بوګوتا (Bogotá) (/ˌboʊɡəˈtɑː/، همدار راز برتانوي: /ˌbɒɡ-/، امريکايي: /ˈboʊɡətɑː/، او هسپانوي تلفظ: ) په رسمي ډول بوګوتا “Bogota, Distrito Capital” ده، چې لنډيز يې بوګوتا ډي سي “Bogota D.C.” دی او پخوا د هسپانوي دورې او ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کالونو تر منځ د “Santa Fe de Bogota” (هسپانوي: ، يعنې «د بوګوتا سپېڅلې عقيده») په نوم پېژندل کېده.
دا ښار د کولمبيا پلازمېنه او د نړۍ له لويو ښارونو څخه دی. دا ښار د پلازمېنې سيمې “Capital District” او همدا راز د کنډينامارکا “Cundinamarca” د شا او خوا څانګې (که څه هم برخه يې نه دی) د پلازمېنې په توګه اداره کېږي. بوګوتا د کولمبيا د څانګو په توګه په ورته اداري دريځ سره د لومړي ترتيب سيمه ييز شته والی دی يا هستي ده. دا ښار د هېواد سياسي، اقتصادي، اداري او صنعتي مرکز دی.
بوګوتا | |
---|---|
Bogotá, D.C. | |
(هسپانوي: Bogotá) | |
د بوګوتا انځور | |
شعار: بوګوتا | |
موقعیت په کلمبیا کې | |
کورډېناټونه: ۴°۳۵′۵۳″ شمال ۷۴°۴′۳۳″ لویدیځ / 4.59806°شمال 74.07583°لويديځ | |
جوړښت | ۶ جون ۱۵۳۸ |
بنسټګر | ګنسالو خیمنه د کویهزادا |
اداري وېش | |
هیواد | کينډۍ:COL |
سیمه | - |
برخه | 22px د پلازمینه برخه |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | کلارا لوپز اوبرګون |
پراخوالی | |
• ښار | ۱٬۵۸۷ کلوميټر٢ (۶۱۳ میله مربع) |
لوړوالی | ۲۶۴۰ ميټره (۸٬۶۶۰ فوټ) |
نفوس شمېرنه | |
• ښار | ۷٬۴۳۴٬۴۵۳ |
• ترتيب | څه کم |
• د نفوسو کثافت | ۴٬۷۰۰/کلوميټر٢ (۱۲٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۹٬۶۰۰٬۰۰۰ |
د گڼه گوڼې نوم | Bogotano |
وروستي مالومات | |
وخت زون | Eastern Time Zone (ه.ن.و۵-) |
رسمي ژبه | هسپاني |
11 | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 1 |
جيو کوډ | 3688689 |
آی اېس او 3166 | CO-DC |
موټر پلېټ | BOG |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | City Official Site Mayor Official Site Bogotá Tourism |
سمول |
بوګوتا د ۱۵۳۸ ز کال د اګسټ پر ۶ نېټه د هسپانوي فاتح ګونزالو جيمينيز ډي کيوساډا “Gonzalo Jimenez de Quesada” له لورې د “Altiplano” د بومي اوسېدونکو د “Muisca” سيمې د نيولو په موخه انديس “Andes” ته له يو سخت جنګي ماموريت څخه وروسته د ګرانادا د نوې پاچاهۍ “New Kingdom of Granada” د پلازمېنې په توګه رامنځته شو. سانټافي “Santafe” (له ۱۵۴۰ ز کال څخه وروسته د ښار نوم و) د ګراناډا نوې پاچاهۍ (چې په ۱۵۵۰ ز کې جوړه شوه) د “Spanish Royal Audiencia” د حکومت څوکۍ شوه او له ۱۷۱۷ ز کال څخه وروسته د “New Granada” د سلطنت نيابت پلازمېنه و. د ۱۸۱۹ ز کال د اګسټ پر ۷ نېټه د بوياکا له جګړې “Battle of Boyaca” څخه وروسته بوګوتا د ګران کولمبيا “Gran Colombia” د خپلواک ملت پلازمېنه شوه. سيمون بوليوار “Simon Blivar” هغه څوک و، چې د “Muisca” وګړو د درنښت او د هسپانوي پاچاهۍ پر وړاندې د خپلواکۍ د قانون په توګه يې دا ښار بوګوتا ونوماوه. په همدې دليل له هسپانوي سترواکۍ څخه او د ننۍ کولمبيا د جوړښت پر مهال د نوې ګرانادا “New Granada” د سلطنت نيابت د خپلواکۍ له راهيسې، بوګوتا د سيمې د پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی.
دا ښار د کولمبيا په مرکز کې پر يوې لوړې سطحې باندې پروت دی، چې د بوګوتا هوارې ځمکې په نوم پېژندل کېږي، د “Altiplano Cundiboyacense” برخه ده، چې د انديس په ختيځ کورډيليرا “Eastern Cordillera” کې پرته ده. بوګوتا په سويلي امريکا کې او له کيتو (Quito) او لاپاز “La Paz” څخه وروسته د سمندر د سطحې له پاسه د ۲۶۴۰ مترو (۸۶۶۰ فوټ) په اوسط د نړۍ درېيمه لوړه پلازمېنه ده. بوګوتا چې په ۲۰ سيمو باندې وېشل شوی دی، ۱۵۸۷ کېلو متر مربع (۶۱۳ ميل مربع) سيمه او يو څه سوړ اقليم لري، چې د کار په اوږدو کې ثابت دی.
دا ښار د کولمبيا حکومت د اجرائيه څانګې (د ولسمشر د دفتر)، د مقننه څانګې (د کولمبيا د کانګرس) او قضائيه څانګې (د عدالت سترې محکمې، د اساسي قانون محکمې، د دولت د شورا او قضائيه قوې د سترې [لوړې] محکمې) د مرکزي دفترونو ټاټوبی دی. بوګوتا د خپلې اقتصادي پياوړتيا او تر څنګ يې مالي پوخوالي له امله خپل راښکون يا په زړه پورې والی د نړيوالو شرکتونو او انساني پانګې د غوره والي پر وړاندې ثابت ساتي. دا ښار د کولمبيا مالي او سوداګريز مرکز يا زړه دی، چې د هېواد د بل هر ښار په پرتله زيات سوداګريز فعاليت لري. دا ښار په کولمبيا او انډين “Andean” طبيعي سيمه کې د اصلي مالي بازار کوربه توب کوي او لاتيني امريکا او کولمبيا ته د راتلونکونکې نوې باندنۍ سيده يا مستقيمې پانګونې پروژو مخکښ منزل دی. بوګوتا د هېواد په کچه تر ټولو لوړ نومي ناخالص کورنی توليد لري، چې د هېواد ټول ناخالص کورني توليد نږدې څلورمه برخه (۲۴،۷ سلنه) پوره کوي.
د ايل ډوراډو نړيوال هوايي ډګر “El Dorado International Airport” په نوم د ښار هوايي ډګر د “El Dorado” د کيسو په نوم نومول شوی دی، چې په لاتيني امريکا کې د تر ټولو لويې کچې (حجم) مالونو وسيله او د خلکو د ګڼې له مخې درېيم هوايي ډګر دی. بوګوتا د هېواد په کچه د خورا زيات شمېر پوهنتونونو او څېړنيزو مرکزونو ټاټوبی او د زياتو نندارځايونو، کتابخانو او موزيمونو په درلودلو سره يو مهم کلتوري مرکز دی. دا ښار د ښارونو د ۲۰۱۴ ز کال د نړيوال لړيال يا شاخص له مخې ۵۲ ځای درلود او په ۲۰۲۰ ز کال کې د “GaWC” له لورې د “Beta +” ډول نړيوال ښار وګڼل شو.
د بوګوتا نوم د فرانسوي ژبې د “Chibcha Bacata” (يا Muyquyta) له تلفظ سره سمون کوي، چې د فونزا “Funza” او کوتا “Cota” معاصرو ښارګوټو تر منځ پرتو ګاونډ يا نږدې استوګنځايونو نوم و. د “Muyquyta” ويي د معنا په اړه بېلابېل نظرونه دي، چې خورا منل شوی يې دا دی، چې ياد ويی په “Chibcah” ژبه کې «د دېوال په واسطه د کرنيزې ځمکې د راچاپېرولو» معنا لري. يوه بله نامتو ژباړه استدلال کوي، چې ياد ويی «د انديس د مېرمن» معنا لري. سربېره پر دې د انديس “Andes” ويی په ايمارا “Aymara” ژبه کې د «ځلېدونکي غر» معنا لري، چې په دې ډول د بوګوتا بشپړه لغوي معنا «د ځلېدونکي غر مېرمن» کېږي، مګر په ياد ولرئ چې که څه هم د “Muisca” وګړو ژبه چېبچا “Chibcha” وه، ايمارا نه وه. ځيني نور وړانديز کوي چې باکاتا “Bacata” د “Muisca” د ډول ډول يا ګڼو مشرانو “cacique” نوم و، چې سيمې ته د سپانياردانو “Spaniards” له رارسېدلو څخه مخکې يې پرې واکمني وکړه. جيمينيز ډي کيوسادا “Jimenez de Quesada” دې سيمې ته «زموږ د هيلې مېرمن» نوم ورکړ، مګر هسپانوي پاچاهۍ په ۱۵۴۰ ز کال کې هغه مهال “Santafe” (سپېڅلې عقيده) ونوموله، چې د ښار په توګه ټاکل شوې وه. د “Muisca” په نوم د سيمې اصلي اوسېدونکو ياد ځای تايبزاکا “Thybzaca” يا لرغونی ښارګوټی “Old Town” ونوماوه، چې ښار په اصل کې د همدې ځای له پاسه رامنځته شوی و.
د معاصرې بوګوتا سيمه کې په لومړي ځل د بومي وګړو هغه ډلې استوګن شوې، چې د چيبچا “Chibcha” له نورو ژبو سره د تړاو پر بنسټ سويل ته کډه شوې وې. د بوګوتا هواره ځمکه په سويلي برخه کې د چيبچا ويونکې ډلې استوګنځای و، چې په کولمبيا کې له نيکاراګوا څخه تر انديس پورې ژوند کوي (شته). د “Muisca” له لورې جوړ شوی مدنيت په امريکا کې له غوره مدنيتونو څخه و او “Muisca” وګړي هغه وخت د “Altiplano Cundiboyacense” (د کنډينامارا او بوياکا معاصرې څانګې او د سانټېنډر کوچنۍ برخې) په درو او حاصلخېزه لوړو ځمکو او شا او خوا سيمو کې مېشت شول. د “Muisca Confederation” نوم د ګڼو يا ډول ډول مشرانو (caciques) هغې ناتړلې برابري غوښتونکې ټولنې ته ورکړل شوی دی، چې له زيات نه زيات ۱۰۰ بوهيوس “bohios” په کوچنيو استوګنځايونو کې يې ژوند وکړ. د وګړو د کرنې او مالګې پر بنسټ ټولنه د سرو زرو کار، سوداګرۍ او موميايي کولو کې بډايه وه. د ميوسکا “Muisca” مذهب له ګڼو خدايانو څخه جوړ و، چې زياتره د لمر او د هغه د مېرمنې يعنې سپوږمۍ، “Chia”، د باران خدای “Chibchacum”، د رنګين کمان “Cuchavira” غوندې خدايانو او د ودانۍ او خوښۍ خدای “Nencatacoa” او د هوښيارۍ خدای “Bochica” په درلودلو سره يې په طبيعي ښکارندو پورې تړاو درلود. د دوی د سپوږمۍ او لمريزې ګډه جنتري يا کليزه چې د “Duquesne” د کار پر بنسټ د مانويل ايزکيرډو “Manuel Izquierdo” له لورې وژباړل شوه، د کالونو درې بېلابېلې ټولګې يې وڅارلې يا راونغاړلې، چې ستوريز او عيسوي مياشتې په کې وړاندې شوې وې. د دوی ستورپوهنيزه پوهه د بوګوتا شمال ته د “Villa de Leyva” څخه د باندې په “El Infiernito” لرغونې ستورپوهنيزه سيمه کې د “Muisca” د معمارۍ په يو له محدودو نامتو څلو کې وړاندې شوې ده.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article بوګوتا, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.