البرټ شپېر

برتولد کنراد هرمان البرټ شپېر (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د مارچ ۱۹مه – مړینه: د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر لومړۍ نېټه) جرمنی معمار و چې د دویمې نړیوالې جګړې په ډېر مهال کې یې د نازي جرمني د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو د وزیر په توګه خدمت وکړ.

نوموړی چې د اډولف هېټلر له نږدې متحدینو څخه و په نورنبرګ محکمه کې محاکمه او په ۲۰ کاله بند محکوم شو.

البرټ شپېر
(اروپايي هسپانوي: Albert Speet د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
البرټ شپېر
البرټ شپېر

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Berthold Konrad Hermann Albert Speer د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۹ مارچ ۱۹۰۵
مړینه 1 سپټمبر 1981 (76 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.87 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند نازي ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
سکرين ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الزام
الزامات د بشريت ضد جرمونه   د (P1399) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
البرټ شپېر
البرټ شپېر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
البرټ شپېر  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شپېر چې تحصیل یافته معمار و په ۱۹۳۱ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو. په معمارۍ کې د هغه وړتیاوې لامل وګرځېدې، نوموړی په ګوند کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول وده وکړي او په ګوند کې هېټلر ته د نږدې کړۍ غړیتوب ترلاسه کړي. هېټلر د رایش د لومړي وزیر د دفتر او په نورنبرګ کې د نازي ګوند د غونډو د تالار د طراحۍ او جوړېدو چارې ور وسپارلې. په ۱۹۳۷ زکال کې هېټلر شپېر په برلین کې د ټولو ودانیزو چارو څارونکی وټاکه. په دغه ځایګي کې نوموړي د استوګن کولو د مرکزي ادارې مسئولیت پر غاړه درلود او له برلین څخه یې یهودي وګړي وویستل. د ۱۹۴۲ زکال په فبروري میاشت کې شپېر د رایش د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو وزیر وټاکل شو. د ګمراه کوونکو شمېرو په وړاندې کولو سره نوموړي ځان د تسلیحاتو د تولید په ډګر کې د خارق العاده فعال کس په توګه څرګند کړ او د دې اعتبار یې خپل ګاڼه چې جرمني یې په جګړه کې فعاله ساتلی. په ۱۹۴۴ زکال کې شپېر د جنګي الوتکو د جوړولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړه. دغه چاره لامل وګرځېده چې په جنګي هڅو کې له غلامو کارګرانو څخه کار واخلي.  

له جګړې وروسته شپېر د ۲۴ نیول شوو «لویو جنګي مجرمینو» څخه و چې د نورنبرګ په محکمه کې د نازي رژیم په جنایاتو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شو. نوموړی د جنګي او بشریت ضد جرمنو، تر ډېره هم له غلامو کارګرانو څخه د کار اخیستو په تور مجرم وګڼل شو خو په کلکه سره یې د اعدام د حکم له منلو ډډه وکړه. په بشپړه توګه د ۲۰ کاله بند له تېرولو وروسته په ۱۹۶۶ زکال کې ازاد شو. نوموړي په بند کې له خپلو لیکنو څخه د خپلو دوه ژوند لیکونو؛ په دریم رایش کې دننه (Inside the Third Reich)، شپانډوا: محرمانه خاطرات (Spandau: The Secret Diaries) د بنسټ په توګه کار واخیست. د شپېر کتابونه بریالي و؛ ځکه چې عامه وګړو لیوالتیا لرله د هغو څه اړوند وپوهېږي چې د رایش دننه تېر شوي و. شپېر په ۱۹۸۱ زکال کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د معمارۍ اړوند د هغه د شخصي آثارو څخه څه نه دي پاتې شوي.

شپېر د خپلو ژوند لیکونو او مرکو پر بنسټ له ځانه د داسې سړي انځور پرېښود چې نه و توانېدلی د دریم رایش په وحشتناکو جنایاتو خبر شي او له دغې چارې یې هم شدیده پښېماني لرله. هغه د هلوکاسټ اړوند له سمې خبرتیا او په هغو کې د لاس لرلو اړوند انکار ته دوام ورکړ. دغه انځور له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې د هغه په تاریخ لیکنې اغېز درلود چې له امله یې هغه په «افسانوي شپېر» واوښت: د غیر سیاسي تکنوکرات په توګه د هغه څرګندېدل چې د جرمني د جنګي ماشین د انقلابي کولو مسئولیت یې پر غاړه درلود. دغه افسانوي انځور په ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال مخ پر زوال شو، کله چې د وسلو په برخه کې د جرمني خارق العاده چارې نازي تبلیغاتو ته اړوندې وبلل شوې. آدام توز د تخریب د بیې (The Wages of Destruction) په نامه اثر کې لیکي چې دغه نظریه چې شپېر یو غیرسیاسي تکنوکرات دی «ناسمه» ده. مارتین کیچن؛ د شپېر: د هېټلر معمار (Speer: Hitler's Architect) په نامه اثر کې لیکي چې د جرمني له خوا د وسلو په تولید کې زیاتوالی د هغو سیسټمونو له امله و چې د شپېر د ځای ناستي (فریتز تاد) له خوا رامنځته شوي و، په داسې حال کې چې شپېر د هغو «په وروستۍ حل لاره» کې ښکېل و.

لومړني کلونه او شخصي ژوند

شپېر د مانهایم ښار د یوې متوسطې طبقې په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د البرټ فریدریش شپېر او لوئیزه ماتهېلدې ویلهماین (هومل) له دریو زامنو څخه دویم و. په ۱۹۱۸ زکال کې د دوی کورنۍ له مانهایم څخه کډه وکړه او په هایډلبرګ کې خپل بل کور ته کډه شول. د نورنبرګ د محکمې مرستیال هنري ټي. کېنګ چې وروسته یې د شپېر اړوند کتاب هم ولیکه ویلي چې د «شپېر د ځوانۍ پر مهال د هغوی په کورنۍ کې مینې او لیوالتیا شتون نه درلود». د هغه ورور ارنست او هرمن به په ماشومتوب کې نوموړی ځوراوه. شپېر په لوبو کې فعال و او غره ختنې او واورې ښوویدنې ته یې مخه کړه. نوموړي د خپل پلار او نیکه لارې ته دوام ورکړ او د معمارۍ په برخه کې یې زده کړې وکړې.

شپېر له دې امله چې په ۱۹۲۳ زکال کې اقتصادي ستونزو د هغه د والدینو عواید راکم کړي کړي د یوه پرمختللي پوهنتون پر ځای یې د کارلسروهه په تخنیکي پوهنتون کې د معمارۍ په زده کړې پیل وکړ. په ۱۹۲۴ زکال کې هغه مهال چې مالي کړکېچ کرار شو نوموړی د مونیخ د ټکنالوژۍ مخکښ پوهنتون ته ولاړ. په ۱۹۲۵ زکال کې هغه بل پوهنتون ته ولاړ خو دا ځل هغه ځان د برلین تخنیکي پوهنتون ته تبدیل کړ چېرې چې نوموړي د هاینریش تسنو تر نظر لاندې زده کړې وکړې چې شپېر هم ډېر له هغو اغېزمن و. په ۱۹۲۷ زکال کې د پوهنتون د وروستیو ازموینو له بشپړولو وروسته د تسنو مرستیال وګمارل شو چې دغه ځایګی د یوه ۲۲ کلن ځوان لپاره ډېره د ویاړ خبره وه. په دې سره شپېر په داسې حال کې چې د ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کولو نورو ټولګیو ته یې تدریس کاوه. په مونیخ کې شپېر له روډولف ولټرز سره نږدې اړیکې جوړې کړې چې هغه هم د تسنو تر نظر لاندې زده کړې کړې وې او د دوی ملګرتیا ۵۰ کاله دوام وکړ.

د ۱۹۲۲ زکال په نیمايي کې شپېر له مارګاریت ویبر (۱۹۰۵- ۱۹۸۷ زکال) څخه خواستګاري وکړه چې د یوه بریالي صنعت ګر لور وه او ۵۰ تنه کارګران یې لرل. د دغې اړیکې پر وړاندې د شپېر ځیرکې مور ډېره لیوالتیا وه نه ښوده ځکه چې پوهېده د ویبر کورنۍ له ټولنیز پلوه شاته پاتې وه. د دغه مخالفت سربېره دوی دواړو د ۱۹۲۸ زکال د اګست په ۲۸مه په برلین کې واده کړ؛ اووه کاله وخت یې ونیو چې مارګاریت ته د خپل خصر په کور کې د ژوند کولو بلنه ورکړل شي. دوی دواړو شپږ ماشومان لرل، خو البرټ شپېر له ۱۹۳۳ زکال وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول له خپلې کورنۍ لرې و.

د ګوند معمار تو

د ۱۹۳۱ زکال په جنوري میاشت کې شپېر په نازي ګوند کې د غړیتوب غوښتنه ورکړه او د ۱۹۳۱ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د نازي ګوند ۴۷۴۴۸۱م غړی شو. په همدغه کال کې د اقتصادي ستونزو د بیا رامنځته کېدو په درشل کې د معاشونو د کمښت له امله شپېر د تسنو د همکارۍ له دندې څخه استعفا ورکړه او مانهایم ته یې په دې هیله کډه وکړه چې هلته به د یو معمار په توګه وکولای شي د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي. وروسته له دې چې وه یې نشو کولای خپلې هیلې ته ورسېږي پلار یې د خپلو املاکو د یوې برخې د مدیر په توګه هغه ته کوچنۍ دنده ورکړه. د ۱۹۳۲ زکال په جولای میاشت کې شپېر د رایشتاګ په ټاکنو کې له خپل ګوند سره د مرستې په موخه برلېن ته ولاړ. هلته یې له خپل ملګري کارل هانکه سره ولیدل چې د نازي ګوند له چارواکو څخه و او خپل دغه ځوان معمار ملګری یې جوزف ګوبلز ته ور وپېژنده څو په برلین کې د ګوند د مرکزي دفتر په جوړېدو کې ترې کار واخلي. د دفتر له بشپړېدو وروسته شپېر بېرته منهایم ته راوګرځېد او هېټلر هم د ۱۹۳۳ زکال په جنوري میاشت کې واک ته ورسېد.

په ۱۹۳۳ زکال کې د نورنبرګ د لوی لاریون تنظیم کوونکو له شپېر وغوښتل څو د دغه لاریون په طراحي او د هغو لپاره د تالار په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ دغې چارې د لومړي ځل لپاره نوموړی له هېټلر سره په اړیکه کې کړ. نه د لاریون تنظیم کوونکو او نه هم روډولف هېس د هغه د طرحو د تائید اړوند پرېکړې کولو ته چمتو و، همدا و چې هېس خپله شپېر په مونیخ کې د هېټلر دفتر ته ولېږه څو د طراحۍ اړوند د هغه رضایت ترلاسه کړي. دغه چاره لامل وګرځېده شپېر د لومړي ځل لپاره په نازي ګوند کې «د نازي ګوند د غونډو او لاریونونو د هنري او فني جوړښت د کمېشنر په توګه» ملي ځایګی ومومي.

وروسته له هغه چې هېټلر واک ته ورسېد، نوموړي د صدارت د ودانۍ د بیارغونې په طرح پیل وکړ. د ۱۹۳۳ زکال په پای کې هغه له پاول ټروسټ سره هوکړه وکړه چې ټوله دغه ودانۍ بېرته ورغوي. هیټلر چې د ګوبلز لپاره د شپېر له چارو څخه اغېزمن شوی هغه یې د ټروسټ لپاره د ودانۍ د جوړولو مسئول وټاکه.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

دریم جورجد بکارت پردهپيروولادمیر پوتیند افغانستان باندنۍ اړيکېالفرېډ نوبلعامه روغتیاملګري ملتونهعبدالرحمان بابازمریملا محمد يعقوبابن سينا بلخيمحمد بن قاسمتلويزونمحاسبهManganeseسیمهد المان هیواد آیالاتونهد غواگانو روزنهفدرالي قبايلي سيمېد شهیدانو چوکرسمي ژبهسردار محمد يوسف خاناروپايي ټولنهپاميرد افغانستان لنډ تاريخويکيد انګستان درېیم ویلیامپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهوچکۍ تبه (محرقه)بيولوژيیوهانس ورمیركابلی تفسيرپښتو نومځري او د هغو کارونهپښتونستاناسد الله غضنفرسره زرمشاهدهکتابتوند راتلونکي څېړنېمطالعهموسی قلعهد ثور انقلاباوتو فون بیسمارکمیوهحميد مومندپه بریتانیا کې بادي برېښناسوېل ختيځه اسيابټي کوټ ولسوالۍد چین لوی دیوالتوکمپالنه (ټولنيزعلم)ډنمارکتوېرجگړهجنسي تېریتوره تتۍد انسان جنسي غوښتنېنسيم حجازيژباړهځاځيد واده شپهجودی لین اوکیفدرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)چاپیریالی روغتيا ساتنهمحمد حسن کاکړبست کلاد باغ بالا ماڼۍمريم نوازپير باباڅارنهکيمياوي تعاملونهد ډيورنډ کرښه🡆 More