چونگښه

چونگښې (په لاتين: Anura) د دوه ژوندويو څخه یو بې لکۍ او غوښه خوړونکی ژوي دي چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې خوږو اوبوته نژدې ژوند کوي.

Anura
چونگښه
چونگښه
چونگښه
مملکه ژوی
عمومي بڼې Chordata
ځانتياوي بڼې شمزۍ لرونکي ژوي
طبقه دوه ژوندوي

چونگښې په طبيعت کې مهم رول لوبوي. نوموړی ژوی خوځندکې ښکاروي او د مارغانود رزق یوه مهمه برخه هم ده. د چونگښو چوچیان چې په اوبو کې ژوند کوي د اوبو نباتات خوری او اوبه د طبیعو ناپاکو توکو څخه پاک کوي.

توصيف

چونگښه سر، بدن او څلور پښې لري. مخکينی پښې یی څلور گوتې لري. شاتنی پښې یی پنځه گوتې لري او د مخکينو پښو په مقابله کې قوی او اوږدی دي. چونگښه د دی پښو څخه د ټوپ وهلو او لامبلو لپاره کار اخلي. اسکلت یی غضروفي برخې لري. د ملا تیر یی د لسو مهرو ( د غاړې ۱ مهره، د تیټر۷ مهرې ، د ملا ۱ مهره او د لکۍ ۱ مهره) څخه جوړه شوي ده. دغاړې مهره د ككرۍ سره د دوو مفصلو په مرسته تړل شوي ده. د چونگښو پوست د غټه چونگښو په مقابله کې لوڅ دي چې ځانگړی مرغړې لري. په دغو مرغړو کې بلغم منځ ته راځي چې د چونگښو پوسنکی د وچیدنې سره مقاومت کوي. څو مرغړې زهرجن توکې تولیدولای شی. چونگښې هم کولای شی د پوستکی په مرسته تنفس وکړي.

سترگې

چونگښې ښه سترگې لري او کولای شی رنگونه تشخیص کړي. شيكيه یی د نورو شمزۍ لرونکو ژويو په مقابله کې روح پالونکی قابليتونه لري. نوموړی ژويان د سر پر شانتی برخې باندي دریمه سترگه لري. نوموړی سترگه کولای سی د رڼا زيات والی احساس کړي.

تلقیح

د چونگښې ښځينه په اوبو کې هگی اچوي چې تر اچولو وروسته په اوبو کې د چونگښې د نارینې لخوا تلقیح شوي دي د دي هگیو څخه د چونگښې چوچيان چا کوي. دغه چوچي یوازې په خوږو اوبو کې ژوند کوي، د كونجكو په مرسته تنفس کوي. او د اوبو بوټي (نباتونه) خوري خو ځینی چوچیان د اوبو ژويان هم خوړلای شی.

Tags:

خوځندکېدوه ژوندويلاتين ژبهنړۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

چاپیریالی روغتيا ساتنهملارياالبانیاڅنګه کولای شو ځان له مطالعې سره عادت کړو؟سلوانیااورګاسملومړی مخارمنستانپانکراسآی اېس او ۳۱۶۶-۱ځنګلآسيايي زمريمرغومی (مياشت)د بکارت پردهسولگریز جالد استوا کرښه12 اپرېلجلال ابادپادريپه افغانستان کې د ریل ګاډي ټرانسپورټشمالي کورياد عقل غاښاسحق نیوټنپه اقتصاد کې د (Money) مانابرج خلیفهويکي خوښي يادګارونهقرآن کریمد جاذبې قوهد المان هیواد آیالاتونهد جنازې لمونځاشرف غنيطبيعي پوهنېکونړ ولايتد وينې شکرفلسطیند وینې لوړ فشارانټرنېټسپين زرمورعبدالقديرکتابتوند افغانستان شاهي واکمني۱۵۰ (عدد)ارگو ولسوالۍهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهCadmiumروسي ژبهحافظ الاسدپښتانه۴۰۰ (عدد)عربي ژبهاصحاب کهفد ښځې تناسلي آلهکرنهد جنسيت له مخې د ماشوم زيان🡆 More