په امریکا کې مېشتېدنه

په امریکا کې مېشتېدنه له هغه وخت راهیسې پیل شوه، چې د پیلولیتیک دورې ښکاریان له شمالي اسیا نه د ماموته له سیمې نه د بیرینګیا د ځمکني پل له لارې شمالي امریکا ته ننوتل، یاد پل د شمال ختیځې سایبریا او لوېدیځې الاسکا ترمنځ پروت دی.

دې خلکو د لارینټایډ یخبندانسویل ۱۴۰۰۰کاله مخکې کشف کړ او په ګړندۍ توګه په شمالي او سویلي امریکا کې خپاره شول. په امریکا کې تر ټولو لومړني خلک پیلیو-هنديان وو، چې شاوخوا لس زره کاله وړاندې هلته مېشت شوي وو.د امریکا بومي خلک د سایبریا له خلکو سره د ژبني فکتورونو، وینې ګروپ او جینیټیکي جوړښت له پلوه تړاو لري.

په داسې حال کې، چې د امریکا د کډوالۍ په اړه عمومي توافق دا په ډاګه کوي، چې  په امریکا کې په لومړي ځل اسیایي خلک مېشت شوي، خود هغو خلکو چې امریکا ته کډوال شوي، د کډوالۍ نمونه، د کډوالۍ وخت او د هغوياصلي ځایونه ناڅرګند پاتې دي. دودیز اټکلونه دا ښیې چې: انسانان د ۱۵۰۰۰او ۲۰۰۰۰کلونو تر منځ شمالي امریکا ته رسېدلي دي.

عنعنوي تیوري دا ده، چې لومړني کډوال هغه وخت، چې د سمندرکچه د کواټرنر یخ وهنې له امله ټیټه شوې وه، له یخه د پاکو دهلیزونو په اوږدو کې، چې د لارینټایډ او کورډیلران یخونو تر مینځ غځېدلي وو، دورک شوي پلیسټوسین میګافاونا رمو په تعقیب حرکت وکړ. بله وړاندیز شوې لاره دا ده، چې دوی به پلي یا د ابتدايي بېړیو په کارولو سره د ارام سمندر له ساحل نه سویلي امریکا ته تر چیلي پورې مهاجرت کړی وي. د وروستۍ یخ وهنې دورې په لړ کې د هر ډول لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې، د سمندرد سطحې د لوړېدو(تر سل مترو پورې ) له امله به پوښل شوي وي.

د «کلویس لومړۍ تیوري» د ۱۹۵۰لسیزې فرضیې ته،چې د کلویس کلتور اشاره کوي، داپه امریکا کې شاوخوا ۱۳۰۰۰کاله وړاندې د لومړنیو انسانانو شتون ښیي. احتمالي موندنې ښیي، چې امریکا ته د انسان راتګ له وروستۍ اعظمي یخ وهنې نه مخکې پیل شوی. په دې وروستیو کې، د۲۰۲۱ز کال په سپټمبر کې ساینسپوهانو د وایټ سینډز ملي پارک (د متحده ایالاتو په نیو مکسیکو ایالت) کې د انسان د پښو د نښو د کشف راپور ورکړ، چې له ۲۲۸۶۰ نه تر ۲۱۱۳۰کلونو پورې تاریخ لري، دغه کشف د وروستۍ اعظمي یخ وهنې پر مهال او یا ممکن په امریکا کې د انسانانو ترټولو پخوانی ریکارډ وي.

د ارام سمندر ساحلي لاره

د ارام سمندرد ساحلي کډوالۍ تیوري وړاندیز کوي، چې خلک لومړی د اوبو له لارې شمال ختیځې اسیا نه امریکا ته رسېدلي دي. په اصل کې دا فرضیه په ۱۹۷۹ز کال کې د نوټ فلدمارک له خوا د یخ نهپاک دهلیز له لارې د فرضي کډوالۍ د بدیل په توګه وړاندیز شوه. دا ماډل به د بیرینګ سیمې نه خورا لرې ساحلي سیمو کې د خلکو د ګړندي خپرېدوو په تشرېح کولو کې مرسته کوي؛ په سویلي چیلي کې د مونټ ورډ او په لوېدیځ وینزویلا کې د تیما په ګډون.

د سمندري کډوالۍ فرضیه ساحلي کډوالۍ ته ورته ده. په اصل کې د سمندري کډوالۍ یوازینی توپیر دا دی، چې په سفرونو کې له بېړیو نه کار اخیستل شوی دی. په کښتیو کې کډوالکولای شي، په اسانۍ سره د یخ خنډونو نه تېر او په بېړیو کې ځای پر ځای شي،مخکې تر دې چې د ساحلي ځمکې د لارې تخریب بشپړ شي.

په ۲۰۰۷ز کال کې یوه مقاله، چې د ټاپو او ساحلي لرغونپوهنې په ژورنال کې خپره شوه، د« کیلپ لویې لارې فرضیه» یېوړاندیزکړه،  دا د ساحلي کډوالۍ یو ډول دی، چې له جاپان نه بیرینګیا، د ارام سمندر شمال لوېدیځ او کلیفورنیا او د سویلي امریکا د انډین ساحلونو په اوږدو کې د ارام سمندر د کیلپ ځنګلونو د کارونې پر بنسټ ولاړه ده. کله چې د الاسکا او بریتانوي کولمبیا ساحلونه شاوخوا ۱۶۰۰۰کاله مخکې ویجاړ شول، نو د کیلپ ځنګلونو (د اسټورین ، منګروو او مرجان ریف سره) د استوګنځایونو لپاره په بشپړ ډول بی خنډه او د ایکولوژیکي له پلوه د کډوالۍ دهلیز چمتو کړ. په ۲۰۱۶ز کال کې د نباتاتو او حیواناتو د (DNA) تحلیل ښیي چې دا ممکنساحلي لاره وه.

د ساحلي کډوالۍ‌‌‌‌ د ماډلونو د ارزولو ستونزې

د ساحلي کډوالۍ ماډل نوې نړۍ ته د کډوالۍ په اړه بېلابېل لید وړاندې کوي، خو دا هم بې ستونزو نه دي؛ یوه ورته ستونزه دا ده، چې د نړۍ د سمندرونو  کچه د وروستۍ یخ دورې له پای نه تر ۱۲۰مټرو (۳۹۰فټ) لوړه شوې ده او هغه لرغوني ساحلونه یې ډوب کړي، چې سمندري خلکو به امریکا ته تعقیب کړي وي. له لومړنیو ساحلي کډوالیو سره د تړلو ځایونو موندل خورا ستونزمن دي او په ژورو اوبو کې د هرې سیمې سیستماتیک کېدنه ستونزمنه او ډېر لګښت ته اړتیا لري.

د کډوالو د لومړنیو ځایونو موندلو په تګلارو کې په ډوب شوو ساحلونو کې د احتمالي سیمو پېژندل او دهغو سیمو پلټل، چې ښایي ساحلي کډوال یې راجلب کړي وي. له دې پرته د کلیفورنیا چینل ټاپوګانو کې له زېږد ۱۰۰۰۰ کاله دمخه د سمندري ټیکنالوژۍ شواهد شته. که چېرې د کلویس نه مخکې د ساحلي کډوالۍ پیل وي، نو دا به د یو «ناکام استعمار» احتمال شتون وښیي.. بله ستونزه، چې راپورته کېږي، د «اوږد مهاله تاریخي تیوري» لپاره د قوي شواهدو نه شتون  دی. هېڅ سیمې تر اوسه پورې له ۱۲۵۰۰کلونو نه زوړ ثابت تاریخ نه دی رامنځته کړی، خو په سویلي امریکا کې د ابتدایې ساحلي کډوالۍ په اړه څېړنې محدودې شوې دي.

کرونولوژي

د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې، د کرونولوژي ماډلونه په دوو عمومي برخو ووېشل شول. لومړی د لنډې کرونولوژۍ تیوري ده، چې له مخې یې لومړی کډوالۍ د وروستي اعظمي یخ وهنې نه وروسته رامنځته شوه، چې شاوخوا ۱۹۰۰۰کاله وړاندې له کمېدو سره مخامخ شوه،خو وروسته بیا دکډوالو پرله پسې څپې پیل شوې.

دویمه تیوري، د اوږدې کرونولوژۍ تیوري ده، چې له مخې یې د لومړنيو خلکو ډله ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې دبیرینګیا او د الاسکا د یخ نه پاکو سیمو ته ننوتل.دکلوویس لومړۍ تیوري په ۲۰مې پېړۍ کې د نوې نړۍ د انسان پېژندنې پرفکر واک درلود.

په امریکا کې له پخوانیو تاریخونو سره لرغوني آثار، چې ټول ۱۵۰۰۰کلونه تاریخ لري. پهدې کې په ټیکساس کې د بټرملک کریک کمپلیکس، په پنسلوانیا کې د میډوکرافټ راکشیلټر سیمې او په سویلي چیلي کې د مونټ ورډ سیمې شاملې دي. د کلوویس نه مخکې د لرغون پېژندنې آثار د سویلي کارولینا ټاپر سیمې ته اشاره کوي، چې ۱۶۰۰۰کاله تاریخ لري.

څېړنې دې پایلې ته رسېدلي چې د یخ نه پاکو سیمو کې، چې اوس د البرټا او بریتانوي کولمبیا په نامه یادېږي،«په تدریجي ډول د ځنګل له خوا، چې تر سپروس او ژېړو ونو لاندې شو»او دا « د کلویس خلکو د راتګ احتمال له سویل نه، بلکې له شمال نه ښیی» د امریکا د خلکو لپاره یوه بدیله فرضیه د ساحل کډوالۍ ده، کوم چې ښایي د ۱۶۰۰۰ کلونو دمخه د ویجاړ شوي (خو اوس ډوب شوی) ارام سمندر په شمال لوېدیځ ساحل کې دود وه.

سرچینې

Tags:

په امریکا کې مېشتېدنه د ارام سمندر ساحلي لارهپه امریکا کې مېشتېدنه د ساحلي کډوالۍ‌‌‌‌ د ماډلونو د ارزولو ستونزېپه امریکا کې مېشتېدنه کرونولوژيپه امریکا کې مېشتېدنه سرچینېپه امریکا کې مېشتېدنه

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

پییر سیمون لاپلاساسرائيلد واده شپهناساد الله 99 نومونهبارثنونجاپانواکسينتوماس اډیسونسلیمان ۱رانجههوموګرافيهوديتپه اژه سمندرګي کې اختلافاتد نړېوال سازمانونه په اړه معلومات دوهمه برخهکیپ ټاونمحمد (ص) په اسلام کېآيفونملګري ملتونهکالحمدغږپوهنهگوډ تېموردافغانستان داوبو سرچینې او د اوبو حوزېپه پښتو کې د (ى) گانو سمه کارونهسپېرکۍد خندق غزاد چین تاریخفیسبوکفريدريک هايکلوګر ولایتد ښځې تناسلي آلهمیاشتنی عادتقتل (وژنه )ارتروپوداهزاره گانسیرت النبی سوال او ځوابد ښځو د تناسلي آلې غوڅول یا ختنه کولد ۱۹۶۵ کال د رایې حقونو قانونخوست ولايتمجسمه سازيلومړنۍ نړېواله جگړهسره رود ولسوالۍلاهورجمالیاتد ویکیپېډیا لړليکناټوغوږعبدالحی حبيبياستنبول میٹروپېچ درهاسلاملمونځ څه ته وايي؟د مراکش تاریخامير دوست محمد خانجنسي اوښتونويکيخونديځډله ييز جنسي تېریاحمدولي بارکزید افغانستان معاصر تاريخ (کتاب)امير امان الله خاند نفوسو له مخې، د نړۍ د مذهبونو نوملړعبدالرحمان باباويکيډېټاپښتني بانکپلان جوړونهتوماس جفرسون🡆 More