مايکل ريچارډ پنس (د ۱۹۵۹ز کال د جون په اومه زېږېدلی) يو امریکايي سياستوال، د خپرونو چلوونکی او وکيل دی، هغه له ۲۰۱۷ز څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د امريکا د اته څلوېښتم مرستيال ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې.
نوموړی د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷ز کال پورې يې د انډيانا د پنځوسم والي په توګه کار کړی. پينس له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې د متحده ايالاتو د استازو د مجلس غړی هم و چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۳ پورې يې د انډيانا د دويمې ولسوالۍ استازيتوب کاوه او له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۱۳ز کال پورې يې د شپږمې ولسوالۍ استازولي کوله.
مایک پینس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۷ جون ۱۹۵۹ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
مورنۍ ژبه | انگليسي |
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
پنس په کولمبيا کې زېږېدلی او ستر شوی او د متحده ايالاتو د استازي جورج پنس کشر ورور دی. هغه له هانور کالج فارغ شوی او د انډيانا پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د قانون له پوهنځي يې د قانون سند تر لاسه کړی، وروسته يې شخصي دنده پيل کړې. په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ز کلونو کې د کانګريس چوکۍ ته د دوه ځل نومانديدو له ناکامۍ وروسته، نوموړی له ۱۹۹۴ او ۱۹۹۹ز کلونو کې د راډيو او تلويزيون د دوه پروګرامونو چلوونکی شو. پنس په ۲۰۰۰ز کال کې د متحده ايالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ز کال يې د انډيانا د دويمې او شپږمې کانګريسي حوزو استازولي وکړه. هغه له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مطالعاتو د کميټې مشر و او له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۱ز کال پورې د جمهوري غوښتونکو د مجلس د کنفرانس رئيس و، کوم چې د جمهوري غوښتونکو مجلس په مشرتابه کې درېيمه تر ټولو لوړه دنده ده. پنس خپل ځان (اصولي محافظه کار) او د ټي پارټي د خوځښت ملاتړی بولي، نوموړی وايي چې هغه په دې ډول مسيحي، محافظه کار او جمهوري غوښتونکی دی.
کله چې د لنډې مودې والي «ميچ ډانيالز» تقاعد شو، پينس د ۲۰۱۲ز کال د انډيانا د ايالتي والي په توګه د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه بريالی شو. هغه په تر ټولو نژدې ټاکنو کې په وروستيو پنځوسو کلونو کې د انډيايانا د مجلس پخواني مشر جان ار. ګريګ ته ماتې ورکړه. د ۲۰۱۳ز کال په جنورۍ کې د والي په توګه له ټاکل کېدو سره سم، پنس د انډيانا په تاریخ کې د مالياتو تر ټولو ستر کمښت پيل کړ او د شخصي تعليمي طرحو لپاره يې د زياتې بوديجې هڅې پيل کړې. پنس په هغه لايحو لاسليک وکړ چې د ماشوم ضايع کول محدودوي، که څه هم د سقط جنين لامل توکم، جنسيت يا معلوليت وي. کله چې پنس د مذهبي ازادۍ بيا پر ځای کولو پر قانون لاسليک وکړ، نوموړی د خپل ګوند د اعتدال خوښوونکو غړيو، سوداګريزو ټولنو او همجنسبازانو د ملاتړو له سخت مقاومت سره مخ شو. د RFRA په وړاندې د سخت غبرګون له امله پنس اړ شو چې د جنسي ميلان، جنسيتي پېژندګلو او نورو برخو پر بنسټ د توپيري چلند په لايحه کې بدلون راولي.
د ۲۰۱۶ز کال په جولای کې پنس د والي د دفتر لپاره د بيا ټاکنو له مبارزو په شا شو، ټر څو د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي نوماند ډونالډ ټرمپ د مرستيال په ټاکنو کې برخه واخلي، چا چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ ټولټاکنې وګټلې. هغه د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه د متحده ايالاتو د مرستيال ولسمشر په توګه په کار پيل وکړ. د ۲۰۱۷ز کال د جون په مياشت کې ملي فضايي شورا بيا پرانيستل شوې وه او د مرستيال ولسمشر په توګه پنس د دې شورا مشري وکړه. د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، پنس د سپينې ماڼۍ د کروناوايرس د ځانګړې ډلې د مشر په توګه وټاکل شو، کومه چې په متحده ايالاتو کې د کوويډ-۱۹ په غبرګون کې جوړه شوې وه.
پنس او ټرمپ د ۲۰۲۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جوبايډن او کاميلا هارس په وړاندې ماتې وخوړه، خو د ټرمپ مبارزاتي ډلې د دې پايلو له منلو انکار وکړ، د ټاکنو د درغلۍ ناسمې ادعاوې يې وکړې او په ډېرو ايالاتونو کې يې شپږ اتيا ناکام قانوني شکايتونه ثبت کړل. که څه هم ټرمپ هڅه وکړه چې د ټاکنو پايلې لغوه کړي، پنس بايډن او هارس د ټاکنو د برياليو په توګه تاييد کړل. د ټاکنو د پايلو د لغوه کولو لپاره د هڅو نه کولو له امله ټرمپ هغه ته بد رد وويل او د ټرمپ د ځينو پلويانو له خوا په تاوتريخوالي وګواښول شو، په ځانګړي ډول د امريکا د ملي شورا پر ماڼۍ د بريد پر مهال.
مايکل ريچارډ پنس د انډيانا په کولمبس کې د ۱۹۵۹ز کال د جون په مياشت کې زېږېدلی دی، د ان جين نانسي کاولي او ايډوارډ جوزف پنس له شپږو بچيانو يو دی، چې پلار يې د تيلو د مرکزونو يوه ټولګه اداره کوله. پلار يې د کوريا د جګړې پر مهال د متحده ايالاتو په پوځ کې دنده تر سره کړې او په ۱۹۵۳ز کال کې يې د برونز ستوری (د ستاينې نښان) تر لاسه کړی چې پنس همدا ستوری د يو ستاينليک په ملتيا او د هرکلي له يو انځور سره په خپل دفتر کې ايښی دی. پلار يې د الماني او ايرلينډي توکم څخه و او مور يې ايرلنډي الاصله وه. پلرنی نيکه يې ايډوارډ جوزف پنس د شيکاګو په زېرمځايونو کې کار کړی دی. د هغه نوم د هغه مورني نيکه ريچارډ مايکل کاولي څخه اخستل شوی، چا چې د ايرلينډ د مايو ولسوالۍ له دوکاسل څخه د ايليس د ټاپو له لارې متحده ايالاتو ته د يوې ترور او د هغه د ورور جيمز په تعقيب کوچ کړی و او د شيکاګو په ايلينوی کې د بس چلوونکی شو. د هغه د مورنۍ نيا مور او پلار د ايرلينډ د کلار د ولسوالۍ د دونبګ اوسېدونکي وو.
پنس په ۱۹۷۷ز کال کې د کولمبس شمالي عالي ليسې څخه فارغ شو. نوموړي په ۱۹۸۱ز کال کې د هانور کالج څخه په تاريخ کې د لسانس سند تر لاسه کړ، د اينډيانا پوهنتون –په انډيانا پولس کې د پروډو اينډيانا پولس پوهنتون د رابرټ ايچ. مک کيني د حقوقو له پوهنځي څخه يې په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو برخه کې ډاکټري تر لاسه کړه. په هانور کې د زده کړو پر مهال هغه د ګاما ډلټا د وروګلوۍ (يو مسلک څښتانانو) د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ او د دې برخې رئيس وټاکل شو. له هانور څخه تر فراغت وروسته، هغه په همدې کالج کې له ۱۹۸۱ څخه تر ۱۹۸۳ز کال پورې د داخلې سلاکار و.
په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې، د کورنۍ د نورو غړو په څېر پنس هم رومي کاتوليک او ديموکرات و. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د بارتولوميو ولسوالۍ د ډيموکراتيک ګوند رضاکار و او د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې جيمي کارټر ته رايه ورکړه، هغه ويلي چې د جان ايف. کينيډي او مارتر لوتر کينګ په څېر اشخاصو څخه په اغېزمن کېدو سره هغه غوښتل چې به سياست کې ښکېل شي. په پوهنځي کې د زده کړې پر مهال هغه کاتوليکه کليسا پرېښوده او په داسې حال کې چې مور يې ډېره ناهيلي شوې وه انجيلي مسيحيت ته واوښت، يعنې بيا زېږېدلی مسيحي. د ژوند په همدې پړاو کې د هغه سياسي اندونو ښي لور ته بدلون وموند، د کوم لامل چې پنس «د رونالډ ريګن عام فهمه محافظه کاري» بولي او په همدې پېژندل کېدو.
په ۱۹۸۶ز کال کې د حقوقو له پوهنځي څخه تر فراغت وروسته، پنس په خصوصي دنده کې څارنوال شو. په ۱۹۸۸ز کال کې، پنس د برحاله ديموکرات فلپ شارپ په وړاندې د کانګريس په ټاکنو کې ګډون وکړ، خو ناکام شو. هغه په ۱۹۹۰ز کال کې د شارپ په وړاندې بيا په ټاکنو کې ګډون وکړ، خپله دنده يې له دې امله پرېښوده چې سياليو ته بشپړ وخت ورکړي، خو يو ځل بيا بريالی نه شو. د دې سيالیو پر مهال پنس «د کور د ګروۍ د تادياتو، د شخصي اعتباري کارت د صورت حساب، خوراک څښاک، ګالف لوبې سياليو لګښتونو او د هغه د مېرمنې د موټر د تادياتو لپاره سياسي بسپنې وکارولې». په داسې حال چې دا لګښتونه هغه مهال ناقانونه نه و، بيا هم دې چارې د هغه ټاکنيزې مبارزې تر سيوري لاندې راوستې.
د ۱۹۹۰ز کال په مبارزو کې، پنس يو تلويزيوني تبليغاتي پروګرام پر لار واچاوه، په کوم کې چې يو لوبغاړی په شړۍ او د سر په پوښاک کې لېدل کېدو، د منځني ختيځ په ځيږه لهجه غږېدو او د هغه له مخالف شارپ څخه يې له دې امله مننه وکړه، چې د انرژۍ او برېښنا اړوند د مجلس د يوې فرعي کميټې د مشر په توګه يې امريکا ته د واردو شويو تيلو څخه د خلاصون په موخه هېڅ ونه کړل. په دې اړوند د نيوکو په غبرګون کې د پنس مبارزې وويل چې دا اعلان د عربانو په اړه نه و؛ بلکې موخه يې د شارپ د رهبرۍ نيمګړتيا ته اشاره وه.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article مایک پینس, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.