منګ واکمنه کورنۍ

منګ واکمنه کورنۍ (واکمنه لړۍ/د سلطنت دوره)، چې په رسمي نوم ستر منګ پېژندل کېږي، د چين يوه شاهي واکمنه کورنۍ وه، چې د 1368 او 1644ز کلونو تر منځ يې د مغولو په مشرۍ د «يوان» واکمنۍ کورنۍ له سقوط وروسته واکمني کړې.

د منګ واکمنه کورنۍ د چين وروستۍ شاهي کورنۍ وه، چې «هان» خلکو پکې حکومت کړی، کوم خلک چې په چين کې اکثريت توکميزه ډله ده. که څه هم د بجينګ ابتدايي پلازمينه په 1644ز کال کې د «لي زيچينګ» (چا چې لنډمهالې شن واکمنه کورنۍ جوړه کړې وه) په مشرۍ د يو بغاوت په پايله کې سقوط شوه، د منګ د ټولواکمنې کورنۍ د پاتې شونو تر واک لاندې ګڼ کوچني حکومتونه تر 1662ز کال پورې پاتې وو - چې دوی په ټوليز ډول د سويلي منګ په نوم پېژندل کېږي.

د منګ واکمنې کورنۍ بنسټګر «هونګوو» سترواک (1368-1398)، هڅه کړې وه چې په خپل ځان بسيا کليوالي ټولنو يوه داسې جامعه جوړه کړي، چې په سخت، غېر متحرک سيستم ترتيب شوې وې، کومه چې وکولای شي د هغه د واکمنې کورنۍ لپاره د سرتېرو د يو تلپاتې طبقې ضمانت او ملاتړ وړاندې کړي. د دې سترواکۍ موجود پوځ له يو ميلیونه څخه زيات سرتيري او په «نانجنګ» کې د سمندري ځواک د بېړۍ جوړولو مرکز يې په نړۍ کې تر ټولو ستر وو. نوموړي همدا راز د دربار د خواجه ګانو (هغه خصيان چې پخوانيو سترواکيو په دربار کې ساتل) او نااړوندو مخورو د ځواک په ماتولو کې هم له احتياطه کار واخيست، خپلو ډېرو زامنو ته يې په چين کې ملکيتونه ورکړل، او د «هوانګ منګ زوکسن» په مټ يې د دې شهزاده ګانو د لارښوونې هڅه وکړه، کوم چې د شاهي کورنۍ د لارښوونو يوه ټولګه وه. دا چاره هغه مهال ناکامه شوه، کله چې د هغه تنکي ځوان ځای ناستي، سترواک «جيانوين»، هڅه وکړه چې د خپل کاکا ځواک کم کړي، د کوم له امله چې د «جنګنان» جګړې پيل شوې، دا يو بغاوت و چې د «يان» شهزاده يې په 1402ز کال کې د «يونګل»  سترواک په توګه په تخت کې کېناوه. «يونګل» سترواک «يان» د ثانوي پلازمېنې په توګه وټاکه، او د «بيجنګ» نوم يې پرې کېښود، ممنوعه ښار يې جوړ کړ، لوی کانال يې بېرته ورغاوه او په دولتي مقرريو کې يې د شاهي ازموينو اهميت بېرته پر ځای کړ. نوموړي خپلو ملاتړو خواجه ګانو ته جايزې ورکړې، او هغوی يې د «کنفيوشس» (Confucian  د لرغوني چين د عقايدو يو سيستم و) پوهانو بيروکراتانو (دولتي مامورينو) پر ضد د ځوابي توازن په توګه وګومارل. د «زينګ هي» په نوم يو خواجه په هند سمندر کې تر عربو او ختيځو ساحلونو کې تر افريقا پورې د اوو مهمو سمندري اکتشافي سفرونو مشري وکړه.

د نويو سترواکانو او نويو ډلو (څانګو/ډلو) په راپورته کېدو سره دا ډول بې ځايه لګښتونه ختم شول، په 1449ز کال کې د «تومو» د بحران پر مهال د منګ سترواک «ينګ زونګ» په نيول کېدو سره، دوی په بشپړ ډول له منځه يوړل. شاهي سمندري ځواک په خراب حالت کې پرېښودل شو، په داسې حال کې چې جبري مزدورانو  «Liaodong palisade» (دا د خندقونو او بندونو يوه لړۍ وه) جوړ کړ، او لوی ديوال په خپلې نوې بڼې سره وصل او پیاوړی کړای شو. د ټولې سترواکۍ د وګړو شمېرل په پراخه کچه په لسيزو کې تر سره شول، خو د مزدورۍ او مالياتو څخه د خوندي کېدو هيلې، او په «نانجنګ» کې د ډېرو زياتو ارشيفونو د زېمه کولو او د هغې بيا کتنه کې ستونزو د سمو شمېرو په موندلو کې خنډونه پیدا کړل. د وروستيو «منګ» وګړو اټکلونه د 160 څخه تر 200 ميليونه وګړو پورې توپير لري، خو اړين ماليات د کوچنيو او کوچنیو بزګرانو څخه راټولېدل، ځکه چې ډيری يې له رسمي ثبتونو (ريکارډونو) څخه ورک شوي او يا يې خپلې ځمکې له ماليې څخه مستثنا خواجه ګانو يا عبادتځايونو ته هديه کړي دي. د «هايجن» قوانينو چې موخه يې له جاپاني سمندري شوکمارو څخه د ساحلو خوندي کول وو، د دې پر ځای يې د دوی ډېری خپله په قاچاقبرو او سمندري غلو بد کړل.

تر شپاړسمې پېړۍ پورې، د اروپايي سوداګرۍ پراختيا، غله ييز حاصلات، بوټي او څاروي په چين کې د کولمبيا تبادلې خپرې کړې – که څه هم دا اروپايي سوداګري له «ګواګزو» سره نږدې د مکاو په څېر ټاپوګانو پورې محدوده وه - د سيچوان په خوراکونو کې يې ترخه مرچ او ډېر حاصل کونکي جوار او الوګان متعارف کړل، کوم څه چې قحط کم کړ او د نفوس زیاتوالي ته يې وده ورکړه. د پرتګالي، هسپانوي او هالنډي سوداګرۍ ودې د چينايي تولیداتو لپاره نوي غوښتنې منځ ته راوړې، او د سويلي امریکا د سپینو زرو د راتګ يو ستر هجوم پيل شو. د سکو دې ډېروالي د منګ اقتصاد بيا پر ځای کړ، د کوم کاغذي پيسې چې بیا بیا له زيات تورم سره مخ شوې وې، او په دې پيسو باور نه کېدو. په داسې حال کې چې دوديز «کنفيوشس» د سوداګرۍ او له سوداګرۍ څخه منځ ته راتلونکو نويو شتمنو د دا ډول څرګندې ونډې سره مخالفت وښود، د «وانګ يانګمنګ» له خوا وړاندې شويو غېر مروجه نوښتونو د ډېر موافق سلوک اجازه ورکړه. د «زانګ جوزينګ» ابتدايي بريالی اصلاحات هغه مهال ويجاړونکي ثابت شول، کله چې د کوچني کنګلي عصر له امله په کرنه کې سستي پيدا شوه. د هسپانوي او پرتګالي سرچينو څخه راوړل شويو سپینو زرو په چمتوالي کې د خنډ له امله د سپينو زرو په ارزښت کې په چټکۍ سره زياتوالی راغی، د کوم له امله چې چينايي بزګرانو ته د مالياتو تاديه کول ناشوني شول. د فصلونو د کمښت، سيلابونو، او وبا سره يوځای، دا واکمنه کورنۍ په 1644ز کال کې هغه مهال سقوط شوه، کله چې د «لي زيچينګ» ځواکونه بجینګ ته ننوتل، خو ډېر ژر د «چنګ» واکمنې کورنۍ د «مانچو» په مشرۍ کې د اته نښانونو پوځونو د «لي» ځواکونو ته ماتې ورکړه.

تاریخ

بنسټ اېښودل

بلوا او باغي سيالي

واک ته د «منګ» واکمنې کورنۍ له رسېدو مخکې د مغولو په مشرۍ «يوان» واکمنې کورنۍ (1271-1368) حکومت کړی و. د «يوان» د مړينې په تشریحاتو کې د «هان» خلکو په وړاندې اداري توکميز توپيري چلند، کوم چې خفګان او بغاوت راوپاراوه، له تورم (نرخونو لوړوالي) څخه پر اغېزمنو شويو سيمو زیات ماليات وضع کول، او د اوبه خور د پروژو د خوشې کولو په پايله کې د ژړ سمندر سيلابي کېدل شامل دي. د پايلې په توګه، کرنه او اقتصاد په لړزانده حالت کې وو، او د سلګونه زره بزګرانو په منځ کې بغاوت پيل شو، کومو چې د ژړ سيند د بندونو پر بيا رغولو د کار کولو غوښتنه کوله. په 1351ز کال کې د سرو پګړيو (په چين کې يو بغاوت ته ورکړل شوی نوم دی) په ګډون، د هان يو شمېر ډلو بغاوت وکړ. سرو پګړيو له «White Lotus» (White Lotus يو مذهبي خوځښت و) سره تړاو درلود، کومه چې يوه پټه بودايي ټولنه وه. «ژويوانژانګ» يو بې وزله بزګر او بودايي راهب و، څوک چې په 1352ز کال کې په سرو پګړيو کې شامل شو؛ نوموړي د يو باغي قوماندان د رضاعي لور سره له واده کولو وروسته ډېر ژر مشهور شو. په 1356ز کال کې، د «ژو» باغي ځواکونو د «نانجنګ» ښار ونيو، کوم به چې هغه وروسته د منګ واکمنۍ کورنۍ د پلازمېنې په توګه ټاکلو.

د «يوان» واکمنې کورنۍ له ماتېدو سره، سيالو باغي ډلو د هېواد د واک او په همدې بنسټ د يوې نوې واکمنې کورنۍ د جوړولو لپاره سره جګړې پيل کړې. په 1363ز کال کې، «ژو يانګژنګ»، خپل سيال او د باغي «هان» څانګې مشر «چن يوليانګ» د «پويانګ» جهيل په جګړه کې له منځه يوړ، کومه چې د تاريخ تر ټولو لويه سمندري جګړه وه. په بې رحمۍ سره د جنګي بارودي بېړيو په استعمال مشهور، د «ژو» د 200000 منګ ماڼوګانو درلودونکي ځواک وتوانيد چې د «هان» يو باغي ځواک ته ماتې ورکړي، چې د دوی په پرتله يې ځواک درې برابره زيات و، چا چې ادعا درلوده چې 650000 په اندازه پیاوړی دی. په دې بريا سره وروستۍ مخالفه باغي ډله له منځه يوړل شوه، او «ژو يانګژنګ» له پرېيمانۍ ډکې سمندري درې بې سياله واک تر لاسه کړ، او په سويل کې د هغه ځواک لا پسې پیاوړی شو. په 1367ز کال کې د سرو پګړيو کورنۍ مشر په مرموز ډول په داسې حال کې مړ شو چې د «ژو» ميلمه و، له هغه وروسته داسې هېڅوک نه و پاتې چې له لرې لرې څخه د تخت پر لور د هغه د تګ د مقابلې وړتيا ولري، او هغه په 1368ز کال کې د «يوان» د پلازمېنې «دادو» (اوسنی بيجينګ) پر لور د خپل پوځ په استولو سره خپلې شاهي هيلې څرګندې کړې. وروستی «يوان» سترواک د شمال پر لور لوړې پلازمېنې «شانګدو» ته وتښتېد، او «ژو» په «دادو» کې له ځمکې سره د «يوان» د ماڼيو له برابرولو وروسته د «منګ» واکمنې کورنۍ د قيام اعلان وکړ؛ دې ښار ته په همدې کال کې د «بيپينګ» نوی نوم ورکړل شو. «ژو يانګژنګ» خپل پړاو ته د «هونګوو» يا "ډېر جنګيالی" (Vastly Martial) نوم غوره کړ.

سرچينې

Tags:

منګ واکمنه کورنۍ تاریخمنګ واکمنه کورنۍ سرچينېمنګ واکمنه کورنۍ

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

د افغانستان – تاجکستان پولهچاپیریالی روغتيا ساتنهپښتانه ټبرونهقانونمريم نوازد راتلونکي څېړنېکلا، ارغنداباسلامماري انتوانېتلونگهیوادد ښکلا کاریال راښکته کولد خلق ډموکراتيک ګوندښوونکیسپوږميز لېږديز کالهندارهکابلپه پښتو کې د ستاینوم یا صفت اوړوندوچکالۍ په وړاندې تدابیراسلام او ساينسد امریکا د آیالاتونو نوملړغوره ويناوېد تسبيح لمونځڅارنهn9fhiد اوبو آسهايډروجنکالد ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچځمکهسیمهبودجهسل سوالونهځاځيمیلانعبدالحميد محتاطپکتيا ولايتاکسايدحميرا بېگمسیال په سیال (شبکه)محمد بن قاسممايکروسافټ وېنډوزسترواک ژولیانپښتني بانکسردار سلطان محمد خانلومړی مخبشپد افغانستان جغرافيهد پښتو ژبې ليکنښېتايرايډ غدهګوګلپښتو متلونهولادمیر پوتیناډمنډ برکد واشنگټن څلید لمانځه وختونهسرطاننیوتروني ستوریغازي محمد جان خان وردگازاد شعرکابل بانکحیاتي کیمیاجرمنيسراج الدين حقانيد درود شريف ځانګړتیا او ګټينړيوال غزېدلی جالدپښتو اصل او ريښهاسد الله غضنفرسردار محمد يوسف خان🡆 More