زمرى ډوله مېږیان (علمي نوم: Myrmeleonidae) د جال وزر لرونکو خوځندکو څخه دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي.
Myrmeleonidae زمرى ډوله مېږیان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
څېرمه شاخه | شپږ پښې لرونکی ژوي |
کلاس | خوځندکې |
څېرمه کلاس | وزر لرونکی خوځندکې |
طبقه | جال وزر لرونکي خوځندکې |
کورنۍ | زمرى ډوله مېږیان |
نوموړي ژوي لوی ترنځی ژوي چې اوږدي وزرونه چې د قوي ټټر سره تړل شوي دي، دوه قوي انتينه لري. د دي خوځندکو څو ډوله چې په حارو سيمو کې ژوند کوي، ښایسته رنگونه لري. په نړۍ کې د دي ژوي ۱۲۰۰ ډوله ژوي ژوند کوي چې په ۳۰۰ جنسو تقسیمېږي. په اساني توگه زمرى ډوله مېږیان په ورځني ژويو او شپني ژويو تقسیمېږي.د زمرى ډوله مېږیانو ورځني ډولونه د شپني ډولونو په مقابله کې لوي دي. د دي خوځندکو د لاروانو په هکله معلوم دي چې مېږيان د باتدبيرو دامونو په مرسته ښکاروي او وروسته يې خوري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article زمرى ډوله مېږیان, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.