سوکالي انګلیسي: Welfare په اقتصاد کې ټولنیزه سوکالي د تولیدوونکو او مستهلکینو لپاره د بازار څخه د ترلاسه کیدونکې سوکالي مجموعه ده، چې په ډیری کتابونو کې ټولنیزې سوکالۍ(social welfare) په نوم نومول شوې او ټولنیزه سوکالي هغه مهال خپل اعظمي حد ته رسیږي، چې بازار په پوره ډول سیالیگر وي.
هوساینه (یا په عموم ډول، ټولنیزه هوساینه) د دولت یو ډول ملاتړ دی چې موخه یې له هغه څه ډاډ ترلاسه کول دي چې د ټولنې غړي وتوانېږي لومړنۍ بشري اړتیاوې لکه خواړه او سرپناه پوره کړي. ټولنیز خوندیتوب کېدای شي د هوساینې سره مترادف وي، یا په ځانګړې توګه د ټولنیزې بیمې په هغو پروګرامونو دلالت وکړي چې یوازې هغو کسانو ته ملاتړ چمتو کوي چې مخکې یې ونډه اخیستې وي (د بېلګې په توګه د تقاعد سیستم)، او د ټولنیزو مرستو د پروګرامونو برعکس دی چې یوازې د اړتیا پر بنسټ (د بیلګې په توګه د معلولیت مرستې) ملاتړ چمتو کوي. د کار نړیوال سازمان ټولنیز خوندیتوب د زاړه عمر لرونکو خلکو لپاره د ملاتړ، د ماشومانو د ساتنې ملاتړ، طبي درملنه، د مور/پلار کېدو او ناروغۍ رخصتۍ، د وزګاري او معیوبیت مرستې، او د کار د ټپیانو لپاره د ملاتړ په توګه تعریفوي.
په پراخه بڼه، هوساینه کېدای شي د وړیا یا سبسایډي ټولنیزو چوپړتیاوو لکه روغتیا پاملرنې، تعلیم، حرفوي زده کړې او عامه کورونو پر مټ د هوساینې د بنسټيزې کچې د چمتو کولو هڅې تر پوښښ لاندې راولي. په یوه هوسا دولت کې، دولت د ټولنې د روغتیا، پوهنې او هوساینې مسولیت پر غاړه اخلي چې یو لړ ټولنیزې چوپړتیاوې لکه څنګه چې پورته بیان شوې، وړاندې کوي.
لومړۍ عمومي قانوني حکومتي هوساینه په اوومه پېړۍ (۶۳۴ ز کال) کې د راشدین خلیفه عمر رضی الله عنه په وخت کې را منځ ته شوه. لومړی هوسا دولت د آلمان شاهي نظام (۱۸۷۱-۱۹۱۸) و، چې په کې د بسمارک حکومت په ۱۸۸۹ کال کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، انګلستان د ۱۹۱۳ کال په شاوخوا کې ټولنیز خوندیتوب وړاندې کړ، او د اتلي د حکومت (۱۹۴۵ – ۱۹۵۱) په وخت کې، د ۱۹۴۶ کال د ملي بیمې په قانون سره یې هوساینه تصویب کړه. د لوېدیځې اروپا، آسټرالیا او نیوزیلنډ په هېوادونو کې، ټولنیزه هوساینه په عمده توګه د حکومت له لوري د ملي مالیاتو له عوایدو څخه ورکول کېږي، او په لږه کچه د غیر دولتي موسسو (NGOs) او خیریه موسسو (ټولنیز او دیني) له لوري چمتو کېږي. د ټولنیز خوندیتوب حق او د ژوند مناسب معیار د بشري حقونو د عمومي اعلامیې په ۲۲ او ۲۵ مادو کې تر ټینګار لاندې نیول شوی.
سترواک اګوسټس د روم په سترواکۍ کې، لومړی د Cura Annonae یا د غلې مرسته د هغو اتباعو لپاره چمتو کړه چې نه یې شوای کولای هره میاشت خواړه واخلي. ټولنیزه هوساینه د سترواک ټراجان له لوري پراخه شوه. د تراجان پروګرام د ډېرو له لوري، د ځوان پلیني په ګډون، وستایل شو. د سونګ د کورنۍ حکومت (۹۶۰ ز کال کې) ډېری پروګرامونو چمتو کړل چې کېدای شي د ټولنیزې هوساینې په توګه وګڼل شي، لکه د تقاعد کورونو ودانول، عامه کلینیکونه او د غریبانو لپاره هدیره جوړول. د اقتصاد پوه رابرټ هینري نیلسن په وینا، "د منځنۍ پېړۍ رومي کاتولیک کلیسا د بې وزلو لپاره خورا پراخ او هراړخیز هوسا سیستم پر مخ وړه ..." له ۱۴ پېړۍ څخه وروسته د ایټالیا د ښاري حکومتونو له کلیسا سره ګډ کار پیل کړ، ترڅو ټیټو طبقو ته سوکالي او تعلیم چمتو کړي. په وروسته پروتستانت اروپایي هېوادونو لکه د هالنډ په جمهوریت کې، د ۱۹ پېړۍ په لومړیو کې سوکالي د ټولنو د نظام د سیمه ایزو ډلو له لوري تر هغه اداره کېده، چې دا نظام له منځه لاړ. د مقدس روم سترواکۍ په آزادو شاهي ښارونو، لکه د نورمبرګ په څېر ښارونو کې ښاري حکومتونه کولای شو د عامه هوساینې د راټولولو او وېش کنټرول په لاس کې واخلي.
د اوومې پېړۍ خلیفه عمر (رض) د زکات یوه بڼه، چې د اسلام له پنځو بناوو له ډلې ده، د عمومي ټولنیز خوندیتوب د مالیې په توګه نافذ کړ. په دودیز ډول د یو کس د شتمنیو ۲.۵ اټکل شوی یا د د دولت د زکات پیسې د مسلمانانو په بېلابېلو ډلو، لکه بې وزلو خلکو او سختو پروړو، وېشل کېدې. د اموي او عباسي خلافتونو په وخت کې، که څه هم د زکات نظام په مکرر ډول غير موثر او فاسد و، د زکات راټولول زيات شول. اسلامي فقهاوو زیاتره وختونه مسلمانانو ته لارښوونه وکړه چې پيسې په مستقيم ډول پر اړمنو کسانو ووېشي تر څو يې اغېز لوړ شي.
په همدې ډول په یهودي دود کې، صدقه (چې د زیداکاه په بڼه وړاندې کېده) د سخاوت پرځای دیني مسؤلیت ګڼل کېږي. معاصره صدقه د انجیلي عشر، یا د بې وزلو لپاره لسمه برخې په توګه او همدارنګه د انجیلي ګړنو په بڼه دوام لري، لکه د شیمیتا (سباتیک کال، د رخصتۍ اوم کال) په جریان کې بې وزلو ته اجازه ورکول چې د کروندې کنجونه او حاصلات راټول کړي.
د میانه منځنیو پېړیو څخه وړاندې د مرستندویه تادیاتو (انتقالي تادیاتو) په اړه نسبتا لږ احصایوي معلومات موجود دي. په منځنیو پېړیو کې او تر صنعتي انقلاب پورې، په اروپا کې د هوساینې د تادیاتو فعالیتونه د شخصي ورکړې یا صدقي له لارې، د بېلابېلو ډلو او کړنو له لوري د دیني احکامو پر بنسټ پر مخ وړل کېدل. په اروپا کې د هوساینې په لومړیو پروګرامونو کې د ۱۶۰۱ کال د انګلیسي بې وزلو قانون دی، چې سیمه ایزو کشیشانو ته یې د بې وزلو لپاره د هوساینې تادیاتو چمتو کولو مسؤلیت ورکړ. دې سیستم د ۱۹ پېړۍ د بې وزلو د قانون د تعدیل له لوري ، چې د درالمساکین سیستم یې معرفي کړ، پراخ بدلون وموند.
په عمده توګه د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې وو چې په زیاتره هېوادونو کې د دولت د هوساینې منظم سیستم وړاندې شو. د آلمان صدراعظم، اوټو فون بسمارک د کارګرانو لپاره هوساینې له لومړیو سیستمونو څخه معرفي کړ. په انګلستان کې د هنري کمبل بنرمن او ډېوېډ لویډ جورج لیبرال حکومت په ۱۹۱۱ کال کې د ملي بیمې سیستم معرفي کړ، چې وروسته دا سیستم د کلمېنټ اتلي له لوري پراخ شو.
د هوساینې په عصري دولتونو کې آلمان، فرانسه، هالنډ او همدارنګه نورډیک هېوادونه لکه آیسلنډ، سویډن، ناروې، ډنمارک او فنلنډ ګډون لري چې د نورډیک ماډل په نوم یو سیستم کاروي. ایسپینګ-انډرسن د هوساینې تر ټولو پرمختللي دولتي سیستمونه په دریو برخو وېشلي دي: سوسیال دیموکرات، محافظه کاره او لیبرال.
په ۲۰۱۴ کال کې د ایلو (ILO) له لوري په خپور شوی راپور اټکل شوی چې د نړۍ یوازې ۲۷٪ نفوس بشپړ ټولنیز خوندیتوب ته لاسرسی لري. د نړیوال بانک د ۲۰۱۹ کال د نړیوال پرمختیایي راپور استدلال کوي چې د ټولنیزې بیمې زیاتره ډولونو دودیز معاش ماډل "د معیاري استخدام د قراردادونو څخه بهر د کاري مقرراتو له لوري په پراخه کچه له خنډ سره مخ کېږي".
هوساینه بېلابېل ډولونه لري، لکه د پیسو تادیات، سبسایډي او ارزښت لرونکي اسناد، یا د کور مرسته. د هوساینې سیستمونه دهېوادونو په پرتله توپیر لري، خو هوساینه عموماً وزګارو، ناروغه یا معیوبو، بوډاګانو، ماشوم لرونکو، او پخوانیو تجربه کارو سرتېرو ته ورکول کېږي. دا پروګرامونه کېدای شي د یو کس لپاره د هوساینې د ترلاسه کولو لپاره مختلف شرایط ولري:
د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې، د ټولنیز خوندیتوب فعالیتونه زیاتره د ډېر کاري نفوس لپاره، همدارنګه په غیر رسمي اقتصاد د اتکا له امله نشته. د دې ترڅنګ، خلکو ته د رسېدنې لپاره د دولت ظرفیت ممکن د محدودو زیربناوو او سرچینو له امله محدود وي. په دې ډول شرایطو کې، ټولنیز ملاتړ زیاتره د ټولنیز خوندیتوب پرځای کارول کېږي، چې له ځانه سره پراخه تګلارې لري، لکه د کار په بازار کې مداخله او د سیمه ایزو ټولنو پر بنسټ پروګرامونه، ترڅو د بې وزلۍ کمولو او د بیکارۍ په څېر د حالاتو په وړاندې خوندیتوب چمتو کړي.
اقتصادی اصطلاحات/ ع.ع.، ا. و.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article سوکالي, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.