شخصي کمپيوټر یو ګڼموخیز مایکرو کمپیوټر دی چې اندازې، وړتیاوو او بیې ته په کتو سره یې فردي استفاده شونې ده.
شخصي کمپیوټرونه په داسې ډول جوړ شوي دي چې د کمپيوټر د متخصص پر ځای په مستقیم ډول د وروستي کاروونکي لهخوا اداره کېدای شي. د لویو او قېمته میني کمپيوټرونو او مېن فرېمونو پر خلاف د ډېرو خلکو لهخوا له شخصي کمپیوټرونو سره په هممهاله ډول نه کارول کېږي. د ۱۹۷۰یمې او ۱۹۸۰یمې لسیزې په پای کې د کورني کمپیوټر اصطلاح هم وکارول شوه.
د شخصي کمپیوټرونو تر پراخې استفادې مخکې چې کوم کمپيوټرونه پر مېز کارول کېدای شول، ډېر کوچني وو او بالاخره ډېسکټاپ ونومول شول. په وروستیو کې دغه عبارت معمولاً د کمپیوټر د کېس یا قاب ځانګړی ډول څرګندوي. ډېسکټاپ کمپيوټرونه بېلابېل ډولونه لري، له لویو عمودي قابونو نیولې تر کوچنیو ماډلونو پورې چې د اېل.سي.ډي مانیتورونو تر شا یا مستقیماً لاندې کارېدای شي.
که څه هم ډېسکټاپ اصطلاح تر ډېرو هغو کمپیوټرونو ته کارول کېږي چې قاب یې په عمودي ډول درېږي، دغه ډولونه تر ډېره د ځمکې پر مخ یا تر مېز لاندې اېښودل کېږي. پر دغه ظاهري تضاد سربېره «ډېسکټاپ» اصطلاح معمولاً هغو عمودي درېدونکو قابونو او افقي یا پرتو ماډلونو ته کارول کېږي چې د کلمې په اصلي معنا پر مېزونو اېښودل کېږي او له همدې امله د ډېسکټاپ عبارت ته مناسب دي، که څه هم چې دغه دواړه ډولونه په اکثرو عملي استفادو کې د ډېسکټاپ د اصطلاح په شرایطو برابر راځي. د کمپیوټر د دغو قابونو دواړه ډولونه د سیستم هارډویر برخې لکه مادربورډ، پروسېسر چېپ و د داخلي عملیاتو نورې برخې لري. ډېسکټاپ کمپيوټرونه د ښودنې لپاره یو بېرونی مانیتور او بېرونی کېبورډ لري چې د کمپیوټر د قاب له شاتنیو برخو سره نښلول کېږي. ډېسکټاپ کمپيوټرونه د کورنیو او سوداګریزو محاسباتي پروګرامونو لپاره مشهور دي، ځکه چې پر ډېسک د ګڼو مانیتورونو لپاره ځای لري.
لپټاپ کمپيوټرونه داسې ډیزاین شوي ډي چې د لېږدولو وړ وي. په دې ډول کمپيوټرونو کې کېبورډ او نورې برخې په یوه پنل کې واقع وي او یو بل پنل لري چې د ډېسپلې سکرین په کې وي. کله چې لپټاپ وتړل شي یا بند شي، د لېږدولو پر مهال یې سکرین او کېبورډ خوندي وي. په لپټاپونو کې معمولاً داسې بېټرۍ وي چې چارج کېږي او په دې سره د دغه ډول کمپیوټرونو د لېږد وړتیا لا ډېرېږي. د چارج، وزن او سپېس یا فضا د سپما لپاره د لپټاپ ګرافیک چېپونه په ډېرو مواردو کې په سي.پي.یو یا چیپسېټ کې ادغامېږي او د سیستم له رم (RAM) څخه استفاده کوي، دغه چاره د هغو ډېسکټاپ کمپيوټرونو په پرتله چې ګرافیک کارتونه په کې لګول شوي وي، د کمپیوټر ګرافیکي فعالیت را ټيټوي. له همدې امله ډېسکټاپ کمپيوټرونه د ګېمونو لپاره تر لپټاپونو غوره ګڼل کېږي.
په ۲۰۰۱ کال کې ۱۲۵ میلیونه شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې په پرتلیز ډول په ۱۹۷۷ کال کې دا شمېره ۴۸۰۰۰ کمپيوټرونه وو. په ۲۰۰۲ کال کې څه باندې ۵۰۰ میلیونه شخصي کمپیوټرونه کارېدل او یو میلیارد شخصي کمپيوټرونه د ۱۹۷۰یمې لسیزې له منځنیو کلونو راهیسې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې پلورل شوي دي. په دې کې ۷۵ سلنه کمپیوټرونه د کار اړوند وو او پاتې نور د شخصي او کورنۍ استفادې لپاره پلول شوي دي. شاوخوا ۸۱.۵ سلنه عرضه شوي شخصي کمپیوټرونه ډېسکټاپ، ۱۶.۴ سلنه لپټاپ او ۲.۱ سلنه سرورونه دي. متحده ایالتونو د عرضه شویو کمپيوټرونو ۳۸.۸ سلنه (چې ۳۹۴ میلیونه کېږي)، اروپا ۲۵ سلنه او اسیا-اقیانوسیې بیا ۱۱.۷ سلنه برخه ترلاسه کړې ده چې په دې کې اسیا-اقیانوسیه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د چټکې ودې په حال کې ده. تمه کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پورې به دویم میلیارد هم وپلورل شي. په لوېدیځه اروپا کې کابو نیمې کورنۍ شخصي کمپيوټرونه لري او د بریتانیا په ۴۰ سلنه کورونو کې کمپيوټرونه شته دي چې دا شمېره په ۱۹۸۵ کال کې یوازې ۱۳ سلنه وه.
د شخصي کمپيوټرونو نړیوال لېږد په ۲۰۱۰ کال کې ۳۵۰.۹ میلیون واحده، په ۲۰۰۹ کال کې ۳۰۸.۳ میلیون واحده او په ۲۰۰۸ کال کې ۳۰۲.۲ میلیون واحده و. د ایسپلي (iSuppli) د راپور له مخې دغه لېږد په ۲۰۰۷ کال کې ۲۶۴ میلیون واحده و چې د ۲۰۰۶ کال د ۲۳۹ میلیون واحده کمپیوټرونو په نسبت ۱۱.۲ سلنه زیات و. په ۲۰۰۴ کال کې نړیوال لېږد ۱۸۳ میلیون واحده و چې د ۲۰۰۳ کال په نسبت ۱۱.۶ سلنه زیات و. په ۲۰۰۳ کال کې ۱۵۲.۶ میلیونه کمپيوټرونه ولېږدېدل یا نړۍ ته ورسول شول چې په اټکلیز ډول یې ارزښت ۱۷۵ میلیارده ډالره و. په ۲۰۰۲ کال کې ۱۳۶.۷ میلیون شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې اټکلیز ارزښت یې ۱۷۵ میلیارده ډالره و. په ۲۰۰۰ کال کې ۱۴۰.۲ میلیونه شخصي کمپيوټرونه عرضه شول چې کابو ۲۲۶ میلیارده ډالره ارزښت یې درلود. د شخصي کمپيوټرونو نړیواله عرضه په ۱۹۹۹ کال کې تر ۱۰۰ میلیون کمپيوټرونو زیاته شوه او د ۱۹۹۸ کال له ۹۳.۳ میلیون کمپيوټرونو څخه ۱۱۳.۵ میلیونو ته ورسېده. په ۱۹۹۹ کال کې اسیا ۱۴.۱ میلیون کمپیوټرونه عرضه کړل.
د ۲۰۰۸ کال تر جون میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې د کارول کېدونکو شخصي کمپيوټرونو شمېر یو میلیارد ته ورسېد او تمه کېږي چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به یو میلیارد نور هم زیات شي. بالغ یا لوی مارکېټونه لکه متحد ایالتونه، لوېديځه اروپا او جاپان د ټولې نړۍ د شخصي کمپيوټرونو ۵۸ سلنه برخه جوړوي. تمه کېده چې تر ۲۰۱۲ کال پورې به نوي را څرګند شوي مارکېټونه د شخصي کمپیوټرونو شمېر دوه برابره کړي او د دویم میلیارد ۷۰ سلنه برخه به ځانته ځانګړې کړي. تمه کېږي چې تر ۲۰۰۸ کال پورې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه کمپیوټرونه بدل شي او ۳۵ سلنه به یې د ضایعاتو د خښولو په ځایونو کې تخلیه شي. ټول انسټال شوي بېس په کلني ډول ۱۲ سلنه وده کړې ده.
د ډېټا د نړیوال شرکت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۱ کال لپاره د هرې ربعې په ډېټا کې چین د لومړي ځل لپاره د شخصي کمپيوټرونو په لېږد کې تر متحدو ایالتونو مخکې شو چې د چین لېږد ۱۸.۵ میلیونه او د متحدو ایالتونو بیا ۱۷.۷ میلیونه و. دغه بهیر د نویو را ټوکېدلیو بازارونو وده او د بالغو سیمو نسبي رالوېدنه منعکسوي.
په ۲۰۱۱ کال کې ډېلویټ مشورتي شرکت اټکل وکړ چې د محاسباتي دستګاوو په توګه به د ځیرکو موبایلونو او ټبلېټ کمپيوټرونو پلور تر شخصي کمپيوټرونو زیات شي (لکه څرنګه چې په ۲۰۱۲ کال کې همداسې وهم شول). له ۲۰۱۳ کال راهیسې د شخصي کمپيوټرونو نړیوال پلور کم شو، ځکه چې ډېر خلک د ځیرکو موبایلونو او ټبلېټونو پر لوري لاړل. د ۲۰۱۲ کال په څلورمه ربع کې د ۹۰.۳ میلیونه کمپيوټرونو پلور د ۲۰۱۱ کال په څلورمه ربع کې د پلور ۴.۹ سلنه کموالی وښود. د ډېټا د نړیوال شرکت د شمېرو له مخې د شخصي کمپیوټرونو نړیوال پلور د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ ربع کې ډېر کم شو. کال په کال ۱۴ سلنه کمښت په ۱۹۹۴ کال کې د شرکت له جوړېدو راهیسې تر ټولو لوی ثبت شوی کمښت و او تر هغه دوه برابره زیات و چې تحلیلګرانو یې اټکل کاوه. د ۲۰۱۳ کال په دویمه ربع کې د شخصي کمپيوټرونو په پلور کې کمښت د پنځمې پرلهپسې ربعې کمښت و. یوه تحلیلګر وویل: "دا د شخصي کمپیوټرونو لپاره ډېر بد خبر دی. اوس د محاسباتو اړوند هر څه په موبایلي بڼه دي. موږ اوج ته رسېدلي یو."
This article uses material from the Wikipedia پښتو article شخصي کمپيوټر, which is released under the Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 license ("CC BY-SA 3.0"); additional terms may apply (view authors). دا پاڼه د CC BY-SA 4.0 سره سم ستاسو په لاسرسي کې ده. Images, videos and audio are available under their respective licenses.
®Wikipedia is a registered trademark of the Wiki Foundation, Inc. Wiki پښتو (DUHOCTRUNGQUOC.VN) is an independent company and has no affiliation with Wiki Foundation.