عصري هنر یا نوواله هنر يا (انګليسي: Modren art) یوه ټولشموله اصطلاح ده چې د نولسمې پېړۍ له وروستۍ ربعې څخه د شلمې پیړۍ تر وروستۍ ربع پورې په هنر ، معمارۍ ، موسیقۍ ، ادبیاتو او تطبیقي هنرونو کې د کلتوري اصلاحي جریانونو د یوې ټولګې په توګه د هر هنري خوځښت یا ښوونځي تشریح کولو لپاره. پیړۍ ماډرنیزم یو تاریخي بهیر او جریان دی چې په مختلفو برخو لکه فلسفه، ساینس، سیاست، اقتصاد او هنر مستقیم اغیز لري. د ماډرنیزم اصطالح ډیری سیاسي، کلتوري او هنري خوځښتونه لري چې د نولسمې پیړۍ په پای کې او د شلمې پیړۍ په پیل کې د لویدیځو ټولنو په بدلونونو کې ریښې لري. ماډرنیزم یوه مفکوره ده چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او عملي تجربو په کارولو سره د خپل چاپیریال د جوړښت، سمون او بدلون لپاره د انسان ځواک ټینګار کوي. د مدرنیزم مرحلې
سرچينې
|
This article uses material from the Wikipedia پښتو article نوواله هنر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.