بریاني، د سرسۍ يا کاهو سبزي، پلاو مچھلي او بهجي چاول په سېندي خوړو کې خورا مشهور دي.
د سېندي خولۍ ترڅنګ، سېندي بيجي خواړه چې د سېندي کلتور ښکارندويي کوي. | |
ډول | سابه |
---|---|
د خوړو وخت | اصلي خواړه |
ار هېواد | سېندي خواړه، پاکستان |
سیمه او ایالت | سوېلي اسيا |
اړونده ملي خواړه | پاکستاني خواړه |
بنسټيز توکي | دال، پالک، شنه سبزي او نور سبزيجات |
عمومي کارتوکي | بېلابېلې مسالې (مصالحه جات) |
دې ته ورته خواړه | سېندي سابه |
ځینې ځانګړي خواړه په ځانګړو مواردو کې پخيږي لکه بهي (سبزي ډېش) چې د چي کني په نوم یادیږی، د اوو سبزیجاتو څخه جوړيږي. سېندي کلتور د "میتو لولو" جوړولو دود لري او دا هغه وخت عملي کيږي، کله چې یو څوک د شری (ناروغۍ) څخه په بشپړ ډول روغ شي. دا یو خوږ رنګ لرونکی فلیټ ډوډۍ ده چې د غنمو له اوړو څخه جوړه شوې ده. غوړي (تېل) او د شکرې شربت او لاچي يا اېل په دې کې اضافه کیږي.
بهجي چاول د سېند یو ډول مشهور خواړه دي چې د سپینو جوش شويو وریجو څخه جوړ شوي چې د پالک، روميانو، پیاز او هوږې سره يو ځای پخيږي او خوړل کيږي.
کوکي یو بل مشهور سېندي فلیټ ډوډۍ ده، کوکي د وربشو یا غنمو له اوړو څخه جوړیږي او د هر ډول دال، سبزیجاتو یا غوړ یا چای سره يو ځای خوړل کيږي.
معمولا د خوږو (کله ناکله شیدو څخه جوړ شوي) ډوډۍ په توګه کارول کیږي چې مشهوره ده، خلک د لوی اختر او د کوچني اختر په ورځو کې د خوږو سویو ډوډۍ تياروي.
پلا مچھلی یو ډول مشهور سېندي خواړه دي، پلاومچلي په ډېرو ډولونو تياريږي. دا د ژورو غوړیو پیازو او محلي مصالحو سره پخيږي، دا د پیاز او کچالو سره د ماهي دودیز موسم کې پخيږي. ماهي ډېری وغوړ لري چې په سندي کې "آني" نومیږي.
د لوټس ریښه د سېند په شمال کې کرل کیږي چې بیا د خټو په کڅوړه کې د مختلفو مصالحو سره پخیږي، چې په پایله کې یې په ټول پاکستان کې مشهور دی.
سېندي بریاني مشهوره ده د سند خلک سندي بریاني په ډېر شوق سره خوري. د دې نه علاوه دال، اوړه، اچار، دانه او نور هم استعمالیږي.
نور سېندي خواړه په لاندې ډول دي
بریاني، د سرسۍ يا کاهو سبزي، پلاو مچھلي او بهجي چاول په سېندي خوړو کې خورا مشهور دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سېندي خواړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.