محرم الحرام د هجري سپوږمیز کال مياشت ده چې ۳۰ ورځې لري.
محرم د اسلامي کليز لومړۍ مياشت ده. دغه په اسلامي گروهې د کال له څلورو سپېڅلو مياشتو څخه شمېرل کېږي، او په دې مياشت کې په جگړو کولو بنديز لگېدلی. دا چې اسلامي کليز د سپوږميز کليز په چوکاټ کې راځي، نو ځکه یې مياشتې له يو کال څخه بل کال ته توپیر لري او خپل خپل مهالونه بدلوي رابدلوي. دې مياشتې ته محرم ځکه وايي چې جگړې باندې بنديز لگېدلی او جگړه یې ناروا (حرامه) بللې. دغه د بنديز دود په دغې مياشتې کې مخکې له اسلام څخه هم راروان و، نو ځکه رسول الله دغه مياشت باندې ټينگار کړی چې سپېڅلې مياشت ده او همدا رنگه د دغې میاشتې په روژو نيولو يې هم ټينگار کړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل يو حديث کې ددې مياشتې په اړه ډېرې يادونې کړي دي او هم یې يو بل حديث کې د نهمې ورځې روژې باندې ټينگار کړی.
د ابن عباس له خولې چې یې ويلي و: کله چې محمد صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته کډه وکړه نو هلته یې يهوديان وليدل چې د محرم په لسمه ورځ یې روژه نيولې وه، ځينو ویل چې دوی روژه ددې لپاره نيولې چې بني اسرايلو د فرعون له ظلم څخه د الله تعالی په مرسته خلاصون موندلی و، او د موسی او ملگرو ته یې د سور سمندر په منځ کې لاره سيخه کړې وه تردې چې هغوی ترې تېر شي. د همدې اورېدو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: موږ موسی علیه السلام ته له يهوديانو څخه ډېر نږدې يو، ځکه نو باید چې ټول مسلمانان د محرم روژې ونيسي. (ابو داود)
حضرت محمد (ص) فرمايلي: که په محرم مياشت کې څوک روژې ونيسي، يوه روژه به یې د دېرشو روژو سره برابره وي. (طبري)
دا په قرآن باندي ثابته سوې خبره ده چي الله پاک، کال د دوولسو مياشتوڅخه جوړ کړی دی لکه په قرآن شريف کي چي راځي: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] يعني شمېر د مياشتو د الله په نزد دوولس دی چي په کتاب الله کي ليکل سويدي مراد ورڅخه لوح محفوظ دی.
يوه ددغه دوولسو مياشتو څخه د محرم الحرام مياشته ده چي د هجري سپوږميز کال لومړنی مياشته کيږي، دا مياشته هم د نورو مياشتو غوندي يوه برخه د وخت او زمانې ده چي پر انسانانو باندي راځي، د نورو مياشتو غوندي پدې مياشتي کي هم ځيني پېښي سوي او لا هم کيږي چي ممکن ددې میاشتي حیثیت، حکم او ډېر مسائل ورسره تړلي وي.
د محرم الحرام مياشته هم دکال د دوولسو مياشتو څخه يوه مياشته ده، په شريعت کي فقط دومره ثابت دي چي پدې مياشتي کي د روژې نيول سنت او يا مستحت کار دی لکه په لاندي حديث او فقهي عبارت کي چي راځي:
عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ.[ صحيح مسلم2698]
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي د جاهليت د وخت خلګو به د (محرم الحرام) لسمي ورځي روژه نيول، رسول الله صلي الله عليه وسلم او مسلمانانو هم مخکي تر دې چي د روژې مياشتي روژه فرض سي دغه روژه نيول، کله چي د روژې مياشتي روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ د الله پاک د ورځو څخه يوه ورځ ده د هر چا چي زړه غواړي روژه دي ونيسي او که يې زړه غواړي ندي نيسي.
وَيُسْتَحَبُّ صَوْمُ أَيَّامِ الْبِيضِ الثَّالِثَ عَشَرَ وَالرَّابِعَ عَشَرَ وَالْخَامِسَ عَشَرَ مَا لَمْ يَظُنَّ إلْحَاقَهُ بِالْوَاجِبِ وَكَذَا صَوْمُ عَاشُورَاءَ وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَصُومَ قَبْلَهُ يَوْمًا وَبَعْدَهُ يَوْمًا فَإِنْ أَفْرَدَهُ فَهُوَ مَكْرُوهٌ لِلتَّشَبُّهِ بِالْيَهُودِ.[تبيين الحقائق] ژباړه: د رڼا د ورځو دیارلسمي، څوارلسمي او پنځلسمي روژه نیول مستحب دي تر څو په واجب پوري د نښلولو ګمان یې ونسي، همداسي د عاشوراء ورځي روژه هم مستحب ده او دا هم مستحب دی چي یوه ورځ مخکي یا وروسته یې روژه ونیسي، که یې یواځي ددغه ورځي روژه ونیوله نو هغه مکروه دی ځکه د یهودو سره یې مشابهت راځي.
پدې خاطر هم د بخاري شريف په حديث کي راځي چي عبدالله بن عمر رضي الله عنه ددې ورځي روژه نه نيول:
عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[ صحيح البخاري 1892]
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عاشوراء د ورځي روژه ونيول نورو ته يې هم د هغې د نيولو امر وکړ، خوکله چي رمضان فرض سوه نو دغه روژه پرېښودل سوه، عبدالله بن عمر رضي الله عنهما به دغه روژه نه نيول مګر دا چي دده د عادي روژو سره يې موافقت راغلی وای.
همدېته ورته نوري ډېري پېښي پدې مياشتي کي سويدي.
پدې مياشتي کي د عاشوراء د ورځي عمل:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[ سنن ترمذي1738]
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: زه د الله تعالی څخه ددې طمع لرم چي د عاشوراء د ورځي په روژې باندي به د تېر سوي کال ګناهونه عفو کړي.
البته کوم خلګ چي ددې مياشتي د عاشوراء د ورځي روژه نيسي هغوی ته د شريعت لخوا لارښوونه سوېده چي بايد د نهمي ورځي روژه هم ورسره ونيسي ترڅو چي په روژه نيولو کي د يهودو سره مشابهت رانسي، ځکه چي هغوی هم ددې ورځي روژه نيسي، پدې خاطر چي موږ ددوی سره په مخالفت باندي امر سوي يو نو موږ بايد يوه ورځ مخکي تر دغي ورځي روژه ونيسو، اوکه د چا څخه نهمه ورځ تېره سوې وي نو بيا هغه مسلمان دي د يوولسمي ورځي روژه ورسره ونيسي.
د شريعت د عمومي اصل پر بنياد چي مصيبت تر درو ورځو اضافه نسته، نو پدې مياشتي او يا ددې مياشتي پرلسمه چي په هغه وخت کي کومي د مصيبت پيښي سويدي، اوس يې لمانځل او يا يې کليزه نيول نه رواکيږي لکه چي په حديث کي راځي:
لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[ صحيح البخاري 1281]
يعني د هيڅ هغي ښځي لپاره چي پر الله او ورځي د آخرت ايمان لري نه رواکيږي چي پر مړي باندي تر درو ورځو اضافه زينت او ځان جوړل پريږدي (د مصيبت اظهار وکړي) مګر پرخپل خاوند باندي چي څلور مياشتي او لس شپې زينت او ځان جوړل پريږدي (اظهار د مصيبت کوي). په خاصه توګه په نياحت او لوړ آواز باندي ژړل چي هيڅ وخت نه رواکيږي لکه په حديث کي چي راځي:
عَنْ عَبْدِ اللهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.[ صحيح البخاري كتاب بدء الوحي، حديث 1294]
ژباړه: د عبدالله رضي الله عنه څخه روايت دی: چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زموږ څخه ندی څوک چي خپل باړخو په څپېړه (چپلاخه) ووهي، خپل ګرېوان څيري کړي، او د جاهليت د وخت خبري وکړي.
نو پدې مياشتي کي او يا ددې مياشتي په لسمه ورځ چي په "عاشوراء" باندي مشهوره ده هيڅ شرعي مصيبت وجود نلري، هيڅ مسلمان بايد دا مياشته او يا دا ورځ، د مصيبت او غم ونه بولي، همدا راز پدې مياشتي کي ځانګړې خوشالي او مراسم هم وجود نلري.
دا معلومه خبره ده چي پدې باندي چي الله پاک په لسمه ورځ ددې مياشتي موسي عليه السلام او مسلمانانو ته نجات ورکړی هر مسلمان خوشال دی خو دا چي ددې خوشالۍ لپاره دي ځانګړي مراسم جوړ سي شرعا هيڅ ثبوت نلري.
پدې مياشته کي هم د نورو مياشتو په څېر که څوک وغواړي نکاح او واده کولای سي همدا راز هغه خوشالۍ چي شرعا يې اظهار په واده کولو روا وي هم ښکاره کولای سي هيڅ ممانعت پکښې نسته.
که د چا مړی وسي د نورو مياشتو په څېر پدې مياشتي کي هم نور مسلمانان شرعي تعزيه ورته ويلای او ورکولای سي.
خلاصه دا چي مسلمان بايد پدې باندي پوه سي چي:
د دغې سپېڅلې مياشت لسمې ورځې ته په عربي کې يوم الآشورا (د وير ورځ) وايي. همدغه ورځ د وير ورځې په نوم ځکه يادېږي چې د اسلام د لارښود رسول الله (ص) لمسی حضرت حسين ابن علي (رض)، د نورو بيبيانو او د هغه سره نور مسلمانان د عراق په کربلا سيمې باندې د اسلامي کليز په ۶۱م کال کې د يزيد د لښکر لخوا شهيدان شوي او دا د هماغه شهداؤ په يادښت سره په وير نمانځل کېږي، خو د شعيه گانو لخوا د ځان په ځورېدنې، ربړونې، او وير و ژړا بدرگه او نمانځل کېږي. سوني مسلمانان په دغې ورځې باندې روژې نيسي، ځکه چې موسی (ع) په دغه ورځ د مصر په فرعون باندې بريا موندلې وه، په همدې وجه یې د دوه ورځو د روژو نیولو ټينگار کړی، ځکه چې د يهوديانو څخه یې په توپیريزه توگه نيولي وي.
د شعيه گانو عنعنې له سونيانو په دې توپیر لري چې شعيه گان(سیدان) ځان د امام حسين اولاده او عوام یې د هغه محبین گڼي، او له همدې له لامله په دې ويرجنې ورځ باندې دوی ځانونه ځوروي او ژاړي. د شعيه گانو د ځور څو ډوله اوزار لري لکه ځانونه په چړو وهل، په زنځير وهل، خپل ټټر وهل، او ملا په ستنو سورۍ کول او داسې نور.
هـ. س | لومړۍ ورځې (CE / Anno Domini) | وروستۍ ورځې (CE / AD) |
---|---|---|
1431 | 18 ډسمبر 2009 | 15 جنوري 2010 |
1432 | 7 ډسمبر 2010 | 4 جنوري 2011 |
1433 | 26 نومبر 2011 | 25 ډسمبر 2011 |
1434 | 15 نومبر 2012 | 13 ډسمبر 2012 |
1435 | 4 نومبر 2013 | 3 ډسمبر 2013 |
1436 | 25 اکټوبر 2014 | 22 نومبر 2014 |
1437 | 14 اکټوبر 2015 | 12 نومبر 2015 |
د المحرم نېټې د 2010م، او 2015م ، تر منځ |
سپوږميزې مياشتې |
حسين · صفره · لومړۍ خور · دويمه خور · درېيمه خور · څلورمه خور · خدای پاک · برات · روژه · کوچني اختر · ميانې · لوی اختر |
This article uses material from the Wikipedia پښتو article محرم الحرام میاشت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.