عبدالرب رسول سياف

عبدالرب رسول سياف (په انگرېزي:Abd-arrab-Rasul Sayaf) يو عربي ډوله اخوان مسلمين بنسټپاله سياستوال او جهادي غړی دی .

دی د افغان مجاهدينو د لومړني گوند حزب اسلامي لومړنی مشر و چې بيا وروسته ترې نور گوندونه جلا شول او ده هم خپل د گوند نوم د اتحاد اسلامي په نوم ونوماوه . په کورنيو جگړو کې يو مهم غړی و او د جمعيت اسلامي د شورای نظار ډلگی سره په څنگ کې د افغانانو په مقابل وجنگېده څو تالبان پرې راغلل او د رباني د شر او پساد حکومت يې ړنگ کړ ، ښاغلی سياف هم خپلو همفکره او همغږو ملگرو سره شمال ته وتښتېده تر هغه چې په ۲۰۰۱م زېږدي کې امريکا حامد کرزی په مخه کړ او د نوي حکومت سره سم پخواني جنگي ډلې په شمول د عبدالرب رسول سياف ډلې کابل ته راغلې اوراتگ سره سم يې د گوند نوم بيا بدل کړ او اوس يې د دعوت اسلامي په نوم نومولی .

عبدالرب رسول سياف
عبدالرب رسول سياف

مخينه

عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوی دی او د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د گلمیر کلي کې زېږېدلی . پلار يې د پاچا ظاهرشاه پر وخت پوځي منصبدار و. په قام چاولخېل دی .د اووه کالو و چې زده کړې يې پیل کړې .

زده کړې

لومړنی زده کړې ېې د پغمان په نومونه يا نمونه ښوونځي کی ترسره کړي ،منځينی يا د دوهمې دورې زده کړې یې په ابن سينا لېسې کې تر اتم ټولگي ترسره کړي ، هغې څخه وروسته د پغمان په ولسوالی کې یې د علوم شرعيه مدرسې کې چې وروسته د بگرام ولسوالی ته ولېږدول شوه او نوم یې امام ابو حنیفه وگرځېد کې د نهم څخه تر دولسم پورې په اسلامي علومو پیل وکړ د همدغې پوهنځی څخه د شرعياتو پوهنتون ته ورکاندید شو . لوړې زده کړې یې څلور کاله د مافوق لسانس تر کچې په لومړي درجې د شرعياتو په پوهنځي کې بشپړې کړې . هغو څخه وروسته يې پوځي دنده ترسره کړه ورپسې يې د قضايي ستاژ لپاره څو مياشتينی کورس ترسره کړ چې ورپسې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د حديث ديپارتمنت کې د استاد په توگه وگمارل شو ، د دوه کالونو څخه وروسته يې د په همدې څانگه کې د ماسټري زده کړو لپاره د مصر الازهر پوهنتون ته په يوه د زده کړې بورس باندې ورغی . ماسټري يې د حديث او علوم حدیث تر نومه بشپړه کړه . بورس ورته د څېړندويي لپاره د جورج واشنگټن پوهنتون راوتلی و خو د سياسي بډوالي له کبله د هوايي ډگره د جېل په لور روان ولېږل شو .

سياسي او جهادي مخينه

په کال ۱۳۴۳لمريز کې د کابل پوهنتون په شرعياتو فاکولته کې نوی شامل شوی و چې د سیاست سره اشنا شو او سیاسي خوځښت يې د دعوت او مبارزې په نوم پیل کړ .

دندې

په کال ۱۳۴۷م لمریز کې ېې شپږ مياشتې د احتياط تر نومړه د څرخي پله سره پوځي دنده ترسره کړه او بيا يې پينځه مياشتې نوره د ننگرهار ولايت په يولسمه فرقې کې ضابط و . د پوځي امر څخه وروسته يې د قضايي ستاژ ترسره کړ بيا پوهنتون کې د استاد په توگه وگومارل شو وروسته د دوه کالونو بيا د ماسټري زده کړو په نيت د مصر هېواد نوموتي پوهنتون الازهر ته ولاړ د فراغت وروسته کابل پوهنتون ته بېرته ورستون شو او د شرعياتو پوهنځي کې او د ادبياتو پوهنځي کې د استاد په توگه مقرر شو .

د ۱۹۹۲ زېږدي کلونو جگړې کې ونډه

عبدالرب رسول سياف د ۱۹۹۲ زېږيز کالونو په دوران کې د نورو اووه ، اتو يا هم نهو جهادي ډلو ټپلو او ډلگيو سره يوځای د کابل په ولایت کې د کورنيو جگړو پرمهال فعاله جنگسالار و چې تر ډېره د نړېوالو حقوقي بنسټونو لخوا پرې نیوکې شوي .

د شمالي ټلوالې سره اړيکې

د کرزي کابينې غړی

د دعوت ټلويزيون بنسټگر

د دعوت پوهنتون بنسټگر

د وگړنيزو حقوقو اورگانو لخوا پرې نيوکې

ليکوالي اړخ

چاپ شوي اثار

ناچاپه اثار

سرچينې

  1. http://www.youtube.com/watch?v=X-vbumzc60o

Tags:

عبدالرب رسول سياف مخينهعبدالرب رسول سياف زده کړېعبدالرب رسول سياف سياسي او جهادي مخينهعبدالرب رسول سياف دندېعبدالرب رسول سياف د ۱۹۹۲ زېږدي کلونو جگړې کې ونډهعبدالرب رسول سياف د شمالي ټلوالې سره اړيکېعبدالرب رسول سياف د کرزي کابينې غړیعبدالرب رسول سياف د دعوت ټلويزيون بنسټگرعبدالرب رسول سياف د دعوت پوهنتون بنسټگرعبدالرب رسول سياف د وگړنيزو حقوقو اورگانو لخوا پرې نيوکېعبدالرب رسول سياف ليکوالي اړخعبدالرب رسول سياف چاپ شوي اثارعبدالرب رسول سياف ناچاپه اثارعبدالرب رسول سياف سرچينېعبدالرب رسول سيافاخوان المسلمونانگرېزي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

كابلی تفسيرمحمد بن قاسمنسيم حجازياقتصادي ستونزهچهل ستون ماڼۍسره زرمحمد (ص) په اسلام کېبوټپوهنهژباړهبټي کوټ ولسوالۍپښتو پښتو تشريحي قاموسلړممني (مايع)مينهآزاد تجارتعمر بن عبدالعزيزعبدالله بختانی خدمتگارپښتو ويکيپېډيامخابراتامير حمزه شينواریپارلماني حکومتManganeseکالډنمارکټولنيزې رسنۍد انګليستان اقتصادي تاريخزنک (جست/کوټ)دري ژبهملاله ميوندوالهګاري کاسپاروفسیمهد باغ بالا ماڼۍامیر شیر علی خاند شهیدانو چوککابلرېږدلهد بکارت پردهد حضرت عمر فاروق رض عدالتامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )احمد شاه درانیپلار څوک دیچغرزیاسلامي دولت – خراسان ولایتنثرنغمهتورېزم په افغانستان کېخير محمد خندانهواملګري ملتونهلونگکونړ ولايتتاج بېګ ماڼۍد غواگانو روزنه28 سپټمبراضطرابآنتونیو د الیویرا سالازارپاړسي ژبهThalliumجگړهد افغانستان – تاجکستان پولهد چين د خلکو جمهوريت ولسمشرکاناډامرکزي بانکبرېښنامنځنۍ پېړۍکندهارسترواک ژولیان🡆 More