شاهزاده اندرو، د یورک دوک

شاهزاده اندرو، د یورک دوک (اندرو آلبرټ کریسټین اډوارډ؛ زوکړه: د ۱۹۶۰ زکال د فبروري ۱۹مه) او د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ غړی دی.

نوموړی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ دریم ماشوم او دویم زوی او همدارنګه د پاچا دریم چارلز کشری ورور دی. اندرو د بریتانیا د تاج او تخت د ترلاسه کونکو په کتار کې یومهال دویم ځایګی درلود چې اوس مهال اتم ځایګري لري؛ ورته مهال د وراثت په هغه کتار کې د هغو کسانو لومړی دی چې د واکمن پاچا له اولادې څخه نه دي.

اندرو د بریتانیا په سلطنتي پوځ کې د چورلکو د پیلوټ او همدارنګه د جنګي بېړیو د لارښود او کېپتان په توګه خدمت کړی. د فالکلنډ په جګړې کې هغه د ځمکنۍ جګړې ضد عملیاتو، د ټپیانو د تخلیې او همدارنګه د بېړیو ضد اګزوسه توغندیو د انحرافي عملیاتو په ګډون په ګڼ شمېر ماموریتونو کې ونډه لرلې ده. په ۱۹۸۶ زکال کې هغه له سارا فرګوسن سره واده وکړ او د یورک دوک شو. دوی د شهزادګۍ باتریس او شاهزادګۍ یوجیني په نامه دوه لورانې لري. دوی دواړه په ۱۹۹۲ زکال کې له یوبل جلا او په ۱۹۹۶ زکال کې یې طلاق واخیست چې رسنیو په پراخه کچه د دوی ترمنځ دغه ستونزه تر پوښښ لاندې راوړه. د یورک د دوک په توګه نوموړي د خپلې مور دویمې الیزابت په استازولۍ ګڼ شمېر رسمي دندې او ماموموریتونه مخته یووړل. نوموړی د ۲۰۱۱ زکال له جولای میاشتې څخه وروسته د ۱۰ کلونو لپاره د بریتانیا د نړیوالې سوداګرۍ او پانګونې د چارو د استازي په توګه خدمت وکړ.

په ۲۰۱۴ زکال کې امریکایي الاصله اسټرالیایي مبارزې ویرجینیا ګیوفري ادعا وکړه چې د ۱۷ کلنۍ په عمر د جنسي قاچاقبر جفري اپستین له خوا اندرو ته د جنسي چارو په موخه قاچاق شوې وه. اندرو په دغه موضوع کې خپله ښکېلتیا رد کړه. له اپستین سره د اړیکو اړوند له نیوکو وروسته اندرو د ۲۰۲۰ زکال په مۍ میاشت کې له خپلو ټولو دولتي دندو استعفا ورکړه، همدارنګه ترې ملکې د ۲۰۲۲ زکال په جنوري میاشت کې ټول پوځي ویاړونه او هغه مرستندویه مسئولیتونه واخیستل چې ورته سپارلي یې و. نوموړی په نیویارک کې په ګیوفري باندې د جنسي تیري په یوه مدني دعوا کې ښکېل شو، خو دغه دعوا د ۲۰۲۲ زکال په فبروري میاشت کې له محکمې بهر د دواړو لور ترمنځ د شخصي جوړجاړي پر مټ حل شوه.

لومړنی ژوند

اندرو د ۱۹۶۰ زکال د فبروري په ۱۹مه له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجو د باکېنګهام ماڼۍ په بلجیمي تخت کې وزیږېد؛ دی د ملکې دویمې الیزابت او د اډینبورګ د دوک شاهزاده فیلېپ دویم زوی و. نوموړي ته د ۱۹۶۰ زکال د اپرېل په ۸مه نېټه د همدغې ماڼۍ د موسیقۍ په خونه کې د تعمید غسل ورکړل شو.

اندرو په ۱۸۵۷ زکال کې د شهزادګۍ باتریس له زیږون وروسته لومړنی ماشوم و چې د بریتانیا د واکمنې ملکې د واکمنۍ پر مهال وزیږېد. نوموړی د خپلې خور آن او وروڼو چارلز او اډوارډ په څېر په باکېنهګام ماڼۍ کې د یوې خصوصي ښوونکې له خوا وروزل شول چې وروسته بیا د برکشر، سکاټ ښارګوټي ته څېرمه د هیټرډاون ښوونځي ته ولېږل شو. په ۱۹۷۳ زکال کې هغه په شمالي سکاټلنډ کې ګورډن سټون ښوونځي ته ولاړ، چېرې چې د هغه پلار او مشر ورور زده کړې کړې وې. دلته له شپږ میاشتو زده کړو وروسته – د ۱۹۷۷ زکال له جنوري میاشتې تر جون میاشتې پورې – د علمي تبادل د یو پروګرام په ترڅ کې یې د کاناډا په لېکفیلډ کالج کې ګډون وکړ. نوموړي دوه کاله وروسته په جولای میاشت کې د ګورډنسټون ښوونځي د انګریزي، تاریخ او اقتصاد د عالي زده کړو برخه خوشې کړه.

پوځي خدمت

سلطنتي سمندري ځواک

سلطنتي کورنۍ د ۱۹۷۸ زکال په نومبر میاشت کې اعلان وکړ چې اندرو به راتلونکی کال په سلطنتي سمندري ځواک کې خدمت وکړي. د ۱۹۷۹ زکال په مارچ او مۍ میاشتو کې نوموړي د سلطنتي سمندري ځواک د الوتنو په کالج کې نوم ثبت کړ او د اړینو زده کړو وروسته نوموړی د چورلکو د کار زده کوونکي پیلوټ په توګه ومنل شو چې د ۱۹۷۹ زکال له مۍ میاشتې څخه وروسته یې د ۱۱ کلونو قرارداد لاسلیک کړ. د همدغه کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه نوموړی د سمندري ځواکونو د بریدمن (midshipman) په توګه ومنل شو او په دارتموث کې یې د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونو کالج ته لار ومونده. د ۱۹۷۹ زکال پر مهال نوموړي د سمندریزو کمانډو ځواکونو روزنیزه دوره بشپړه او له امله یې د هغو شنه خولۍ هم ترلاسه کړه. ده د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر په لومړۍ نېټه د دویم بریدمن رتبه ترلاسه او د اکتوبر په ۲۲مه د روزل شوو ځواکونو په ډلګۍ کې وګمارل شو.

د فالکلنډ جګړه

د ۱۹۸۲ زکال د اپرېل په ۲مه ارجنټاین په فالکلنډ ټاپوګانو برید وکړ، هغه ټاپوګان چې بریتانیا د خپل سمندري قلمرو د برخې په توګه د هغو د مالکیت ادعا لرله او له امله یې د فالکلنډ جګړه پیل شوه. دغه مهال د الوتکو لېږدونکې اینوېنسبل نومې بېړۍ د بریتانیا له هغو دوه عملیاتي بېړیو څخه وه چې د لاسرسي وړ وې، دغې بېړۍ د سویل پر لور د سلطنتي سمندریز پوځ د هغو ضربتي ځواکونو د انتقال په برخه کې پام وړ رول ولوباوه چې چمتو و دغه ټاپوګان بېرته ونیسي.

په دغه بېړۍ کې د اندرو شتون او د عملیاتو پر مهال د ملکې د زوی د مړینې احتمال د بریتانیا دولت اندېښمن کړی و او کابینې لیوالتیا لرله چې نوموړی د جګړې پر مهال د میز پر سر دندې ته ولېږدول شوي، خو ملکې ټینګار وکړ چې زوی ته یې اجازه ورکړل شي په خپله بېړۍ کې پاتې شي. شاهزاده په خپله بېړۍ کې پاتې شو څو د چورلکو د همکار پیلوټ په توګه دنده ترسره کړي، هغه د اوبتلونو ضد او ځمکنۍ جګړې، د اګزوسه په نامه د بېړۍ ضد مزایلو د انحراف، د ټپیانو د تخلیې او د هوايي ژغورنې او لټون په عملیاتو کې برخه واخیسته. نوموړی د بریتانیا په اس اس اتلانتیک کانویر سوداګریزې بېړۍ باندې د ارجنټاین د برید شاهد و.

د جګړې له پای وروسته اینوېنسبل بېړۍ پورتموث ته بېرته راوګرځېده چېرې چې ملکې دویمې الیزابت او شاهزاده فیلېپ خپل زوی او د بېړۍ نورو کارکوونکو ته د بېرته راګرځېدو هرکلی ووایه. د راپورونو له مخې د ارجنټاین پوځي حکومت پلان درلود څو اندرو د ۱۹۸۲ زکال په جولای میاشت کې په موسټیکو جزیره کې ترور کړي؛ خو دغه هڅه یې ترسره نه کړه.

شخصي ژوند

شخصي علایق

اندریو له ګلف لوبې سره پریمانه لیوالتیا لرله او د دغې لوبې په ترسره کولو کې یې یوازې یو رقمي تېروتنه لرله. نوموړی له ۲۰۰۳ زکال څخه تر ۲۰۰۴ زکال پورې – د دغه کلب د ۲۵۰مې کلیزې د فصل پر مهال – په سنټ اندروز کې د ګلف لوبې د سلطنتي او لرغوني کلب کېپتان و.  همدارنګه نوموړی د ګلف لوبې د ګڼ شمېر نورو سلطنتي کلبونو ملاتړی و او د یو شمېر نورو افتخاري غړیتوب یې هم درلود. په ۲۰۰۴ زکال کې د کارګر همکار ګوند پارلماني استازي، یان ډېوېډسون د بریتانیا د شکایاتو ملي کمیسیون ته د یولیک په لیکلو نیوکه وکړه چې نوموړي د ګلف لوبې په موخه په دوه سفرونو کې د سلطنتي هوايي ځواک له الوتکو ګټنه کړې. هغه مهال چې ملکې د ګلف له څو کلبونو څخه سلطنتي ملاتړ لغو کړ، اندرو د ګلف په سلطنتي او لرغوني کلب کې له خپل افتخاري غړیتوب استعفا ورکړه. په دورنوچ سلطنتي کلب کې د هغه افتخاري غړیتوب له دغې پرېکړې څو میاشتې وروسته لغو شو.

له کوسټارک سره اړیکې

اندرو د فالکلنډ په جګړه کې د خپل فعال خدمت وړاندې د ۱۹۸۱ زکال په فبروري میاشت کې له امریکايي انځور اخیستونکې او اکټورې کوسټارک سره ولیدل. د ۱۹۸۲ زکال په اکتوبر میاشت کې دوی دواړه د رخصتۍ په موخه موسټیکو جزیرې ته ولاړل. خبریاله ټینا براون وايي چې سټارک د اندرو یوازنۍ د خوښې وړ نجلۍ وه. په ۱۹۸۳ زکال کې دوی دواړه د مطبوعاتو، پاپارازي او ماڼۍ تر فشار لاندې له یوبل جلا شول. په ۱۹۹۷ زکال کې اندرو د سټارک د لور پلار (پدرخوانده) وبلل شو. هغه مهال چې په ۲۰۱۵ زکال کې اندرو د جفري اپستین په خوا کې په جنسي ځورونې تورن شو، سټارک له ده دفاع وکړه.

سرچينې

Tags:

شاهزاده اندرو، د یورک دوک لومړنی ژوندشاهزاده اندرو، د یورک دوک پوځي خدمتشاهزاده اندرو، د یورک دوک شخصي ژوندشاهزاده اندرو، د یورک دوک سرچينېشاهزاده اندرو، د یورک دوک

🔥 Trending searches on Wiki پښتو:

منځنۍ پېړۍچاپیریالی روغتيا ساتنهمورمرکزي بانکاتڼپښتو اوسنى شعرخيميرانافغانستانقرآن کریمچندړمالېزياکوهستان ولسوالۍ (بدخشان)د پښتو ژبدودپېښورمېډياويکيبيولوژيجودی لین اوکیفخوست ولايتد فلم تاريخپير روښانماري انتوانېتغسلرېږدلهسوېلي امريکاپښتو متلونهد اقليمي بدلون اغېزېبدخشان ولايتمصراجارهبوټپوهنهاهل سنت او جماعتانټرنېټد لمانځه وختونهدري ژبهد افغانستان جمهوريتاروپايي اتحادلایوش کشوتسوسياليستی دولتصليبي جگړېد انسان جنسي غوښتنېلعل پاچا ازمونحیاتي کیمیاامام الدين جمعه ديند چین لوی دیوالمحمد بن قاسمد لومړۍ نړیوالې جګړې لاملونهآنتونیو د الیویرا سالازارچغرزید غواگانو روزنهتلويزونکمول (مارغه)هندي هنراوتو فون بیسمارکد بشري منابعو مديريتمړینهاسلامي بانکوالیتوېرهواد خاورې ککړتياپټه خزانهآی اېس او ۳۱۶۶-۱غرد افغانستان لنډ تاريخرونډاعبدالحميد محتاطفیودور داستایفسکيپښتو ويکيپېډياتکبرآزاد تجارتله افغانستان نه د شوروي ځواکونو وتلاروپاامير کروړ سورياوټ(جودر)ژوند🡆 More