غوټۍ خاورې د افغانستان يوه پښتنه لیکواله او څېړونکې ده .
مېرمن خاورې په کال ۱۳۴۰م لمریز کال د کب په میاشت کې د ننگرهار د روداتو په ولسوالۍ کې زېږېدلې . آغلې غوټۍ خاورې د ښاغلی شاه ولي خان خاورې لور او د حاجي عبدالغفران خان لمسۍ ده چې په خټه علي محمد خېل دي .
مېرمن خاورې د ننگرهار د روداد ولسوالۍ په يوې روڼ اندې کورنۍ کې زېږېدلې وه . دې آغلې خپلې زده کړې په کابل کې ترسره کړي او د وخت په رسنیو کې د خبريالې او څېړونکې په توگه کار کړی . همدارنگه شاعري هم کوي .
خپلې لومړنۍ او د لېسې زده کړې یې د رابعې بلخي په لېسې کې پای ته رسولي . وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د پښتو ادبياتو له څانگې د لسانس بری لیک اخیستی او بيا يې خپله ماسټري هم ترسره کړې .
د آغلې دندې له ۱۳۶۳م لمریز څخه د زېري جریدې مرستيالې مسولې په توگه پیل شوي او بيا د علومو اکاډمۍ د فلکلور او گړنيزو ادبياتو د ديپارټمنټ غړې شوه . په ۱۳۶۵م لمریز کې د همدې ډيپارټمنټ پازواله شوه چې وروسته بيا د کابل مجلې چلوونکې ، د باختر آژانس د پښتو څانگې د رسنیو کارکوونکې او غړې هم وه .
غوټۍ خاورې د ۱۳۶۰ م لمريز کال راهیسې علمي او څېړنيزه لیکنې کوي چې ډېر شمېر علمي او څېړنيزې لیکنې یې د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې خپرې شوي . د آغلې راټول شوي او چاپ شوي نښېرونه پدې توگه دي ː
This article uses material from the Wikipedia پښتو article غوټۍ خاورې, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.