تخار ولايت پخوانیو آریایانو دا سیمه د تخارستان په نوم یادوله، وروسته يې د تالقان تر نوم خپل شهرت وساته او د قطغن، بدخشان د ولايتونو له ډلې څخه وشمیرل شو. په وروستیو کې د یو ځانگړي ولايت په توگه وپیژندل شو. مارکوپلو په دیارلسمه میلادي، پیړی کې ددې ولايت د سمسورو باغونو، میوو، پسونو، انگورو او د مالگې کان یادونه کوي، چی اوس هم په تالقانو کي شیشه یی نیمه شفافه مالگه ډیره ده.
په ۱۳۴۳ هجری شمسی کال کي د فرانسویانو تر کیندنو وروسته د آمو سیند ته په نژدې برخو کې د آی خانم مشهور ښار څرگند شو، چې د نو مرکز څرگندويې يې کوله. دا ښار له سکندر مقدوني نه وروسته جوړ شوی و. په دې ښار کې ډیرې وړې او لويې د گریک او بودیک په دود جوړې مجسمې په لاس راغلي، چي ۲۰۰ کاله وروسته تر میلاده زمانې پوري اړه لري، نو په همدي اساس دا پخوانط او لرغونې سیمه راپیژني.
د دې ولايت غرونه واوره لري او د نژدي سیمو اراضي يې د آمو د سیند له آمله باراني او نمجنه ده. د اوړې په موسم کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ درجو تودوخه لري او د ژمي په موسم کې – ۱۵ او -۱۰ درجو سانتي گرید ته راښکته کیږي. کلنی اورښت يې ۱۸۰۰ او ۱۰۰ ملی متره په تالقان کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملي مترو تر منځ بدلون مومي.
د خشکک، خواجه محمد، کلفگان، غنیرکوه، تاخچه خانه او د چال غرونه يې مشهور دي. همدا راز د آمو، کوکچه، تالقان سیند، فرخار سیند او د چان رود يې مشهور سیندونه دي.
دي ولايت لرغون اریایي فرهنگ ساتلی دی. بزکشي، سپورت، نیزه بازي او د آس سپرلی یي مشهورې لوبې او تفریحی فعالیتونه دي.
ښځي يې په کورونو کې قالینې او قاغمي اوبي. د هلکانو او جنکیو ډیرې لیسې لري او یو پوهنتون هم د هلکانو او جنکیو د تحصیل لپاره زمینه برابره کړې ده او یوه ورځپاڼه هم لري. د دې ولايت خلک لهمالگی، قالینې،چارمغز، پستې، بادام، خټکي، غنم، جوار او وربشو د صادراتو په توگه استعمالوي. ددې ولايت خلک ۳۰۹۰۰۰ اکړه ابي او ۴۹۰۰۰۰ اکړه للمي ځمکې لري او ۲۴۸۵۰۰ جریبه ځمکه يې د چارمغز، وله، چنار، پنجه چنار او د تیري پاڼې لرونکیو ځنگلونو نیولې ده.
په تخار ولايت کې په ترتیب سره تاجکان ازبکان پښتانه او ترکمنان ژوند کوې.
ددې ولايت اداري تشکیل لاندې اداری واحدونه لري: تالقان ښار د ولايت مرکز، بنگی علاقه داري، اشکمش ولسوالی، چال علا قه داری،کلفگان علاقه داري، ورسج علاقه داري، فرخار ولسوالي، رستاق ولسوالي، چاه اب ولسوالي، ینگی قلعه ولسوالي، درقد علقه داری،
This article uses material from the Wikipedia پښتو article تخار ولايت, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.