کمبوديا: سوېل ختيځې اسيا هېواد

کمبودیا په رسمي ډول د کمبودیا سلطنت، یو هیواد دی، چې په سویل ختیځ آسیا کې د اندوچینی ټاپووزمې په سویلي برخه کې موقعیت لري.

مساحت يي ۱۸۱،۰۳۵  کيلو متر مربع دی چې ( ۶۹،۸۹۸ مربع میل) کېږي. شمال لویدیز ته يي تایلینډ، شمال ته لائوس، ختیځ ته ویتنام، او سویل لویدیز ته يي تایلینډ خلیج پروت دی. د کمبوديا پلازمینه او ترټولو لوی ښار فينوم پينه نومېږي.

د کمبودیا خپلواکه دولت د ۱۵ ملیون څخه ډیر نفوس لري. بودیزم په اساسي قانون کې د رسمي دولتي دین په توګه شامل شوی دی، او د۹۷٪ څخه ډیر نفوس یې عملي کوي. د کمبودیا په اقلیتونو کې ویتنام، چینایي، چامس او ۳۰ غرنۍ قبیلې شاملې دي. پلازمینه او لوی ښار يي فينوم پينه دی. چی دا ښار د کمبوديا سياسي اقتصادي او کلتوري مرکز دی. سلطنت يي یو انتخابي مشروطه‌ پادشاهي ده. چې یو پاچا لري، دا مهال نوردوم سیهموني، د عرش د شاهي شورا لخوا د دولت د مشر په توګه غوره شوی دی. اوس مهال په سويل ختيځ آسيا کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکی غيری شاهی مشر هوون سين دی چې د حکومت مشر او لومړی وزير دی او له ۱۹۸۵ ز کال راهيسې يی حکومت کړی دی.

هغه سیمه چې اوس د کمبودیا په نوم يادیږي د تاريخ مخکی له دورې څخه شتون لري. په ۸۰۲ میلادي کال کې، دوهم جاياورمان  خپل ځان پاچا اعلان کړ. او د شهزاده‌ خمير په نوم يو جننګيالي سره د کمبوجيا تر نوم لاندې متحد شو. دا د خمير امپراتورۍ پيل په نښه کوي چی تر ۶۰۰ کلونو یی دوام وکړ. د هند جوړ شوي سلطنت د سویل ختیځ آسیا ډیرو برخو ته لومړی هندویزم او بیا د بودیزم خپریدو ته لاره هواره کړه او په ټوله سیمه کې یې ډیری مذهبي زیربنایی پروژې پاي ته ورسولې. انګکور واټ د دې جوړښتونو څخه خورا مشهور دی، او د نړیوال میراث ځای په توګه ټاکل شوی دی. په ۱۵ پیړۍ کې، کمبوديا د ځواک کمښت تجربه کړ، په داسې حال کې چې د هغه ګاونډي هيوادونه لکه ویتنام او تایلینډ پیاوړي شوي و. په ۱۸۶۳ ز کال کې، کمبودیا د فرانسې محافظ شو، او وروسته د فرانسې انډوچینا کې شامل شو. د دوهمې نړيوالې جګړې په جريان کې کمبوديا مخکې له دې چی د فرانسې کنترول لاندې راشي د جاپان تر اشغال لاندې و.

کمبودیا په ۱۹۵۳ ز کال کې له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او مشري یې سیاستوال نوردوم سیهانوک کوله. د ویتنام په جګړه کې د کمبودیا د بې طرفۍ سره سره، جګړه په ۱۹۶۵ ز کال کې د شمالي ویتنام لخوا د هو چی مین ټریل پراخولو او د سیهانوک ټریل په تاسیس سره دی هيواد  ته وغځول شوه. دا جګړه د ۱۹۶۹ ز کال څخه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د کمبوديا د متحده ایالاتو د بمبارۍ لامل شوه. د ۱۹۷۰ ز کال له کودتا وروسته چې د امریکا پلوه خمیر جمهوریت ګوند یې مقرر کړ، ګوښه شوي پاچا سیهانوک د پول پوټ په مشرۍ د خمیر روج چې پخواني دښمنانو يي وه ملاتړ وکړ. د سلطنت او شمالي ویتنام په ملاتړ، خمیر روج د یو لوی ځواک په توګه راڅرګند شو، په ۱۹۷۵ ز کال کې یې فينوم پنه ونیوله. خمیر روج په کمبوديا واکمني وکړه او د ۱۰۷۵ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کال پورې کله چې دوې د کمبوديايي ويتنام په جګړه کې وشړل شول نو د کمبودیا نسل وژنه يي ترسره کړه. د کمپوچیا د خلکو جمهوریت د ويتنام تر ولکې لاندې بالفعل حکومت شو، د نسل وژنې وروسته د هیواد د بیا رغونې هڅې د محدودې نړیوالې پیژندنې او روانې جګړې له امله رامینځته شوې وې.

په ۱۹۹۱ ز کال چې د پاریس د سولې تړون څخه وروسته په رسمي توګه د ویتنام سره جګړه پای ته ورسیده، کمبوډیا په لنډ وخت کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (۱۹۹۲-۹۳) لخوا اداره کیده. ملګري ملتونه د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته ووتل چې شاوخوا ۹۰ سلنه راجستر شویو رایه ورکوونکو يي خپلې رایې وکارولې. د ۱۹۹۷ ز کال کودتا د لومړي وزیر هون سین او د کمبودیا د خلکو د ګوند واک یی پياوړی کړ چی تر اوسه لا په واک کې پاتی دي.

کمبوديا د ملګرو ملتونو، د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو ټولنه د، د ار سي يي پي، ختيځ آسيا غونډه، د سوداګرۍ نړيوال سازمان، د ناپييلي غورځنګ او د لا فرانکوفوني غړيتوب لري. د بهرنيو سازمانونو په وينا کمبوديا په پراخه کچه بې وزلي، پراخ فساد ، د سياسي ازاديو نشتوالۍ، ټيټه بشري پرمختيا او د لوږې لوړه کچه لري. کمبوديا د سويل ختيځ آسیا د بشري حقونو د څار ډيويډ رابرټس لخوا "د سطحي ډیموکراسۍ له لارې نسبتا مستبد ایتلاف" په توګه معرفي شوی دی. د کمبوديا هیواد په اساسي قانون کې یو څو ګوندي دولت دی. په داسې حال کې چې د انفرادي عايد له لحاظه د ډیری ګاونډیو هیوادونو په پرتله وروسته پاتې دی، په تيره لسيزه کې د ۷،۶ سلنه وده سره کمبودیا په کې یو له خورا ګړندۍ وده کونکي اقتصاد څخه دی. کرنه د اقتصادي سکتور تر ټولو مهمه برخه پاتې شوی ده. چې د ټوکر، ساختماني، جامو او ګرځندوی په برخه کې د قوي ودې سره د بهرنۍ پانګونې او نړیوالې سوداګرۍ د زیاتوالي لامل ګرځي. ملګري ملتونه کمبودیا د لږ پرمختللو هیواد په توګه نوموي. د متحده ایالاتو د نړیوالې عدالت پروژې د ۲۰۱۵ ز کال د قانون د حاکمیت فهرست په اساس کمبوديا د ۱۲۶ هیوادونو څخه ۱۲۵ م ځای نیولی، د سیمې د نورو هیوادونو په پرتله خورا ټیټ دی.

ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

د ساینس او ​​ټکنالوژۍ ملي کمیټه له ۱۹۹۹ ز کال راهیسې د ۱۱ وزارتونو استازیتوب کوي. که څه هم اوه وزارتونه د هېواد د ۳۳ دولتي پوهنتونونو مسوولیت لري، خو د دغو بنسټونو ډېری برخه د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت تر چتر لاندې راځي. په ۲۰۱۰ ز کال کې، د پوهنې، ځوانانو او سپورت وزارت د پوهنې په سکتور کې د څیړنې د پراختیا په اړه یوه پالیسي تصویب کړه. د پوهنتون په برخه کې د څیړنې او پراختیا لپاره د ملي کړن لارې او د ملي پراختیا اهدافو لپاره د څیړنې پلي کولو په لور د لومړی ګام استازیتوب کوي.

دا پالیسي د هیواد د لومړي ملي ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ ماسټر پلان لخوا په ۲۰۱۴ ز کال -۲۰۲۰ ز کال تعقیب شو. دا کار په رسمي ډول د پلان وزارت لخوا د ۲۰۱۴ په دسمبر پیل شو، چې د دوه کلن پروسې پای ته رسیدو په توګه د کوریا د نړیوالې همکارۍ ادارې لخوا ملاتړ کیږي. دا پلان د صنعتي نوښت د ودې او د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ بنسټ رامنځ ته کولو لپاره شرایط چمتو کوي، چې تمرکز یی په کرنې ، لومړني صنعت او ای سي تۍ باندې دی. کمبودیا په ۲۰۲۱ ز کال کې د نړیوال نوښت په فهرست کې ۱۰۹ ځای کې و. په ۲۰۱۹ ز کال کې له  ۹۸ درجې څخه راټیټ شو.

جغرافیه

اقتصاد

تاریخ

کلتور

Tags:

کمبوديا ساینس او ​​​​ټیکنالوژيکمبوديا جغرافیهکمبوديا اقتصادکمبوديا تاریخکمبوديا کلتورکمبوديا

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

توکمپالنه (ټولنيزعلم)امام الدين جمعه ديند کابل کندهار لویه لارد انسان جنسي غوښتنېدرملغوږبرېښنازکاتعبدالله مقریکیم جونګ اونکتلهn9fhiافغانستان ته د اسلام راتگد قسطنطنیې ايالت ( فتحه)خيميراند انګلستان دویم جېمزاسلامي بانکوالیعنايت الله عنايتمايتوکاندريادپښتو اصل او ريښهتورېزم په افغانستان کېکابل ولايتامام بخاريجنرال عبدالرازقکازانحکومتد غواگانو روزنهد انګلستان دوم چارلزآسياکتابتونمورد منجمنټ اساساتد ډيورنډ کرښهد اوبو آسهډوکیابو حنيفه (امام اعظم)پښتو ټولنهچین د خلکو جمهوریتکمول (مارغه)له ۱۹۴۴ تر ۱۹۴۷ کلونو پورې د افغان قبایلو بغاوتونهاسلامد ښځو نړیواله ورځامير امان الله خانامیر شیر علی خاناروپايي ټولنهاکسايداوهایولندنګرجستاند واشنگټن څلیغازي محمد جان خان وردگد انسان بدنشاه شجاعکولاليګرده څیړۍ ولسوالۍپاميرمسکو ولايتCaliforniumد ښځې تناسلي آلهپاکستانوچکۍ تبه (محرقه)شیريمومندخصوصي کولمالیهزنک (جست/کوټ)نوې پاپواګينهپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړونمطالعهښځینه تناسلي طرق اناټوميکچالو🡆 More