نسب پيژندونکي ابرا هيم خېل د غرځيو پښتنو د ټولنيز گروپ او په هغې پورې اړونده قبيلې سليمان خيلو پورې تړي.
د ابراهيم خيلو قبيلې خلک د افغانستان په ډېرو ولا يتو نو او له هغې جملې نه دکابل ولايت د پغمان په ولسوالۍ،د ميدان او د وردگو ولايت د ميدان ښار ابراهيم خيلو په سيمه، د پکتيا ولايت د مرکز د گردېز ښار په سهيلي بر خه، د لوگر ولايت په بېلا بېلو ولسواليو، د لغمان ولايت د قرغيو په ولسوالۍ او يو شمير هم د افغانستان د بلخ، د کندوز، د غزني، د زابل او د پکتيکا په ولايتونو کې مېشته دي. د لغمان ولايت د ابراهيم خېلو شمېر د ١٣٦٠ کال د سرشمېرنې له مخې ٢٠٠٠ تنو په شاوخوا کې ښودل شوې چې ښايې اوس به يې په شمېر کې ډيروالی راغلی وي. د دغې قبېلې يو شمېر د کرنې او ما لدارۍ په چا رو بوخت دي او ځينې خلک يې د سوداگرۍ او راکړې ور کړې کا رونه ترسره کوي. د دغې قبيلې يو شمير په دولتي چارو بوخت دي. ابراهيم خېل مېلمه پال پښتانه دي، د دوی حجرې هر وخت د مېلمنو پر مخ پرانېستلې وي. دوی د علم او ښوونې او روزنې سره ډېره مېنه لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ابراهيم خېل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.