رښتياني چونگښې (علمی نوم: Ranidae) د چونگښو څخه تر ټولو لویه کورنۍ ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي.
Ranidae رښتياني چونگښې | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | دوه ژوندوي |
طایفه | چونگښې |
کورنۍ | رښتياني چونگښې |
ټوله کورنۍ ۴۳۰ ډوله چونگښې لري چې په ۵۳ جنسو تقسیمېږي.
رښتياني چونگښې سر، بدن او څلور پښې لري. مخکينی پښې یی څلور گوتې لري. شاتنی پښې یی پنځه گوتې لري او د مخکينو پښو په مقابله کې قوی او اوږدی دي. چونگښه د دی پښو څخه د ټوپ وهلو او لامبلو لپاره کار اخلي. نوموړي ژوي په ځانگړی ډول اوبو ته نژدې یا ځنگلونو ته نژدې ژوند کوي. رښتياني چونگښې شین یا نسواري رنگ درلودلای سی.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article رښتياني چونگښې, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.