نندارغالی

تیاتر د هنر د اجرا کولو ترکیبي ډول دی چې له ژونديو اجرا کوونکو، په عام ډول له اداکارانو نارینه او ښځینه کار اخلي، څو یوه واقعي او یا هم خیالي موضوع د ژوندیو مخاطبینو پر وړاندې په ځانګړي ځای، تر ډېره د سټېج پر سر اجرا کړي.

اجرا کوونکي کولای شي خپله موضوع یا تجربه مخاطبینو ته د حرکاتو، خبرو، موسیقي او ګډا له لارې ولېږدوي. د هنر عناصر چې نقاشي شوې منظرې او صحنه جوړونه لکه لایټنګ یا نور پردازي په کې شاملېږي په فزیکي ډول د موضوع د پیاوړتیا، په هماغه انځور کې د حضور او د ذهني حضور لپاره کارول کېږي. د تیاتر د اجرا کولو ځانګړی ځای ته هم د تیاتر کلیمه کارول کېږي چې د پخواني یونان د θέατρον (théatron، "د لیدلو ځای) کلیمې څخه اخیستل شوې او په خپله د θεάομαι (theáomai، "لیدلو"، "کتلو" او "مشاهدې") په معنی دی.

نندارغالی
نندارغالی

معاصر لویدیځ تیاتر، تر ډېرې کچې د پخواني یونان له تیاتر سرچینه موندلې، چې له هغو یې تخنیکي ترمینولوژي، په ژانرونو وېش او له مضامینو، شخصیتونو او داستاني عناصرو څخه یې اخذ کړی. د تیاتر هنرمند پاتریس پاویس تیاتري توب، تیاتري ژبه، صحنه جوړونه او د تیاتر ځانګړنې د تیاتر سره د مترادفو مفاهیمو په توګه له نورو نمایشي هنرونو، ادبیاتو او په ټولیزه توګه له نورو هنري ژانرونو څخه د توپیر په موخه کاروي.

په معاصر تیاتر کې نمایشنامې یا نندارې او موسیقاري تیاتر شاملېږي. د هنر بالیټ او اوپېرا ډولونه هم تیاتر ته اړوندېږي چې په کې د رول لوبولو، جامو او صحنې جوړونې ډېر موارد کارول کېږي او د موسیقاري تیاتر په اغېزمنتیا کې ډېر رول لري.

د تیاتر ډولونه

ډرامه

ډرامه د قصې یا داستان ځانګړې ډول دی چې نندارې ته وړاندې کېږي. دغه اصطلاح له یوناني کلمې چې معنی یې اجرا یا (action) دی رامنځته شوې، چې د δράω, dráō "ترسره کولو"(to do) او یا "اجرا کولو" (to act) له فعل اخیستل شوې. په تیاتر کې د ډارمې اجرا کول چې د اداکارانو له خوا د سټېج پر سر د مخاطیبنو پر وړاندې ترسره کېږي، د مشارکتي تولید لارو چارو او له هغو د هرکلي ټولیز ډول ته اړتیا لري. د ننداریزو متنونو جوړښت، د نورو ادبي ډولونو پر خلاف، په مستقیم ډول د مشارکتي تولید او ټولیز اخذ تر اغېز لاندي دي. د شکسپیر له خوا لیکل شوې لومړنۍ مډرن تراژیدي هملېټ (Hamlet) (۱۶۰۱ ز کال) او د اودیپوس ریېکس (Oedipus Rex) په نوم پخواني یونان ته اړونده تراژیدي چې سوفوکل (Sophocles) لیکلې (نږدې ۴۲۹ کاله له میلاد وړاندې) د ډرامې د هنر له شاهکارونو دي. تازه بېلګه یې د ورځې اوږد سفر شپې ته (Long Day's Journey into Night) په نوم د یوجین اونیل (Eugene O'Neill) لیکنه ده (۱۹۵۶ ز کال).

د نندارې د یوه ځانګړي ډول په توګه د ډرامې کارول ۱۹ مې پېړۍ ته اړوندېږي. پدې معنا ډرامه هغو نندارو ته اشاره کوي چې نه کومیډي دي او نه هم تراژیدي – د بېلګې په توګه د فرانسوي ناول لیکونکي زولا Thérèse Raquin ناول (۱۸۷۳) او د چخسوف روسي لیکوال ایوانوف ډرامه (۱۸۸۷ ز کال). په پخواني یونان کې د ډرامې کلمه ټولو تیاتري نندارو، تراژیدیکو، کومیډي او ورته نورو لپاره کارول کېده.

موسیقاري تیاتر

موسیقي او تیاتر له پخوانۍ زمانې راهیسې له یو بل سره په اړیکه کې دي – د بېلګې په توګه، د آتنیانو تراژدي (Athenian tragedy)، چې د نڅا او ډرامې یو ډول و چې د کورس یا همخوانانو یوه ډله یې ګمارلې وه او پارچې یې لوستلې ( چې ورسره aulos غږول کېده – یو انسټرومنټ یا یوازې موسیقي ده چې له معاصر کلرینټ (clarinet) سره یې غږ ورته والی لري)، په داسې حال کې چې د یو شمېر اداکارانو غبرګون ورته 'سولو سندرې' ('solo songs) یا (monodies) و. خو د موسیقاري تیاتر معاصر ډول بیا د موسیقي، غږیز ډیالوګ او نڅا ترکیبي ډول دی. چې د کومیک اوپرا (comic opera )(په ځانګړې توګه د ګلبرت او سولیوان)، رنګارنګ ژانر (variety)، فرانسوي وډیویلي (vaudeville) ژانر او بریتانوي میوزیک هال ژانر (music hall) له مخې د ۱۹ مې پېړۍ په پای او د ۲۰ مې پېړۍ په پیل کې رامنځته شوی. د اډوارډین موسیقاري کومېډي (Edwardian musical comedy) چې په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې پیل شو، د ۲۰ مې پېړۍ په پیل کې فرنسس موسیقاري تیاتر (Princess Theatre)، د ۱۹۲۰ مې لسیزې او ۱۹۳۰ مې لسیزې کومېډي ( لکه د راجرز او همرستین آثار) او د ۱۹۴۳ ز کال اوکلاهاما تیاتر وروسته موسیقاري تیاتر تر ډېره ډراماتیک اړخ ونیو. چې په وروستیو لسیزو کې په مشهورو موسیقاري تیاترونو کې زما د خوښې نجلۍ (My Fair Lady)(۱۹۵۶)، د لویدیځ اړخ کیسه (West Side Story)(۱۹۵۷)، فوق العاده (The Fantasticks)(۱۹۶۰)، وېښته (Hair)(۱۹۶۷)، همخوانان (A Chorus Line)(۱۹۷۵)، لږ بدبخته (Les Misérables)(۱۹۸۰)، پیشوګانې (Cats)(۱۹۸۱)، په ځنګل کې (Into the Woods)(۱۹۸۶)، او د اوپرا ارواح (The Phantom of the Opera)(۱۹۸۶)، او همدارنګه په معاصرو تیاترونو کې رنټ (Rent)(۱۹۹۴)، لاین کېنګ (The Lion King)(۱۹۹۷)، ویکډ(Wicked) (۲۰۰۳)، همیلټون(Hamilton) (۲۰۱۵) او یخ وهلی (Frozen)(۲۰۱۸) شاملېږي.

موسیقاري تیاتر کېدای شي په سمه توګه په آف براډوې (Off-Broadway) تیاتر، سیمه ییزو تیاترونو او بل هر چېرې جوړ شي، خو تر ډېره پکې ننداره شاملېږي. د بېلګې په توګه براډوې (Broadway) او ویسټ اینډ (West End) موسیقاري تیاترونو کې ښکلې جامې او ډیکور کارول کېږي چې د میلیونونو ډالرو بودیجې په لرلو یې ملاتړ کېږي

کومېډي (ظنري)

د تیاتر هغه تولیدات چې له طنز څخه د کیسې په بیانولو کې کار اخلي د کومېډي په شرایطو برابر دي. په دغه ډول کې معاصره کومیډي لکه بوینګ بوینګ (Boeing Boeing) او پخوانۍ نندارې لکه As You Like It په کې شاملېږي. هغه تیاتر چې تیاره، جنجالي او تابو مسایل د طنز په توګه بیانوي د تورې کومېډي (black comedy) په نوم یادېږي. توره کمېډي کېدلای شي مختلف ژانرونه لکه تند طنز، تیاره او پیغور ورکوونکې کومېډي په ځان کې راونغاړي.

تراژیدي

تراژیدي د ډرامې هغه ځانګړي ډول ته ویل کېږي چې په تاریخي بڼه یې د لویدیځ د متمدن کېدو د تعریف په برخه کې ځانته ځانګړی رول لوبولی. دغه سنت څو ګونی او له یو بل سره ناتړلی و، اوس مهال دغه اصطلاح تر ډېره د کلتوري پېژندنې په برخه کې د پیاوړو اغیزو د بیدارۍ او تاریخي دوام لپاره کارول کېږي. – لکه ریمونډ ویلیام چې "یونانیان او الیزابت یان، په یو کلتوري ډول کې؛ هیلینیس او عیسویان، په عامه چارو کې" سره یوځای کړي. له (میلاد څخه ۳۳۵ کاله وړاندې) د ارسطو له شعر وروسته، تراژیدي د ژانرونو ترمنځ د توپیر په موخه کارول شوې، څه په ټولیزه توګه په شعر کې (چې تراژیک د غزل او حماسې په مقابل کې وېشل کېږي) او یا هم د ډرامې په برخه کې (چې د کمیډۍ سره په ټکر کې دی). په معاصره دوره کې تراژیدي د ډرامې، میلوډارمې (melodrama)، تراژي کومیک (the tragicomic) او حماسي تیاتر (epic theatre)  پر مخالف لوري کې تعریف شوې.

سملاسي (فی البدیهه) تیاتر

سملاسي والی د تیاتر یو له تل پاتې ځانګړنو څخه دی، چې په ۱۶ مه پېړۍ کې کومیډیا دل آرته (Commedia dell'arte) د فی البدیهه تیاتر لومړی ډول وګڼل شو. چې د نوبل د جایزې ګټونکي داریو فو (Dario Fo) او د اف رایټ سیټیزن بریګاډ (Upright Citizens Brigade) ډلې د فی البدیهه تیاترونو له امله چې ګڼ شمېر فلسفې او جریانونه یې له ځان سره لرل مشهور شو. په معاصر دوران کې کیټ جان سټون (Keith Johnstone) او ویولا سپولین (Viola Spolin) د فی البدیهه تیاتر د ښوونکو په توګه پېژندل کېږي. جانستون هغه د متني تیاتر ځای ناستی بولي او سپولین او نور وروستني فی البدیهه ځای ناستي یې هغه د کار یا نمایشي مهارتونو د ودې او د موقعیتي کومیډي یو ډول بولي. سپولین له دغې موضوع سره هم لیوالتیا پیدا کړه چې څه ډول فی البدیهه زده کړه د انساني پوتانسیل په وده کې د استفادې وړ ده. د سپولین زوی پاول سیلز (Paul Sills) فی البدیهه تیاتر د تیاتري هنر په توګه وروسته له هغه معرفي کړ چې په شیکاګو کې یې د دویم ښار (The Second City) په نوم تیاتر، چې دی یې لومړی ډایرکټر و تاسیس کړ.

په پخونی وخت کې

يونان

نندارغالی 
د نندارغالی نندارغاړي

د لوېديځ نندارغالي په يونان کې زېږيدلي وو.

ختيځ

نندارغالی 
د ياماتو "کابوکي"

په ختيځ کې ډېر قسم نندارغالې موندل کيږي.

Tags:

نندارغالی د تیاتر ډولونهنندارغالی په پخونی وخت کېنندارغالی

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

انرژي په بریتانیا کېکابل سيندښځینه تناسلي طرق اناټوميزړه نابریبشپشهباز شریفلېږد ۴۵28 سپټمبرميوند بانکاسلامخير محمد خندانملګري ملتونهمحمد ظاهر شاهښيښهخصوصي کولويکيد خلق ډموکراتيک ګونداقتصادي ستونزهعبدالحی حبيبيمتلونهد امریکا د متحده ایالاتو اقتصادتورېزم په افغانستان کېمنرالونهولادمیر پوتینپاميرازاد شعرمينهد تسبيح لمونځد انګلستان دویم جېمزمالېزيااروپاژباړهد الله 99 نومونهپيروکټرينا کیفوچکۍ تبه (محرقه)رسمي ژبهلغمان ولايتد فلم تاريخعربي ژبهزنک (جست/کوټ)د ډيورنډ کرښهدري ژبهطبيعتد زړه حمله (ناروغي)آنتونیو د الیویرا سالازارعبدالحميد محتاطعامه روغتیاحميد مومندشوروي اتحادفیسبوکد اسیایي هیوادونو نوملړکاناډاپوځد کمپیوټر ځانګړتیاويد انګلستان دوم چارلزډنمارکد اوبو آسعبدالله مقرید شهیدانو چوکد حضرت عمر فاروق رض عدالتګرجستاندرې ګونی اتحاد (۱۸۸۲ زکال)تلاسېمیا🡆 More