فلیکس هوفویت-بویني (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د اکتوبر ۱۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۳ کال د ډسمبر ۷ مه) چې له درناوي په پاپا هوفویت یا لي ویوکس («سپین ږیری سړی») یادېده، د عاج ساحل لومړنی ولسمشر و چې له ۱۹۶۰ زکال څخه یې تر ۱۹۹۳ زکال پورې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ.
نوموړی چې یو قبیلوي مشر و د فرانسې پارلمان ته یې له لار موندو وړاندې د مرستیال ډاکټر، د اتحادیې د مشر او بزګر په توګه کار کوه. په ۱۹۶۰ زکال کې د عاج ساحل له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد له رهبرۍ وړاندې نوموړي د فرانسې په دولت کې د څو وزارتونو د وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په سیاست او له استعمار څخه د افریقا د خلاصون په برخه کې مهم رول درلود.
فلیکس هوفویت – بوینی | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۸ اکتوبر ۱۹۰۵ او ۱۶ اکتوبر ۱۹۰۵ |
مړینه | 7 ډيسمبر 1993 (88 کاله) یاموسوکرو |
د مړینې لامل | سرطان |
تابعیت | فرانسه |
ګوند | |
رکن | |
ښځه | |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
کار/مسلک | سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي |
لاسليک | |
سمول |
د هوفویت-بویني تر معتدلې سیاسي رهبرۍ لاندې د عاج ساحل له اقتصادي پلوه وده وکړه. دغه بریا چې په فقر ځپلې افریقا کې غیرمعمول وه، د «عاج په معجزې» مشهوره شوه. دغه وده د سمې پلان جوړونې، له لویدیځ (په ځانګړې توګه له فرانسې) سره د پیاوړ اړیکو د ساتلو او همدارنګه د قهوې او کاکائو د صنایعو د پراختیا له امله وه. له دې سره په کرنیزو چارو باندې پیاوړې اتکا په ۱۹۸۰ زکال کې هغه مهال یو لړ ستونزې را وپارولې چې د قهوې او کاکائو بیې را ټیټې شوې.
د ولسمشرۍ په ټوله دوره کې هوفویت-بویني د فرانسې سره د نږدې اړیکو لرلو پالیسي مخته یووړه چې د فرانک افریقا (Françafrique) په نوم پېژندل کېږي، له دې سربېره نوموړي د دوګول او پمپیدو په رژیمونو کې د افریقایي سیاستونو په برخه کې د هغوی له سترسلاکار ژاک فوکارت سره نږدې اړیکې لرلې. نوموړي له هغو توطئه کوونکو سره مرسته وکړه چې په ۱۹۶۶ زکال کې یې د ګانا ولسمشر، قوام نکرومه له واکه ګوښه کړ، په ۱۹۷۷ زکال کې یې په بنین کې د ماتیو کرکو پر وړاندې په ناکامه کودتا کې لاس درلود، شک ورباندې کېږي چې په بورکینافاسو کې د واکمن توماس سانکارا پر وړاندې کودتا کې یې هم لاس درلود او له دې سربېره یې په انګولا کې د متحده ایالاتو له خوا له ملاتړ کېدوني کمونېزم ضد یاغي ډلې (UNITA) سره مرستې کولې. هوفویت-بویني پیاوړی کمونېزم ضد بهرنی سیاست درلود چې په ۱۹۶۹ زکال کې له شوروي اتحاد سره د دیپلماتیکو اړیکو د غوڅولو (په ۱۹۶۷ زکال کې د لومړنیو اړیکو له ټینګولو وروسته) او همدارنګه تر ۱۹۸۳ زکال پورې د چین د خلکو د جمهوریت د رسمیت نه پېژندلو لامل وګرځېد. نوموړي بیاځلي په ۱۹۸۶ زکال کې له شوروي اتحاد سره اړیکې ټینګې کړي.
په لویدیځ کې هوفویت- بویني په عامه توګه د «افریقا د حکیم» یا «د افریقا د مشر سپین ږیري» په توګه پېژندل کېږي. هوفویت بویني د خپل هېواد پلازمینه له ابیجان څخه خپل زیږون ځای یاموسوکرو ته ولېږدوله او په دغه سیمه کې یې د «Basilica of Our Lady of Peace of Yamoussoukro» په نامه د نړۍ تر ټوله لویه کلیسا د ۳۰۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړه کړه. نوموړی د خپلې مړینې تر مهاله د افریقا په تاریخ کې تر ټولو زیات مهال واک چلونکی واکمن او په نړۍ کې د کیوبا له فیډل کاسټرو او د شمالي کوریا د کیم ایل سونګ څخه دریم ځایګی درلود. په ۱۹۸۹ زکال کې یونسکو د فلیکس هوفویت- بویني په نامه د سولې جایزه د «سولې ساتنې، خوندیتوب او اړوندو هڅو» په موخه جوړه کړه. د نوموړي له مړینې وروسته په ډېرې چټکۍ سره د عاج ساحل حالات بدل شول. له ۱۹۹۴ زکال څخه تر ۲۰۰۲ زکال پورې په دغه هېواد کې ګڼ شمېر کودتاوې وشوې، د لویدیځې افریقا د سي اف اې فرانک ارزښت راولوېد او اقتصادي رکود رامنځته شو؛ له دې سره په ۲۰۰۲ زکال کې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه هم پیل شوه.
د اساسي قانون د شورا د دویمې غونډې د جوړېدو پر مهال افریقايي استازو د استعماري لیبرالېزم پر وړاندې چې په پخوانۍ غونډه کې په رد شوي اساسي قانون کې یې ځای درلود؛ شدید غبرګون څرګند کړ. نوی متن چې د ۱۹۴۶ زکال د اکتوبر په ۱۳ مه د رایو ورکوونکو له خوا تصویب شو، د افریقايي استازو شمېر یې له ۳۰ څخه ۲۴ ته په کې راکم کړی و او همدارنګه یې د هغو کسانو شمېر هم را کم کړ چې د رایو ورکولو حق یې درلود. له دې سره یو شمېر استعماري موضوعات پر خپل حالت پاتې شول چې له مخې یې اجرایوي قوې د فرمانونو پر بنسټ واک چلاوه او پر استعماري ادارې یې نظارت کمزوری کاوه. افریقايي استازو احساس وکړ چې دا چاره د مشهور جمهوري غوښتونکي خوځښت (MRP) او سوسیالیستانو په ژمنو کې خیانت دی او دې پایلې ته ورسېدل چې اړتیا لري له فرانسوي ګوندونو جلا یو دایمي ائتلاف رامنځته کړي. هوفویت- بویني لومړنی کس و چې دغه وړاندیز یې خپلو افریقايي همکارانو ته ورکړ او د فرانسوي سوډان په باماکو کې یې په اکتوبر میاشت کې د غونډې جوړولو په موخه د هغوی بشپړ ملاتړ ترلاسه کړ. د فرانسې دولت د دغې غونډې د خرابولو په موخه خپلې بشپړې هڅې وکړې، په ځانګړې توګه له هېواده بهر سوسیالیست وزیر په دغه غونډه کې د هغو افریقايي سوسیالیستانو په متقاعد کولو کې بریالی و چې د دغې غونډې له اصلي مروجینو څخه و، څو په غونډه کې برخه وانخلي.
دغې چارې معکوسه نتیجه ورکړه او هغه کسان چې سره راغونډ شوي و لا یې راډیکلایز (فعال) کړل. هغه مهال چې دوی افریقايي دیموکراتیکه شورا ((RDA د قلمرونو ترمنځ د سیاسي خوځښت په توګه تاسیس کړه، د کمونېزم پلوي ګابریل داربوسیر په غونډه واک درلود. د دغه نوي خوځښت موخه «د افریقا د خپل شخصیت په تائید او د هغه بنسټ له خوا چې په آزادانه ډول وربانډې هوکړه شوې وه له استعمار څخه د افریقا آزادي وه». د دغې شورا عمومي مشر چې بیا وروسته څو ځلې نور هم د دغه ځایګي لپاره تائید شو هوفویت-بویني و، په داسې حال کې چې عمومي منشي یې داربوسیر وټاکل شو.
د خپلې پارلماني ډلې جوړولو په موخه د افریقايي استازو شمېر ډېر لږ و، همدا و چې اړ شول له یو بل لوی ګوند سره یوځای شي څو په بوربون ماڼۍ (د فرانسې پارلمان) کې ورته لاس ورکړي. همدا و چې دوی ډېر ژر د فرانسې له یوازني کمونیست ګوند سره لاس یو کړ، هغه سیاسي ډله چې په ښکاره توګه یې د استعمار مخالفت کاوه او دوی په چټکۍ سره په لاریونونو او همدارنګه د اروپايي وارداتو په تحریم کولو پیل وکړ. هوفویت- بویني دغه اتحاد توجیه کړ ځکه پر باور یې هغه مهال یوازنۍ لار همدا وه چې پر بنسټ یې غږ اورېدل کېدلی شو.
سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي کړکېچونو دغه موضوع تر خپل اغېز لاندې راوستې وه چې څوک باید د هوفویت-بویني په توګه ولسمشر شي. وروسته له هغه چې په ۱۹۸۰ زکال کې یې له خپل پخواني سیاسي همکار فیلیپ یاس سره اړیکې خرابې شوې، هغه چې د ملي شورا د رئیس په توګه یې د ولسمشر د ناتوانۍ یا غیابت په صورت کې حق درلود د ولسمشر ټولنې دندې پر غاړه واخلي، هوفویت – بویني تر هغه کچې چې کولای شو په رسمي توګه یې د خپل ځای ناستي ټاکل وځنډول. د ولسمشر روغتیايي حالت په پام وړ کچه خراب شو او لومړي وزیر آلسان اوتارا د هغه دندې له هغه مهاله پر مخ وړې چې نوموړی په فرانسه کې بستر و. د واک ترلاسه کولو په موخه مبارزې دوام درلود خو دغه مبارزه هغه مهال پای ته ورسېده چې ولسمشر د لومړي وزیر پر ځای د ملي شورا مشر هنري کونان بدیه د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه. د ۱۹۹۳ زکال په ډسمبر میاشت کې د پروستات په سرطان ناروغ ولسمشر په چټکۍ سره د عاج ساحل ته راوګرځول شو څو په خپل هېواد کې ومري. هغه ته د تنفس اخیستو ماشین بند کړای شو څو د ځای ناستي اړوند یې وروستي تمایلات په سمه توګه څرګند شي. وروسته له هغه چې کورنۍ یې رضایت څرګند کړ د ډسمبر په ۷ مه د سهار په ۶:۳۵ بجو له هغه د اکسیجن ماشین لرې کړای شو او ومړ. هوفویت بویني د واکمنۍ کولو د مهال له مخې د افریقا تر ټولو زیات واک چلونکی واکمن و چې په نړۍ کې د کیوبا له فیډل کاسټرو او د شمالي کوریا له کیم ایل سونګ وروسته دریم ځایګی لري.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article فلیکس هوفویت – بوینی, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.