د سومالیا کورنۍ جګړه (په سومالي ژبه: Dagaalkii Sokeeye ee Soomaaliya؛ په عربي ژبه: الحرب الأهلية الصومالية al-ḥarb al-’ahliyya aṣ-ṣūmāliyya) یوه دایمي کورنۍ جګړه ده چې په سومالیا کې روانه ده.
دا جګړه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سیاد بري په مشرۍ د پوځي حکومت پر وړاندې مقاومت څخه راټوکېدلې ده. له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې د سومالیا وسلهوال پوځ د بېلابېلو وسلهوالو یاغي ډلو لکه په شمال ختيځ کې د سومالیا د ژغورنې دیموکراتیکه جبهه، په شمال لویدیځ کې د سومالیا ملي غورځنګ او د سویل په کنګره کې د متحدې سومالیا جبهو پر وړاندې جګړه پیل کړه. مخالفو وسلهوالو طایفهيي ډلو په ۱۹۹۱ کال کې د بري دولت نسکور کړ.
بېلابېلو وسلهوالو سیاسي ډلو د واک په خلا او ورپسې ناکراریو کې د نفوذ لپاره په ځانګړي ډول په لویدیځ کې سیالي پيل کړه. له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۲ دودیزحقوق په لنډمهالي ډول لهمنځه لاړل او د سیاسي ډلو ترمنځ نښتې پراخې شوې. سومالیا د مرکزي دولت په نه موجودیت کې په یو «ماته خوړلي» دولت بدله شوه. دا چاره د ۱۹۹۲ کال په جولای کې د ملګرو ملتونو د UNOSOM I (په سومالیا کې د ملګرو ملتونو لومړي عملیات) د پوځي ناظرانو دننه کېدلو لامل شوه او ورپسې یې UNITAF (متحد کاري ځواک) او UNOSOM II (په سومالیا کې د ملګرو ملتونو دویم عملیات) لوی مارموریتونه ګړندي کړل. په ۱۹۹۳ کال کې د سومالیا سیاسي ډلو او UNOSOM II تر منځ د وسلهوالې نښتې په دوام ملګري ملتونه په ۱۹۹۵ کال کې له سومالیا څخه خارج شول. د مرکزي حکومت تر نسکورېدو وروسته په ډېریو سیمو کې دودیز او مذهبي قانون بېرته راستون شو. په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۸ کلونو کې د هېواد په شمالي برخه کې دوه خپلواک سیمهییز دولتونه رامنځته شول. دا د جګړې په شدت کې د نسبي کموالي لامل شو، داسې چې د ستاکهولم د سولې د څېړنو نړيوالې مؤسسې سومالیا په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ کال کې د خپلو اصلي وسلهوالو نښتو له نوملړ څخه حذف کړه.
په ۲۰۰۰ کال کې ملي انتقالي دولت او وروپسې په ۲۰۰۴ کال کې فېدرال انتقالي دولت (TFG) رامنځته شو. د نښتو د راټیټېدلو بهیر په ۲۰۰۵ کال کې ودرېد او له ۲۰۰۵-۲۰۰۷ څخه دوامدارې ویجاړوونکې جګړې په سویل کې پېښې شوې، خو د جګړې شدت د ۱۹۹۰یمې لسیزې د لومړیو په پرتله ډېر راټيت و. ايتوپي پوځيانو په ۲۰۰۶ کال کې د جنوب ستره برخه د اسلامي محکمو له اتحادیې (ICU) څخه چې تازه جوړه شوې وه ولکه کړه. وروسته ICU په لا ډېرو سخت دریځو ډلو په ځانګړي ډول الشباب ووېشل شوه، چې د سومالیا له دولت او د AU تر امر لاندې د AMISOM (په سومالیا کې د افریقايي اتحاديې ماموریت) سوله ساتي ځواکونه له هغه مهال راهیسې د هېواد د کنترول لپاره مبارزه کوي. سومالیا له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د ۶ کلونو لپاره د هېوادونو د زیانمنتوب شاخص په کلني نوملړ کې ځای درلود.
د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د مقدماتي غونډې په بهیر کې کینیايي پوځيان له الشباب سره د مبارزې او په سومالیا کې دننه د یوې سپر سیمې د رامنځته کولو لپاره د سومالیا سویل ته (د لېندا نچي عملیات) دننه شول. کینيايي پوځيان د ۲۰۱۲ کال په فبرورۍ کې په رسمي ډول په څو ملیتي پوځ مدغم شول. د سومالیا فېدرال دولت د ۲۰۱۲ کال تر اګست پورې رامنځته شو چې د کورنۍ جګړې د پيل له وخت څخه د دې هېواد لومړنی دایمي مرکزي دولت جوړوي. ورپسې نړیوالو شنونکو او ذینفعانو سومالیا یو «زر ماتېدونکی هېواد» وباله چې د ثبات لورته د پرمختګ په حال کې دی.
د ۱۹۷۸ کال په مارچ کې د اودګان په جګړه کې د سومالیا تر ماتې، د سومالیایانو تر منځ د ولسمشر محبوبیت راکم شو او د هغه د جنرالانو تر منځ پراخه نارضایتي د ۱۹۷۸ کال د اپرېل د ۱۰مې د کودتا لامل شوه.
د کودتا ډېری سرمشران راټول او اعدام شول، خو ځینې يې وتښتېدل او د سومالیا د ژغورنې دیموکراتیکه جبهه يې رامنځته کړه او بغاوت یې پیل کړ چې په نهایت کې يې ۱۳ کاله وروسته سیاد بري له واک څخه لرې کړ.
بري د ۱۹۸۶ کال په مې میاشت کې د موټر د ټکر په ترافیکي پېښه کې هغه مهال سخت ټپي شو چې د هغه موټر د شدید باران او توپان له امله له یو بس له شاه سره ولګېد. د سر د ټپونو، د پوښتیو د ماتېدو او شوک له امله د یوې میاشتې لپاره د سعودي عربستان کې په یوه روغتون کې د هغه درملنه وشوه. ډګر جنرال محمد علي سماتار چې هغه وخت د ولسمشر لومړی معاون و په څو راتلونکو میاشتو کې د دولت د رئیس په توګه عمل وکړ. که څه هم د بري روغتيايي وضعیت په کافي اندازه رغېدلی و چې ځان د ۱۹۸۶ کال د ډېسمبر په ۲۳مه یوې نوې ۷ کلنې دورې ته وروپېژني، خو د هغه عمر او بد روغتيايي وضعیت د دغې ګومانونو د رامنځته کولو لامل شو چې څوک به د هغه ځای ناستی وي. د ساماتار سربېره د هغه زوم جنرال احمد سلیمان عبدیله چې هغه وخت د هېواد د کورنيو چارو وزیر و د هغه له احتمالي سیالانو و.
د واک د خوندیتوب په هڅه کې د بري واکمنې عالي انقلابي شورا (SRC) په زیاتېدونکي ډول ټوټالیټره او زورواکې شوه. دا چاره د هغه له دولت سره د مخالفت د ډېروالي لامل شوه. بري پر ملتپالنې د تکیې له پرېښودلو سره هڅه وکړه چې تر ډېره پر خپله داخلي کړۍ تکیه وکړي او له تاریخي قبیلوي دوښمنیو څخه په ګټې اخیستنې د ناکرارۍ مخه ونیسي. د ۱۹۸۰ لسیزې په منځنۍ برخه کې د ایتوپیا د درګ کمونیستي دولت په ملاتړ د مقاومت ډېر غورځنګونه په ټول هېواد کې رامنځته شول. بري د هغو کسانو پر وړاندې ترټونکي/تنبهيي اقدامات تر سره کړل چې د هغه په نظر يې له چریکیانو څخه په ځانګړي ډول په شمال کې ملاتړ کاوه. په دې ځپنه کې د ښارونو بمبارول شامل وو چې د شمال لویدیځو د هارجیسا اداري مرکز او د سومالیا د ملي غورځنګ اډه (SNM) په ۱۹۸۸ کال کې د هدفي سیمو تر منځ وې.
د ۱۹۸۱ کال په ډېسمبر کې د سومالیا په شمال کې ناکرارۍ په هارجیسیا کې د ۳۰ متخصصو اسحاقیانو له نیولو سره چې د ځان بسیاینې/خودکفایۍ یو سیمهییز ګروپ يې رامنځته کړی و پیل شوې. دا چاره د قدرت له منصبونو لکه قضا او امنیتي خدماتو څخه د ټولو اسحاقیانو د لرې کولو لپاره د سیستماتیکو هڅو او همدارنګه د اسحاقیانو پر وړاندې د سخت دریځو سیاستونو لکه د اقتصادي جګړې د اعلان لامل شوې. د غیر اسحاقي دولت ملاتړو د واک لېږد، د بري د رژیم پر وړاندې د بغاوت لپاره اسحاقي ټولنې لا راوپارولې او د سوماليلنډ د خپلواکي جګړې د ماتې له اصلي لاملونو څخه و.
په ۱۹۸۸ کال کې سیاد بري او د ایتوپیا دیکتاتور منګیستو هایله ماریم پر یوې پټې معاملې هوکړه وکړه چې له مخې يې باید هر یو د یو بل خلاف د بلواوو له کوربهتوب څخه لاس اخیستی وی. دا چاره د دې لامل شوه چې د سومالیا ملي غورځنګ (SNM) د ایتوپیا پر پوله له خپلو اډو څخه د سومالیا پر شمال برید وکړي. د بري رژیم د بشري حقونو په «سیستماتیک» سرغړاوي د اسحاق ټبر د زرګونه افرادو د نسلوژنې له طریقه چې ۲۰۰۰۰۰ ملکیانو او ورپسې په ایتوپیا کې د ۵۰۰۰۰۰ نورو کسانو د پناه غوښتنې لامل شوه ځواب ورکړ.
د بشردوستانه مرستو د دغو ناسمو ګټو اخیستنو په ځواب کې لویدیځ مرستهکوونکي د سوماليا پر رژيم چې هغه مهال يې په شدید ډول له خارجي مرستو سره تړاو درلود خپلې مالي مرستې ودرولې. دا د دولت « د چټک په شا تګ» لامل شوه، چې د سومالیا د شیلینګ (د همدې هېواد د پولي واحد نوم، ژباړن) د ارزښت له شدید ټيټوالي او د سوماليا د پوځي واحدونو پهواسطه د پوځیانو له پراخې تېښتې سره مل وو.
په ۱۹۹۰ کال کې، د جګړې له شدت سره د سوماليا لومړی ولسمشر عدن عبدالله عثمان دار او شاوخوا ۱۰۰ نورو سومالیايي سیاستوالو د پخلاینې د ملاتړ مانفیسټو/اعلامیه لاسلیک کړه. ورپسې یو شمېر لاسلیک کوونکي ونیول شول. د بري درنو تخنیکونو د بلواګرو یاغي غورځنګونو جذابیت لا ډېر پیاوړی کړ، که څه هم د دغو ډلو یواځینۍ مشترکه موخه د دولت نسکورول وو.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article د سومالیا کورنۍ جګړه, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.