کاندنسر یو لاتیني ټکی دی چې د كښېكاږونکی مانا ورکوي.
دا نوم اړوند لري په هغه چارچ چې د لوحو په منځکې كښېكاږل کېږي. کاندنسر هغه اله ده چې برښنایي چارجونه زیرمه کوي. دا اله د دوو موازي برېښنا لېږدونکو لوحو څخه جوړه شوې ده. دغه لېږدونکي د نه لېږدونکي توکونو او یا د هوا په مرسته یو له بله جلا کېږي. کله چې لوحې یوه مثبت او بله منفي چارچ شي نو منفي چارچونه د نه لېږدونکي له لارې مثبتې لوحې ته خوځېږي.
هر کاندنسر خپله د ساتلو وسه لري. د ده وسه د چارچونو د کچې سره په نیغه او د لوحو تر منځ د پوتنشیل د توپیر سره چپه تړنه لري. که د کاندنسر وسه په (C)، د چارچونو کچه په (Q)او د پوتنشیل توپیر په (V) نو دا فورمول به په لاس راشي:
د کاندنسر د وسې واحد
د کاندنسر د وسې واحد فاراد (Farad) دی. چې په لنډه یې نښه (F) ده. یو فاراد هغه وسه ده چې یو کولمب چارچ د یوه کاندنسر د لوحو تر منځ یو ولت د پوتنشیل توپیر منځ ته راوړي.
د ښوونې او روزنې د فزیک کتاب
This article uses material from the Wikipedia پښتو article کانډنسر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.