تاج محل د اسلامي تمدن يو بې سارى شاهکار دى.د تاج محل تاريخي ودانۍ دمغول بادشاه شاه جهان له خوا د خپلې گرانې مېرمنې ممتازمحل سره دبې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده.
د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارگران اومزدوران په ستړياوتې کار بوخت وو. ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطرد نړۍ له گوټ _گوټ څخه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وروبلل شول .
تاج محل د هند په اگره ښار کې دی. د تاج محل ودانۍ په ښکلې ، ښايسته اوموزون ډول سره د سينگاراوپسول په موخه له يمن څخه عقيق ، دعربستان څخه مرجان ، د فارس څخه ياقوت اود افغانستان څخه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېداکې يې وکارول شول. ترڅو، چې دغه بې سارى اوتلپاتې دمينې شاهکار له کابو(٢٢) کلونوپرله پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد.
د تاج محل ودانۍ دنړۍ په عجايبوکې راځي اوهرکال د نړۍ له گوټ _ گوټ څخه په زرگونوگرځندويان اوسيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل دهندوستان د گرځندوى صنعت په برخه کې دعايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.
د تاند له ویبپاڼې څخه
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تاج محل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.