو له خوځښت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړ او په ۱۵۴۱ زکال کې له هغه وغوښتل شول چې د ښار د کلیسا مشري پر غاړه واخلي.

جینوا ته له راګرځېدو وروسته کالوین د دغه ښار د یو شمېر مخکښو کورنیو له مخالفت سربېره چې هڅه یې کوله د هغه واکونه راکم کړي، د کلیسايي حکومت او مذهبي مراسمو نوي ډولونه وړاندې کړل. په دغه دوره کې هسپانوي میکائیل سروتوس چې د رومن کاتولیکانو او هم د پروتستانتانو له خوا د تثلیث په برخه کې د بدعتي نظریاتو لرونکی ګڼل کېده جینوا ته راغی. نوموړی د کالوین له خوا محکوم شو او د بدعت په جرم د ښاري شورا له خوا په اور کې وسوزول شو. جینوا ته د هغه د ملاتړو کډوالو په راتلو او د ښاري شورا لپاره د تازه ټاکنو له امله د کالوین مخالفین اړ شول پر شا شي. کالوین د خپل ژوندانه وروستي کلونه په جینوا او ټوله اروپا کې د اصلاحاتو په ترویج تېر کړل.

الهیات

کالوین خپلو الهیاتو ته د بایبل په تفسیرونو او همدارنګه د خپلو لارښوونو او رسالو پر مټ پراختیا ورکړه، خو د هغه بشپړ نظریات د هغه په لوی اثر یا د عیسویت د دین په بنسټ نومي کتاب کې موندل کېږي. هغه په پام کې لرله چې دغه کتاب به د عیسوي الهیاتو اړوند د هغه د لیدلورو د لنډیز په توګه د هغه له نورو تفاسیرو سره یوځای لوستل کېږي. د یو اصلاح غوښتونکي په توګه د دغه اثر بېلابېلو نسخو نږدې د هغه ټول حرفوي دوران راونغاړه چې په دغه کتاب کې د هغه پرله پسې بیاکتنې ښيي چې له ځوانۍ څخه تر مړینې پورې د هغه لیدلورو ډېر لږ تغیر لرلی. په ۱۵۳۶ زکال کې د نوموړي د دغه اثر نسخې ۶ پړاوونه (فصلونه) لرل. دویم نسخه یې په ۱۵۳۹ زکال کې خپره شوه چې له لومړنۍ درې چنده زیاته وه ځکه هغه د ملانکتون د لوتري الهیاتو اړوند موضوعات په کې اضافه کړي و. په ۱۵۴۳ زکال کې هغه نور مطالب هم ور زیات کړل او د رسولانو د باورونو اړوند یې یو فصل په کې زیات کړ. د دغه کتاب وروستۍ نسخه په ۱۵۵۹ زکال کې خپره شوه. دغه مهال په دغه اثر کې څلور کتابونه شامل و چې اتیا فصله یې لرل او د هر کتاب نوم د هغو د عقیدوي مواردو پر بنسټ و: لومړي کتاب د خالق خدای اړوند، دویم کتاب د مسیح له خوا د ژغورنې اړوند، دریم کتاب د سپېڅلې ارواه له لارې د مسیح د فیوضاتو د ترلاسه کولو اړوند او څلورم کتاب هم د عیسوي ټولنې او کلیسا اړوند و.

د عیسویت د بنسټ په نامه کتاب لومړنۍ لیکنه د هغو مرکزي جوړښت بیانوی. دا څرګندوي چې د انساني حکمت ټولګه له دوه برخو جوړه ده: د خدای پېژندنه او د ځان پېژندنه. کالوین استدلال کوي چې بشریت، خدای پېژندنه په ذاتي بڼه نه ترلاسه کوي او نه یې هم کولای شي د دغې نړۍ په لیدنې سره کشف کړي. د هغه پر باور دغې موضوع ته د لاسرسي یوازنۍ لار د سپېڅلي کتاب لوستل دي. کالوین لیکي، «د دې لپاره چې هر کس خپل خالق خدای ته ورسېږي، سپېڅلي کتاب ته د خپل لارښود او ښوونکي په توګه اړتیا لري». هغه هڅه نه کوي چې د سپېڅلي کتاب اعتبار ثابت کړي، بلکه هغه په خپله ځان ثابت کونکی ګڼي. هغه د خدای له تثلیثي لیدلوري دفاع کوي او د کاتولیک کلیسا پر وړاندې په یوه جنجالي موضوع کې استدلال کوي چې د خدای د انځورونو کښل د بت پرستۍ لامل ګرځي. د جان کالوین مشهوره خبره دا وه چې «د انسان زړه د بتانو دایمي کارخانه ده». هغه د لومړي کتاب په پای کې د نړیوال نظام د ټینګښت اړوند خپل لیدلوري وړاندې کوي او لیکي چې «خدای په خپل قدرت سره هغه نړۍ چې خپله یې جوړه کړې او په خپل خوښه د هغو په اجزاوو حکومت کوي، پالنه او ساتنه یې کوي». انسانان په بشپړه توګه نه شي کولای دا درک کړي چې خدای ولې یو ځانګړی عمل ترسره کوي، خو ښه یا بد کسان کولای شي هره چاره ترسره کړي، د هغوی هڅې د تل لپاره د خدای د ارادې او قضاوت لامل ګرځي.

سیاسي فکر

د کالوین د سیاسي نظریې موخه د عادي وګړو د حقونو او آزادیو خوندیتوب و. په داسې حال کې چې هغه په دې باوري و چې بایبل د حکومتولۍ د ځانګړي ډول لپاره هېڅ طرحه نه لري، خو د دیموکراسۍ او اشرافیت له ترکیب (مختلط حکومت) څخه یې ملاتړ کاوه او همدارنګه یې د دیموکراسۍ له ګټو ستاینه کوله. هغه له سیاسي واک څخه د ناوړه ګټه اخیستنې د کچې د کمولو په موخه وړاندیز وکړ چې باید دغه واکونه د څو سیاسي جوړښتونو لکه د اشرافو او د ټېټې کچې د خلکو ترمنځ او یا هم د کنټرول او تعادل په یوه سیسټم کې (د قواوو تفکیک) د قاضیانو سره وویشل شي. بالاخره کالوین دا لارښوونه وړاندې کړه چې که چېرې واکمنان د خدای پر ضد پاڅي دوی بیا خپل الهي حق له لاسه ورکوي او باید ګوښه کړای شي. د کالوین د لیدلوري له مخې دولت او کلیسا له یوبل جلا دي، خو کولای شي د خلکو د ګټې په موخه له یو بل سره همکاري ولري. عیسویت ته اړوند قاضیان باید ډاډ ترلاسه کړي چې کلیسا کولای شي د خلکو د آزادۍ په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي. په شدیدو مواردو کې قاضیان باید ګواښ جوړونکي بدعت کوونکي اخراج او یا هم اعدام کړي، خو هېڅوک نه شي اړ کولای چې پروتستانت شي.

کالوین فکر کاوه چې کرهڼه او لاسي صنایع د هر انسان عادي فعالیتونه دي. سوداګرۍ او مالي نړۍ ته په پام هغه له لوتر څخه ډېر آزاده و، خو دواړه په کلکه سره له سود سره مخالف و. کالوین په پورونو باندې د سود د لږ کچې د لګولو اجازه ورکړه. کالوین د نورو اصلاح غوښتونکو په توګه کار د داسې وسیلې په توګه تعریف کړی چې د هغو له لارې باور لرونکي کسان په عیسویت کې د خپلې کامیابي او د هغو ګاونډیانو ته د خدمت له امله د خدای مننه کوي. ټول خلک یې په کار موظف ګڼل او سوال کول یا ګدايي یې رد کړه. دغه لیدلوري چې اقتصادي بریا د خدای د رحمت څرګنده نمونه ده، د کالوین په تفکر کې یې ډېر لږ رول درلود.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

مقدونیایي ژبهکورکمنo5vqzسلمان ابن عبدالعزیز آل سعوددولتي(رسمي) دینابدامير کروړ سوريروديومطلوع نيوز تلويزيونارواپوهنې تاريخاندونيزياپه اسلام کې د مېرمنې حقوقشالۍدوتنهباريکه تنه لرونکی خوځندکېويکيمېډيا بنسټمحمدرضا شاه پهلویاوگانسونعبدالروف بېنواد وړانګو روغتيايي اغيزياستمناءناصر خسرود ثور انقلاباشرف غنيوينهمحمداموي خلافتلرغونپوهنهد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهصلاح الدين ايوبي۴۰۰ (عدد)عبد العزيز بن عبدالرحمن بن فيصل آل سعودد افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)واکسينمحمد نادر شاهپښتو ادباسلامي دولت – خراسان ولایتاپل شرکتپه پښتو ژبه د کال دولس میاشتې۱۱۱ (عدد)انګلستانمنظور پشتينلنده بل ځمکېاتلسم لویيسچرسد خوست پوهنتونمغولانآرام سمندرد پاکستان ولايتونهد لوی اختر مياشتايماند هند سمندرهندکابل راډیولغمان ولايتزاويهادراکي نقشهجرمد افغانستان ولسوالۍد بشري منابعو مديريتدولتلاهورد قطر اقتصادجوماتمذهبپوهاند فضل ولي ناګار🡆 More