چينايي دوديزه درملگري

د چين دودیز طب د اوږدي مودي د پرمختيا په تاريخ کې د واقعيتونو او تجربو د جمعبندي کولو له لارې په تدريجي توگه رامنځته شوي چه په دي توگه د چيني ملت ځانگړي خصوصيت لرونکي طبي سيستم ايجاد شوي دي.

د چين دودیز طب هم د چين د بيلا بيلو قومونو طب گڼل کيږي چه په دي کې په عمده توگه د هان، تبت، مغول او ويغور د قومونو طب شامل دي.

چينايي دوديزه درملگري

له دي امله چه د هان قوم نفوس تر ټولو نه زيات دي ، نو د چيني عنعنوي طب په هکله د خان قوم د ژبي ليک دود تر ټولو نه مخکې رامنځته شوي او کلتوري تاريخ يي نسبتأ اوږد دي، نو په نړۍ کې د هان قوم د عنعنوي طب اغيزه ډيره لويه ده. په نولسمه پيړۍ کې چين ته د لويديځې نړۍ د طب د داخليدو او مروج کيدو نه وروسته د هان قوم طب د چين عنعنوي طب په توگه وگڼل شو.


تاريخ

د چين د دودیز طب د پرمختيا په بهير کې د هان قوم طب د نوو قومونو په نسبت تاريخ يي ډير لرغوني دي او واقعي تجربې او اړوندې تيوري نسبأ مکملې او زياتې ښکاري.

د چين د ژيړ سيند د دواړو غاړو سيمه د چين د دودیز طب د رامنځته کيدو سرچينه گڼل کيږي او وړاندې له وړاندې نه په دي سيمه کې اړوند طبي علمي سيستم جوړ شوي و. د چين د عنعنوي طب د پرمختيا په اوږد تاريخ کې بيلا بيل اړوند احتراعات ، ډير مشهور ډاکتران او مهمې اړوندې طبي علمي ډلې او اثارونه رامنځ ته شوي وو.

د څه د پاسه درو زرو کلونو نه مخکې د شانگ د سلسلې په هغه ليک دود کې چه د لاک پر کاسه او د ځناورو پر هډوکو باندې حکاکي شوي، د روغتيا او د څه د پاسه لس ډولونو ناروغيو په باب تفصيلات ليکل شوي وو. د جو سلسلې په دوره کې په چين کې د کتلو، پوښتنې، د بويولو په گډون د ناروغيو د درملنې کولو او د درملونو ، د ستنې طب او جراحي عملياتو په شمول د تداوي ځيني طريقې تر استفادي لاندې راغلي وي. د چنگ او هان د امپورطورۍ په دوره کې د هوانگ دي په نامه د طبي څيړنې په باب مشهور اثار چه د چين په تاريخ کې تر ټولو نه لومړي طبي اثار گڼل کيږي، رامنځته شوي ؤ. ور پسي د لويي تبې د ناروغۍ باب تيورۍ چه د جيان ځونگ جنگ له خوا ليکل شوي، رامنځته شوې وه چه په دي اثارو کې په خاص ډول د بيلا بيلو اړوندو ناروغيو د تشخيص او تداوي په هکله تفصيلات بيان شوي دي چه د باليني طب د څيړنې د پرمختيا له پاره يي کلک بنسټ کيښودلي ؤ. هان د چين د خان د سلسلې په دوره کې د طب په هکله د جراحي علملياتو سويه نسبتأ لوړه وه. د درو مملکتونو په باب يو اثر کې چه د ميلادي کال له دوو سوو شلم کال نه تر دوه سوه اتيايم کاله پوري رامنځ ته شوي، دا ليکل شوي چه په هغه دوره کې نامتو ډاکتر هوا تو د بي هوشي د درو درمل په واسطه بيلا بيل جراحي عمليات تر سره کول.

د وي او جن د سلسلو نه ( ميلادي کال ٢٢٠ کال __ ٥٨٩ کال ) د سوي تان د پنځو سلسلو تر دورې پورې ( ميلادي کال ٥٨١ کال __ ٩٦٠ کال ) د نبض د شميرنې له لارې د ناروغيو د تشخيص په هکله ستر پرمختگ تر لاسه شوي ؤ. د جن د سلسلې په دوره کې د تبض د شميرنې په باب هغه مشهور اثارکې چه په نوموړي سلسله کې د نامتو ډاکتر وانگ شو حه له خوا ليکل شوي ، څلري ويشت ډول نبض بيان شوي دي. دغه اثارو نه يوازي د چين پر طبي علم باندې ستره اغيزه اچولي بلکه بهر ته هم خپور شوي ؤ. دغه راز د نوموړي سلسلې په دوره کې د سوزني طب له پاره ، د درملونو د جوړولو ، د جراحي عملياتواو د ماشومانو د ناروغيو د علاج په برخو کې هم ډير ارزښناک طبي اثار رامنځته شوي وو.

د سونک د سلسلې په دوره کې ( ميلادي ٩٦٠ کال __ ١٢٧٩ کال ) د طبي پوهنې په هکله د سوزني طب په برخه کې لوي اصلاحات رامنځته شول چه په دي بهير کې د اړوندې طبي روزنې په هکله د زده کونکو له پاره د کار ازموينه رامنځته شوې وه. د مينگ په سلسله کې ( ميلادي کال ١٣٦٨ کال __ ١٦٤٤ کال ) يو شمير طبي کارپوهانو د لويي تبې ، عمومي تبې او سخته ساري ناروغۍ سره جلا کړي وه او د چن د سلسلې تر دورې پوري د نوموړو ناروغيو په باب ځيني خاص اثار رامنځته شول.

د چين د مينگ د سلسلې له پيل نه لويديځ طب چين ته داخل شوي او په هغه وخت کې يو شمير طبي کارپوهانو دا نظر درلود چه د چين عنعنوي طب دي له لويديځ طب سره يو ځاي استعمال شي ترڅو دواړه طب يو د بل کمبود ليري کړي او يو له بل څخه گټې واخلي.

د چين د دودیز طب بنسټیزه اندپوهنه

د چين د دودیز طب بنسټیزه اندپوهنه د انسان د بدني حياتي فعاليتونو او د ناروغيو د بدليدو د قانون سره سم رامنځته شوې او پکې د ناروغيو د علتونو، د تشخيص د طريقو ، د درملنه لارې ، د ناروغۍ د مصنونيت ، د روغتيا د ساتنې او د داسي نورو محتوياتو څخه عبارت دي.

د چين د قديمي فلسفې له نظره د انسان په شمول هر طبيعي موجودات ټول متناقض موجودات دي. د چين عنعنوي طب د نوموړي تيورۍ په نظر د انسانو د بدن د پاسني او لاندني برخې ، د بدن د بهرنيو او داخلي بيلا بيلو برخو او د انسان او د طبيعي چاپيريال ترمنځ نه يوازي نژدي اړيکې لري بلکه يو له بل سره متناقض هم دي. نو که د نوموړو بيلا بيلو خواوو ترمنځ د روابطو هماهنگۍ خرابه شي ، ناروغۍ به پيدا شي.

د نوموړي تيوري سره سم د چين د عنعنوي طب له نظره په طبيعي نړۍ کې ټول موجودات په پنځو ډولونو خاصيت لرونکو موادو پوري اړه لري چه دغه ينځه ډول خاصيت لرونکي مواد يعني لرگې، اور ، خاورې ، سره زر او اوبه گڼل کيږي. دغه پنځه ډول مواد يو له بل سره جلا نه کيږي خو له بلي خوا يو له بل سره متناقض هم دي. د چين عنعنوي طب د د غې تيورۍ له مخې د انسان د بدن د داخلي بيلا بيلو جهازونو د ناروغيو تشخيص کوي.

د چين د عنعوي طب د تيوري سره سم د طبيعي نړۍ د نجوم، د هوا پيژندنې او د هوا بدلون د انسانو پر روغتيا او ناروغيو باندې اغيزه لري او د کال د پسرلي، دوبي، مني او ژمي د څلورو فصلونو د هوا بدليدو په بهير کې د څلورو فصلونو د باد، يخنۍ، گرمي، لوندوالي، وچکالي او اور په گډون شپږ ډول عوامل رامنځته کيږي. د دغو طبيعي پديدې د بدلونونو د عوامل او د ناروغيو ترمنځ اړيکي لري.

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بيلا بيلو جهازونو لکه د زړه، ځگر، طحال، سږي، بډوډۍ او د کولمې، دماغ، هډوکو او داسي نورو بدني جهازونو د فيزيولوژيکي رول او د ناروغيو د بدلونونو ترمنځ اړيکي موجود دي.

د چين د دودیز طب د تيورۍ سره سم د بدن په د ننه کې د هوا او د ويني انتقالي لاره شته او په ټول بدن کې يي مهم رول لري. که په دغه سيستم کې کوم بدلون رامنځته شي، دا به د بدني جهازونو د ناروغيو سبب شي.

د درملنې ډولونه

د چين د عنعنوي طب د عادتونو سره سم ډاکتران په عمده توگه د کتلو ، اورولو، بويولو او د لمس کولو په شمول د احساسونو د لياقت څخه په استفادي سره د ناروغانو سره د تماسونو د نيولو يا د ناروغانو د خپلوانو سره د خبرې کولو له لارې په هره اړخيزه توگه د ناروغيو په باب اړوند معلومات تر لاسه کوي ترڅو سک تشخيص وکړي ٠ په دي هکله څلور عممده طريقې په دي ډول دي ،

د کتنې درملنه

د چين د عنعنوي طب له نظره د انسان د بدن د بهرنيو برخو او د بدن د داخلي جهازونو ترمنځ نژدي اړيکي لري ، که چيري د انسان د بدن دننه د جهازونو په کارونو کې کوم بدلون رامنځته شوي ، حتمأ به يي د بدن د بهرنيو برخو لکه د روح ، رنگ ، شکل له داسي نورو برخو نه څرگند شي.

د کتني تشخيص په عمده ډول د سړي د روح ، د مخ رنگ ، د ژبي رنگ ، د بدن د پوستکې رنگ ، د ميتياز او غول رنگ او د داسي نور د بدن بهرني برخې د بدلونونو څخه عبارت دي.

د بويولو درملنه

د يويولو تشخيص په دي ډول دي چه ډاکتر د ناروغانو د اوازونو او د مدفوعاتو د بوي سره سم د ناروغيو تشخيص کوي. په دي بهير کې ډاکتران د ناروغانو د اوازونو د بدلونونو او د بدن د بيلا بيلو جهازونو د تغييراتو په باب معلومات تر لاسه کوي چه نوموړي اوازونه د ناروغانو د خبرو، تنفس ، د ټوخي او داسي نور اوازونو څخه عبارت دي. بوي له دوو برخو څخه عبارت دي چه يو يي د ناروغانو د بدن او بل يي د مدفوعاتو څخه خپري شوي دي.

د پوښتنې درملنه

د دغې طريقې له مخې ډاکتران له ناروغانو يا د دوي د خپلوانو څخه د پوښتنې له لارې د ناروغيو د پيښيدو ، پرمختيا او د علاج په باب يو لړ اړوند معلومات تر لاسه کوي او په عين وخت کې د ناروغيو او د ناروغانو د ورځني ژوند ، د کار چاپيريال ، د خوارکونو او د واده په هکله د ناروغيو په ارتباط يو لړ معلومات لاس ته راوړي.

د پوښتنې په تشخيص کې د ناروغانو اړوند شخصي حالت شامل دي. لکه د ناروغ نوم، جنس، عمر، کار، واده او داسي نور ٠ بر سيره پر دي د ناروغانو دناروغيو او اړوند شخصي او کورنيو تاريخ هم پکې شامل دي.

د تماس نيولو درملنه

ډاکتران په خپلو لاسونو د ناروغانو د بدن سره د تماس نيولو له لاري ناروغۍ تشخيص کوي او دغه ډول تشخيص په دوو برخو ويشل کيږي چه لومړي د نبض د شميرلو او احساسولو په واسطه د تشخيض په بهير کې د نبض د ضربانونو د بدلون سره سم د ناروغيو په باب معلومات تر لاسه کوي. دوهم په لاسونو د ناروغانو د بدن پر اړوندو برخو باندې فشار اچول دي او له دې لارې د اړوندې بدني برخې ناروغۍ درک کوي.

Tags:

چينايي دوديزه درملگري تاريخچينايي دوديزه درملگري د چين د دودیز طب بنسټیزه اندپوهنهچينايي دوديزه درملگري د درملنې ډولونهچينايي دوديزه درملگريتاريختبتطبمغولويغورچين

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

اباسين يوسفزید انګلستان دویم جېمزانځور خبرياليتلويزونسلووانياسپوږميز لېږديز کالهندارهغسلامير کروړ سوري ( مړ ۱۵۴ ليږديز )اقتصادي نظاملندنبیل کلینټند افغانستان وزارتونهد افغانستان لنډ تاريخمېډياويکيهايډروجنزړهمايکروسافټ وېنډوزاوتو فون بیسمارکكابلی تفسيرخرقه شريفهساپوهنهپښتو اوسنى شعرپښتني بانکغنمچین د خلکو جمهوریتدپښتو اصل او ريښهتورېزم په افغانستان کېد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچرونډاامام الدين جمعه ديند لویې بریتانیا دویم جورجسردار محمد يحيا خانجو بایډنپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهاډمنډ برکعمر بن عبدالعزيزبټي کوټ ولسوالۍد افغانستان جغرافيهسیمهعبدالحی حبيبيعدداکسيجند داود جمهوري افغانستانګوګلد امپراطوریو هدیرهنورستان ولايت24 اپرېلکيميامحمدناروغيازاد شعرجمهوریت غوښتنهپاړسي ژبهمخابراتابو حنيفه (امام اعظم)بهسود ولسوالۍ (ننگرهار)د ثور انقلابد افغانستان ژبېدعناصرو دوراني جدولبرېښنابانکاورګاسمد پښتو ژبدودمتلونهپه بریتانیا کې بادي برېښنامعلوماتحبيب الله رفيعخالد بن ولیدد افغانستان ولايتونه🡆 More