چاپېریالي مېشت‌ځای

په چاپېریال‌پوهنه یا ایکولوژۍ کې مناسب مېشت‌ځای له ځانګړو شرایطو سره د یوې نوعې مطابقت یا ځان برابرولو ته وايي.

موخه یې دا ده چې څه ډول یو موجود یا ډېر موجودات د سرچینو تراکم ته غبرګون ښيي (د بېلګې په توګه د ودې په واسطه هغه مهال چې سرچینې پرېمانه وي او څیروونکي حیوانات، پارازیټونه او پتوجنونه کم وي) او څه ډول هغه عوامل بدلوي (د بېلګې په توګه هغو سرچینو ته د نورو موجوداتو لاسرسی محدودول چې د څيروونکو حیواناتو لپاره د خوراکي سرچینې په توګه کار کوي). "د هغو متغیراتو ډول او شمېر چې د چاپېریالي مېشت‌ځای اړخونه جوړوي، له یوې نوعې تر بلې نوعې توپير لري او د یوې نوعې لپاره د ځانګړو چاپېریالي متغیراتو نسبي اهمیت ښايي جغرافیايي او بیوټیکي برخو ته په کتو سره توپير ولري."

ډېری نوعې په یوه سټنډرډ ایکولوژيکي ټاټوبي کې موجودې دي، په یوه پراخه طبقه‌بندۍ کې له نورو نوعو سره ورته چلندونه، تطابق او ځانګړنې لري، خو ځینې استثناوې هم په کې شته. د غیر سټنډرډ نوعو یوه ښه بېلګه د نیوزیلنډ «کیوي» مرغه دی چې الوت نه‌شي کولی او په ځمکه کې ساکن دی، له چینجیو او نورو ځمکنیو موجوداتو څخه تغذیه کېږي او خپل ژوند د تي لرونکو ژویو په ورته مېشت‌ځای کې تېروي. د جزیرې بیوجغرافیه د جزیرې د نوعو او خالي مېشت‌ځایونو په تشرېح کې مرسته کولی شي.

ګرینلي مېشت‌ځای

د ژویو د مناسب مېشت‌ځای یا (niche) ایکولوژيکي معنا د مجسمې لپاره په دېوال کې د ایستل شوي ګوګ له معنا څخه اخیستل شوې ده چې هغه له فرانسوي کلمې (nicher) څخه مشتقه ده چې معنا یې ځاله جوړول دي. دغه اصطلاح طبیعت‌پېژندونکي «رازول هیل جانسون» مطرح کړه، خو جوزف ګرینل لومړنی کس و چې هغه یې په ۱۹۱۷ کال کې په څېړنیز پروګرام کې په خپله یوه مقاله کې وکاروله.

د ګرینلي مېشت‌ځای مفهوم څرګندوي چې د نوعې لپاره د اوسېدو مناسب ځای د نوعې د مېشت‌ځای او اړوندو چلندي مطابقتونو په مرسته مشخصېږي. په بله وینا، د ژویو د اوسېدو مناسب ځای د ژوندځای د هغو اړتیاوو او چلندونو مجموعه ده چې هلته نوع ژوند ته ښه دوام ورکولی شي او بچیان زیږولی شي. د بېلګې په توګه په کلفورنیا کې د اوږدو لکیو لرونکو مرغیو چې (thrasher) نومېږي، چلند له هغه مېشت‌ځای سره مناسب دی چې په کې اوسېږي – تر خسو یا بوټو لاندې بچیان زیږوي او تغذیه کېږي او تر دغو خسو یا بوټو لاندې له څیروونکو حیواناتو یا ښکاریانو څخه پټېږي. له دغه مېشت‌ځای سره د دغه مرغه مطابقت د چلند او فزیکي ځانګړنو (د ښکاریانو سترګې نه جذبوونکي رنګ، لنډو وزرونو او پیاوړو پښو) له مخې مشخصېږي.

الټوني مېشت‌ځای

په ۱۹۲۷ کال کې بریتانیايي ایکولوژېست «چارلس ساټرلنډ الټون» د ژویو مناسب مېشت‌ځای دا ډول تعریف کړ: "د یوه حیوان د اوسېدو مناسب مېشت‌ځای په ژواک چاپېریال کې د هغه ټاټوبی او له خوراک او دښمنانو سره اړیکې دي".

الټون د اوسېدو مناسب ځایونه د خوراکي لټون د فعالیتونو (خوراکي عادتونو) له مخې طبقه‌بندي کړل:

د بېلګې په توګه داسې مېشت‌ځای شته چې ښکار کوونکي مرغان په کې مېشت دي، دغه الوتونکي د موږکانو په څېر کوچني حیوانات خوري. د څېړۍ یا بلوط په یوه لرګي کې دغه مېشت‌ځای قهوه‌يي رنګه کونګ مرغانو نیولی او په پرانیستو څړځایونو کې کسټرل مرغانو اشغال کړی دی. د غوښه‌خوړونکو دغه مېشت‌ځای په دې واقعیت پورې اړه لري چې موږکانو په ډېرو بېلابېلو ځایونو کې یو مشخص نبات‌خوړونکی مېشت‌ځای جوړ کړی، که څه هم د موږکانو واقعي نوعې ښايي بېخي جلا وي.

هاچینسوني مېشت‌ځای

د ژویو د مناسب مېشت‌ځای مفهوم د ژوپېژندونکي «ایولین هاچینسون» له‌خوا په ۱۹۵۷ کال کې مطرح شو. هاچینسون پوښتنه وکړه چې ولې د ډېرو موجوداتو ډولونه په هر مېشت‌ځای کې شته؟ د هاچینسون دغه کار ډېرو نورو کسانو ته الهام ورکړ تر څو ماډلونه جوړ کړي او دا تشرېح کړي چې په یوه ځانګړې ټولنه کې څومره او څه ډول مشابه نوعې موجودې دي، د دې تر څنګ «د مېشت‌ځای د پراختیا» (د سرچینو بېلابېلوالی یا د یوې ځانګړې نوعې له‌خوا کارېدونکي مېشت‌ځایونه)، «د مېشت‌ځای د وېش‌بندۍ» (د نوعو په واسطه د سرچینو تمایز) او «د مېشت‌ځای د تداخل» په څېر مفاهیمو د رامنځته کېدو لامل شو.

مناسب مېشت‌ځای د ژواک چاپېریالي فضا یوه ډېره ځانګړې برخه ده چې د یوې ځانګړې نوعې له‌خوا اشغال شوې ده. په دې ګمان سره چې هېڅکله دوې نوعې د ټولو اړخونو له نظره سره یو شان نه دي (چې د هارډین د نابرابرۍ اصول بلل کېږی)، ځینې سرچینې د هرې نوعې لپاره ځانګړي مېشت‌ځایونه برابروي. نوعې کولای شي «د ژوند ډول» یا «اټکولوژيکه ستراتيژي» سره شریکه کړي چې دا د ژواک چاپېریالي فضا پراخ تعریفونه دي. د بېلګې په توګه که څه هم د استرالیا د چمنونو نوعې د لویې دښتې له چمنونو سره توپير لري، خو د ژوند ډولونه یې سره ورته دي.

کله چې یو مېشت‌ځای تش پاتې شي، نور موجودات کولای شي دغه موقعیت ډک کړي. د بېلګې په توګه هغه مېشت‌ځای چې د تارپان (tarpan) د نشت کېدو له امله تش پاتې شوی و، د نورو حیواناتو (په ځانګړي ډول د کوچنیو اسونو یوه ډول) ډک کړی دی. کله چې حیوانات یا نباتات نوي چاپېریال ته وړل کېږي، د هغه ځای د موجوداتو پر مېشت‌ځای یا مېشت‌ځایونو د برید یا د دغو مېشت‌ځایونو د نیولو وړتیا لري. د انسان له‌خوا نورو چاپېریالونو ته د بېګانه نوعو ور وړل د بېګانه یا بریدګرو نوعو له‌خوا د بیولوژيکي ککړتیا لامل کېږي.

سرچینې

Tags:

چاپېریالي مېشت‌ځای ګرینلي مېشت‌ځایچاپېریالي مېشت‌ځای الټوني مېشت‌ځایچاپېریالي مېشت‌ځای هاچینسوني مېشت‌ځایچاپېریالي مېشت‌ځای سرچینېچاپېریالي مېشت‌ځای

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د کتاب نړيواله کره شمېرهد بکارت پردهنورستان ولايتمحمد آغې ولسوالۍمعاصره فلسفهبلوک مشردويمه نړېواله جګړهمولانا بجلی ګهرچایقلندر مومندغنمد معيار نړيوال تنظيمپښتو ادباحمدزيد برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نه9 اکتوبرسپوږميز لېږديز کالهندارهپښتني بانکپه پښتو کې د ياگانو سمه کارونه29 جنوريملګري ملتونهد غاښونو درملنهنثرالکساندر هرتسناسلامي دولتلاجوردرسولمدهيه پرديشد ايټالیا اتحادد یونېسکو نړیوال میراثناپولیوني جګړېتېڅو ناکامورامالټانور محمد ترکیژباړهکامچاټکا سيمهد احد غزاټولنپوهنهعبدالرحمان باباپاکستانمړینهډېوېډ کامرونخوست ولايتد هوتکيانو ټولواکمنيد واده شپهټویټرصربیاالومېنيمداکټر سید جمال الدین هرویقزاقستانلیونل مېسيګوجرسيتياد جنازې لمونځتورکيهد درود شريف ځانګړتیا او ګټيګواتيمالانړيوالې اړيکېسولپوهنهاسرائيلپه متحده ایالتونو کې اصلي امریکایانهوا او فضا کې د الوتنو مطالعهاتلسم لویيساسلامي تاريخپه بریتانیا کې بادي برېښنا🡆 More