پارلماني ولسواکي: عناصر

پارلمان د انگلیسي ژبې (Parliament) کلمه ده چې له (Parle, parley) چې د خبرو او بحث معنی ورکوي اخیستل شوې ده، دا څرگندنې په ۱۲۴۵ زیږدیز کال کې د فرانسې د پادشاه او پاپ تر منځ کیدونکو غونډو ته هم کارول شوې ده، ورو ورو دا څرگندنه د وگړو هغه ټولي ته کارول کیده چې د واکمني د پالیسیو او مالي چارو (Finances) په اړه خبرې اترې کوي او هغه تصویبوي.

د دولت د دوه نورو قوو اجرایوي او قضایې په پرتله خلکو ته د پارلمان نږدې والي ته په پام سره پارلمان د خلکو د نظر استازندویه درییم ځواک بلل کیږي له همدې امله د پارلمان ودانۍ ته ډیر وخت د ملت کور کلمه کارول کیږي. پارلماني سیستم او پارلماني حکومت بیا له جمهوري ریاست څخه بیل د حکومت یو ډول دی، په دغه ډول کې د جمهوري ریاست په اپوټه چې پکې د قوو په بیلابیل والي ټینگار دی په پارلماني سیستم کې د اجراییوي او تقنیني قوو د یو ځایوالي په اصل ټینگار کیږي. په پارلماني ډیموکراسۍ کې مقننه او اجرایه قوه په یو ځای کار کوي او له همدط امله دی چې هغه کسان چې قانون جوړوي له بلې خوا په کابینه کې هم دي، حکومت د کابینې او په پارلمان کې د اکثریت او نورو یو ځای شوو پارټیو له ایتلاف څخه جوړ شوی دی، چې پدې ډول حکومت د پارلمان یو اکثریت دی او ډیری تصامیم هم د همدغه ځواک په لاس کې دي او دا چې حکومت د پارلمان اکثریت ټاکلی او د خلکو په نیغه رایه ندي ټاکل شوي نو دوی هم پارلمان ته مسوول دي. حکومت هم په ټولیز ډول په دوه برخو ویشل شوی یو یې رسمي برخه ده چې په راس کې یې پاچا راځي او بل یې د حکومت اجرایوي برخه ده چې پکې لومړی وزیر مشر راځي او پاچا چې ملي مشرتابه لري یواځي نظارت کوي چې حکومت شته دی، کله چې کوم اضطراري حالت رامنځته کیږي، یا ایتلافي حکومت ماتې خوري بیا پاچا واک لري چې یوه چا ته دنده ورکړي چې حکومت جوړ کړي؛ خو د لومړي وزیر دنده بیا ټول اجرایوي مسولیتونه دي؛ هغه پاليسي جوړوي او د خپلو اړتیاو له مخې قوانین وړاندیز کوي. په پارلماني ډیموکراسۍ کې تصمیم هم ډلې ته ورگرځي، ډله تصمیم نیسي، په پارلمان کې اکثریت حکومت جوړوي او په حکومت کې هم یواځې لومړی وزیر پریکړه نه کوي بلکه کابینه تصمیم نیسي.

Tags:

قانون

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

رابعه بلخينجيب الله جامعسردار عبدالقدوس خانفوکلور پېژندنهنړیوالې اړیکې (۱۸۱۴-۱۹۱۹ ز کال)د واده بلنليکفلسفهد افغانستان ولايتونهله افغانستان نه د متحده ايالاتو د ځواکونو وتل (۲۰۲۰-۲۰۲۱)په انسانانو کې د تذکیر آلهمنرالپکتيکا ولايتروژهتوماس جفرسوندراني کورنۍسینه بغلتى لرونكى ژويد پرتګال اقتصادپه دویمه نړیواله جګړه کې ښکېل هېوادونهدانگام ولسوالۍويکيډېټاځمکسنجيلمرويټامينمجسمه سازيسيتيابریتانوی هندچرگکوچنی اختركوچنى شاهزادهعمر بن خطابد پښتو ژبې ليکنښېد انګلستان دویم جېمزطبيعي پوهنېهلمند ولايتميدان وردگ ولايتتشیالیونیبریدګرې نوعېجمالیاتد ډيزلو سون توکيوالټ ډيسني شرکتدژوندبڼو ډولونهپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهد ډبرو د سکرو کان کیندنهعباسي خلافتامير حمزه شينواریرونالډ ریګنساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)حیاتي کیمیاافغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز )استقلابد افغانستان دموکراتیک جمهوریتطالبانروهتاس کلاساپوهنهدوبۍمطالعهسردار محمد اکبر خانافغان وسله وال ځواکونهپښتو ابېڅيعبدالحی حبيبيفیسبوکبین النهرینانځورگريغزلبرکت الله سليملرغونی یونانبنجامين فرانکليندال (حبوبات)🡆 More