نړیوال تشیال تمځای (International Space Station) د ځمکې په ټیټ چورلېځ (low Earth orbit) کې یوه مېشتوړه لاسي سپوږمکۍ (artificial satellite) ده چې لومړۍ برخه یې په ۱۹۹۸ کې چورلېځ (مدار) ته ولېږل شوه.
دا تمځای نن سبا په تشیال کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ ده چې له ځمکې څخه زیاتره په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي. نړيوال تشیال تمځای له فشاري رغبېلگو (pressurized modules)، بهرنیو اډانو، لمریزو هیندارو، او نورو رغتوکو جوړ شوی دی. د دې تمځای رغتوکي په ټوټو ټوټو د پروټون (Proton) او سویوز (Soyuz) په نامه روسي توغندیو او همدارنگه امریکایي تشیالي ماکوگانو (Space Shuttles) له لارې تشیال ته ولېږل شول.
نړیوال تشیال تمځای په ټیټراښکون (microgravity) او تشیالي چاپېریال (space environment) کې د یوه څېړنیز لابراتوار دنده ترسره کوي چې په دې کې د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وگړ-ژوندپوهنې، پنځپوهنې، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې، او نورو پوهنیزو ډگرونو اړوند ازموینې ترسره کېږي. برسېره پر دې، دا د هغو تشیالبېړیو (spacecraft) د سامانونو د کتلو او ازمویلو لپاره هم مناسب ځای دی چې سپوږمۍ او مریخ ته ماموریتونه ترسره کوي. دا تمځای د ځمکې په ټیټ چورلېځ کې له ۳۳۰ څخه تر ۴۳۵ کیلو متره (۲۰۵ – ۲۷۰ میله) لوړوالی لري چې د زوېزډا رغبېلگې (Zvezda Module) او یا هم د ورغلیو تشیالبېړیو د انجنونو له لارې پرلهپسې مانورې کوي--- او په یوه شپه او ورځ کې ۱۵،۵۴ واره پر ځمکې را چورلي.
نړیوال تشیال تمځای د روسي سالیوت (Salyut)، الماز(Almaz)، او میر (Mir)؛ او امریکايي سکایلېب وروسته نهم تمځای دی چې وگړي کې اوسېږي. دا تمځای له تېرو ۱۴ کلونو او د ۲۰۰۰ کال د نومبر پر ۲مه د لومړي لېږد (Expedition 1) له رسېدا راهیسې په پرلهپسې توگه هستوگن دی--- چې دا په تشیال کې د وگړیو تر ټولو اوږد شتون دی چې د میر (Mir) ریکارډ یې چې ۹ کاله او ۳۵۷ ورځې وو مات کړی دی. د بېلابېلو تشیالبېړیو لکه سویوز (Soyuz)، پراگرس (Progress)، آټومېټډ ټرانسفر وهیکل (Automated Transfer Vehicle)، ایچ-۲ ټرانسفر وهیکل (H-II Transfer Vehicle)، ډرېگن (Dragon)، او سیگنوس (Cygnus) له خوا د دې تمځای د ترمیم چارې ترسره کېږي. تر اوسه پورې د ۱۵ هېوادونو ستورمزلو له دې څخه لیدنه کړې ده.
وروسته له دې چې په کال ۲۰۱۱ کې د امریکا د تشیال ماکو پروگرام (Space Shuttle Program) پای ته ورسېد، نړیوال تشیال تمځای ته د ستورمزلو د وړلو راوړلو دنده یوازې د روسي سویوز توغندیو (Soyuz Rockets) له غاړې شوه، او ډرېگن (Dragon) هم یوازې له تمځای څخه ځمکې ته د توکو د راوړلو دنده ترسره کوي؛ هغه په دې خاطر چې د سویوز دا وړتیا ډېره محدوده ده.
د نړیوال تشیال تمځای پروگرام (ISS Programme) د پنځو تشیالي ادارو لکه ناسا (NASA)، روسکوزموس (Roscosmos)، جاکسا (JAXA)، اروپايي تشیال ادارې (European Space Agency, ESA)، او کاناډايي تشیال ادارې (Canadian Space Agency, CSA) یوه گډه پروژه ده. د دې تمځای څښتنتوب (ملکیت) او کارونه د دې هېوادونو ترمنځ پر تړونونو ولاړ دي. تمځای پر دوو برخو وېشل شوی چې روسي چورلیزه ونډه (Russian Orbital Segment, ROS) او امریکایي چورلیزه ونډه (United States Orbital Segment, USOS) یې بولي--- چې ډېر نور هېوادونه په شریکان دي.
کينډۍ:تشيال تمځی
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نړیوال تشيال تمځای, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.