کریسټوفر لي

کریسټوفر فرانک کاراندیني لي (زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د مۍ ۲۷ مه – مړینه: د ۲۰۱۵ زکال د جون ۷ مه) انګلیسي فلمي لوبغاړی او سندرغاړی و.

نوموړي په خپل اوږد مهاله مسلکي ژوند کې تر ډېره پورې د شر جوړونکو په توګه رول لوبولی او د همر کمپنۍ په اوو وحشتناکو فلمونو کې یې د کنت دراکولا په توګه رول لوبولی چې په ټولیز ډول یې ۹ ځله په همدغه رول کار کړی. نوموړي په نورو فلمونو لکه د جمیز بانډ د طلایي ټوپک لرونکي کس (The Man with the Golden Gun؛ ۱۹۷۴ زکال) په نامه فلم کې د فرانسېسکو سکارامانګا، د ستورو د جګړو په ډېرو فلمونو (Star Wars films؛ ۲۰۰۲- ۲۰۰۸ زکال) د دوکو د کنټ او سربېره پر دې د حلقو د ارباب په درې ګونو فلمونو (Lord of the Rings film trilogy؛ ۲۰۰۱- ۲۰۰۳ زکال) او د هابیت په درې ګونو فلمونو (Hobbit film trilogy؛ ۲۰۱۲- ۲۰۱۴ زکال) کې یې د سارومان رول لوبولی دی.

کریسټوفر لي
کریسټوفر لي
کریسټوفر لي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۲۷ مې ۱۹۲۲
مړینه 7 جون 2015 (93 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای لندن   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کریسټوفر لي برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 194 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي ،  وانگليسي ،  وآلماني ژبه ،  وایټالیایي ژبه ،  وهسپاني ،  وروسي ،  وسویډني ژبه ،  ويوناني ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
ځانګړي کړنې
پوځي خدمت
وفاداري فينلينډ ،  وبرېتانيا   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه
مقام
جګړه/جګړې
جايزې
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لي ته په ۲۰۰۹ زکال کې په ډرامو او خیریه چارو کې د ونډې لرلو له امله د غوره خدمتونو نښان (knighted) ورکړل شو؛ په ۲۰۱۱ زکال کې یې بفتا فلوشیپ او همدارنګه یې په ۲۰۱۳ زکال کې د بریتانوي فلمونو د بنسټ فیلوشیپ ترلاسه کړ. نوموړي د لوبغاړي په توګه د خپل نوم د ښوولو لپاره درې فلمونه جوړ کړي چې د دوه ښارونو د کیسې (A Tale of Two Cities؛ ۱۹۵۸ زکال) په نامه فلم چې په هغه کې یې د شرجوړونکي مارکي رول لوبولی او د فرانکشتاین د دورې (The Curse of Frankenstein؛ ۱۹۵۷ زکال) او دراکولا (Dracula؛ ۱۹۵۸ زکال) په نومونو دوه وحشتاک فلمونه دي. نوموړي خپل تر ټولو غوره رول د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح په ژوند باندې فلم (۱۹۹۸ زکال) کې لوبولی او تر ټولو غوره فلم یې د بریتانوي عقیدې اړوند د ویکرمېن (The Wicker Man؛ ۱۹۷۳ زکال) په نامه فلم دی. نوموړی په وحشتناکو فلمونو کې تر ډېره د خپل ملګري پیټر کوشینګ پر وړاندې راڅرګندېږي او د خپل مسلکي ژوند په وروستیو کې یې په پنځو ټیم برټون فلمونو (five Tim Burton films) کې رول لوبولی دی.

په فلمونو کې کار کولو ته له مخې کولو وړاندې لي د سلطنتي هوايي ځواک په No. 260 Squadron RAF ډلګۍ کې د اطلاعاتي افسر په توګه د ځانګړو عملیاتو د اړیکو مسئولیت پر غاړه درلود. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د هوايي ځواک د بریدمن په رتبه له پوځي خدمت څخه تقاعد شو.

لي چې د اغېزمن قوي غږ لرونکي لوبغاړي په توګه پېژندل کېده، له ۱۹۸۶ زکال څخه یې تر ۱۹۹۸ زکال پورې د اوپرا او موسیقي قطعات ثبت کړل چې د Charlemagne: By the Sword and the Cross په نامه متال سمفونیک البوم یې په ۲۰۱۰ زکال کې له ۲۰۰۵ زکال راهیسې له ګڼ شمېر متال ډلو سره له کار کولو وروسته خپور شو. له دې وروسته په ۲۰۱۳ زکال کې د نوموړي د ۹۱مې کالیزې پر مهال د هغه هوي متال البوم د Charlemagne: The Omens of Death په نامه خپور شو. نوموړي په ۲۰۱۰ زکال کې د ګولډن ګوډ متال همر د جوایزو د ویشلو په مراسمو کې د«د همر د ارواه» (Spirit of Hammer) جایزه ترلاسه کړه.

لومړنی ژوند

لي د ۱۹۲۲ زکال د مۍ په ۲۷ مه د لندن په بلګراویا کې وزېږېد؛ نوموړی د سلطنتي وسله وال پوځ د ۶۰ مې ډلګۍ د قوماندان ډګرمن جفري ټرولوپ لي (زوکړه: ۱۸۷۹ زکال – مړینه: ۱۹۴۱ زکال) او د هغې د مېرمنی کونټیس استل ماري (کورنی نوم یې کارندیني دي سارزانو و؛ زوکړه: ۱۸۸۹ زکال – مړینه: ۱۹۸۱ زکال) زوی و. د لي پلار په بوئر او لومړۍ نړیواله جګړه کې جنګېدلی و او مور یې د اډوارډین د دورې ښکلې مېرمن وه چې د جان لاوري، اوسوالډ بیرلی او اولیو سنل له خوا یې انځورونه رسامي شوي او کلر شریدان یې مجسمه جوړه کړې وه. د لي مورنی نیکه، جروم کاراندیني مارکیز سارزانو ایټالوي سیاسي پناه غوښتونکی و. مېرمن یې، د لي انۍ د اپرا انګلیسي الاصله سندرغاړې ماري کارندیني (کورنی نوم بورګېس و) وه. نوموړي د زاندرا کاراندیني لي (۱۹۱۷-۲۰۰۲ زکال) په نامه له ځانه مشره یوه خور لرله.

پوځي خدمت

هغه مهال چې په ۱۹۳۹ زکال کې دویمه نړیواله جګړه پیل شوه، لي په یوه پوځي اکاډمۍ کې نوم ثبت کړی و او داوطلب شو څو د شوروي اتحاد پر وړاندې په ژمنۍ جګړه (Winter War) کې د فنلنډ له لوري جګړه وکړي. نوموړی او نور ټول انګلیسي دواطلبان له دغې جګړې لرې وساتل شول، خو ژمني تجهیزات ورته ورکړل شول او له پولې سره په خوندي فاصله کې د پولې ساتنې په موخه ولېږل شو. په فنلنډ کې له دوه اونیو تېرولو وروسته دوی بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول. په وروستیو کې نوموړي په یوه مرکه کې څرګنده کړه چې نښه یې ویشتلی شوای خو په سکي بلد نه و او که اجازه ورکړل شوې وای چې د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وای، احتمالا ژوندی نه پاتې کېده. لي متحده ایالاتو ته د کارکولو په موخه ولاړ، هغه خپل کار رضایت بخښونکی وموند او احساس یې وکړ چې هغه پرمختګ کولای شي. د ۱۹۴۰ زکال په لومړیو کې نوموړي د بیچیم ګروپ په نامه بریتانوي کمپنۍ سره د کارکوونکي په توګه کار پیل وکړ او د سویچ بورډ مسئولیت ور تر غاړې شو. هغه مهال چې بیچم له لندن څخه کډه وکړه، نوموړي د بریتانیا له داخلي نظم ساتونکي ګارد سره یوځای شو. په ژمي کې یې پلار د دواړو سږو په التهاب اخته شو او د ۱۹۴۱ زکال د مارچ په ۱۲ مه ومړ. لي دې ته په پام چې هغه په پوځ کې د خپل پلار له ځای ډکولو سره مینه نه لري، پرېکړه یې وکړه تر هغه مهاله چې بله دنده مومي په سلطنتي هوايي ځواک کې په رضاکارانه ډول دنده ترسره کړي.

شخصي ژوند

کورنی ژوند او اړیکې

د لي مورنیو اجدادو، کارندینيانو د سترواک فریدریک بارباروسا له خوا دا اجازه لرله چې د روم د سپېڅلې سترواکۍ نښان وګرځوي. د ۱۹۵۰مې لسیزې په وروستیو کې لي له هنریت فون روزن سره چې د سټاکهالم په یوه نایټ کلپ کې یې وروسره لیدلي و کوژده شو. د هغې پلار کونټ فریتز فون روزن د دوی کوژده ومنله خو هغوی یې اړ کړل څو خپل واده یو کال وځنډوي، په لندن کې یې له خپلو ملګرو څخه وغوښتل له لي سره ناسته پاسته وکړي، د هغه اړوند یې خصوصي افراد وګمارل څو پوښتنه یې وکړي او له لي یې هم وغوښتل څو هغوی ته یو شمېر خپل خلک وروپېژني چې لي هم داګلاس فیربنکس جونیر، جان بولینګ او جوجکسون هغو ته ور معرفي کړل. بالاخره لي باید د سویډن له پاچا څخه د واده اجازه اخیستې وای. لي څو کاله وړاندې د هانس اندرسون د قصې د انځور اخیستنې پر مهال له هغه سره لیدلي و او د هغه مهرباني یې خپله کړې وه. ورته مهال لي له واده لږ وړاندې خپله کوژده له منځه یووړه. نوموړی له دې اندېښمن و چې په مسلک کې یې مالي ستونزې په دې معنی دي چې هغه (کوژنه یې) د یو «لوبغاړي په ګډوډ ژوند کې د حضور پر ځای» د «غوره ژوند» لایقه ده. هغې دغه موضوع درک کړه او دوی خپل واده فسخ کړ.

لي په ۱۹۶۰ زکال کې د خپل یو ډنمارکي ملګري له خوا د بیرګیت «ګیته» کرونکه په نامه ډنمارکي نقاشې او پخوانۍ ماډلې ته وروپېژندل شو. دوی ډېر ژر کوژده شول او د ۱۹۶۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه یې واده وکړ. په ۱۹۶۳ زکال کې د کریسټینا اریکا کاراندیني لي په نامه د دوی یوه لور وزېږده.

فزیکي ځانګړنې او باورونه

لي د خپل لوړ قد له امله شهرت درلود؛ نوموړي ۶ فوټه او ۵ انچه (۱.۹۶ متره) قد درلود. نوموړي د بي بي سي راډیو د ټېسټ مېچ سپېشل (Test Match Special)ورزشي خپرونې د "View from the Boundary" برخه کې له برایان جانسټون سره په مرکه کې ځان ۶ فوټه او ۴ انچه لوړ وښود. لي او د هغه مېرمن بېرګیت د ۲۰۱۳ زکال په مارچ میاشت کې د ګارډین له خوا د غوره جامو اغوستونکو د ۵۰ کسانو په کتار کې راغلل.

لي د انګلیسي کاتولیک په توګه پېژندل کېده. له سیاسي پلوه هغه د محافظه کار ګوند ملاتړی و؛ نوموړي په ۲۰۰۳ زکال کې مایکل هوارډ د «هغه ایډیال کس په توګه یاد کړ چې ګوند رهبري کولای شي»؛ همدارنګه نوموړي له ویلیام هېګ او ډېوېډ کامرون څخه ملاتړ وکړ.

مړینه

لي د ۲۰۱۵ زکال د جون په اوومه د خپلې ۹۳مې کلیزې له لمانځو لږ وروسته د چلسي او ویسټ منېسټر په روغتون کې د تنفسي او قلبي ستونزو له امله ومړ. د هغې مېرمنې د نوموړي د مړینې د خبر خپرېدل د جون تر ۱۱ مې وځنډول او خپله کورنۍ یې وړاندې له دې چې له مطبوعاتو د هغه د مړینې خبر واوري له دغې موضوع باخبره کړل.

سرچينې

Tags:

کریسټوفر لي لومړنی ژوندکریسټوفر لي پوځي خدمتکریسټوفر لي شخصي ژوندکریسټوفر لي سرچينېکریسټوفر لي

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د سعودي عربستان فیصلګرشکوردګ ولايتد بارکزیو لړۍاورګاسمجاپانسرشمیرنهمايکروسافټ وېنډوزلومړنۍ مرستيوهابيتخوبدرې نۍ۴۶۴ (عدد)بست کلافوکلور پېژندنهغڼهپيشولونگ۱ ډيسمبربلخ ولايتاحتمالد افغانستان دموکراتیک جمهوریتقرغزي ژبهد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهد متحده ایالاتو سیاسي نظامد افغانستان امارتغويی (مياشت)د افغانستان لرغونی تاریخدقربانی احکام او مسائلاېټالياجمهوریت غوښتنهخاکرېز ولسوالۍکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)د افغانستان غټ ټکيد کريميا جګړهدرسي پلانآرام سمندرروغتيااندرومېدا کهکشانميدان وردگ ولايتويکيډېټالومړنۍ نړېواله جگړهد امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوندلوی افغانستانلندنخپلمنځي جذابيتد افغانستان تاریخ (۱۹۷۸- ۱۹۹۲ ز کال)پښتانه ټبرونهمکه معظمهبازار (ځای)مالايا-پرتګالي نښتېلونګانګلیسيپنسلينامام بدر الدین عینيآر پي جي-۷ناصر خسروټولنهشاه حسين هوتکابو حنيفه (امام اعظم)تامبهښوونځیفلسطینبغدادجنسي تېرینړیوال سوداګریز سازمانارغندابروديومپه عراق کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو حضور (۲۰۱۴ – ۲۰۲۱ زکال)مذهبد ډيورنډ کرښه🡆 More