ځنګل د ځمکې یوه سیمه ده چې ونې په کې واکمنې دي.
په نړۍ کې د ځنګل په اړه سلګونه تعریفونه کېږي چې د ونې کثافت، د ونې لوړوالی، د ځمکې کارول، قانوني موقف او د ایکولوژیکي فعالیت فکتورونه په کې شامل دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO) ) ځنګل داسې تعریفوي: " له۰.۵هکتاره ډېره ځمکه چې له 5 مترو لوړ ونې ولري او له ۱۰ سلنه زیاتې ونې چې دغه وضعیت ته ورسېږي. د دغه تعریف په کارونې سره، د ۲۰۲۰ (FRA۲۰۲۰ ( نړیوالې ځنګلي سرچینو ارزونو وښووله چې ځنګلونه ۴،۰۶ هکټاره (۱۰ میلیارد هکتاره؛ ۴۰،۶ میلیون کیلومتر مربع؛ ۱۵،۷ میلیون مایل مربع) یا نږدې ۳۱ سلنه ځمکه په ۲۰۲۰ کال کې تر پوښښ لاندې راولي.
ځنګلونه د ځمکې تر ټولو مهم ایکوسیستم دی او په ټوله نړۍ کې وېشل شوي دي. د نړۍ تر نیمایي زیات ځنګلونه یوازې په پنځو هېوادونو (برازیل، کاناډا، چین، د روسیې فدراسیون او د امریکا متحده ایالاتو) کې دي. د ځنګلونو لویه برخه ( ۴۵ سلنه) په استوایي عرض البلدونو کې ده او له هغې وروسته په شمالي معتدله او نیم ګرمو سیمو کې ده.
ځنګلونه د ځمکې د بایوسفیر د ناخالص لومړني تولید ۷۵٪ جوړوي او د ځمکې د نبات بایوماس۸۰٪ لري. په کال کې د خالص لومړني تولید استوایی ځنګلونو لپاره ۲۱،۹ ګیګاټن بایوماس، د معتدله ځنګلونو لپاره ۸.۱ او د شمالي ځنګلونو لپاره ۲.۶ سلنه اټکل شوی دی.
ځنګلونه په بېلابېلوعرض البلدونو او ډول ډول لوړو کې له ورښتونو او تبخیر سره بېلابېل بیومونه جوړوي. د شمالي قطب په شاو خوا کې شمالي ځنګلونه، استوایي نمجن ځنګلونه او وچ استوايي ځنګلونه د استوا په شاو خوا کې وچ ځنګلونه او د منځنۍ جغرافیا په اوږدو کې معتدل ځنګلونه. هغه سیمې چې لوړې دي د لوړو ارتفاعاتو په ساحه کې د ورته ځنګلونو ملاتړ ته لېوالتیا لري او د ورښت اندازه هم د ځنګل په ترکیب اغیزه کوي.
د ځنګلونو نږدې نیمايي (۴۹سلنه) ساحه باندې په نسبي توګه لاس نه دی وهل شوی، په داسې حال کې چې ۹ سلنه په ټوټو او لږ وصل سیمو کې موندل کیږي. د استوایي باراني ځنګلونه او د شمالي مخروطي ځنګلونه لږ ټوټه ټوټه شوي دي، په داسې حال کې چې نیمه استوایي وچ ځنګلونه او معتدل سمندري ځنګلونه ټوټې شوي دي. د نړۍ شاوخوا ۸۰ سلنه ځنګلي ساحه د ۱ میلیون هکتاره (۲،۵ میلیون هکټاره ) کې موندل کېږي. پاتې ۲۰ سلنه یې په ټوله نړۍ کې په څه باندې ۳۴ میلیون ټوټو کې پرته ده ـ نږدې ډېره برخه یې په لږ اتفاق سره له ۱۰۰۰ هکټاره (۲۵۰۰ هکټار) سره پراخوالی لري.
ځنګل د انسان له ژوند سره مستقیمې اړیکې لري. که په دغو اړیکو کې طبیعي توازن له منځه لاړ شي د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کیږي، زموږ شاوخوا خاوره، تیګې، اوبه، هوا، ونې، بوټی، کروندې، غرونه، ځنګلونه، دا ټول بې ګټې نه دی، د ژوند لپاره ضرور دي، په ځنګلونو کې د انسان لپاره هغه څه شته چې د بشر په لاسونو نه دي جوړې شوې. بلکې په قدرتي ډول موجود دي او زموږ ژوند ورسره تړلی دی، د ځنګله له نورو ګڼو ګټو سره یوه ګټه دا ده چې د هېواد د ککړتیا مخه نیسي د ځنګلونو ساتل او لیدل پکار دي، نه دا چې ونې او بوټۍ یې له ریښې نه ووهل شي، نیست او نابود شي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article ځنګل, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.