فدراليزم د حکومت مخلوط يا مرکبه بڼه ده، په کومه کې چې عام حکومت (مرکزي يا وفاقي حکومت) په يو واحد سياسي سيستم کې له سيمه ييزو حکومتونو (ولايتي، ايالتي، کانټونال، سيمه ييز يا نور فرعي-واحد حکومتونه ) سره يو ځای شوی وي او په دې ډول واکونه د دواړو خواوو تر منځ ځواک سره وېشي.
په اوسمهال (مودرن عصر) کې فدراليزم د پخواني سويسي کانفدراسۍ پر مهال په لومړي ځل پلی شوی و.
فدراليزم او کانفدراليزم سره توپير لري، په کانفدراليزم کې د حکومت عمومي کچه د سيمه ييزې کچې تابع وي، همدا راز په يو اتحادي ايالت کې له واک سپارلو (سیمه ييزو حکومتونو ته واک سپارل) سره هم توپير لري، په واک سپارلو کې د حکومت سيمه ييزه کچه د حکومت د عمومي کچې تابع وي. دا د سيمه ييز يو ځای والي يا جلا والي په لاره کې د مرکزي بڼې استازولي کوي، کوم چې په کانفدراليزم کې د په کم متحد شوي اړخ پابند او په یو اتحادي دولت کې د واک لېږدولو په مټ په زيات متحد شوي اړخ پابند وي.
د فدراسيون يا فدرالي ولايت یا دولت په بېلګو کې ارجنټاين، استراليا، بلجيم، بوسنيا او هرزګوينا، برازيل، عراق، کاناډا، المان، متحده عرب امارات، مکسيکو، هندوستان، ماليزيا، نيپال، نايجيريا، پاکستان، روسيه، سويټزرلينډ او متحده ايالات شامل دي. ځينې اروپايي ټولنه په ګڼ ايالتي جوړښت کې د فدراليزم مخکښه بېلګه بولي، په هغه تصور کې چې د «د ايالتونو فدرالي ټولنې» په نوم نومول شوې ده.
د «فدراليزم» او «کانفيدراليزم» اصطلاحاتو رېښې د لاتيني ژبې ټکي «foedus» کې سره شريکې دي، معنا يې ده «تړون، موافقه، يا مننه». د اتلسمې پېړۍ تر وروستيو پورې د دې اصطلاحاتو عامه لومړۍ معنا په ساده ډول تړون، يا د تړون پر بنسټ جوړ شويو خپلواکو دولتونو تر منځ بين الحکومتي اړيکې وې. په همدې بنسټ دې دواړو په لومړي سره کې سره مترادفې معناوې درلودې. په همدې معنا کې و چې «جيمز ماډيسن» په خپل «Federalist No.39» کې د متحده ايالاتو نوي اساسي قانون ته په دې ډول اشاره کړې چې «نه ملي او نه فدرالي اساسي قانون دی، بلکې د دواړو ګډوله ده» (دا معنا چې نه يې يو ستر اتحادي دولت جوړ کړی دی، نه يې د کوچنيو ايالتونو تر منځ يوه ټولنه/کانفدراسيون جوړ کړی، بلکې د دواړو مخلوط دی). د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې متحده ايالاتو د فدراليزم معنا د بدلون پر لور ولاړه، په ځانګړي ډول نوي يو ځای شوي سياسي بڼې ته يې اشاره کول پيل شول، کوم چې د فلاډيلفيا په کنوانسيون کې منځ ته راغلی و، په داسې حال کې چې د کانفدراليزم معنا هماغه د ايالتونو ټولنه پاتې شوه.
په تنګه معنا، فدراليزم هغه ډول حکومت ته اشاره کوي، په کوم کې چې د يو دولت سياسي بدنه په داخل کې منظمه شوې وي او دا يې هماغه معنا ده چې اوسمهال ډېر کار ځينې اخيستل کېږي. خو سياسي پوهان دا اصطلاح په ډېره پراخه معنا کې کاروي او په دې سره «د يو ټولنيز او سياسي ژوند ګڼ پوړيز او مخلوط تصور ته اشاره کوي».
د فدراليزم لومړۍ بڼې په لرغونو وختونو کې جوړې شوې چې د ايالتونو تر منځ د ايتلاف په بڼه وې. له اومې څخه تر دویمې مخزېږديزې پېړۍ پورې يې په بېلګو کې د «ارکياک لیګ، ايتوليک ليګ، پيلوپونيسين ليګ» او «ډيلين ليګ» شامل دي. د فدراليزم يو ابتدايي مخکښ په هلينستي يونان کې «اچين ليګ» و. د کلاسيکي يونان د يوناني ښاري ايالتونو په خلاف، د کومو هر يو به چې د بشپړې خپلواکۍ پر ساتلو ټينګار کاوه، په هلينستي پړاو کې بدلېدونکو شرايطو ډېری ښاری ايالتونه اړ کړل چې يو له بل سره وتړل شي، ان د خپلې خپلواکۍ د يوې برخې له لاسه ورکولو په قيمت هم وي. د ايالتونو په وروستيو اتحاديو کې د سويس دويم کانفدراسيونونونه (۱۲۹۱-۱۷۹۸ او ۱۸۱۵-۴۸)، د هالنډ متحده ولايتونه (۱۵۷۹-۱۷۹۵)، جرمن بونډ (۱۸۱۵۱-۶۶)، لومړی امريکايي اتحاد چې د امريکا متحده ايالاتو د کانفدراسيون په نوم پېژندل کېږي (۱۷۸۱-۸۹) او دويم امريکايي اتحاد چې د امريکا متحده ايالاتو په بڼه جوړ شو (۱۷۸۹-۱۸۶۵)، شامل دي.
اوسنی فدراليزم په ديموکراتيکو اصولو او ادارو ولاړ يو سياسي نظام دی، په کوم کې چې حکومت کونکی ځواک د ملي او ولايتي/ايالتي حکومتونو تر منځ وېشلی وي. د «federalist» اصطلاح په نړۍ کې ګڼ سياسي باورونه تشريح کوي چې تر حالاتو پورې اړه لري. په داسې حال کې چې فدرالي کېدل « federalization » هم جلا سياسي بهيرونه تشريح کوي، د هغې استعمال هم تر شرايطو پورې اړه لري.
په سياسي تيورې کې، د فدرالي کېدو دوه مرکزي بڼې پېژندل شوي دي:
د «دانيال زيبليټ» په وينا، په علمي ادبياتو کې د فدرالي نظامونو د پلې کولو لپاره څلور سيال نظرياتي تشریحات شته چې هغه دا دي:
«ايمانويل کانت» يادنه کړې چې «د يو دولت د قيام ستونزه د شيطانانو د قوم په مټ هم حل کېدای شي»، تر هغه وخته چې هغوی سره يو مناسب قانون موجود وي، کوم چې وکولای شي يو د بل پر وړاندې مخالفې ډلې په منظم توازن ودروي. په ځانګړو انفرادي دولتونو کې فدراسيون د جګړې د شونتيا په وړاندې د خونديتوب په توګه اړین دی.
د فدرالي نظامونو ملاتړو له تاريخي اړخه استدلال کړی چې په فدرالي نظام کې د ځواک شراکت داخلي دولتي امنيتي ګواښونه او بهرني ګواښونه کموي. فدراليزم له ايالتونو سره مرسته کوي چې پراخه او متنوع شي او د ځواکونو د مرکزيت په مټ د ظالم حکومت ګواښ کم کړي.
ډېرو هېوادونو د مرکزي او سيمه ييزو خپلواکيو بېلا بېلو کچو فدرالي حکومتي نظامونه جوړ کړي دي. د دې هېوادونو فدرالي حکومت په تر ټولو کم فدراسيون کې وېشل کېدای شي، کوم چې د يواځې دوه فرعي فدرالي واحدونو يا ګڼو سيمه ييزو واحدونو څخه جوړ وي، دا يې هغه دي چې له درې څخه تر لسګونه سيمه ييزو حکومتونو څخه جوړ شوي وي. دوی هم د جوړښت د سياسي ډول پر بنسټ ډلندي کېدای شي، لکه امارت، ولايت، جمهوري يا ايالتي فدرالي نظامونه. د فدرالي شويو هېوادونو د مطالعه کولو يوه بله لاره دا ده چې هغوی په هغه ډول ډلبندي کړای شي، د کومو ټوله سيمه چې فدرالي شوي وي، دا د هغې حالت په عکس حالت دی چې د هغې سيمې يواځې یوه برخه د هېواد په فدرالي برخه کې شامله شوې وی. ځينې فدرالي نظامونه ملي نظامونه دي، په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په څېر نور له ملتونو څخه هم لوړ دي.
This article uses material from the Wikipedia پښتو article فدراليزم, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.