ورنر فون براون

ورنر مګنوس ماکسیمیلیان فرایر فون براون (زوکړه: د ۱۹۱۲ زکال د مارچ ۲۳ مه – مړینه: د ۱۹۷۷ زکال د جون ۱۶ مه) جرمني الاصله امریکا هوا فضایی انجینر او د فضايي توغندیو جوړونکی و.

نوموړی د نازي ګوند او الګماینه اس اس غړی، همدارنګه په نازي جرمني کې د توغندیو او په متحده ایالاتو کې د توغندیو او فضایي تکنالوژۍ له مخکښانو څخه و.

ورنر فون براون
ورنر فون براون
ورنر فون براون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۲۳ مارچ ۱۹۱۲
مړینه 16 جون 1977 (65 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل
هديره
نظربندۍ مقام
استوګنځای
تابعیت ورنر فون براون نازي جرمني

ورنر فون براون د امریکا متحده ایالات (۱۵ اپرېل ۱۹۵۵–) ورنر فون براون جرمن سترواکي ورنر فون براون د وايمار جمهوريت ورنر فون براون لوېديځ جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ګوند نازي ګوند (۱ مې ۱۹۳۷–۱۹۴۵)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن
ښځه
اولاد
پلار
مور
خور/ورور
عملي ژوند
تعلیم
تعلیمی اسناد
ڈاکٹری مشیر
استاد
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه ،  وانگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه د هوا فضا انجینري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی
مؤثر
پوځي خدمت
وفاداري ناسا   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه
مقام
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ورنر فون براون
ورنر فون براون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ورنر فون براون  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فون براون په ځوانۍ کې د نازي جرمني د توغندويي سیستم د پراختیا په پروژه کې کار کوه. نوموړي د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال په پنمونده ښار کې د V-2 راکټ په طراحۍ او هغو ته د پراختیا ورکولو په برخه کې ونډه لرله. له جګړې وروسته نوموړی له نږدې ۱۶۰۰ نورو جرمني ساینس پوهانو، انجینرانو او تخنیکرانو سره په ګډه د پېپر کلېپ عملیاتو د برخې په توګه متحده ایالاتو ته کډه شو. نوموړي د متحده ایالاتو په پوځ کې د منځني واټن ویشتونکو توغندیو په برخه کې کار وکړ او همدارنګه یې داسې توغندي ته پراختیا ورکړه چې پر مټ یې په ۱۹۵۸ زکال کې د متحده ایالاتو لومړنۍ فضايي سپوږمکۍ اکسپلورر یو (Explorer 1) فضا ته ولېږل شوه. نوموړي له والټ ډیزنی سره د فلمونو په یوې ټولګې کار وکړ چې د ۱۹۵۵ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې یې په متحده ایالاتو او نور هېوادونو کې فضا ته د انسان د سفر ایډیا ترویج کړه.

په ۱۹۶۰ زکال کې د هغه کار ډله په ناسا کې وګمارل شوه، چېرې چې نوموړي د نوي رامنځته شوي مارشال فضايي الوتنې د مرکز د مدیر او همدارنګه یې د تر ټولو زیات وزن لرونکي پنځم ساترون توغندي د مشر انجینر په توګه خدمت کاوه او اپولو توغندی یې سپوږمۍ ته ولېږه. براون په ۱۹۶۷ زکال کې د انجینرۍ ملي اکاډمۍ ته ولاړ او په ۱۹۷۵ زکال کې یې د علومو ملي مډال ترلاسه کړ.

فون براون په پراخه کچه د «فضايي سفر د پلار»، «د توغندويي علم پلار» او «د امریکايي مصنوعي سپوږمکیو پلار» ګڼل کېږي. نوموړي مریخ ته د انساني ماموریت څخه ملاتړ کاوه.

لومړنی ژوند

ورنر فون براون د ۱۹۱۲ زکال د مارچ په ۲۳ مه د پروس پاچاهۍ ته په اړوند د پوزن ایالت په ویرستز کوچني ښارګوټي کې وزیږېد؛ چې بیا وروسته جرمني ته اړوند شو او اوس په پولنډ کې دی.

پلار یې مګنوس فرایر فون براون (۱۸۷۸- ۱۹۷۲ زکال) دولتي مامور او محافظه کار سیاستوال و. نوموړی د وایمار په فدرال جمهوري دولت کې د کرهڼې وزیر و. د هغه مور ایمی فون کویستورپ (۱۸۸۶- ۱۹۵۹ زکال) د خپلو پلرنیو او مورنیو اجدادو له اړخه په منځنیو پېړیو کې د اروپا سلطنتي کورنیو ته اړونده وه او د فرانسې د دریم فلیپ، د ډنمارک د لومړي والدمار، د سکاټلنډ د دریم رابرټ او د انګلنډ د دریم اډوارډ له اولادې څخه راتله. ورینر د زیګیسمونډ فون براون په نامه له ځانه مشر یو ورور درلود چې د لویدیځ جرمني دیپلمات و او د ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه؛ د نوموړي کشر ورور مګنوس فون براون هم د ده په څېر د توغندیو انجینر و او وروسته د کرېسکر موټر جوړونکي شرکت له مخکښو اجرایوي مدیرانو څخه شو.

د دوی کورنۍ په ۱۹۱۵ زکال کې د برلین ښار برانډنبورګ ته کډه وکړه، ځکه چې د دوی پلار دلته د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې دنده ترسره کوله. وروسته له هغه چې ورنر لوتري کلیسا ومنله، مور یې ورته یو تلسکوپ ورکړ او په دې سره نوموړي له ستور پوهنې سره زیاته لیوالتیا پیدا کړه. فون براون په ډېر لږ عمر کې د سیلو او پیانو غږول زده کړل او یو مهال یې آن هوډ وکړ چې سندرې جوړونکی شي. هغه د کمپوز جوړولو په برخه کې له پاول هیندمیت سره زده کړې وکړې. د ځوان ورنر څو پاتې شوې موسیقاري پارچې د هیندمیت د سبک څرګندونه کوي. هغه کولای شول په پیانو باندې د بتهوون او باخ لیکل شوي کمپوزونه له یادو اجرا کړي. د ۱۹۲۵ زکال په پیل کې ورنر وایمار ته څېرمه د تورینګن د آزاد ایالت په اترزبرګ قلا کې یو بشپړ مهالي ورځني او شپني ښوونځي ته لاړ، خودلته هغه د فزیک او ریاضي په برخو کې مخکښ نه و. په دغه ځای کې نوموړي د سیاروي فضایي توغندیو اړوند کتاب (Die Rakete zu den Planetenräumen) یو نسخه ترلاسه کړه چې په ۱۹۲۳ زکال کې د توغندیو په برخه کې د مخکښ هرمان اوبرث له خوا لیکل شوې وه. په ۱۹۲۸ زکال کې یې والدینو د ختیځې فریزیا په شمالي سیند کې د شپیکرووک ټاپو هرمن – لیتز – انټرناټ(Hermann-Lietz-Internat) ته کډه وکړه او هغه یې د همدغې سیمې د استوګنې کورونو په ښوونځي کې شامل کړ. فضايي سفرونه چې د ورنر په زړه کې یې لیوالتیا رامنځته کړې وه لامل وګرځېدل چې هغه ځان فزیک او ریاضي ته ځانګړی کړي او د توغندیو له انجینرۍ سره د خپلې لېوالتیا په لټه کې شي.

د ۱۹۲۰ مې لسیزې په وروستیو کې د فریترز فون اوپل او ماکس والیر تر نظر لاندې د اوپل راک په نامه په لویه کچه د نړۍ د فضایي توغندیو لومړنۍ ازمایښتي پروژه پیل شوه چې پر مټ یې انسان وړونکي راکټ موټرونه او راکټ الوتکې رامنځته شوې او په دې سره د نازیانو V2 پروګرام او له ۱۹۵۰ زکال وروسته د متحده ایالاتو او شوروي نورو چارو ته لار هواره شوه. د اوپل راک په پروژه کې د ځمکني او هوايي لېږد د جوړو شوو وسیلو د لیدو په موخه ګڼ شمېر کسان راغونډ شول. د خلکو ګڼه ګوڼې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ګڼ شمېر کسانو پام ځانته واړوه چې د «راکټ رامبل» په نامه د نړیوال عامه هیجان د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل؛ دغې چارې د فضایي الوتنو په راتلونکو مخکښانو په ځانګړې توګه په ورنر اوږد مهالی اغېز وکړ. ۱۶ کلن فون براون ورنر د اوپل راک لپاره د عامه نندارې سره دومره لیوالتیا پیدا کړه چې خپل په لاس جوړ راکټ موټر یې جوړ کړ او نږدې و چې په دې لار کې ځان مړ کړي. هغه د نندارې پر مهال له دې امله لوی اختلال رامنځته کړ چې په خپل جوړ کړي د لوبو په موتړ کې یې اور اخیستونکي توکي کارولي و. نوموړی د سیمه ئیزو پولیسو له خوا ونیول شو او ترهغه مهاله یې ساتلی و چې پلار یې د هغه د اخیستو لپاره بېرته راغی. لوی اقتصادي ناورین د اوپل راک پروژې د پای لامل وګرځېد او فریتز فون اوپل په ۱۹۳۰ زکال کې له جرمني څخه ووت، په پیل کې نوموړي متحده ایالاتو ته کډه وکړه او وروسته فرانسې او سویس ته کډه شو. د اوپل راک د پروژې له پاشل کېدو وروسته ویلز د ۱۹۳۰زکال په نیمايي کې هغه مهال چې د محرکه قوې په توګه یې په توغندیو کې پر مایع سون توکو ازموینه کوله ومړ او په دې سره نوموړی فضا ته د تلو په لار کې لومړنی قرباني بلل کېږي.

په ۱۹۳۰ زکال کې فون براون د برلین تخنیکي انستیتیوت ته ولاړ، او هلته د فضایي الوتنې له ټولنې (Verein für Raumschiffahr یا "VfR") سره چې د والیر له خوا تاسیس شوې وه یوځای شو، والیر په دغه ځای کې د مایع سون توکو کاروونکو موتورونو په ازموینه کې له ویلي لي او نورو کسانو لکه رولف انګل، روډولف نبل، هرمان اوبرث یا پل اهمایر سره کار کړی و. براون د ۱۹۳۲ زکال په پسرلي کې د میخانیکي انجینرۍ له څانګې څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. له توغندیو سره د لومړي ځل لپاره مخ کېدو هغه په دې باور کړ چې فضا ته تګ د انجینرۍ له اوسنیو تخنیکونو څخه زیات پرمختګ ته اړتیا لري. فون براون چې د فزیک، کیمیا او نجوم اړوند یې د لا زیاتو مالوماتو له راغونډولو سره لېوالتیا لرله د دوکتورا په کچه زده کړه کولو په موخه د برلین د فریدریش ویلهلم پوهنتون ته ولاړ او په ۱۹۳۴ زکال کې یې د فزیک په برخه کې د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ. نوموړي همدارنګه د ۱۹۳۱ زکال له جون میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې په ETH زوریخ پوهنتون کې یو سمستر زده کړې وکړې.

مړینه

په ۱۹۷۳ زکال کې د نوموړي د معمولو طبي ازموینو پر مهال څرګنده شوه چې د ګردو په سرطان اخته دی. له دې سره نوموړي د څو کلونو لپاره له هېڅ تشویش پرته خپل کار ته دوام ورکړ. د ۱۹۷۷ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې شدید ناروغ و د فیرچایلډ له صنایعو څخه یې استعفا ورکړه. په ۱۹۷۷ زکال کې ولسمشر جرالډ آر. فورډ نوموړي ته د هېواد تر ټولو لوړ علمي ویاړ یا د علمي انجینرۍ په برخه کې ملي مډال ورکړ. له دې سره هغه ډېر ناروغ و او وه یې نشو کولای په سپینه ماڼۍ کې د دغه مډال د ترلاسه کولو په مراسمو کې ونډه واخلي.

فون براون د ۱۹۷۷ زکال د جون په ۱۶ مه د پانقراس د سرطان له امله د ویرجینیا په الکسندریه کې د ۶۵ کلونو په عمر ومړ او د اېوی هیل په هدیره کې خښ کړای شو.

سرچينې

Tags:

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

علي مرغینانيجگتورنلومړنۍ نړېواله جگړهپوهاند فضل ولي ناګارکرنهد روسیې او اوکراین جګړهد افغانستان امارتد جمعې لمونځانا لله و انا الیه راجعونابو عيسى محمد الترمذيبېلاروسد افغانستان لرغونی تاریخمورنړیواله جنايې محکمهد خوشحال خان خټک ژوندد آيفون عامل سيستمکوتانويکيمېډيا بنسټزنکپه متحده ایالاتو کې د دین ازاديبست کلاد کابل کندهار لویه لارگل پاچا الفتڅوکری، پښۍ (رواش)لوی افغانستانکابل سيندتامبهلوکوموټيف ۳۸۰پښتانه ټبرونهمیاشتنی عادتیوزنېټوخت زونسل سوالونهپه ټولنه کې د اقتصادي او غير اقتصادي فعاليتونو اهميتخوبافغانستان د اسلام د راتگ نه مخکېدويمه نړېواله جګړه۴۰۰ (عدد)خوشال خان خټکرنبیر کپورروغتياکلا، ارغندابمدیترانې سمندرګیدېواليریمونډ اروند کروکس ښار تالار بریدامام بخاريغويی (مياشت)محمد عثمان نژندبيرغ افغانستانامير حبيب الله خانحجروی ویشپيسېد مولداویا بندرمومندنن ټکی اسیانازي ګوندد خلیج جګړه۱ ډيسمبرد فلمونو په نړۍ کې ښځېحکومتسینه بغلتوماس اډیسونراشد خانټي آر ټي پښتوزده کړهفرانسهد تکامل په اړه اسلامي نظرونه🡆 More