په ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې

ژوندي فکتورونه دچاپيريال هغه ژوندې برخې دې کوم چې په نورو ژونديو موجوداتو اغيزه کوي دغه ژوندي موجودات کيداى شي چې حيوانات يا نور وي يا په بل عبارت دژونديو موجوداتو اغيزو ته ژوندي فکتورونه وايي چې دغه فکتورونه نه يواځى په نباتاتو باندې مستقيم تاثير کوي بلکې په خاوره يى هم لري.

ژوندي فکتورونه

ټول ژوندي موجودات يا دهغوي مواد چې په مستقيم او غير مستقيم ډول په چاپيريال کې دژونديو موجوداتو په ژوند اغيزه کوي ژوندي فکتورونه ګڼل کيږي په ژونديوفکتورونوکې ژوندي موجودات ، دهغوي شتوالي ،برخې ،اغيزي او پاتى شونې شامل دى.

دژونديو او غير ژونديو فکتورونو ترمنځ توپير

ژوندي فکتورنه دژوند يو موجوداتو څخه عبارت دى لکه ا نسانان ،حيوانات ، نباتات ، حشرات اوداسې نور.

دژونديو فکتورونوترمنځ اړيکې په لاندې ډول دي: ١- Intra-specific interactions:- ديوى نوعى دافرادو ترمنځ خپل منځي اړيکو ته ويل کيږي لکه دبلوط دنوعې دافرادوترمنځ درطوبت اوغذايي موادودلاسته راوړلو په منظورخپل منځي اړيکې

   ٢- Inter-specific interactions : دبيلا بيلو انواعودافرادوترمنځ اغيزې ترڅيړنې لاندې نيسي لکه دQuercus  اوEucalyptus انواعودافرادوترمنځ اغيزې دغه متقابلې اغيزې دژونديو فکتورونو دبقا لپاره ډيرې اړينې دي دا ډول متقابلې اغيزې په لاندې توګه طبقه بندي کيږي:  

۴.۱ـ ګډ ژوند (Symbiosis)

يو پراخه کټګوري ده چې دګډ ژونديا ارتباط په توګه تعريفيږي يا دبيلابيلو افرادو ترمنځ اړيکى دګډ ژوندپه نوم ياديږي اويا په بل عبارت هرهغه اړيکى چې پکې دوه انواع يوله بل سره نږدى يا ګډژوندکوي (Symbiosis)  بلل کيږي  په (Symbiosis) کې بياParasitism, Mutualism او Commensalisms  شامل دي چې په لاندې ډول تشريح کيږي:  

۴.۱.۱ـ Mutualism هغه سيمبيوتيکي اړيکه ده چې پکې دواړو ژونديو موجوداتو ته ګټه يا فايده رسيږي د مثال په ډول دشاتو مچيو او هغه نباتاتو ترمنځ اړيکې چې دوى پکې ګرده اچونه ترسره کوي پدى حالت کې دشاتو مچۍ دنبات دشيرې څخه دغذا په اخيستلوسره ګټه کوي او نبات بيا نورو نباتاتو ته دګردې په خپرولو سره ګټه ترلاسه کوي چې ددې له امله دنباتاتو دتکثري بريا احتمال زياتيږي.

شکل :د حشراتو او نباتاتو تر منځ اړيکې همدارنګه دشخوندوهونکوژوواودهغوۍپه هضمې سيستم کې دموجودوبکترياوترمنځ اړيکې چې شخوند وهونکى دهغه سلولوز څخه استفاده کوي کوم چې دبکترياوو پواسطه د استفادې وړګرځيدلې وي اوبکتريادشخوند وهونکو هضم اسانه کوي اوبکتريا دشخوند وهونکو په کلمو کې ژوند کوي اودکوربه په کلمو کې دغذايي موادو دپاتې شونو څخه استفاده کوي. ۴.۱.۲ـ Commensalisms

په کامنسليزم کې يوې نوعې ته ګټه رسيږي پداسې حال کې چې بله بې تفاوته پاتې کيږي يعنې هيڅ ګټه او تاوان ورته نه رسيږي چې دغه ډول اړيکه د Commensalisms   پنوم ياديږي او ګډونوال يى د Commensals په نامه ياديږي، مثلاً دالوتونکواونباتاتو تر منځ اړيکې .       

همدارنګه يو شمير حشرات او بحرى حيوانات دنورو دځالو او سوريو څخه استفاده کوي مګر هغوى ته کوم زيان نه رسوي. ۴.۱.۳-Parasitism

پدې حالت کې دوه بيلا بيل انواع وجود لري چې يوه ته يى پرازيټ او بل ته يې کوربه ويل کيږي چې پدې ډول اړيکه کې پرازيت ګټه کوي او کوربه ته زيان رسيږي په عامو بيلګو کې يې د ملاريادپرازيت اوانسان ترمنځ اړيکوڅخه يادونه کولى شوچې په دې حالت کې دغه پرازيت د ملاريا دماشي دچيچلو له لارې دانسان وينې ته داخليږي اودغذايي موادو ترڅنګ دژوند، ودې او تکثر لپاره دځاى په ترلاسه کولو سره فايده ترلاسه کوي همدارنګه بل لورى ته له بده مرغه کوربه (انسان) ته زيان رسيږي ځکه چې دملاريا پرازيت دوينې سره کرويات اوحجرات زيانمنوي، په پرازيتيزم کې برخه وال انواع کيدى شي چې دوه نباتات يا حيوانات وي دبيلګى په ډول ماشي ، ورږې او سپږې پرازيتونه دى چې په کوربه (انسان يا حيوان) باندې ژوند کوي او هغوی ته زيان رسوي.                       

شکل: پرازيټي اوکوربه نباتات ۴.۲ـ Epiphytism پدې حالت کېEpiphytes نباتات په نورو نباتاتو باندې وده کوي مګر دهغوى څخه غذا نه اخلي مثلاً لرګين تاکونه (ځيلۍ) چې په ځمکه کې ريښې لري مګر دپورته ختلو لپاره له نورو نباتاتو څخه ملا تړ ترلاسه کوي.

د ايپيفايت نبات او اصلي نبات تر منځ اړيکه

Nepenthes په اصل کې کوزه ډوله نبات (Pitcher plant) دى دانبات دپاڼوقات شوى تيغى لري کوم چې کوزې (Pitcher) ته ورته جوړښت منځته راوړي دغه جوړښت يوخولپوټې (بندونى) هم لري چې کوچني حيوانات دهمدغه خولپوټي له لارې نوموړي کوزه ډوله جوړښت ته ورننوځي او هلته په لومه کې نښلي اونرمې برخې يې هضميږي. ۴.۳ـ سيالي(Competition) دژونديو موجوداتو ژوند په يو شميرموادوپورې اړه لري اوکه چيري دغه موادکافى نه وي پر سر يي دژونديوموجوداتو ترمنځ سيالي (رقابت) پيل کيږي سيالي کيداى شي چې (Intra - Specific) او Inter specific دواړه ډولونه ولري مثلاً په Intra specific سيالۍ کې د هغه زمريانو ترمنځ سيالي شامله ده کوم چې په يوه څړځاى کې دکم شمير هوسيو لپاره په خپل منځ کې سيالي کوي يا دپيشو بچيان چې دخپلې مور دکمو شيدو دلاسته راوړلو لپاره پخپل منځ کې يوله بل سره سيالي کوى او ياديو سپۍ د بچيانو ترمنځ سيالي چې دمور دکموشيدو دتر لاسه کولو په مقابل کې يي کوي.

  شکل: دسپۍ د بچيانو ترمنځ سيالي چې دمور دکموشيدو دتر لاسه کولو په مقابل کې يي کوي 

همدارنګه د Inter Specific سيالۍ په مثالونو کې دبيلا بيلو انواعو وني يادولی شو کوم چې په يو باراني ځنګل کې دلمر دکمې رڼا لپاره يوله بل سره سيالي کوي چې داکار په نورو انواعو باندې انواعوباندې اغيزه کوي کوم چې تودوخې، رطوبت ، رڼا او نورو يوډول شرايط زغملى نه شي له همدې امله يواځې هغه انواع خپل ژوند ته دوام ورکولاى شي کوم چې ددغه شرايطو سره دمقابلې وړتيا لري. لکه : ديو ښکار شوي ځنګلي خر پرسر د مختلفو حيواناتو تر منځ سيالي.

 شکل: ديو ښکار شوي ځنګلي خر پرسر د مختلفو حيواناتو تر منځ سيالي 

۵ـ دځنګل ژوندۍ اجزاوې (Biotic Components of forest) ځنګل هم دنورو ايکو سيستونو په څير يو پيچلی ايکو سيستم دی چې په کې دبيلا بيلو جوړوونکوبرخوترمنځ متقابلې اړيکې وجود لري . دځنګل دايکوسيستم ژوندۍ برخه په لاندې ډولونو ويشل کيږي: ١- توليدوونکي (Producer) ٢- مصرف کوونکي (Consumers) ٣- تجزيه کوونکي(Decomposers) ١- توليدونکي(Producers) دې ته Autotrophs هم ويل کيږی او هغه ژوندي موجودات دي چي خپله غذا پخپله لاسته راوړي مثلاً نباتات چې دلمرانرژۍ ته تغيرورکوي يعنې د ضيايی ترکيب په عمليه کې د لمر رڼا ،اوبه او کاربن ډاى اکسايډ (CO2) په انرژي بدلوي. ٢- مصرف کوونکي (Consumers) دى ته (Heterotrophs) هم ويل کيږي او هغه ژوندي موجودات دي چې خپله غذا د(Autotrophs) څخه لاسته راوړي مثلاً حيوانات چې د(Producers) څخه او په ځينو وختونو کې د نورو (Consumers) څخه د غذا په توگه استفاده کوي. ٣- تجزيه کوونکي (Decomposers) دى ته (Detritivorse) هم وائي او هغه کوچني ژوندي موجودات دي چې په طبيعت کې موجود وي اوعموماً هغه ژوندې موجودات چې مړه وي تجزيه کوي اوبيرته دنباتاتو لپاره داستفادې وړ ګرځوي لکه الجيان ، فنجيان ، بکترياوې او داسي نور.

په ځنګل باندې دژونديوفکتورونو اغيزې

    په عمومي ډول ژوندي فکتورونه د لاندې عنوانونو په اساس تشريح کېږې

۶.۱ دنباتاتو اغيزې

    ۶.۲ دحشراتو اغيزې  

۶.۳ دوحشي حيواناتو اغيزې ۶.۴ د الوتونکو(مرغانو) اغيزې ۶.۵ دآهلي حيواناتو اغيزې ۶.۶ دانسان او دهغه د څارويو اغيزې

دنباتاتو اغيزې

(Influence of plants) 

کله چې نباتات د لومړي ځل لپاره په يوه ساحه کې راشنه شي په تدريجې ډول خپل شمير زياتوي دشمير په زياتوالي سره دهغوۍ ترمنځ رقابت شروع کيږي داځکه چې دهر نبات اړتياوي زياتيږي اودزياتو اړتياوله امله زياتو موادو ته ضرورت لري .درقابت په پايله کې قوي انواع بريا مومي او کمزوري افراددماتې خوړلوله امله له منځه ځي .دانواعوتر منځ دارقابت په يو شمير فکتورونو پورې اړه لري د بيلګې په ډول هر کال په زياته اندازه دتخمونو دتوليد او ترليري فاصلو پورې د هغې دخپرولو وړتيا،د ودې اندازه،دښاخونودمنځته راوړلو عادت،دعمر اوږدوالی او همدارنګه دڅړ پروړاندې مقاومت هغه فکتورونو دي کوم چې په رقابت کې ديوې نوعې په بريا اغيزه کولی شي. ددې پرته ځينې غيرمطلوب انواع هم دځنګلي نباتاتو په ژوند اغيزه کوي چې دغه نامطلوب انواع لاندې ډولونه لري ۶.۱.۱ـ Parasites ۶.۱.۲ Epiphytes ۶.۱.۳ـ Climbers

۶.۱.۴ـ Obnoxious weeds 

۶.۱.۱ ـ پرازيټونه (Parasites) پرازيټونه په نباتاتو باندې اغيزه کوي داهغه نباتات دي چې خپله ټوله غذااويادخپلې غذا يوه برخه د بل کوربه نبات څخه اخلي پرازيټي نباتات دخاوري څخه رطوبت اومنرالي مواد نه اخلي اواو په کوربه باندې ژوندکوي چې خپلې زبيښونکې ريښې (haustoria) دکوربه نبات انساجو ته ننباسي او دهغوي څخه تغذيه کوي.

                                                 شکل:  پرازيټې نباتات او اصلي نباتات 

پرازيټونه ټول غذايي مواد او يا دهغې يوه برخه له کوربه نبات څخه اخلي چې په همدې اساس دوی په لاندې دوه کټګوريو ويشل کيږي: a.بشپړپرازيټونه (Total Parasites) دا ډول پرازيټونه زياتره وختونه کوربه نباتات په بشپړه توګه پوښي چې په پايله کې ښايي د غذايي موادو د دوامداره مصرف له امله کوربه نباتات له منځه يوسي. Cuscuta reflexa عموماً هغه بشپړ پرازيټونه دي کوم چې په ځنګلي ساحو کې موندل کيږي. b.قسمي پرازيټونه (Partial Parasites) دقسمي پرازيټونو له ډلې څخه Viscum album او Loranthus europacus يي ډير عام دي . په هماليا کې Viscum په څيړيو او چارمغزو کې موندل کيږي.دا پرازيټونه په ښاخونو ژوند کوي او دشديد يرغل په صورت کې ښايي کوربه نبات له منځه يوسي. ۶.۱.۲ـ په ځنګل باندې دايپي فائيټس اغيزه

 هغه نباتات دي چې د نورو نباتاتودپاسه راشنه کيږي اوهغوي ته کوم زيان نه رسوي اونه د هغوي څخه تغذيه کوي دوي يواځې دنورو نباتاتو په کومک دلمر د رڼا داخيستلو لپاره ځان پورته کوي لکه Orchids او داسې نور....  

شکل:د اصلي نبات او ايپيفايت نبات تر منځ اړيکي ۶.۱.۳ـ په ځنګل باندې دختونکواغيزه (Climbers) دی ته په ګرمو سيموکې (Liana) وائي اوهغه نباتات دي چې په نورو نباتاتو باندې دفزيکې ملاتړ لپاره يا رڼا ته د ځان رسولو په خاطرمتکې کېږي او نورو نباتاتو ته زيان رسوي او يا ئي له منځه وړي يا دوې د نورو نباتاتو سره په خط کې واقع وي.

                                                      شکل:ختوونکي نباتات 

همدارنګه دوي د خپلو پيچکونو(Tendrils)،چنګکونو(Hooks)،هوائي ريښو(aerial roots) اويا نورو برخو پواسطه په نورو نباتاتو باندې ځانونه نښلوي او پورته ځي لکه,Butea superba Bauhinia vahili او داسې نور... ۶.۱.۴ـ په ځنګل باندې د هرزه ګياواغيزه (Obnoxious Weeds) دهرزه ګياو له ډلــــې څـخه يوه ډيره مهمه يــې (Lantana camara) ده چې د ځنګلونو زياته برخه پوښي ، دا ډول هرزه ګياوې دمرغانو پواسطه دتيت شوي تخم له لارې نوې ساحې نيسي او کله چې يوې ساحې ته ورسيږي ډير په چټکۍ خپريږي چې د له منځه وړلو هڅه ئې د بشپړې ناکامۍ سره مخ شوې اوديوشميرمهموانواعود بيرته ټوکيدو (Regeneration) په وړاندې لوي خنډ جوړوي.

شکل :هرزه ګياوې هرزه ګياوې د ځنګلي ساحو او نورو طبيعې ساحو کې زياتره تهديدوونکې عاملين دي او په يوه ساحه کې په ډير چټکۍ سره خپريږي او دنبات د ودې او ګڼوالي مانع ګرځي لکه Lantana camara Eupatorium odorantum هرزه ګياوي د اوسيدو ځايونه (Habitats)،وني (Trees) او حيوانات (Animals) تهديدوي او همدارنګه دځنګلونو او نورو ايکوسيستمونو د ودي او فعاليت مخنيوې کوي. •دځنګلونو حاصلات راکموي. •غله جات د تاثير لاندې راولي. •هرزه ګياوي د زراعتي ،هارټيکلچري او ځنګلي توليداتو کېفيت او کميت راکموي. •اکثره يرغل کوونکې هرزه ګياوي د ايکولوژيکې ټولنو توازن (تعادل) ته تغير ورکوي چې ددغه تغيراتوله امله دځينوحيواناتواونباتاتوژونددخطرسره مخامخ کوي دهرزه ګياو او اصلي نباتاتو تر منځ رقابت څرنګه چې هرزه ګياوي د اصلي نباتاتو سره رقابت کوي او د نباتاتو د ودې مخنيوی کوي نو بايددهرڅه ترمخه هرزه ګياوې له منځه يوړل شي.

شکل:دهرزه ګياو له منځه وړل په ځنګل باندې دهرزه ګياواغيزې په لاندې ډول دي: 1.هرزه ګياوې د فارمونو او ځنګل توليدات کموي. 2.هرزه ګياوې د (Shrubs) او د نورو ونو د ودي مخنيوي کوي. 3.هرزه ګياوې د ځنګلي څړ ځايونو او چمنونو مخنيوي کوي. 4.هرزه ګياوې د ځنګلي حيواناتو لپاره هم مضري دي. 5.هرزه ګياوې په چټکۍ سره د اصلي نباتاتو سره د غذا او د لمر د رڼا په اخيستلو کې رقابت کوي او د هغوی د حاصلاتو کېفيت او کميت راکموي د مثال په ډول سوځونکي بوټي (Prickle Bushes) او (Gorse) کولاي شي چې د څړ ځايونو پراخه ساحو د ودې او د هغې د توليداتو د استعمال څخه مخنيوی وکړي. د هرزه ګياويرغلګر انواع دايکولوژيکي ټولنو تعادل ته تغير ورکوي چې په پايله کې دنورو حيواناتو اونباتاتو ژوند له خطر سره مخ کيږي. ۶===دفنګسونو اغيزې==

يو شمير فنګسونه په ځنګلي ونو حمله کوي اودهغوی دلرګي کېفيت کموي او ځني وخت د ځنګلي ټولنو شکل او ساختمان ته تغير ورکوي اودوي په نيالګيو (Seedlings) کې چپه کېدنه، په غټو نيالګيو (Poles) کې د لرګي خوسا کېدنه او د ريښي خوسا کېدنه رامنځته کوي او د هغه څخه وروسته د غوښتني وړ لرګي (Timber) د استعمال څخه وباسي. 

شکل:د فنجيانو او نبات تر منځ اړيکي

په ځنګل باندې د حشراتواغيزې

د ځنګل په ايکو سيستم کې حشرات يوه مهمه برخه ده ليکن د دوي څخه ځينې يې ضرر رسوونکې دي لکه Hoplocerambyx spinicornis (Sal borer) Hapaliam achaeralis (Teak defoliator) Hyblea puera (Teak Skeletonizer) او داسي نورو حشراتو څخه عبارت دي. د حشراتو د اغيزو په سبب د ځنګل په ونو کې د پاڼو غورځيدنه (Defoliation) ،ارتفاع (Height)کموالی،دلرګي په توليدکې کموالی اوداسي نوررامنځته کېږي اولرګي تخـريبوي او هغه حشرات چې په ځنګلي ونوباندي اغيزې کوي اود غوزه نيونکې (غوزه لرونکې) ونواو سخت لرګين لرونکې ونو ته زيان رسوي او په لاندي ډول تشريح کېږي: ۶.۳.۱ـ د ريښي څخه تغذيه کوونکې حشرات (Toots Feeding Insects) ۳.۲.۶ـ پاڼي غورځوونکې حشرات (Defoliating insects ) ۶.۳.۳ـ د پوستکې ګونګټه يا د پوستکې سوري کوونکې( Bark Beetle or Bark Borer) ۶.۳.۴ـ لرګي سوري کوونکې (Wood Borer ) ۶.۳.۵ـ د کوچنيو څانګو سوري کوونکې (Twigs Borer ) ۶.۳.۶ـ زبيښوونکې حشرات (Sucking Insects ) ۶.۳.۷ـ تخم تخريب کوونکې حشرات (Seed Destroying Insects ) ۶.۳.۱ـ د ريښي څخه تغذيه کوونکې حشرات (Root Feeding Insects)

دغه حشرات اکثره په روزنځايونوکې په نوو يا ځوانو نيالګيو کې مشکلات رامنځته کوي که چېري د نيالګيو د کرلو څخه مخکې واښه له منځه يوړل شي نو کېداي شي چې دغه حشرات کنټرول شي او که چيري دغه واښه د نيالګيو د ځاي پر ځاي کولو څخه وروسته له منځه يوړل شي نو حشرات ترې د ونو په ريښو اغيزه کوي يعني دغه حشرات د نيالګيو ريښي تخريبوي او تغذيه ورڅخه کموي.  

۶.۳.۲ـ پاڼي غورځوونکې حشرات (Defoliating Insects) دا حشرات د پاڼي څخه تغذيه کوي او د وني د نشايستي او قندونو د توليد ظرفيت کموي او ونه کمزوري کوي کله چې د وني پاڼه له منځه لاړه شي او ددي پاڼو په پرله پسي غورځيدنه کې وني د يو څه وخت لپاره ژوندي وي او د وني وده ورو ورو کمزوري کېږي او مستقيماً د دغي حشراتو د فشار لاندي راځي او په اخر کې ونه د منځه ځي او هغه پاڼي غورځوونکې حشرات چې په سختو لرګين لرونکو ونو باندي اغيره کوي په لاندي ډول تشريح کېږي. شکل: پاڼې غورځوونکي حشرات د (Elm Spanworm) حشره چې تقريباَ په ټولو سخت لرګي لرونکو ونو باندې اغيزه کوي ليکن په Ash، Hickory او Walnut باندي ډيره اغيزه کوي او ددي حشري لاروا تيز نصواري رنګ او يا تور رنګ لري چې سر ئي تور رنګه سور دي همدارنګه د دغې لاروادکنټرول لپاره (Bacillus Thuringiensis) په پسرلي کې استعماليږي.

شکل: پاڼې تخريبوونکي حشرات ځني حشرات لکه (Cater Pillar)زياتره په پلن پاڼوونوډيره اغيره کوي او خصوصاَ د سپيدارو دونو پاڼو(Aspen)،سخت لرګين لرونکې ونوکې،ميوه لرونکو ونو او په بوټو (Shrubs) باندې ډيره اغيزه کوي. ددې آفت د تنظيم لپاره ښه لاري دادي 1.د ځنګل شرايط بايد ښه وساتل شي. 2.مړې او عيب لرونکي ونې بايدله منځه يوړل شي. 3.دونو رنګړي کولو ته بايد پاملرنه وشي تر څودځنګل په فرش باندې يو څه رڼا ولګيږي. ۶.۳.۳ـ دپوستکي ګونګټې يادپوستکي سوري کوونکي حشرات (Bark Beetles or bark borer) دغه ډول حشرات ونې ډيرې زياتې تخريبوي او خصوصاَ په سخت لرګي لرونکو ونو کې تخريب رامنځته کوي او ياېي له منځه وړي. دوی د ونې د پوستکې لاندې ګرد چاپيره تونل جوړوي تردې پورې چې د قندونود نورمال حرکت مخنيوی کوي ددې افت لومړني علايم د ونې پورتنۍ برخې سوربخن رنګ غوره کوي اود ونې ټولې پاڼې نصواري رنګ ته بدليږي. The Bronze Birch Borer دغه حشره د (Birch) په ونو باندي اغيزه کوي ددی ترڅنګ په څيړۍ اود (Beech) په ونوهم ښايي اغيزه وکړي. ۶.۳.۴ـ دلرګي سوري کوونکي حشرات (Wood Borer) دغه حشرات په Sap Wood او Heart Wood کې لښتي وباسي او د اخته شوو ونو څخه لرګي قطع کوي او د هغوی کېفيت کموي.

شکل: لرګي سوري کوونکې حشرات The Carpenter Worm دغه حشره (چينجی) په نارون (يو ډول جګه ونه چې سور رنګ لري او لرګې يي ډير کلک او دروند وي)، (Elm)، څيړۍ (Oak) او سفيدارو (Populus) کې په اوږدو کې يو تونل جوړوي. Ambrosia Beetles

دغه حشرات په خصوصي ډول د چارتراش لرګی تخريبوي داډول حشرات نصوراي روښانه رنګ او ګرده خوله لری چې دغه خوله د داغونو پواسطه پوښل شويده دغه حشرات اکثره وخت په ځمکه باندې پراته اخته شوو لرګيو پوستکي تخريبوي. 

۶.۳.۵ـ دکوچنيوڅانګو سوري کوونکي (Twigs Borer)

دغه حشرات اکثره وخت په ځنګلي پاڼريژو نباتاتو اغيزه کوي مګر دوی په زياته اندازه په زينتي نباتاتو کې تخريب رامنځته کوي.      

شکل:د کوچنيو لرګيو تخريب کوونکې حشرات ۶.۳.۶ـ زبيښونکې حشرات (Sucking Insects)

دغه حشرات د نباتاتو د مايعاتو (شيرې) څخه تغذيه کوي اوځينی وخت ونې هم له مينځه وړي او هم د ونې په وده او صحت اغيزه کوي ددی ترڅنګ دوی ونو ته فنجيان او ويروسونه هم انتقالوي. 

ددې افت عمومي علايم ✓د ونو کمزوري کيدل ✓د پاڼو بدشکله کيدل ✓د پاڼو زيړيدل ✓د ښاخونو له منځه تلل Cicadas: - د سخت لرګی لرونکو ونو کوچنۍ څانګي (Twigs) تخريبوي. Lace Bugs: - دغه حشرات د Birch ، Maple، Oak او د Willow په ونو کې تخريب رامنځته کوي. ۶.۳.۷ـ تخم تخريبوونکي حشرات (Seed Destroying Insects) په ځنګلي ونو کې د پيرګي خوړونکې ګونګټې او غوزه خوړونکې ګونګټې ډيرې عامې دي. ددي نه علاوه نورحشرات لکه غڼي (Mite)،پرازيتونه (Parasites)،مرغان (Birds)، موږکان (Rodents)،داړونکې (Predators)او داسي نور تخمونه تخريبوي. ددې حشراتو د کنټرول لپاره بايدحشره وژونکي استعمال شي او يا دبيولوژيکې کنټرول پواسطه بايد کنټرول شي.

د وحشي حيواناتو اغيزي

د ځنګل په ايکوسيستم کې حيوانات د خوړونکو په حيث وظيفه ترسره کوي دوي غذايي دوران په منظم سيستم لکه د ځنګل په ساختمان اوتشکيل باندي مستقيماً اغيزه کوي اود يو ايکو سيستم (Heterotrophic) له طبقي څخه دي چې په لاندي ډول طبقه بندي شوي دي. 1)واښه خوړونکي (Herbivores)

هغه حيوانات دي کوم چې د نباتاتو څخه تغذيي په توګه استفاده کوي او انرژي ترلاسه کوي او دوي په ايکوسيستم کې د لومړني مصرف کوونکې په شکل وظيفه لري لکه غوا (Cow)، پسه (Sheep)، وزه (Goat)، هوسۍ (Deer)، آس (Horse)، ځنګلي خر (Zebra)، سوي (Rabbit)، او داسي نور واښه خوړونکي حيوانات دي. 

2) غوښه خوړونکي يا داړونکي (Carnivores or Predators) هغه حيوانات دي چې د واښه خوړونکو يا د نورو حيواناتو څخه د انرژی او غذا په توګه استفاده کوي، دوي د ايکو سيستم د دوهمي مصرف کوونکو په حيث وظيفه سرته رسوي لکه ليوه، زمری،پړانګ او داسې نور... 3)Scavengers دوي هغه غوښه خوري چې دنوروغوښه خوړونکودښکارڅخه پاتي شوې وي لکه سورلنډې (Jackal)،باښه او داسي نور. 4)د الوتونکو (مرغانو ) اغيزې

مرغان هم د ځنګل په ايکو سيستم کې د مصرف کوونکو (Consumers) په شکل وظيفه اجرا کوي چې په ځنګل باندې ګټورې او زيانمنوونکي اغيزې لري. 

1.ګټورې اغيزې د مرغانو ګټورې اغيزې په لاندې ډول دي: A.د ګردې په انتقال (Pollination) کې ډير مهم رول لري. B.د تخم په شيندلو (Dispersal of seeds) کې ډير مهم رول لري. C.د ځنګل د تعادل په ساتلو کې ډير مهم رول لري. 2.زيانمنوونکي اغيزې زيانمنوونکي اغيزې په لاندې ډول دي : A.مرغان ځنګلي وني تخريبوي مثلاً ځنې مرغان د کال په اوږدو کې د ځنګل د محصولاتو څخه استفاده کوي لکه د ځنګلي ونو د ميوو، تخمونو، د پوستکو، ګلانو او داسي نورو څخه استفاده کوي.


شکل: هغه مرغان چې دونو د توليداتو څخه استفاده کوي B.ځنې مرغان ژمني خوب (Hibernation) لري نو څرنګه چې دوی په ژمي کې خوب کوي نو مخکې د مخکې څخه د ژمي لپاره غذائي مواد برابروي دوی د ځنګلي ونو څخه تخمونه، ميوي او نور راټولوي د ځنګل څخه خپل غذائي مواد لکه (Nuts and Seeds) د ځمکې په سر راجمع کوي او پاڼې ورباندي اچوي او يا د ونو په سوريو (منځ خالي ځايونو) کې غوزې او تخمونه (Nuts and Seeds) ذخيره کوي ځکه چې په ژمي کې د ونو تخمونه او غوزې ډيری کمي پيداکېږي، او همدارنګه د حرارت ټيټه درجه د تخمونو او غوزو د تجزيه کېدو يا خرابيدو مخنيوی کوي.

داهلي حيواناتو اغيزې

۶.۵.۱ـ د څارويو څرول:

 اهلي څاروي لکه غوايان، غواګاني، ميښي، وزي، ميږي او اوښان کوم چې د سيمه ايزو خلکو شتمني وي، په ځنګل کې څر کوي اود ونو څانګي او واښه خوري چې دا کار د ځنګل په نباتاتو ستره اغيزه لري. که څه هم چې کم او کنټرول شوی څر د ځنګل لپاره ګټور دی دا ډول څر د وښو اوبوټو د ګڼوالي کمولو له لارې د اور لپاره سون مواد راکموي همدارنګه د مخروطيانو په معتدلو ځنګلونو کې څاروي دتګ راتګ پر مهال دناتحزيه شوو ستن ډوله پاڼو پنډه طبقه ماتوي او منرالي خاوره لوڅوي چې له دې لارې دمهمو مخروطيانو تخمونو ته دټوکيدو زمينه برابروي . 

a)د کم او کنټرول شوي څر ګټوري اغيزي : کم او کنټرول شوي څر د وښو او بوټو ګڼوالي راکموي او لدي لاري د اور لپاره د سون مواد راکموي. د مخروطيانو په معتدلو ځنګلونو کې څاروي د تګ راتګ پر مهال د ناتجزيه شوو ستن ډوله پاڼو پنډه طبقه ماتوي او منرالي خاوره لوڅوي، چې لدي لاري د مهمو مخروطيانو تخمونو ته د ټوکېدو زمينه برابروي. b)له بی رويې او زيات څړ زيان رسوونکې اغيزي : i.څاروي د وښو سره يوځاي د مطلوبه نوعي نوي ټوکيدلي نيالکي هم خوري. ii.د مطلوبه انواعونوي ټوکيدلي نيالګي د څريدونکوحيواناتوتر پښو لاندي کېږي او خرابيږي. د دي ترڅنګ څاروي په ځنګلونوکې د تګ پرمهال د خپل صومانو لاندي د نيالګيو ريښي لوڅوي چې په دواړو حالاتو کې نوي نيالګي له مړينې سره مخ کوي. iii.زيات اوله کنټروله وتلي څر په ځانګړي توګه د غټو حيواناتو پواسطه خاوره کلکوي او د خاليګاو اندازه يي راکموي چې دا د خاوري د تهيي د خرابوالي سبب کېږي. همدارنګه غټ حيوانات د خپلو صومانو لاندي خاوره ميده کوي او ستر کچر يي ويجاړوي، په همدي اساس زيات او له کنټروله وتلي څر او کمزوري تهويه لرونکې خــــــــاوري لامل ګرځي،کوم چې خراب ستر کچر او اوبو جذبولو ټيټ ظرفيت لري. iv.د څر له امله د Clay خاورو کلکېدل د اوبو د سطحي جريان د زياتوالي سبب کېږي، شګلني خاوري دڅارويودصومانو لاندې نورې هم سستيږي چې په دواړو حالاتو کې څردخاوري د تخريب د زياتوالي سبب کېږي. v. له حده زيات او دوامداره څر د خوندورو او زيات غذايي ارزښت لرونکو وښو د تدريجي کموالي سبب کېږي کوم چې د بيرته راټوکېدو وړتيا له لاسه ورکوي او پرځای يي بې خونده او کم غدايي ارزښت لرونکي ځيږ واښه غلبه مومي کوم چې د څروړتياکموي . vi.زيات او دوامداره څر نسبتاً وچو او د څر په وړاندي مقاومو ټيټ کيفيته انواعو د منځته راتګ سبب کېږي چې لدي لاري د نباتي ترکېب د بدلون سبب کېږي. vii.پاڼي خوړونکې (Browsing) څاروي د مطلوبه انواعو غټي نودي ماتوي او د هغوي د ودي مخه نيسي. viii.د اهلي حيواناتو له ډلي څخه وزه ترټولو زياته ضرر رسوونکې ده چې په وروستيو پښو دريږي او هر څه خوري چې ورته رسيدي شي، د نړۍ په اکثره سيمو کې ميږي او وزي دواړه ځمکني واښه ټول خوري ix.اوښ هم په دي اندازه ويجاړونکې دي چې د خپل لوړوالي څخه په ګټه اخيستني سره د کوچنيو ونو پاڼي خوري، پدي خبره کې هيڅ شک نشته چې وايي: اوښ د دښتي سيمو حيوان دی او هرځاي ته چې ولاړ شي په دښته يي بدلوي.

د انسانانو اغيزې

انسانان تر ټولومهم فکتورونه دي کوم چې په نباتاتو اغيزه کږي. که څه هم چې له وروستيو سلو يا زياتو کلونو راهيسې انسانان ځنګلونه په علمي اساساتوتنظيموي دځنګل خوبيا هم دوی دنړۍ په بيلا بيلو برخو کې دځنګلونودويجاړۍ او له منځه تګ ترټولو قوي عاملين پاتې شوي دي.په ځنګلي نباتاتوباندې د انسان اغيزې په لاندې ډول دي: ۶.۶.۱ـ د ځنګلونو له منځه وړل او د ځمکې لوڅول څرګنده ده چې زمونږ د هيواد طبيعي ځنګلونه ډير محدود دي د ثور د کودتا ترمخه د افغانستان د ځنګلونو ټول مساحت ۲.۲ ميليونه هکټاره ته رسيده چې د ټول هيواد ۳.۴ سلنه ساحه يي پوښلي وه ديادوني وړه ده چې د جګړو په ترڅ کې د هيواد ډيري ځنګلي ساحې له منځه ولاړي، زمونږ د هيواد د ځنګلونو مساحت هغه وخت ښه جوتيږي کله چې د نورو هيوادونو د ځنګلونو له مساحت سره پرتله شي.

دځنګلونو له منځه وړل او دځمکې لوڅول

د پاکستان هيواد د ځنګلونو مساحت ۴۵۰ ميليونه هکتاره ( ددغه هيواد ټول مساحت ۵.۲سلنه) دي خو هند تردي هم زياتي ځنګلي ساحي لري چې د ټول هيواد ۲۲ سلنه ساحه تشکېلوي.د يو شمير وروستيو ارقامو له مخي د افغانستان د ځنګلونو اوسني مساحت د ټول هيواد ۱ سلنه او يا تردي هم کمه برخه جوړوي. د ځنګلونو له منځه تګ او د هغي په پايله کې د خاوري لوڅيدني د سيلابونو د وچکالۍ او د خاوري د تخريب ستونزي زياتي کړي دا پروسه اوس هم همدغسي دوام لري او هر کال په زياته اندازه ځنګلي ساحه له منځه ځي. همدارنګه د نړۍ په زياتره برخو کې د کرني يو پخواني ميتود (Shifting Cultivation) چې په کې ځنګلونه قطع او سوځول کېږي او د دوه يا دري کلنو لپاره په کې کرنيز نباتات کرل کېږي اوس هم د ځيني سيمو په هستوګنو کې شتوالي لري او هر کال زياته ځنګلي ساحه له همدي امله هم له منځه وړي. په زياتره ساحو کې خلک ځنګلونه له منځه وړي خو د Regeneration په اړه يي هيڅ فکر نه کوي چې دا کار د ټول ځنګل د له منځه تګ سبب کېږي.

۶.۶.۲ـ دهستوګنځايونو تخريب (Forest Habitats Destruction) دا هم د انساني فعاليتونو له امله رامنځ ته کېږي او د دغه تخريب اصلي لامل د ځنګل څخه د طبعي منابعو څخه توليدات لاسته راوړل، ښاري کېدنه او زراعتي کېدنه ده. همدارنګه د هستوګنځايونو د تخريب نور لاملونه هم شته چې په لاندي ډول دي: a.د کان استخراج (Mining) b.د لرګيو راکړه ورکړه (Logging) c.دام اچونه (Trawling) d.ښاري تجارت کونه (Urban Sprawl) e.د انواعو وژل (Species Extinction) f.د ساحو ويشنه (Habitat Fragmentation) g.اقليم ته تغير ورکول (Climate Change) h.په انواعو باندي يرغل (Invasive Species ) i.د ايکو سيستم غذائي سطحې له منځه وړل (Ecosystem Nutrients Depletion ) j.صفا کونه او سوزونه (Clear and Burn) k.دځنګل فاسدونه (Degradation) l.اور (Fire) ۶.۶.۳ـ انسان دځنګلي اورد عامل په توګه انسان په ځنګل کې د اور مسوليت په غاړه لري. که څه هم د کنټرول شوي اور څخه استفاده زياتي ګټي لري له کنټروله وتلي اورونه بيا ځنګلونو ته ستر زيان اړوي.

شکل: ځنګلي اور همدا لامل دي چې ويل کېږي اور ښه خدمتګار خو بد بادار دي. په ځنګلي ساحو کې د کنټرول شوي اور څخه استفاده کېږي خو له کنټروله وتلې اور د ځنګلونو دله منځه تګ مهم عامل دی. ۶.۶.۴ـ ـ دانسانانوپواسطه د ونو د ښاخونو قطع کول (Lopping) : د يو شمير ونو ښاخونه د سيمه ييزو خلکو لخوا په دوامداره توګه قطع کېږي ترڅود خپلو څارويو لپاره ورڅخه د پاڼو د علوفي په منظور ګټه واخلي. هرکال د ښاخونو دوامداره قطع ونه کمزوري کوي او د ناروغيو پر وړاندي يي حساسيت زياتوي دا ډول وني په اسانۍ سره د حشراتو تر يرغل لاندي راځي، چې د وخت په تيريدو سره مري خو تر شايي د هغوي د ځاي نيوني په منظور د بل نيالګي دټوکيدوامکان نه وي.

شکل: د ښاخونو قطع ۶.۶.۵ـ د ميوو او تخمونو راټولول د بيلابيلو ځنګلي ونو په زياته انازه ميوي او تخمونه د انساني مصرف په منظور راټوليږي دا کار نه دهغي د کمبود په کلونو کې بلکې په عادي کلونو کې هم ترسره کېږي، د ګلانو، ميوو او تخمونو راټولول د طبيعي بيا ټوکيدنې مخه نيسي د بيلګي په توګه د هند د هيماچل پرديش په ځيني برخو کې د Pinus gerardiana د تخمونو راټولونه هغه مهم فکتور دی کوم چې په دغه سيمو کې ددې ارزښتمنې نوعې د کموالي سبب شوی. ۶.۶.۶ـ دنايتروجن دوران اودخاوروحاصلخيزي (Nitrogen Cycle and Soil Fertility) په ځنګل باندي د نايتروجن دوران او د خاورو حاصلخيزي هم د انسان د مهمو اغيزو له جملي څخه شميرل کېږي چې نايتروجن د ځنګل د ودي او انکشاف لپاره اساسي عنصر دي او د ځنګلي نباتاتو لپاره محدود شوي دي. ځنګلونه د وچې مهم ايکو سيستمونه دي چې د غذائي دوران مشخص ميکانيزم لري چې بيدون د دغه ميکانيزم څخه ددوي ساختمان (تشکېل) وظايف او ساتني هم شامل دي. په ځنګي ايکو سيستمونو کې د نايتروجن دورانونه په تکراري ډول د انسانانو د قوي او پياوړي فعاليتونو په اساس اجراکېږي. د انسان په لاس د ځنګلي نباتاتو د تخريب مختلفې لارې چارې په لاندې ډول دي: a.د ځنګل قطع کونه او لوڅونه (Deforestation and Denudation) b.غوڅونه يا پري کونه (Lopping) c.د وچو پاڼو ليري کول (Removal of Dry Leaves) d.د ګلانو او ميوو راټولونه (Collection of Flowers and Fruits) e.اور اخيستنه (Firing) f.ناوړه استفاده (Encroachment) g.دهستوګنځای فاسدونه (Habitat Degradation) h.دځنګل ټوټه ټوټه کونه (Forest Fragmentation) i.ککړتيا(Pollution) j.د نوی سرکونو جوړول (Construction of new Roads) k.په زراعتي ځمکو بدلول (Conversion of Land to agriculture) l.په دښته بدلول (Desertification) m.په دښته بدلول (Deforestation) n. Shifting Cultivation o.Subsistence agriculture p.Urban Sprawl q.Infra Structure development r.Coral Reef degradation s.Other anthropogenic changes to the characteristics of land

په ساحه باندې د نباتاتواغيزې (Effects of Plants on their Habitat) 1.د خاورې د تخريب مخنيوی کوي. 2.خاوره حاصلخيزه ګرځي. 3.د خاورې کېفيت ښه کېږي. 4.د خاورې جوړښت (Structure) ،رطوبت (Moisture) او داسې نور ښه کېږي. 5.د يوی سيمې په خاوره کې رطوبت ښه کېږي. 6.د يوې ساحي د حرارت درجه او نور کنټرولوي. 7.اقليم ته تغير ورکوي. 8.ديوې ساحي هوا صفاکوي. 9.په هغه ځاي کې د اکسيجن (O2) او کاربن ډاي اکسايد (CO2)تعادل رامنځته کوي 10.اواز جذبوي. 11.په هغه ځاي کې د حيواناتو لپاره د اوسيدو ځاي برابروي. 12.په ځينو وختونو کې د طبيعي پيښو مخنيوي کوي. 13.د مختلفو حيواناتو او نباتاتو لپاره پنا ګاه او کور جوړوي. 14.په ځينو وختونو کې د باد ماتوونکې په توګه عمل کوي. 15.د محيط څخه کاربن ډاي اکسايد جذبوي چې يو نبات په کال کې تقريباَ ۴۸ پونډه کاربن ډاي اکسايډ جذبوي. د ځنګل په ايکو سيستم کې د حيواناتو رول (Role of animals in forest ecosystem) وحشي حيوانات د ځنګل د ايکو سيستم يوه مهمه برخه ده که څه هم دوی د ځنګل مهم نباتات تخريبوي خو بيا هم د ګلانو په ګرده افشانۍ کې او همدارنګه د تخمونو په تيت و پرک کولو کې کومک کوي. شکوڼ (Porcupine) د باڼس (Bamboo) ، کيکر او شوې بوټي تخريبوي. خوګان (Pigs)،فيلان (Elephants) او خره (Donkeys) د ځنګل نيالګي او بوټي (Poles)د بيخه راوباسي او يايې څانګي ور ماتوي. په عمومي ډول د ځنګل په ايکوسيستم کې د حيواناتو ګټورې اغيزې په لاندې ډول دي: 1.Animal Play  : - د ځنګل په ايکوسيستم کې د حيواناتو لوبه ډير مهم رول لري ځکه چې دوي نباتات ښوروي او تخمونه تيت و پرک کوي. 2.Pollination: - اکثره ځنګلي حيوانات په اکثره ځنګلي ګل نيوونکو نباتاتوکې ګرده افشاني کوي لکه ګونګټې،مچۍ، مرغان ، شوپرک، مچ خورک (Humming Birds)، Butter Flies او داسې نور.... اکثره وخت د حيواناتوپواسطه ګرده افشاني شوي نباتاتوګلان په خصوصي ډول د حيواناتو د يو مخصوص نوعې لپاره توافق لرونکی وي. 3.Seed Dispersal: - د ځيني ځنګلي حيواناتولوبي د يو ځای څخه بل ځای ته د تخم انتقالولو (د تخم په شيندلو) کې ډير مهم رول لري او همدارنګه دنباتاتو ښايسته ګلان د بيلا بيلو حيواناتو په راجلبولو کې مرسته کوي. 4.Decomposition, Mineral recycling and soil Improvement:-دا اکثره وختونه د خاورې د اورګانيزمونو پواسطه کنټروليږي کوم چې په څرګندډول دخاورې په فزيکي اوکيمياوي خصوصياتو باندې تاثير کوي. دغه تجزيه کوونکي لاندې ګټي لري: 1)د حيواناتو پيچلي انساج تجزيه کوي. 2)د کاربن مرکبات تجزيه کوي. 3)نباتي پاتي شوني په هيومس (Hummus) بدلوي. 4)د خاورې حاصلخيزي لوړوي.

سرچینې

راټولولونکی محمد حنيف نوراني

Tags:

په ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې ژوندي فکتورونهپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې دژونديو او غير ژونديو فکتورونو ترمنځ توپيرپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې د ايپيفايت نبات او اصلي نبات تر منځ اړيکهپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې په ځنګل باندې دژونديوفکتورونو اغيزېپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې دځنګلونو له منځه وړل او دځمکې لوڅولپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې سرچینېپه ځنګل باندي دژونديو فکتورونه اغیزې

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

فردا تلويزيوند حضرت عمر فاروق رض عدالتپراباسکاپیساټودي (مرغه)د انګلستان دویم جېمزابو حنيفه (امام اعظم)عبدالله بن عبدالعزیز آل سعودRubidiumپسرلیلیبیاروندي ژبهانګلیسي۹۸۳ (عدد)محمد عثمان نژندامير امان الله خانمحمد افضل ټکورد انسان مغزپارهد ښځو حقونهنن ټکی اسیاکفري ویناويمحمد عارف تڼیوالحسويټامينسپاره عسکر / سمبال پوځامير کروړ سورياموي خلافتعبدالجليل ځلاندکمپوسټآی اېس او ۳۱۶۶-۱سردار محمد يحيا خاند گندمک تړوناېټالياگوندد هېوادونو له مخې د اټومي انرژۍ اړوندې پالیسۍیوزنېټميرويس هوتکسلمان ابن عبدالعزیز آل سعودروغتيايي پاملرنه۱۰ (عدد)کوبالټپوهنغونډپښتو /ی/ ګانيد ښځې تناسلي آلهلوګر ولایتعبدالروف بېنوااوزبکي ژبهمصرهربرټ الکساندر سایمونتېمور شاه درانيماشومانو حقونهد دوحې تړونبشپد نړېوال سازمانونه په اړه معلوماتد افغان-انگرېز لومړۍ جگړهد ایټالیا تاریخعلي محمد منگلد قرغې بندمنار جاممطالعهارمنی ژبي الفبازاهد پښتو پښتو سيندټوم اينډ جېريایمون دو والراترکمنستانايمن الظواهريتايروکسيناسټرالیا🡆 More