استینوسفیر د ځمکې د پاسني پوښ داسې برخه ده چې له میخانيکي پلوه کمزورې او نرمه یا کش خوړونکې ده.
دا برخه د لیتوسفیر په بېخ کې د ۸۰ او ۲۰۰ کیلومترو (۵۰ او ۱۲۰ مایلونو) تر منځ تر سطحه لاندې واقع ده او تر ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۰ مایله) پورې ژوره برخه رانغاړي. له دې سره سره، د استینوسفیر لاندېنی سرحد په سم ډول مشخص نه دی.
استینوسفیر تر ډېره جامد دی خو څه ناڅه پستوالی هم په کې شته (چې د ډبرې په پرتله څه کم ۰.۱ سلنه کېږي) او له میخانیکي کمزورۍ یا ضعیفوالي سره یې مرسته کوي. د استینوسفیر د ډېر فشار ذوب په هغه ځای کې پېښېږي چې هلته ډبرې د ځمکې پورته برخې ته راځي او دا د ځمکې پر مخ د مګما تر ټولو مهمه سرچینه ده. دا د سمندر-منځي غونډیو د بازالټ او ځینو هغو مګماوو سرچینه ده چې په قارهيي چاکونو او هغو ساحو کې یې فوران کړی یا را خوټېدلې چې هلته د ځمکې جوړښتي تختې له نورو تختو څخه جلا کېږي.
استینوسفیر د پاسني پوښ داسې برخه ده چې تر لیتوسفیر لاندې واقع ده او د تختو په ټکټونیکي حرکت او ایزوسټاټيک تنظیماتو کې رول لري. دا برخه له پریډوټيټ ډبرې څخه جوړه ده چې تر ډېره «اولیوین» او «پایروکسین» کاني مواد لري. د لیتوسفیر-استینوسفیر سرحد معمولاً په ۱۳۰۰ درجې سانتیګراد (۲۳۷۰ درجې فارنهایټ) ایزوتروپ کې نیول کېږي. تر دغې تودوخې لاندې (سطحې ته نږدې) د ځمکې پوښ کلک دی؛ تر دې تودوخې پورته (تر سطحې لاندې څه ناڅه ژور) بیا د پوښ حالت نرم دی. استینوسفیر هغه ځای دی چې هلته ډبره د ویلي کېدو ټکي ته نږدې کېږي او احتمالاً په دې لایه کې کمه اندازه نرمي هم شته.
زلزلیزې څپې د لیتوسفیري پوښ په پرتله له استینوسفیر څخه ورو ورو تېرېږي. له دې امله دا کم سرعته ساحه بلل کېږي. که څه هم دا دواړه ډېر سره ورته نه دي؛ د کم سرعته ساحې لاندېنی سرحد ۱۸۰ تر ۲۲۰ کیلومتره (۱۱۰ تر ۱۴۰ مایله) ژور واقع دی، په داسې حال کې چې د استینوسفیر بنسټ شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۰ مایله) ژور واقع دی. په کم سرعته ساحه کې د زلزلیزې کمزورۍ کچه هم لوړه ده (هغه زلزلیزې څپې خپله انرژي له لاسه ورکوي چې د استینوسفیر له لارې حرکت کوي) او پام وړ ناورتهوالی هم لري (د قطبي شویو پرې کوونکو څپو سرعت په عمودي ډول تر هغو قطبي شویو پرې کوونکو څپو کم دی چې افقي دي). د کم سرعته ساحې په کشف سره زلزلهپوهان د استینوسفیر پر شتون خبر شول او د فزیکي خواصو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، ځکه چې د زلزلیزو څپو سرعت د سختوالي له کمېدو سره کمېږي. له لیتوسفیر څخه استینوسفیر ته د زلزلیزو څپو په سرعت کې دا کمښت ښايي په استینوسفیر کې د یوې کمې اندازې نرمۍ له امله وي، که څه هم دا چې استینوسفیر «اېس څپې» لېږي، له دې امله په بشپړ ډول نه شي ذوب کېدای یا نرمېدای.
باور دا دی چې د استینوسفیر پاسنۍ برخه داسې ساحه ده چې د ځمکې د پوښ کلکې ډبرینې تختې یې پر مخ حرکت کوي. په استینوسفیر کې د تودوخې او فشار شرایطو ته په کتو سره ډبرې نرمېږي او په کال کې د سانتي متر له مخې د شکل د بدلون اندازه شوې کچې ته په کتو سره د زرګونو کلیومترونو په اندازه په خطي واټنونو کې حرکت کوي. په دې توګه د تودوخې لېږدولو د جریان په څېر بهېږي او تودوخه د ځمکې له منځ څخه بېرون ته راباسي. د استینوسفیر پر سر د شکل د بدلون په هماغه سرعت سره ډبرې کش خوري او دا چې د ماتېدو وړ وي، له دې امله ښايي ماتې شي او د درزونو لامل شي. داسې فکر کېږي چې کلک یا سخت لیتوسفیر د هغه استینوسفیر پر مخ لامبو وهي یا حرکت کوي چې په ارام ډول جریان لري او دا چاره ایزوسټاټيک تعادل شونی کوي او ټکټونیکي تختو ته د حرکت زمینه برابروي.
استینوسفیر تر سطحه لاندې له شاوخوا ۸۰ تر ۲۰۰ کیلومتره (۵۰ تر ۱۲۰ مایله) پاسني سرحد څخه تر لاندېني سرحد پورې په شاوخوا ۷۰۰ کیلومترۍ (۴۳۰ مایله) ژوروالي کې پراخ دی.
د لیتوسفیر-استینوسفیر سرحد نسبتاً تېز دی او احتمالاً د جزئي نرموالي له پیل یا په ترکیب یا ناورتهوالي کې له بدلون سره منطبق دی. د سرحد بېلابېل تعریفونه د سرحدي سیمو بېلابېل اړخونه منعکسوي. پر هغه سرحد سربېره چې د زلزلیزې ډېټا په مرسته تعریف شوی دی او له کلک لیتوسفسیر څخه نرم استینوسفیر ته لېږد منعکسوي، په سرحدونو کې یوه حرارتي لایه شامله ده چې پر سر یې تودوخه د حرارتي لېږد له لارې انتقالېږي. یو ریولوژیکي سرحد چې په کې سرعت تر شاوخوا ۱۰۲۱ ښکته وي، او یوه کیمیاوي سرحدي لایه چې پر سر یې ډبره تخلیه شوې وي او د لاندې ډبرې په پرتله یې مګنیزیم ډېر وي.
د استینوسفیر لاندېنی سرحد کم پېژندل شوی دی، خو د پاسني پوښ په بنسټ کې واقع دی. دا سرحد له زلزلیز نظره تېز هم نه دی او په سم ډول پېژندل شوی هم نه دی، خو له کابو ۶۷۰ کیلومتره پېچلي انفصال سره منطبق دی. دغه انفصال یا بېلېدنه په ټولیز ډول د پوښ له «رینګ ووډيټ» لرونکي ډبرې څخه د «بریګمانیټ» او «پرکلاز» لرونکو ډبرو ته له لېږد سره تړاو لري.
د استینوسفیر میخانیکي خواص په پراخ ډول د ډبرو له جزئي نرموالي سره تړلي بلل کېږي. دا احتمال موجود دی چې ښايي په ډېره برخه استینوسفیر کې کمه اندازه نرمي موجوده وي او دا هغه څه دي چې د ډبرې په پوښ کې د موجودو اوبو او کاربن ډای اکسایډ په مرسته تثبیتېږي. له دې سره سره د نرموالي احتمالي اندازه چې د ډبرې ۰.۱ سلنه هم نه ده، د استینوسفیر د بشپړې تشرېح لپاره کافي نه ښکاري. دغه نرموالی په ډبرو کې د سرحد دانو د بشپړ لوندوالي لپاره کافي نه دی او که سرحد دانې په بشپړ ډول لمدې نهشي، ښايي د ډبرې پر میخانیکي خواصو د نرموالي اغېزې د پام وړ نه وي. په یوه جزئي نرموالي سره د لیتوسفیر-استینوسفیر د سرحد تشرېح هم ستونزمنه ده. دا شونتیا موجوده ده چې نرموالی دې د استینوسفیر په پاسنۍ برخه کې راټول شي او دا هغه ځای دی چې لیتوسفیر ډبرې احاطه کړی دی. بل احتمال دا دی چې استینوسفیر داسې ساحه وي چې د پوښ په منرالونو کې په اوبو کې د حل کېدو وړ وي، په داسې ډول چې د نرموالي د ډېرېدو لپاره لا ډېرې اوبه موجودې وي. د میخانیکي ضعف یا کمزورۍ د رامنځته کولو لپاره یو بل احتمالي میکانیزم د سرحد دانو کشېدنه ده چې په کې دانې د یو بل له څنګه کش کېږي یا یوې او بلې خوا ته ځي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article استینوسفیر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.