نصرالله منصور

الحاج مولوي نصرالله منصور د الحاج غلام محمد خان زوى چې په (١٩٤٠) زېږدي کال کې د پکتياولايت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو ټبر په هيبت خېل نومي کلي کې په يوه دينپاله کورنۍ کې زيږېدلى ؤ.

د موراو پلار لخوا د فضل الرحمن په نوم سره ونومول شو .ښاغلی منصور د پخوا وخت لومړنیو جهادي مشرانو څخه شمېرل کېږي او يو دینپوه مبارز و.

مخینه

ښاغلی الحاج مولوي نصر الله منصور د افغانستان د دیني علما او نوموتو مجاهدینو له کتاره يو پېژندل شوی مجاهد ، دودیز سیاسي مبلغ او د حرکت اسلامي مشر و . مولوي نصرالله منصور له پیل څخه د ديني احکامو په اوصولو برابر د خپل ټولې کورنۍ په شمول د نارواؤ او پرديو د يرغل په مقابل مبارزې ته چې په اسلامي نومونې کې ورته جهاد وايي وردانگلي ول . د داؤد خان د حکومت د نسکورېدو وروسته کله چې د روس پلؤو کمونستي رژیم رامنځته شو د دیني ، کلیوالو او دودیزو خلکو نیونې پیل شوې نو پدې ترڅ کې مولوي نصرالله منصور هم خپلې کډې تر شا پېښور ته د ټولې کورنۍ سره په پلي مزل يون پیل کړ او ځانونه یې میرانشاه ته ورسول او همالته مېشت شول. ښاغلی مولوي په دیني مخلار کې د نقشبندي طریقې (مخلارې) لاروی هم و . پدې زده کړه کې یې استاد ضياء المشائخ محمد ابراهيم مجددي نومېږي . په ځاني توگه یې شتمني نه درلوده او د افغانستان د هر خواريکښ وگړي په توگه عام خاکروبه ژوند یې درلود .

درس اوتـدريس

له فراغت څخه وروسته يې په خپل کلي ( سهاکو- هيبت خېلو )کې په ديني درس ، تدريس او جهادي دعوت پيل وکړ او د ده د ښه شهرت له کبله گڼ شمېر زده کوونکي د هيواد له بيلابيلو سيمو څخه ورتلل .

اسـلامي دعـوت اوسيـاسي فـعـالـيـتـونـه

په (١٣٤٥) هجري لمريزکال کې کله چې د محمداسماعيل مجددي په مشري د خدام الفرقان دعالي جمعيت تنظيم تاسيس شواوپه فعاليت يې پيل وکړ؛ نو شهید منصور د خدام الفرقان په بنسټ او دهغه د ديني اهدافو او موخو په کړنچار کې پوره ونډه درلوده. دخپلوملگرو په مرسته د کمونستانو او د دين د دښمنانو پر ضد خپل فعاليت پيل او منظمې هلې ځلې يې په کار واچولې او له درس اوتدريس سره سره يې طالبانو ته له کمونيزم سره د سياسي مبارزې، ژبني او عملي جهاد درسونه هم ورکول.د سرښندنې جذبې به يې راپارولې او د خدام الفرقان د تنظيم له اهدافو به يې خپل زده کوونکي خبرول. له علما‌‌ء کرامو سره به يې ددې موضوع په هکله بيا،بيا خبرې او کتنې کولې. له مشرانو څخه به يې دعاگانې اومشورې غوښتلې او کشران به يې خدمت ته چمتو کول. د ليسواو پوهنتونونو په شاگردانو پسې به گرځيده چې د عقايدو څارنه یې وکړي ، د اسلام له زرينو احکامو او د هماغه دین له ښيگڼو يې خبر کړي، د کمونيزم بې دینه هدف ورته په گوته کړي، له کمونستانو او نورو سيکولريست عناصرو سره به يې ډېرې مناظرې کولې او د قناعت وړ دلايل به يې ورته ويل. داهغه وخت ؤ چې کمونستانو دافغانستان په ښوونځیو، تعليمي او ښوونيزو مرکزونو او زياتره دولتي ادارو کې ځالې جوړې کړې وې او څارگره بچي يې پکې روزلي او زيږولي ول.

زده کـړې

شهيدمنصورهم لکه د ډېرو افغانانو خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل د کلي له ملاامام څخه د قرآن مجید د زده کړې څخه پيل او ورسره د سهاکو په ابتدائي ښوونځي کې هممهاله نورې زده کړې پرمخ وړي .د نوموړي ممتاز ذهانت، پوهه اوځانگړې زيرکتياوه چې په ډېره کمه موده کې يې لومړنۍ زده کړې سرته ورسولې،ابتدائي مروجه فنون اوديني علوم يې دزرمت ،پکتيا،وردگو او پغمان د نوميالو او مشهور وجيدو علماء کرامو څخه حاصل کړل. د(١٣٤٢) هجري لمريزکال په پيل کې شهيدمنصور د لوړو زده کړو اوعالي تحصيلاتو په موخه په غزني کې د نورالمدارس عالي جامعې ته شامل شو ( ديادونې وړده چې هغه وخت دټول افغانستان په کچه د ديني زده کړودغه يواځنى لوى مرکزؤ چې له ليرې – ليرې څخه به ورته دعلمي تندې ماتولواوعلومودزده کولوله پاره په گڼ شمېرکې وگړي زده کوونکي راتلل ). مرحوم منصور د پنځوکلونو په موده کې د فقه،اصول،عقايد، کلام، منطق، تصوف او ورسره نورعلوم دتفسير اوحديثو وروستنۍ دوره (لويه دوره) په پوره برياليتوب سرته ورسوله اود(١٣٤٦) هجري لمريزکال دلړم په مياشت کې دنورالمدارس عالي جامعې څخه دليسانس معادل لومړۍ درجه دفراغت سندپه پوره برياليتوب سره ترلاسه کړ اودهيواد دمشهورو علماء کرامو ،لکه دلاغرو اخندزاده،دکندرو مولوي صاحب اودکوهي مولوي صاحب ، له خوا ورته دفضيلت وياړ ور په سرشو.

روحـاني تـربــيـه او دیني مخلار ( تـصـوف )

شهيدمنصور دتحصيل اوزده کړې سره – سره د نقشبنديې طريقه د ضياء المشائخ محمد ابراهيم مجددي په لارښوونه ددې طريقې دوظائفو اواذکارو پوره اهتمام سره سرته رسولې اوتقريبا ټول وظائف يې پاى ته رسولي و.

په نړېوال جهاد کې یې ونډه

په پخوانۍ جهادي دوره کې چې جهادي تنظيمونو هرڅومره اتحادونه وکړل شهيدمنصور به يې په راس کې قرار درلود،خوچې بيا به يوچاغداري وکړه اواتحاد به يې مات کړ، دى به بي حده پريشانه وو، هرچاچې به دافغانستان دمجاهدينو يا ټول اسلامي امت داتحاد نعره پورته کړه ، دى به يې په سرکي حامي اوملگرى وو. دابيله خبره ده چې نعره وهونکي به په خپله نعره کې ترکومه مخلص وو. دآزاداسلامي افغانستان غوښتونکى و. په نړېواله کچه د ټولو اسلامي خوځښتونو په کلکه پلوی او همغږی و . د جزيرة العرب په ځانگړي توگه د فلسطين او بيت المقدس همدارنگ د کشمير له مسائلو سره يې ډېره پزړه پورتيا درلوده. د کشمير مسئلې ته يې ډېرزيات مجاهدين چمتو کول .

کډوالي

کله چې په (١٣٥٧) لمريزکال دغوايي د(٧) نېټې د کرغېړني کودتا له لارې د داؤدخان حکومت نسکورشو او کمونستانو د کابل واگی ونیؤ نو د کمونستانو ناوړو چلندونو له کبله د افغانستان څخه عام شاوخوا ۲ میلیونه وگړي کډوال شول . د کډوالي لړۍ گاونډيو پاکستان او ايران په لور پیل شوه چې لمخې یې ډېر افغانان د سياسي ، اقتصادي ربړو او ستونزو له کبله کډوالي ته مخه کړه پدغو کې دیني علماؤ او عام مسلمانانو د هېواد د سياسي ناجوړيو او دودیزو خلکو سره د دوه اړخیزو ناوړه چلندونو له کبله جهاد ته مخه کړله چې په اصل کې د امریکا او روس جگړه وه او توکي یې د يو ملت دوه سياسي مفکورې او زغم نه لرلو باندې ککړ وگړي ول . ناخبره افغانان د دواړو لخوا هم د روس او هم د امریکا او انگرېز لخوا وغولول شول او بيا وکارول شول چې د يو هېواد يو ملت یې په سياسي سختدريځۍ سره په منځ کې واچول او وټه ییزې گټې او پوهنیزې گټې لوېديځوالو دواړو روس او امریکا يووړلې چې له بده مرغه د دې جهاد اوهجرت په جريان کې لاسبرو نیواکگرو او گاونډيو اشغالگرو د افغانانو له پاکو ديني ولولو څخه د کرکې لپاره گټه پورته کړله چې لکه د نن ورځې عراق کې د داعش اربکيان چې يوه پردۍ د لاسبرو لوېديځوالو نیواکگرو په ځانگړې توگه د امریکا او ناټو لخوا پروژه ده چې لمخې یې خپلې وټه ییزې گټې د سیمې په نارامۍ کې خوندي کول غواړي . همدارنگه د لوېديځو نیواکگرو خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره په افغانستان کې داووه تنظيمونوجوړول ول چې همدغه پلان تراوسه افغانان کړوي او سياسي غونډال کې یې د افغانانو په پرتله پردي وگړي او ډلې ورزياتېږي . د(١٣٥٢) هجري ـ لمريزکال کله چې د کمونستانو په مرسته په داؤدخان کودتا رامنځته شوه نو کمونستانو اودهغوى گوډاگيانو د مبارزو علماؤ،روحانيونو او مؤمنو زلميانو نيول، ترور کول او بندي کول پيل کړل، نو شهيد منصور هم د هجرت او جهاد لپاره د چمتو کېدو په موخه خپل تدريسي او د جهادي روزنې مرکز د زرمت له منځ څخه د غرونو لمنې شاهي کوټ ته انتقال کړل چې وروسته د مخکني جهاد په (١٤) کلن پېر کې د مجاهدينو عمومي مرکز ترې جوړ شو. د وخت په روان جهاد کې په (١٣٥٣) لمريزکال چې د کمونستانو دیکتاتوره فاشیستي حکومت له لوري دده د ټولې کورنۍ د نيولواو بندي کولو پلان طرح او شاهي کوټ ته عسکر ورواستول شول ، نو ښاغلی مولوي او کورنۍ يې د عسکرو له رسيدو څخه څو شيبې وړاندې د گاونډي هېواد پاکستان په لوري دغرونوله لارې په پلي مزل يون پیل کړ. دوی د ميرانشاه په ښارکې استوگنه غوره کړه او خپل ځان يې د جهادي روحيې د لاپياوړتيا په موخه د نصرالله منصور په نوم ونوماوه. ديادونې وړده کله چې يوځل بيادافغانستان په خاوره د پردو لخوا يرغل وشو او داځل د لوېديځو امپريالیستي موخو هېوادونو چې مشري یې امريکايانو کوله او د دوى ملاتړو انډيوالانويرغل وکړ ، نو د طالبانو له کتار څخه په لومړي سر کې د مولوي نصرالله منصور ځوی ملا سيف الرحمان منصور ترټولو دمخه شو او د امریکا د نیواک پر وړاندې یې پوځي جهاد پیل کړ . ښاغلي ملا سيف الرحمن منصور خپل مرکز(شاهي کوټ ) او ورسره څېرمه سيمو کې ځمکنى جنگ پيل شو.

د مجـاهـديـنـو تـربـيـه او روزنـه

شهيدمنصور په همدې موده کې يو زيات شمېر ځوانان د فکري او عملي جهاد لپاره وروزل،نوموړي به د جهادي دعوت اوتبليغ په موخه په پټه له ميرانشاه څخه د افغانستان د بيلابيلو ولايتونودورې کولې اوخلک به يې جهادته هڅول، که کومه وسله ، پوځي توکي او يا نور د اړتيا وړ توکي به یې په لاس ورتلل هغه به يې هم په بيلابيلو ولايتونو کې جهادي غړو ته ورکول .

نو شهيدمنصور او ملگرو يې چې د عملي جهاد له پاره يې لاله مخه ترډېره حده پورې تيارى اوامادگي درلوده، سمدستي په افغانستان کې ډېر ځايه اوپه بيلابيلو سيمو اوولايتونوکې په کمونستانو اودکمونيزم په ځالو درانده گذارونه او بريدونه وکړل، پخپله شهيدمنصور له يو شمېر نورو ملگرو سره يوځاى د پکتياولايت د ځدراڼو منطقې ته ورسېده او له هغه ځاى څخه يې د جهاد عملي لړۍ نوره هم پياوړې کړه. په دې عمل سره ده غوښتل چې وکولاى شي د افغانستان په مرکزي ولايتونو کې له مجاهدينو څخه د کمونستانو فشار راټيټ کړي په دې لړ کې کله چې کمونیستي پوځ د ځدراڼو په سيمه باندې فشار او بمباري زياته کړله دې سره د هغه ځاى ډېر وگړي او مجاهدين هم هجرت ته اړشول چې شهيدمنصور هم د جهاد او دعوت مرکزله پولي سره نيږدې د رضادرې د ميرک غره ته نقل کړاوهلته دلومړي ځل له پاره د جهاد د نوي تاکتيک په موخه د سمڅو جوړول پيل او له هغه ځايه يې په افغانستان له مجاهدينو سره اړیکې ټينگولې. داهغه وخت و چې دافغانستان په ډېرو برخو کې د دښمن پر بډواله وسلوال جهاد پيل شوى ؤ نو شهيدمنصور په همدې وخت کې يوځل بيادافغانستان د ډېرو ولايتونو دوره وکړه او خلک يې جهاد ته چمتو کړل .

يو جهادي تنظيم او اووه ځايه ماتېدنه

په همدې کال يعنې (١٣٥٧)کې مولوي محمدنبي محمدي ، شهيد مولوي نصرالله منصور، مولوي عبدالستارصديقي،انجنيرحکمتيار ، استاد رباني او يو شمېر نورو جهادي مشرانو او کوماندانانو د مجاهدينو د يووالي د لا پياوړتيا او جهادي هلوځلو ته د تنظيم او تنسيق په موخه سلاح او مشورې ورکړل شوې چې له ډېروزياتو مشورو څخه وروسته په پېښور کې د ډېرو علماؤ او مجاهدينو په گډون د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د تنظيم د بنسټ اېښودلو له پاره لاره هواره شوه. مولوي محمد نبي محمدي د نوموړي تنظيم او جهادي خوځښت د آمير په توگه غوره شواو ټول مجاهدين په يوه واحد تنظيم کې سره راټول شول، خو له بده مرغه دغه اتحاد څه موده وروسته د استاذرباني او حکمتيار له خوا مات شو او هغوی هر يوه خپل ځانگړي تنظيمونه جوړکړل .د مجاهدينو او علماء په قاطع اکثريت سره شهيدمولوي نصر الله منصور د حرکت انقلاب اسلامي گوند د مرستيال او د نداى حق د جريدې مسؤل چلونکى مولوي عبدالستار صديقي د حرکت انقلاب اسلامي د مُنشي په توگه غوره او مقرر شول. شهيدمنصور به کله په دفتر او کله بيا په سنگر کې د جهاد د کاميابۍ او برياليتوب لپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کولې .نوموړي به د تنظيمونو او مجاهدينو تر مينځ په اختلاف ډېره اندېښنه څرگندوله او هميشه به يې دا کوښښ کاوه چې ټول مجاهدين يوموټى وي او ترمنځ يې کامل اتحاد رامنځ ته شي خو داسې ونه شول او د ۱۹۹۲م زېږديز څخه تر ۱۹۹۶م زېږدي پورې ټول هېواد کې غوبل جوړ شو او ټولو تنظيمونو د جهاد اصلي موخې د سياسي واک لپاره قربان کړلې .

څېرمه چارې او دنـدې

دجهاد په موده کې دشهيدمنصور ( رحمه الله ) مهمې دندي په لاندې ډول ذکرکيږي :

  1. دحرکت انقلاب اسلامي افغانستان دمرستيال په توگه .
  2. دپيمان اتحاد اسلامي اوبيا دافغانستان دآزادي لپاره داسلامي يو والي داجرائيه شورى دغړي اوعمومي منشي په توگه
  3. ديو ولسو کالونو لپاره دحرکت انقلاب اسلامي افغانستان دعمومي امير په توگه
  4. دافغانستان دمجاهدينو داسلامي يووالي د (اووه گوني اتحاد ) دعمومي منشي په توگه
  5. دمجاهدينو دپوره بري نه وروسته دافغانستان په اسلامي دولت کې دسترې محکمې دمرستيال په توگه
  6. ددوهم ځل لپاره دحرکت انقلاب اسلامي افغانستان دعمومي مرستيال په توگه
  7. په (١٣٧١ش) دجوزا په (٣٠) مه دجهادي قومندانانواوعامو خلکو دغوښتنې په اساس دافغانستان په اسلامي دولت کې دپکتيا ولايت د والي په توگه .

مړینه

په پاى کې د(١٣٧١) لمېزد دلو په (٢٠) مه دگرديز اوزرمت په لويه لار دهغه مائن په واسطه چې ددين اووطن دښمنان له مخکې نه ورته ځاى په ځاى کړى و،دمولوي صاحب ضبطو خان اوڅوتنو نورو ساتونکو په شمول ،دشهادت عالي مقام ته ورسيده (انا لله وانا اليه راجعون ) .

سرچینې

  1. حقیقت نیوز-گزارش نامه آزاد

Tags:

نصرالله منصور مخینهنصرالله منصور زده کـړېنصرالله منصور روحـاني تـربــيـه او دیني مخلار ( تـصـوف )نصرالله منصور په نړېوال جهاد کې یې ونډهنصرالله منصور کډوالينصرالله منصور د مجـاهـديـنـو تـربـيـه او روزنـهنصرالله منصور يو جهادي تنظيم او اووه ځايه ماتېدنهنصرالله منصور څېرمه چارې او دنـدېنصرالله منصور مړینهنصرالله منصور سرچینېنصرالله منصور

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

په پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونشمس القمر اندېشمطالعهد افغانستان نومعبدالرحیم روغانياستبداد ضدکرکټلومړی مخايرانسومالیاد ښځو حقوقميرزالي خانشاتو مچیپیغمبرکونړ ولايت8 مارچماشومانو حقونهبرېښليکويټامينکمال خان بندمنځنی ختيځسردار محمد يحيا خانپوښتنه.... کله چې امرباالمعروف فلمونه بندوي بدیل به یې څه شی وي.. په داسې حال کې چې موږ څوو په شمار د انځوریزو چینلونه لروو؟په اسلام کې د مېرمنې حقوقجرمنيقرآن کریمعمر بن خطابباچا خانلوبهپښتو سيندفشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئنصرالله منصورفرانسه23 جولاید افغانستان ولايتونهپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهدهراود ولسوالۍانګولاداوبو راگرځولویادګټې اخستې مدیریتتکبرمنظور پشتينپښتو ټولنهنفل لمونځبېلاروسحمداحمد شاه درانیژبهدوښمنقطرالوتکهعبدالقادر خان خټکسپين غرد ډونالډ ټرمپ ولسمشريواوره سپینه او اوه بوني (فلم)روغتياعبدالحی حبيبيسوخوی سو-۲۴نړيوال غزېدلی جالدوبۍگل پاچا الفتننګرهار ولایتاڅکزيڅېړنهصحيح بخاريشخصي کمپيوټرلرغونی مصرنومځری (زمیر)کـاربن ډای اکسايد🡆 More