د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون

د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون، چې معمولاً د نه پراختیا د تړون یا NPT بلل کېږي، یو نړیول تړون دی چې موخه یې د اتومي وسلو او د وسلو د تکنالوژۍ د خپرېدو مخنیوی او په څنګ کې یې له اتومي انرژۍ څخه د سوله یيزې ګټې اخیستنې په تړاو همکاریو ته پراختیا ورکول، او د اتومي بې وسلې کولو او د عمومي بشپړې بې وسلې کولو موخې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې دي.

د ۱۹۶۵ز او ۱۹۶۸ز کلونو تر منځ د دغه تړون په اړه د اتلسو هېوادونو له استازو څخه تشکیل شوې د بې وسلې کولو کمېټې له خوا، چې د سویس په جنیوا کې د ملګرو ملتونو له لوري تمویلېدونکې اداره ده، مذاکرات  تر سره شول.                              

دغه تړون چې په ۱۹۶۸ز کال کې د لاسلیک لپاره پرانیستل شو، په ۱۹۷۰ز کال کې لازم الاجرا وګرځېد. څرنګه چې دNPT  په متن کې غوښتل شوي وو، د دې تړون اړوندو ذیدخلو غړو له ۲۵ کلونو وروسته د ۱۹۹۵ز کال په مې میاشت کې سره وکتل او په دې سره سلا شول چې یاد تړون د نا محدودې مودې لپاره وغځوي. په NPT  کې د بل هر ډول وسلو د محدودیت یا خلع سلاح د تړونونو سره پرتله، زیات هېوادونه غړیتوب لري، چې دا خپله د یاد تړون د اهمیت له شواهدو څخه ګڼل کېږي. د ۲۰۱۶ز کال تر اګسټ میاشتې پورې، ۱۹۱ هېوادونو د دغه تړون غړیتوب تر لاسه کړی دی، که څه هم چې شمالي کوریا په دغه تړون کې په ۱۹۸۵ز کال کې غړې شوه اما هېڅکله یې ورڅخه اطاعت ونکړ، چې په ۲۰۰۳ز کال کې یې د اتومي تجهیزاتو د چاودنې په تعقیب کوم چې د NPT له بنسټیزو تعهداتو څخه سرغړاوی و، له یاد تړون څخه خپله وتنه اعلان کړه. د ملګرو ملتونو څلورو غړو هېوادونو هېڅکله NPT نه دی منلی، له کومو څخه چې درۍ یې اتومي وسلې لري یا یې په اړه فکر کېږي چې اتومي وسلې لري: نوموړي هېوادونه له هند، پاکستان او اسراییلو څخه عبارت دي. له دې څخه علاوه، سوېلي سوډان چې په ۲۰۱۱ز کال کې تاسیس شو، تر اوسه یې د دې تړون غړیتوب نه دی تر لاسه کړی.

دا تړون هغه هېوادونه د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو په توګه تعریفوي کومو چې د ۱۹۶۷ز کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه مخکې یوه اتومي چاودېدونکې وسیله جوړه کړې او ازمویلې وي؛ نوموړي هېوادونه له متحده ایالاتو (په ۱۹۴۵ز کال کې)، روسیې (۱۹۴۹ز کال)، انګلستان (۱۹۵۲ز کال)، فرانسې (۱۹۶۰ز کال) او چین (۱۹۶۴ز کال) څخه عبارت دي. څلور نور هېوادونه د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو په توګه پېژندل کېږي یا یې په اړه دا باور دی چې اتومي وسلې لري: د نوموړو هېوادونو له منځه هندوستان، پاکستان، او شمالي کوریا په ښکاره توګه ازموینې ترسره کړې او اعلان یې کړی دی چې اتومي وسلې لري، په داسې حال کې چې اسراییل عمداً د خپلو اتومي وسلو د وضعیت په اړه مبهم دي.

د اتومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT) تر ډېره داسې ښکاري چې د یوې مرکزي معاملې پر بنسټ ولاړ دی:

د NPT د اتومي وسلو نه لرونکي هېوادونه موافق دي چې هېڅکله به اتومي وسلې نه تر لاسه کوي او د NPT د اتومي وسلو لرونکي هېوادونه په مقابل کې موافق دي چې د سوله ییزې اتومي تکنالوژۍ ګټې شریکې کړي او د خپلو اتومي سلاکوټونو تر بشپړو له منځه وړلو پورې د اتومي بې وسلې کولو هلې ځلې جاري وساتي.

دغه تړون ته په هرو پنځو کلونو کې د بیا کتنې د کنفرانس تر عنوان لاندې غونډو کې بیا کتنه کېږي. سره له دې چې یاد تړون په پیل کې د یوې محدودې مودې لپاره په نظر کې نیول شوی و، د ۱۹۹۵ز کال د مې په ۱۱مه نېټه په نیویارک ښار کې د بیا کتنې د کنفرانس په ترڅ کې د متحده ایالاتو د هڅو په پایله کې چې د دې هېواد د سفیر ګراهام جې آر. له خوا یې مشري کېده، لاسلیک کوونکو اړخونو په اجماع سره پرېکړه وکړه تر څو تړون له قید او شرط پرته د نا محدودې مودې لپاره وغځوي.

هغه وخت چې NPT وړاندیز شو، د ۲۰ کلونو لپاره د ۲۵ــ۳۰ اتومي وسلو لرونکو هېوادونو وړاندوینه شوې وه. حال دا چې، له شاوخوا ۴۰ کلونو وروسته، پنځه هېوادونه د NPT غړي نه دي، چې دا شمېر هغه یوازیني څلور نورهېوادونه شاملوي چې په اړه یې باور کېږي چې اتومي وسلې لري. د NPT او د اتومي وسلو د نه پراختیا د وسیعې تګلارې لپاره یو شمېر اضافي تدابیر نیول شوي دي او هېوادونو ته دا ګرانه شوې ته تر څو اتومي وسلو ته لاسرسی او د هغو د تولید وړتیا ومومي، چې له هغې جملې څخه د هستوي صادروونکو د ډلې (Nuclear Suppliers Group) کنترول او د اتومي وسلو د نړیوالې استازولۍ (IAEA)  د اضافي پروتوکول د تاییدۍ پراخ تدابیر دي.

منتقدین استدلال کوي چې NPT د اتومي وسلو پراختیا او د هغوی د تر لاسه کولو لپاره هڅونې نشي درولی. هغوی د اتومي بې وسلې کولو په برخه کې له ډېر محدود پرمختګ څخه ناهیلي څرګندوي، دا په داسې حال کې ده چې د اتومي وسلو لرونکي مجاز پنځه هېوادونه لا هم په خپلو سلاکوټونو کې ۱۳۴۰۰ اتومي سرګلولې لري. په ملګرو ملتونو کې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ویلي دي چې هغوی د اتومي وسلو د تولید لپاره د اتومي بټیو د کاروونکو هېوادونو له دې کار څخه د مخنیوي لپاره ډېر لږ څه تر سره کولی شي.

د تړون جوړښت

NPT له یوې سریزې او یوولسو مادو څخه تشکیل شوی دی. که څه هم چې د "ارکانو" مفهوم د NPT په هېڅ یوه ځای کې نه دی بیان شوی، خو بیا هم یاد تړون ځینې وخت د یو درۍ-رکني سېستم په توګه په داسې بڼې سره تفسیرېږي چې د نوموړو رکنونو تر منځ ضمني توازن موجود وي:

  1. نه پراختیا،
  2. خلع سلاح یا بې وسلې کول، او
  3. په سوله ییزه بڼه له اتومي تکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې حق

دغه ارکان له یو بل سره تړلي دي او په متقابل ډول سره یو بل پیاوړي کوي. د نه پراختیا یو اغېزناک رژیم د کوم غړي چې په خپلو تعهداتو باندې ولاړ دي د بې وسلې کولو په پرمختګ کې اساسي تهداب رامنځته کوي او د اتومي انرژۍ د سوله ییزې ګټې اخیستنې په تړاو په لویه پیمانه همکاري ممکنوي. د سوله ییزې اتومي تکنالوژۍ ګټو ته د لاسرسي له حق سره د نه پراختیا تعهد رامخکې کېږي. په بې وسلې کولو کې پرمختګ له هغو هلو ځلو سره مرسته کوي کومې چې د نه پراختیا د تګلارې د پیاوړتیا او د تعهداتو پلي کولو لپاره کېږي، په پایله کې همداراز د سوله ییزې اتومي همکارۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کېږي. د "ارکانو" مفهوم د هغو کسانو له خوا، څوک چې په دې باور دي چې لکه څرنګه چې NPT له نامه څخه ښکاري، یاد تړون د نه پراختیا لپاره دی او هغوی چې دا وېره لري چې د "دریو ارکانو"  له ژبې څخه په ګمراه کوونکې بڼه دا استناط کېږي چې د درۍ واړه عناصر له مساوي اهمیت څخه برخمن دي، تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

لومړی رکن: نه پراختیا

د NPT تر لومړۍ مادې لاندې راغلي دي چې، اتومي وسلې لرونکي هېوادونه تعهد کوي چې خپلې اتومي وسلې یا نور اتومي چاودېدونکي وسایل به هېڅ تقاضا کوونکي ته نه سپاري یا به د اتومي وسلو نه لرونکي هېڅ هېواد سره په هېڅ یوه بڼه د اتومي وسلو په تولید یا تر لاسه کولو کې مرسته نه کوي.

د NPT د دویمې مادې له مخې، د اتومي وسلو نه لرونکي هېوادونه تعهد کوي چې اتومي وسلي یا نور اتومي وسایل به نه تر لاسه کوي او کنترول به نه ورباندې اعمالوي، او دا چې د دغه ډول اتومي چاودېدونکو وسایلو د تولید په تړاو به له هېچا څخه مرسته نه غواړي او نه به یې تر لاسه کوي.

د تړون د دریمې مادې له مخې، د اتومي وسلو نه لرونکي هېوادونه تعهد کوي چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې استازولي محافظتي اقدامات به مني تر څو تایید کړي چې اتومي فعالیتونه یې یوازې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

پنځه هېوادونه د NPT له خوا د اتومي وسلو د لرونکو هېوادونو (NWS) په توګه په رسمیت پېژندل شوي دي چې عبارت دي له: چین (چې په ۱۹۹۲ز کال کې یې لاسلیک کړی)، فرانسه (په ۱۹۹۲ز کال کې)، شوروي اتحاد (په ۱۹۶۸ز کال کې ؛ چې اړوند حقونه او تعهدات یې اوس د روسیې فدراسیون په غاړه لري)، بریتانیا (په ۱۹۶۸ز کال کې)، او متحده ایالات (په ۱۹۹۶۸ز کال کې)، چې یاد هېوادونه همداراز په اتفاقي توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هم دي.

دغه پنځه د اتومي وسلو لرونکي هېوادونه (NWS) توافق کوي تر څو "اتومي وسلې یا نور اتومي چاودېدونکي وسایل" ونه لېږدوي، او "په هېڅ ډول د اتومي وسلو له نه لرونکي یو هېواد (NNWS)  سره د اتومي وسلو په تر لاسه کولو کې مرسته ونکړي، هغه تشویق او ترغیب نکړي" (لومړۍ ماده). د اتومي وسلو نه لرونکي هغه هېوادونه چې د NPT غړیتوب لري موافق دي تر څو اتومي وسلې له کوم بل هېواد څخه "وانخلي"، "تولید یې نکړي"، یا "په هره بله لاره لاسرسی ورته ونه مومي" یا "د اتومي وسلو په تولید کې د مرستې غوښتنه ونکړي او یا هېڅ ډول مرسته تر لاسه نکړي" (دویمه ماده). د اتومي وسلو نه لرونکي غړي همداراز توافق کوي چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې استازولۍ (IAEA) محافظتي اقدامات ومني تر څو د دې تایید وکړي چې دوی اتومي انرژي له سوله ییزې ګټې اخیستنې څخه اتومي وسلو یا نورو چاودېدونکو وسایلو ته نه اړوي. (دریمه ماده).

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

الکوزيادرار کولکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)فرانسهمحمد (ص) په اسلام کېلاس وګاسشهاب ۳نازو توخۍژونکهقرآن لوستلسغد ولایتملا اختر محمد منصورمحمد نجيب اللهسل سوالونهچناب سينداندونيزياپانکراسد منجمنټ اساساتبیل ګیټحبيب الله کلکانيسورة النملافسانهد ښار پلان جوړونه (ښار جوړونه)شهادتدويمه نړېواله جګړهنثرناروېپټه خزانهد افغانستان ولسوالۍتایوانحضرت فاطمة الزهرا- د رسول الله لورسروبي ولسوالۍ (پکتيکا)اخلاقپر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغلد پاني پت دريمه جگړهمحمد حسن شرقتینسيپوهنغونډهايډروجننسيم حجازيمخ پر ودې هېوادونهدعناصرو دوراني جدولپوهنهمحمد صديق پسرلید واحدونو نړيوال سيستمد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)بېکينيانګلیسيد افغانستان جغرافيهکمپيوټري ويروسژبهد افغانستان لرغونی تاریخشهید ډاکټر نجیب الله ژوندلېک او کړنو ته لنډه کتنهتکبرنیل سیندکورنۍ کازڅېړنه ميتودلوژي ( Research)جنتاقتصادي پراختیالاتينه امريکاقرآنماغزهعافيه صديقيپير محمد کاکړسوډيومفقه🡆 More