تبت

تبت (Tibet) (چینایي ژبه: 西藏) په ختيځه اسيا کې يوه سيمه ده چې د تبتي لوړو سيمو زياته برخه، چې نږدې ۲۵۰۰۰۰۰ کيلو متره (۹۷۰۰۰۰ ميل مربع) کېږي، يې پوښلې ده.

دا د تبتي خلکو دوديزه سيمه ده، ځينې نور قومونه هم دلته ژوند کوي، لکه: مونپا، تامانګ، کيانګ، شرپ او لوبا. اوس مهال په کې ځينې چينايي هان او هوی توکمونه هم ژوند کوي. تبت د ځمکې پر مخ تر ټولو لوړه سيمه ده، منځنی لوړوالی يې ۴۳۸۰ متره (۱۴۰۰۰ فوټه) دی. تبت چې په هماليه کې موقعيت لري ،تر ټولو لوړ غر يې د ايورسټ څوکه ده، دا د نړۍ تر ټولو لوړغر دی چې د سمندر له سطحې نه ۸۸۴۸.۸۶ متره (۲۹۰۳۲ فوټه) لوړوالی لري. 

د تبت انځور
د تبت انځور
د تبت انځور

تبت
تبت

هيواد چين د خلکو جمهوريت   د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورډېناټونه: ۲۹°۳۹′شمال ۹۱°۰۶′ختیځ / 29.65°شمال 91.1°ختيځ / 29.65; 91.1   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
ساحه 2500000 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالي 4380 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس
ټول نفوس 3002166 (سرشمېرنه ) (۲۰۱۰)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 8449601  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تبت  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د تبت سترواکي په اوومه پېړۍ کې جوړه شوې ده. په نهمه پېړۍ کې خپل اوج ته رسېدلې، په دې مهال د تبت سترواکي د تبت له لوړو سيمو نه اوښتې وه، د مرکزي آسيا د تاريم له حوزې نه په لويديځ کې تر پامير پورې او په سويل ختيځ کې تر يونان او بنګار پورې غځېدلې وه، خو کله چې د دې سترواکۍ د وېش لړۍ پېل شوه، دا سترواکي په څو سيمو ووېشل شوه. د لويديځ او مرکزي تبت (Ü-Tsang) ډېره برخه لږ تر لږه تش په نامه د يو لړ تبتي دولتونو تر مشرۍ لاندې په لهسا شيګاتسه او يا د دې په شا او خوا سيمو کې سره متحد شوه. د خام او امدو ختيځو سيمو، تر ډېره بريده لرغونی سياسي نامتمرکز جوړښت وساته، چې د يو شمېر کوچنيو شاهزاده ګانو او قبيلو تر منځ وېشل کېدل، په داسې حال کې چې ډېری يې نېغ په نېغه د چين تر واکمنۍ لاندې وو او په پايله کې د دې سيمو ډېره برخه د چين د سيچوان او چينګهای سره ونښلول شوې. د تبت اوسنۍ پولې تر ډېره حده په اتلسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي.

په ۱۹۱۲ز کال کې د چینګ د سلسلې واکمنۍ پر وړاندې د شينهای تر انقلاب وروسته، د چينګ سرتيري بې وسلې کړای شول او د تبت (Ü-Tsang) له سيمې و ايستل شول. دې سيمې بې له دې چې د چين د جمهوري دولت له خوا په رسمېت وپېژندل شي، په ۱۹۱۳ز کال کې خپلواکي اعلان کړه. وروسته لهاسا د چين د شيګنډ ولايت د لويديځې برخې واک په لاس کې واخيست. دې سيمې تر ۱۹۵۱ز کال پورې خپله خپلواکي وساتله، تر دې چې د چامدو په نښته کې تبت اشغال او د چين د خلکو جمهوريت سره الحاق شو، په ۱۹۵۹ز کال کې له يوه ناکام پاڅون وروسته د تبت پخوانی حکومت منحل کړای شو. نن ورځ چين د خپلواکې سيمې په توګه په لويديځ او مرکزي تبت واکمني کوي، په داسې حال کې چې ختيځې سيمې د سيچوان، چينګهای او نورو ګاونډيو ايالتونو اړوندې خپلواکې سيمې دي. د تبت د سياسي حيثيت او له هېواده بهر فعالو مرورو ډلو تر منځ کړکېچ شته. د معلوماتو پر بنسټ، په تبت کې فعالين نيول شوي او ځورول شوي دي.

که څه هم په وروستيو لسيزو کې ګرځندویي په تبت کې په يوه صنعت بدله شوې ده، بيا هم د تبت اقتصاد پر کرنه ولاړ دی، په تبت کې واکمن دين تبتي بودايي دین دی، د تبت په نورو دينونو کې Bön شامل دی چې بودايي ته ورته يو لرغونی دین دی، تبتي مسلمانان او د مسيحيانو لږه کي هم لري. تبتي بودايي دين پر هنر، موسيقۍ او د سيمې پر موسمي مېلو تر ټولو زيات اغېز لري. په تبتي ودانيو کې د چين او هندوستان اغېزې ښکاري، د تبت اصلي خوراکونه وريتې وربشې، د غويي غوښه او د کوچو چای دی.

نومونه

په تبتي ژبه کې د دوی نوم چې په ( Bod (བོད་) بڼه لېکل کيږي او معنا يې ده «تبتي لوړه اواره ځمکه»، په اصل کې يې د نوم معنا ده د لهسا په شا اوخوا کې مرکزي سيمه، اوسمهال په تبي ژبه کې د « Ü (དབུས)» په ډول ليکل کېږي. په معياري تبتي ژبه کې د «Bod» تلفظ په لاندې ډولونو شوی دی: په Tournadre غږيز ليکدود کې په « Bhö» ډول، په THL ساده شوي غږيز ليکدود کې د « Bö» په ډول او په تبتي پينيين کې د « Poi» په ډول. ځينې پوهان په دې باور دي چې تبت ته لومړۍ ليکلې اشاره د ايريتيارين سمندر د پيريپلس (له زېږد وروسته لومړۍ پېړۍ) د مصري-يوناني لرغوني باوتای په آثارو او په جغرافيه (بطلميوس، له زېږد وورسته دويمه پېړۍ) کې شوې وه، دا نوم د هند د جغرافيايي روايتونو د سنسکريت له « Bhauṭṭa» نه اخستل شوی نوم دی.

د تبت قوم سيمې لپاره چينايي معياري نوم « Zangqu» دی، چې د کنايي په ډول د «شيګاتسه» په شا اوخوا کې د «تسانګ» نه اخیستل شوی دی، په داسې حال کې چې يو چينايي وروستاړی « qū» پسې زيات کړای شوی دی، چې معنا يې ده، «ډګر، ولسوالۍ، سيمه، ساتنه کول». دې ته له کتنې پرته چې دوی د کوم ځای دي، د تبت خلکو، ژبې او کلتور ته «زانګ» ويل کېږي، که څه هم جغرافيايي نوم « Xīzàng» ډېر ځله يوازې د تبت تر خپلواکې سيمې پورې محدود وي. د Xīzàng اصطلاح د چينګ د حکومت پرمهال د سترواک « Jiaqing» (۱۷۹۶-۱۸۲۰ز) په واکمنۍ کې جوړه شوې، په داسې حال کې چې د Zang پورې يې يو مختاړی «西» وتاړه چې معنا يې ده لويديځ.    

په منځنيو پېړيو کې د تبت لپاره د چينايي ژبې تر ټولو پېژندل شوی نوم Tubo دی. دا نوم په لومړي ځل، په چينايي ژبه په اوومه پېړۍ کې د «土番» په بڼه او په لسمه پېړۍ کې د «吐蕃» په بڼه راڅرګند شوی (د تانګ زوړ کتاب، کوم چې سترواک يانګ سويي ته د تبتي پاچا نامري سونګتسن استازی تشرېح کوي ۶۰۸-۶۰۹ز). د هغه مهال په منځنيو چینايي ژبو کې، په هغه پېر کې پرې خبرې کېدې، دا نوم د ويليام ايچ باکستر له خوا په «土番» ډول جوړ شوی او تلفظ به يې په « thuX-phjon» ډول کېده، په «吐蕃» بڼه ليکل کېده چې تلفظ يې بيا په « thuX-pjon» ډول سره شوی دی (په دويم نوم کې X د شانګ د لهجې استازيتوب کوي.

له اوسنيو چينايي نومونو نه مخکې، تبت په دې نومونو هم نومول شوی دی:

  • وسيګو.
  • وسيزانګ
  • ټوبوټو
  • ټانګوټو

امريکايي تبت پېژندونکی اليوټ سپيرلينګ په چينايي ژبه کې د ځينو ليکوالانو د وروستيو ليکنو پلوي کړې ده چې د « Xizang» د کارولو  پر ځای يې د «Tubote» ټکي د بيا تازه کولو هڅه کړې ده، په دې بنسټ چې د «Tubote» په ټکي کې په ډېر څرګند ډول د ټول تبت لوړې هوارې سيمې رانغاړي، نه يوازې د دې سيمې تبت خپلواکې سيمې.

د انګليسي ژبې د Tibet  يا Thibet  ټکي تاريخ اتلسمې پېړۍ ته ورګرځي.  تاريخي ژبپوهان له دې سره موافق دي، چې « Tibet» په اروپايي ژبو کې پردی لغت دی او د سامي ژبې د Ṭībat  يا Tūbātt  (په عربي کې: طيبة، توبات) نه اخیستل شوي پردي لغات دي، چې په اصل کې د ترکي ژبې د « Töbäd » چې تحت اللفظي معنا یې ده «لوړه».

ژبه

ژبپوهان په عمومی توګه تبتي ژبه د چينايي- تبتي ژبې د کورنۍ په تبتي- برمايي ژبه کې ډلبندي کوي، خو د تبتي او هماليايي ژبو تر منځ پولې ناڅرګندې دي. متيو کاپسټين وايي:

د تاريخي ژبپوهانو له لید سره سم، د سترو اسيايي ژبو په منځ کې تبتي تر ډېره بريده له برمايي سره ورته والی لري. په هماليايي سيمو کې له نورو اړوندو ژبو سره د دې دوه ژبو ډلبندي کول، د اسيا او چينايي- تبتي سرحدي سيمو په نورو سويل ختيځو لوړو سيمو کې، ژبپوهان دې پايلې ته رسېدلي دي چې، په دې سيمه کې د تبتي- برمايي ژبو کورنۍ شته. تر ټولو ډېره لانجمنه نظریه دا ده چې، تبتي- برمايي کورنۍ په خپله هم د يوې سترې کورنۍ برخه ده، چې چينايي-تبتي بلل کېږی او په دې ډول تبتی او برمایی زبط د چینایی زبط لرې تربورانې دی.

سرچینې

Tags:

چینایي ژبه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د اتریش د کار گونداوكراينمصنوعي القاحکاناډامخابراتلویي آګاسيپوځکيمياوي توکیملګري ملتونهمحمد زرين انځورد افغانستان پوځي تاريخمچايمان18 فبروريباچا خانسولگرزده کړهابوبکر صدیقځمکهبېکينيسيلدينافيلامام علي رحمانوفبريالی صمديطبي اخلاقگوډ تېمورد افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)چينبغلان ولايتسینا ټاپوزمهپوهنغونډپېروزهنیټورکفلسفهنیویورکجنسي بیا توليدد جمعې لمونځکندهارد انګلستان دویم جېمزوزير فتح خاند متحده ایالاتو – بریتانیا اړيکېزړهپروټينمدیترانې سمندرګیګاري کاسپاروفرحمد انګلستان د انګلو- ساکسون تاریخپه مسيحيت کې یهود مخالفتژر انزالېدلکیپ ټاونجوالاتصوفولادمیر پوتینبوديجهاموي خلافتترکمنستانپشه يي پښتو متلونهمحمد (ص) په اسلام کېد لمر رڼاږغیز تارونهاسلاملویه جرګهد ښځو مطالعهغازي محمد جان خان وردگد بالکان جګړېانتارکتيکا🡆 More